د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مهم سوال

سيد سيف الرحمن هاشمي 09.11.2009 11:26

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لنډه کيسه:

نام خدا دې وي دمكتب په دوران كې زه ترټولودومره لايقه وم چې په صنف كې به زماانډول نه وو.
قلم به مې په داسې چټكى سره ښوراوه چې په يو څودقيقو كې دننه به مې سخت نه سخت سوال حل كاوه او په ډېر اطمينان سره به مې په حل شوې سوال يو وار نظر اچاوه او ددوهم سوال په ځواب به مې پېل كاوه په ځان مې ښه باور وو چې په ټول صنف كې بلكې په ټول مكتب كې زما انډول بل نشته په دې صنف كې داسې څوك نه ګورم چې نومرې راڅخه زياتې يوسي
د روان كال درسونه مې ښه لوستلي وو په ټول كال كې مې رخصتي هم نه وه كړي د امتحان راتګ او دسوالونوحل كولو ته ډاډه وم ښه خوارې مې كړې وه تر دې چې د قران دحافظ په شان مې دصنف ټول كتا بونه په ياده زده كړي وو
ښه جرات سره مكتب ته لاړم او دازموينې په پنډغالي كې كېناستم معلم صيب د امتحان پرچې وويشلي كه رښتيا راباندې ووايي هغه وخت چې راياد كړم د بدن غونې مې اوس هم زيږه شي دغه ورځ ډېره په چټكتيا سره تيريده سوالونه مې ښه په ځېرسره وكتل نه پوهيدم چې څه راباندې شوې و ډېر نه اسان اسان سوال مې په ۳۰ دقيقوكې حل كړ يواځې حل شوى سوال مې له ځان سره تكرار كړ او ښه په ډاډه زړه مې په دوهم سوال پيل وكړ........مالا د ځواب دوه كرښې ليكلي نه وي چې قلم مې په ګوتو كې پاتې شو او په پرچه لاس نيولى شو......قلم سوګند وكړ چې ځواب حل نه كړم مايو وار سوال له ځان سره تكرار كړ.. ګوندې هېر شوى ځواب يې راته ياد شي ......... مګر ۵ دقيقي تېرې شوې خو دقلم څوكې ته څه ورنغلل .......... په ډېرې حيرانتيا سره مې په ساعت فكر شو ........خو يوار بيامې په ذهن كې ګرځنده حركت وكړ ماويل كېداش شي هېر شوى ځواب لاسته راشي خو سوچ مې بې فايدې و په ډېرې بې چارګې مې په پنډغالي سترګې راجګې كړي نور محصلين ډېر په تيزۍ سره لګيا وه او سوالونه يې حل كول په مرئ كې مې لاړې وچې شوې ساه مې ډوبه شوه زړه مې ډوبكى واخيستي تردې مهاله زما څوارلس دقيقي نورې هم ضايع شوې وي ..............
سمدلاسه مې پريكړه وكړه دانه ، داد دريم سوال ځواب خو وليكم خو.... ددې سوال نېم ځواب مې نه وه ليكلى چې يو وار بيا قلم جټكه وخوړه.....يا الله داڅه چل دى .........ماڅه ګناه كړې ده .......ماخو دكتاب يو يو ټكى ياد كړى و ، يو وار نه بلكې درې واره مې كتاب له ځان سره لوستى و......خو اوس نه پوهيږم دانن څه ماجره ده .....زه څه وكړم ؟ ماسره فقط يوساعت او ۴۵دقيقې پاتې دي او په دې مهال كې ماته د دريولويولويوسوالونوځوابونه وركول دي ................
ماد دريم سوال دځواب په اړه ډېركوښښ وكړ مګر فقط ددوه نېموكرښونه زيات څه ونه ليكل شول ......داهغه ځواب وو چې زما نورو همصنفيانو په دېره اسانۍ سره ليكى و..... ددغه سوال ځواب نن زماله ذهن څخه ورك و.....ماويل چې له سره مې دغه سوال په كتاب كې لوستى هم نه وي ............
ماتردې وخته پورې د يو سوال دځواب ليكلوڅخه نور هېڅ نه درلودل او....دنورو سوالونودځوابولو په اړه ناكام وم.....غټې غټې اوښكې مې دسترګو په كونجونوكې راتاوشوې .....او په ډېرې بې حسې سره يې دسترګو نه لاره بېله كړه ..............
زه ډېر ذهين وم مانه خپلو خپلوانو او دنوروكليوالو ډېرې هېلې وي دمكتب مالمانو راباندې ډېره پاملرنه كوله د ټول مكتب په سطحه يې راته د يوشهرت لرونكي محصل په سترګه كتل ، ويل يي كه چېرې داهلك همداسې پاتې شي نو زموږ دمكتب نوم به لوړشي او دنورو ښوونځيو په سيالۍ كې به سرلوړې شو، زما هم داد دولسم صنف كلنۍ ازموينه وه كه په هره توګه وي ماته ۹۰% فيصده نومرې په كار وي ځكه چې په كانكور ازموينه كې مې د برياليتو چانس په همدې نومرو وو، او دطب پوهنځې ته برياليتوب زماترټولو لوړه هېله وه چې ډاكټر شم، هو ماغوښتل چې ډاكټر شم .....ډاكټر......ځكه زماپلار يو مشهورډاكټر و، او مشر ورور مې هم دطب پوهنځې په دوهم كال باندې بوخت و،
خونن مادا انګيرله چې داحال اوداسوالونه تش ځوابونه تانشي بريالى كولاى همداخبرې اوسوچ مې يوځاى له ژړاسره بدرګه كاوه چې مانه وروسته بل محصل پټ په غوږ كې راته وويل :
اولنۍ مهم سوال دې ځواب كړى دى ...........؟
مو ........مو..... مهم سوال......كوم مهم سوال........؟
مايوار بيا دسوالونو په لوستلو پېل وكړ، په ښكاره ټكو لېكل شوې و ((اول سوال لازمي اومهم دى )) اه خدايا !..... ماخوتراوسه ټول توان اوځواك په ګردوسوالونواچولى و چې حل يې كړم....... مګر دغه مهم اولازمي سوال چې ټولې ۲۰ نومري لرلې بېخې مې لوستلى نه و.... ما دغه سوال ښه په ځېركتياسره ولوسته .....دلوستلونه راته مالومه شوه چې داخبرې بيخې مالوستلې نه دي دكومې په اړه چې په سوال كې ليكل شوې وي .........
سواليه نښې مې سترګو ته تېر تېر كېدلې .... نور مې تردې دمه ټول توان اوځواك له لاسه وركړى و..... وخت پوره شوى و.....معلم صيب له محصلينوپرچې راګردولې ....مانور هېڅ نه لرل خو فقط دواړه سترګې پټې او خوله مې وازه كړه ......د زړه له درده مې له خولې چغه ووته داسې يوه زوروره كړېكه چې مانه ګرد چاپېره ټول له خوبه راوېښ شول ، زړه مې ښه په چټكتيا سره په ټوپونو حركت كاوه ..... رنګ مې تك سور اوختى و، پوره۰۳:۴۵ بجې وي چې كټ كې نېغ ناست وم .......
اه خدايا ! شكر ده چې دامې خوب لېده ..... خداى دې داسې په رښتيا نكړي كه نه مابه څه كول ؟


۱۳/۰۷/۲۰۰۴
دسه شنبې مازيګر