د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حسينه ګل تنها نوې شعري ټولګه خپره شوه

14.09.2009 19:27

د نوميالۍ پښتنې شاعرې او ليکوالې حسينه ګل تنها پنځمه شعري ټولګه د "له ما نه مۀ بيلېږه" په نامه تازه په پېښور کې له چاپه راووته.

 دا شعري ټولګه چې د خښي کولتوري ټولنې په زيار او د دې ټولنې د مشر او ادبپال شخصيت الحاج عبدالوکيل "اټک" په مالي لګښت خپره شوې، څه د پاسه ١٤٠ مخونه لري او د نوموړې خوږژبې پښتنې شاعرې د تېرو څلورو شعري ټولګو د غور چاڼ تر څنګ نوي شعرونه هم پکې شامل کړاى شوي دي. د دې شعري ټولګې د ارزښت او هنري جوړښت په اړه ډاکټر محمد زبير حسرت او فيض الوهاب فيض ليکنې کړې دي چې په ټولګې کې شاملې کړاى شوې دي.

 د "له ما نه مۀ بيلېږه" د ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د اسد دانش کتابتون او نورو پلورنځيو او خښي کولتوري ټولنې سره تماس نيولى شئ.

 غواړم چې مې ولولې

زه ژوند يمه زه نور يمه

زه درنه په څه کمه

زه د حوا لور يمه

(حسينه ګل)