ياسيني: په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او زما رایې له صندوقونو ويستل شوي دي. انځوريز راپور
22.08.2009 15:28ټول افغان ټکی کام ته په یو رارسېدلې خبرپاڼه کې د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين وايي چې نن په درې بجو ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند میرویس یاسیني رسنیو ته په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه وړاندې کړل. نوموړي دا ثبوتونه په کابل کې په يو خبري کنفرانس کې رسنيو ته وښودل.
ياسيني رسنيو ته وویل چې د کندهار په ولایت کې د نوموړي په زرګونو رايي سوځول شوي او په زرګونو نورې څيرې شوي دي.
ياسيني رسنيو ته په سلګونو هغه رایې وښودلې چې په کندهار کې د یاسیني د كمپاين ناظرینو لاسته ورغلي دي. د رایو دا فورمې په زرګونو دي چې په سلګونو نمونې یې کابل ته انتقال شوي دي او پاتې نورې په کندهار کې په محفوظ ځای کې ساتل شوي دي. د یاسیني ناظرین وايي چې د یاسیني په زرګونو رايي سوځول شوي دي او چېرته چې یې دا نمونې پيدا کړي دي هلته یې د سوځول شوو رایو نښې هم پيدا کړي دي.
نن یاسیني رسینو ته وویل چې په ټاکنو کې د حاکم نظام درغلیو ټاکنې ناکامه کړي او د درغلیو یوه نومونه يي تاسو په خپلو سترګو ګورﺉ.
یاسیني د درغلیو بیلګه نن په کابل کې د اروپايی ټولنې استازي ته هم وړاندې کړي، اروپايي استازو په ټاکنو کې د درغلیو په ثبوتونو ډیر خفګان او اندیښنه ښودلې ده.
همدارنګه یاسیني د شکایتونو کمیسون ته د درغلیو ثوبوتونه په خپله ېوړل او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسون مسؤلینو ډیر افسوس او خفګان ښکاره کړی او ویلي دي چې دا ثبوتونه روښانه ثبوتونه دي او په ټاکنو کې درغلي ثابتوي.
په لسګونو رسنیو ته یاسینې وویل چې په ټول هیواد کې داسې درغلۍ شوي او دا يي یوه بیلګه ده چې زما په زرګونو رايي د صندوقو څخه لرې شوي او په ځای يي د کرزي په ګټه په صندوقونو کې رايي اچول شوي دي.
د څيرې شوو رایو د نمونو انځورونه:

