د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دخواخوږی پيغام

حبيب الله غمخور 01.11.2009 13:37

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې د خواخوږۍ پيغام

په ډېره خواشينۍ سره موهمدانن خبر تر لاسه کړ چې د هيوا د سياسي ، فرهنگي او علمي شخصيت اودپوهنې پخوانۍ وزيرښاغلي پروفيسر عبدالرسول امين دورپېښې ناروغۍ له امله د ١٣٨٨ لمريز کال د عقرب په ٨ مه داسټريليا دملبور په ښارکې له دې فاني نړۍ نه دابد لپاره سترگي پټې کړې . \

انالله وانا اليه راجعون

مرحوم پروفيسر عبدالرسول امين دهيواد ديوې پېژندل سوې اووتلې څېرې په توگه د خپل عمرزيات کلونه په هيوادکښې دعلم اومعرفت،پوهنې،فرهنگی فعاليتونو او سياست په ډگر کې نه هېرېدونکی خدمتونه کړېدي.
موږ پداسي حال کښي چي دنوموړې بې وخته مړينه دټول هيوادستره ضا يع بولو،ځانونه دمرحوم دکورنۍ پاتې کسانو،اړوندانواوټولودوستانوسره پدې ستر غم کي شريک بولو .

د لوى خداي له درباره مرحوم رسول امين ته فردوس جنت،او د كورنۍ پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو . روح د يې ښادا وياد دې ابدي وي

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب

حبيب الله غمخور