د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو نړيوال کنفرانس پريکړه ليک

برهان الدين دربار 12.10.2009 12:30

د ۱۳۸۸ لمريز كال د تلې ۱۷مه، د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر ۹مه نېټه
كابل- افغانستان

     د پښتو نړيوالو كنفرانسونو په لړ كې د ۱۳۸۸ل كال د تلې له ۱۶-۱۷ مې نېټې پورې، چې د ۲۰۰۹م كال د اكتوبر له ۸- ۹ نېټې سره سمون خوري، د كابل ښار د لويې جرګې په تاريخي خېمه كې دوه ورځنى پښتو نړيوال كنفرانس جوړ شو. دا كنفرانس چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې په بلنه او نوښت رابلل شوى و، د افغانستان، پښتونخوا، عربي نړۍ، هندوستان، اروپا، كاناډا او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه په سوونو پوهانو، ليكوالو، ژورناليستانو، د فكر او قلم خاوندانو، د افغانستان د دولت لوړ پوړو چارواكو او د مدني او كلتوري ټولنو استازو په كې ګډون كړى و. ددې كنفرانس موخه دا وه چې د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې پرتې ستونزې تشخيص، عوامل يې په ګوته او حل لارې يې ورته پيدا كړي. د كنفرانس برخوالو په څلورو بېلابېلو كاري كمېټو كې د خپل دوه ورځني كار په لړ كې د پښتنو كلتوري، تعليمي، ټولنيزې او نورې ستونزې په هر اړخيز ډول وڅېړلې، عوامل يې راوسپړل  او حل لارې يې په ګوته او ګډې پرېكړې يې وكړې. د پښتو نړيوال كنفرانس برخوالو د خپل كار په پاى كې په متفق ډول دغه لاندې پرېكړه ليك صادر كړ:

۱- ژبه د هر انسان خدايي، طبيعي، بنيادي او قانوني حق دى، پښتانه هم لكه د نړۍ د نورو وګړو په شان دا حق لري چې خپل دا حقوق يې خوندي وي او ګټه ورڅخه پورته كړي. د افغانستان او پاكستان حكومتونو څخه غوښتنه كېږي، چې په ژبنۍ برخه كې خپل مكلفيتونه او مسوليتونه درك كړي، د پښتو ژبې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي او د هغې د ودې لپاره هلې ځلې وكړي.

۲- فرهنګي ټولنې، علمي مركزونه، مدني ټولنې او نورې اړونده ادارې بايد په خپل منځ كې همغږې شي او د پښتو ژبې د ودې لپاره هاند و هڅې وكړي.

۳- د روحانيت، روښنفكرۍ او قومي بنسټونو له مخكښانو څخه هيله كېږي، چې په خپل يووالي او پيوستون سره د پښتو ژبې او پښتنو پر وړاندې د پرتو ستونزو په له منځه وړلو كې يو بل سره مرستې وكړي.

۴- له اړوندو علمي او اكاډميكو مركزونو څخه غوښتنه كېږي، چې د پښتو ليكدود د لا يووالي او كره والي په خاطر دې د پخوانيو مهمو ګډو پرېكړو په دوام خپلې هڅې نورې هم پسې وغځوي او په دې برخه كې دې د هر ډول ګډوډۍ مخه ونيسي.

۵- د پښتو ژبې د ودې لپاره دې، د ليكوالو، كلتوري ټولنو، علمي مركزونو او نورو فعالينو ترمنځ دې د همغږۍ يوه نړيواله ارتباطي شبكه جوړه شي.

۶- د فرهنګي فعاليتونو او چارو د ښه سمبالښت لپاره بايد د پښتني فرهنګ حوزې تشخيص او د هرې حوزې د خصوصياتو په پام كې نيولو سره دې هلته د ژبې او فرهنګ د ودې لپاره مناسب مكانيزم جوړ شي.

۷- ټول اړوند ارګانونه بايد د پښتو ليكوالو، قانوني، مادي، معنوي او حقوقي ملاتړ وكړي او د هغوى د كارونو پر وړاندې دې ټول ناقانونه خنډونه له منځه يوسي.

۸- دولتونه او نور اړوند ارګانونه بايد د پښتو ژبې د ودې لپاره د علمي كدرونو د روزنې لپاره هلې ځلې وكړي او داسې اسانتياوې دې برابرې كړي، چې پښتانه هم لكه د نورو په شان د خپل فرهنګ او ژبې د ودې لپاره د وخت له عصري او تخنيكي امكاناتو څخه ګټه پورته كړي.

۹- د افغانستان دولت بايد د افغانستان د اساسي قانون له احكامو سره سم په تعليمي، تحصيلي، سياسي او دفتري ډګر كې د پښتو ژبې تسجيل شوى حق عملي او د پاكستان مركزي او صوبايي حكومتونه بايد په تعليمي نصاب او دفتري چارو كې د پښتو ژبې حقوق خوندي او عملي كړي او ټول هغه خنډونه له منځه يوسي چې تراوسه پورې د پښتو د ودې پر وړاندې پراته دي.

۱۰- د كنفرانس برخوال له ټولو هغو عناصرو  څخه، چې ښوونځي سوزوي او پښتانه ماشومان د زده كړې له نعمته بې برخې كوي، په ټينګه غوښتنه كوي، چې ژر تر ژره له خپل دې عمل څخه لاس واخلي، هېڅ عقيده او هېڅ ايډيالوژي دا عمل نه شي توجيه كولاى. د افغانستان او پاكستان حكومتونه اونړيواله ټولنه بايد له هرې ممكنې لارې چې وي، د پښتنو ماشومانو دا حياتي حق خوندي كړي.

۱۱- د ولس له مخورو، استازو، روحانيونو، حكومتونو، مدني ټولنو، علمي او كلتوري مركزونو څخه غوښتنه كېږي، چې له عام پښتون ولس سره د ځينو هغو كلتوري ستونزو او ناوړه رواجونو په له منځه وړلو كې مرسته وكړي، چې د دوى ژوند يې له ستونزو او كړاوونو سره مخ كړى دى.

۱۲- له ټولو اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه كېږي، چې د پښتو رسنيو د ودې لپاره هلې ځلې وكړي. رسنۍ بايد د پښتنو د ژوند او كلتور حقيقي تصوير او پيغام نړۍ ته وړاندې كړي.

۱۳- د پښتنو د ژوند او پښتو ژبې د ودې د څېړنو په موخه د پښتو نړيوالو كنفرانسونو دا پيل شوې لړۍ ډېره موثره ده، بايد وخت پر وخت دا ډول كنفرانسونه جوړ شي او لږ تر لږه دې په كال كې يو ځل پښتو نړيوال كنفرانس داير شي.

۱۴- ددې كنفرانس په څلورګونو كمېټو كې شوې پرېكړې ددې عمومي پرېكړه ليك برخه ګڼل كېږي او د كنفرانس د برخوالو د نظرياتو څرګندونه كوي. او له اړوند دولتي، نادولتي  ادارو او ولسونو څخه غوښتنه كېږي، چې په خپله خپله برخه كې ددې كنفرانس د پرېكړو په عملي كولو كې ونډه واخلي.

دا پرېكړه ليك به د كنفرانس د يوه رسمي سند په توګه ټولو اړوندو ارګانونو ته لېږل كېږي او رسنيو كې به خپرېږي.

برهان الدین دربار