د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرزي وزیر اکبرخان ، مکناټن وخوت

سرلوڅ مرادزی 11.09.2009 19:18

هېوادوالو ته به یاد وي چي لږه موده وړاندې ، کرزي د بلخ والي عطا محمدنور ته د غازي وزیر محمداکبرخان د ویاړنې خورا لوړه رتبه ورکړې وه . د ویاړنې داسې لوړې رتبې يي ځیني نورو نااهلو کسانو ته هم د هېواد په نورو سیمو کې ورکړې دي !
عطا د هغه تنظیم غړی دی چې ویل کیږي مشر يي رباني ، د غازي وزیر محمداکبرخان هغه تومانچه چې میکناټن يي پرې وژلی و ، د میکناټن کړوسي جنرال حمیدګل ته بخښلې وه !
دا چې کرزي د کومو خدمتونو په وړاندې عطا ته دومره لوړه ملې رتبه ورکړې وه ، هغه مهال هم د ډېرو هېوادوالو په وړاندې یوه پوښتنه وه ، خو اوس په تېره بیا د ټولټاکنو بهیر وښوده چې عطامحمد نور نه یوازې د داسې یوې ملي ویاړنې ارزښت نه درلود ، بلکې هغه ته د بلخ غوندې په مهم ولایت کې د والي پتوګه د مقام ورکول هم ډېره لویه تېروتنه وه .
په ټولټاکنو کې داچې څوک د کوم نوماند په ملاتړ دریږي د هرچا مدني حق دی ، خو د برحال والي لپاره قانوني جواز نشته چې هم دې والي وي او هم دې د کوم نوماند په ملاتړ ودریږي لکه عطانور چې یوازینی والي دی چې ښکاره د خپل زړه غوښت نوماند عبدالله په ګټه ودرید او د دولتي زیرمو څخه يي د هغه په ملاتړ ګټه پورته کړه .
د تازه مالوماتو له مخې ، عطا نور د عبدالله او د هغه د نورو پلویانو پشان ، د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړو د اعلان پروړاندې د خړوبي ( اوبو خړولو ) لپاره چمتووالی نیسي .
په دې لامل يي روستیو ورځو کې هلې ځلې زیاتې شوي او هرې پلمې ته لاس اچوي .
« دبلخ والي بي بي سي ته وويل چې دوى شواهد لري چې د کورنيو چارو وزارت د بلخ په ځينو ولسواليو کې پر خلکو وسلې وېشلي دي. والي تور ولگاوه چې ښاغلى اتمر د ده په ضد په کابل کې له خپلې ځانگړې ډلې سره غونډې کوي او خلکو ته وايي چې گواکې ما دې قانون مات کړى وي »
همدارنګه « دشمالټلوالي دپخواني قومندان احمد شاه مسعود دوژنې داتم تلين په وياړ د چارشنبې په ورځ (دسپتمبر نهمه) يوې غونډې ته دوينا پر وخت عطا محمد نور گواښ وکړ چې دده په وينا دجگړو مسووليت به پر مرکزي حکومت وي. »
د ډېرو په اند ټولټاکنې ، د نظارشورا او جمعیت لپاره په هېواد کې د تاوتریخوالي د بیا پیلولو په موخه یوه پلمه ده . که ټاکنې هم نه وای ، دوی د هېواد وضعې د کړکېچتیا لپاره نورې زیرمې کارولې . ټاکنو سره د نظارشورا ځکه مخالفت کوي چې دوی ډاریږي نه چیري ټاکنې په راتلونکې کې د یوه پياوړي مرکزي حکومت وسیله شي . دوی به د مرکزي حکومت هره هڅه چې هغه په هېواد کې د امنیت او سولې لامل شی په اسانه ونه مني .
نو ځکه دوی د کرزي له حکومت مخته کیږي ، د تاوتریخوالي د پيل لپاره تر ټولو ړومبی خپله چمتووالی نیسي او پړه يي پر نورو وراچوي . د خپرو شویو مالوماتو له مخې ، تر نورو دوی مخکې وسلې پخپلو پلویانو ویشلي او اوس مرکزي حکومت ته وايي چې وسلې ویشي « بګیرش که نه ګیرت » .
مرکزي حکومت د اساسي قانون له مخې مکلف دی چې د خپلو اتباعو د امنیت لپاره هرډول تدبېرونه چې ګټور وي ترلاس لاندې ونیسي . دا تدبېرونه هیڅکله هم ، د مرکز لخوا د کومي ولسوالۍ یا ولایت په مقابل کې نه شي راتلای ، بلکې خامخا به د هغه ځای د امنیت په ګټه وي او له قانون سره سمون لري . خو هيڅ ولسوالي یا ولایت د قانون له مخې واک نلري چې د مرکزي حکومت پر وړاندې ودریږي او د مرکز پر وړاندې بغاوت وکړي .
خو د مرکزي حکومت د واکونو سره سره ، د عطانور د څرګندونو او ګواښو په وړاندې ، ښاغلي جنرال مجتبی پتنګ د شمال د ۳۰۳ ډنډ ( زون ) بولندوی وویل چې دا څرګندونې بې بنسټه دي او د کورنیو چارو وزارت داسې کوم ګام چې چا ته يي وسلې ویشلې وي نه دی پورته کړی . هغه همدارنګه په شمال کې د هر بغاوت په مخنېوي کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړ .
عطا نور د نظارشورا او جمعیت په لمسون غواړي ، د ۱۹۹۲کال پېښې لکه هغه مهال چې جنرال مومن د ډاکټر نجیب الله د مرکزي حکومت پر وړاندې پيل کړې ، یوځل بیا تکرار کړي .
هغه مهال هم نظارشورا او جمعیت ډار درلود چې که چیري د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې تګلار د ملګرو ملتو په ملاتړ بریالۍ شي ، په هېواد کې به یو مرکزي او ملي حکومت ټينګ شي . په دې صورت کې به د دوی دا هڅه چې لومړی په هېواد کې فیډرالي نظام پلی او روسته بیا افغانستان تجزيه کړي ، له ماتې سره مخ شي . نو جنرال مومن يي د څو نورو فتنه ګرو سره رامخته او نور يي ترشا شول او یو اړودوړ يي پيل کړ چې روسته په تاریخ کې د شمال بغاوت پنوم یاد شو . ددغه اړودوړ او د هغې په پایله کې د کورنۍ جګړې ترخې او نادودې ټولو هېوادوالو لېدلې چې له بده مرغه تراوسه هم ادامه لري .
نظارشورا ، جمعیت او د دوی ترشا نور کورني او بهرني ځواکونه اوس هم په پټنځي کې پټ ناست دي . د مرکزي دولت هر پرمختګ او بریا څاري او د کوچني پرمختګ په صورت کې د دولت پر وړاندې هر ډول پلمې او چلوټې پکاراچولی شي . دوی پخوا هم د مرکزي حکومت څخه بهر نه وو . یوخوا يي په حکومت کې ګډون درلود او دلا زیات ګډون دعوې يي کولې او بلخوا يي ځان د دولت اپوزیسیون باله . هم يي مرکزي حکومت له بېرونه نړاوه او هم يي په حکومت کې دننه سبوتاژ کاوه .
دوی به له تولټاکنو څخه چې هسې هم بې درغلۍ نه وي ، خامخا د حضرت عثمان کمیس جوړوي . دا کمیس به کلي په کلي ، سیمه په سیمه او بلاخره هېواد په هېواد ګرځوي . په دې ټاکنو به د افغانانو د سر سوداوې کوي او که تر وسه يي وشوه کورنۍ جګړه به لکه د ۹۰ ومو کلو پشان پرې راپيلوي .
د مالوماتو له مخې یوازې عبدالله ۲۰ میلیونه ډالره په ټاکنو کې لګښت کړی ، ددې لګښت ټس به له بېوزله افغانانو باسي .
دوی ټاکنو ته هیڅکله په هېواد کې د امنیت ، سولې او سوکالۍ په نیت نه ګوري . ټاکنې د دوی لپاره یوه وسیله ده ، چې افغانان بیا پرې په نښه کړي او تر منځ يي د بېلتون او شرارت اور تل بل وساتي .
اوس چې موږ د ټاکنو پای ته نږدې کیږو که د هرچا په ګټه راووځي ، افغانان باید ځانونه د ټاکنو د پایلو بلهاري نکړي . که په ټاکنو کې درغلي لویه خبره ده چې تېرېدل ترې پکار نه دي ، خو له هغو څخه یو بل شرغوبل جوړول چې د افغانانو ترمنځ اومغړی یووالی لا سست کړي لوی ملي تاوان ګڼل کېدلی شي .
کرزی به د تېرو اتو کالو تېروتنو او ختاوو کفاره له افغان ولسه باسي . هغه کسان چې هیڅکله هېواد او افغان ملت ته ژمن نه وو ، خو ده په باد راوړو دولتي چوکیو او په تېره بیا په ملي ویاړنو نازول ، اوس د ټول ملت د سر په زیان تمام شوي دي .
که له داسې کسانو سره بیا هم ، د مصلحت او سازش لاره ادامه ومومي او پر وړاندې يي غوڅ اقدامات ونه شي ، موږ به په زوره هېواد نور هم د ناورین په لور ورشېوه کړی وي .
کرزی باید بېرته له داسې درواغجنو او ملي ضد کسانو څخه ټومبلي درجې واخلي او هغه مږکان چې په غلته زمریان شوي وو ، بېرته مږکان کړي .
په وینځلو به يي سپین نه کړې بابوجانه ••••••• هر لېمڅي چې د وړۍ اصل يي تور وي
مرادزی
اخځونه :
ځیني بریښپاڼې