د ټاکنو پروسه پيل او تر ډېره بريده ښه روانه ده. انځوريز رپوټ
20.08.2009 10:37
نن د معمول سره سم وروسته تر ډير انتظاره وروسته دادې په افغانستان کې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو ټاکنې د سختو امنیتي تدابیروپه ترڅ کې پیل شوي دي.چې خلک د رایه ورکونې مرکزونوته روان دي .
اوسني ولسمشر حامدکرزي اود کابینې غړو خپلې رایې د اماني په لیسه کې واچولې.اشرف غني احمدزي او رمضان بشردوست خپلې رایې د حبیبیې په لیسه کې واچولې او همدارنګه ډاکټر عبد الله او د ده میرمنې خپلې رایې په کارته پروان کې واچولې. او ميرويس ياسيني د کابل په ملالۍ لېسه کې رایه واچوله.
ولسمشر کرزي او نورو نوماندانو په ټولو افغانانو غږ وکړ ترخو په رایه اچونه کې ګډون وکړي.
وروستی حال:
وایي چې په ټاکنو کې ځای پرځای خلک په جوپو جوپو برخه اخلي .
په ځينو مرکزونو کې د بدل رنګ د کارولو خبرو ورکړل شوی دی. چې په دې لړ کې د کابل د حبيبيه ليسې او د اماني ليسې د مرکزونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
په راپورونو کې دا هم راغلي دي چې د کابل د تره خېلو په ځينو مرکزونو کې د ولسي جرګې وکيل مولوي تره خېل په کور کې د رایو صندوقونه ډک کړي دي او د ټاکنو په مرکز کې یې ډک صندوقان ايښي دي. نوموړي د ټاکنيز مبارزو په مهال ولسمشر حامد کرزي ته کمپاين کاوه.
له بله پلوه په پکتيا کې د امنيتي ستونزو له کبله په لسګونو د رایې اچونې مرکزونه لغوه شوي دي.
کرزي په کابل کې د حبيبې په ليسه کې چېرته د ګوتې رنګ بدل و رایه واچوله.
عبدالله په کابل کې رایه واچوله
ښځو هم په ټاکنو په بېلابېلو سيمو کې رایه وکاروله