د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولانا نورسعيد:بيت الله ژوندی خو سخت ناروغه دی

بشير ګواښ او نصرت الهام 10.08.2009 08:08

د بيت الله محسود مرستيال، مولانانورسعيدوايي چې بيت الله محسود ژوندی خو سخت ناروغه دی.

سعيد بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې مشر ته يې د امريکايانو د ډرون الوتکې په بريد کې زيان نه دی اوښتی خو د ګوردو د ناروغۍ له امله سخت رنځ وړي. نوموړي دا هم وويل چې د دوشنبې پر ورځ به د بيت الله يوه ويډيو رسنيو ته وړاندې کړي.

همداراز نورسعيد رسنيو ته ويلي چې د تحريك طالبان پاكستان د دوو نورو مشرانو (حکيم الله محسود اوولي الرحمن)  د وژل كېدو خبرونه دروغ دي. نوموړي پاكستاني جيو تلويزيون ته د يو نامعلوم ځاى نه په ټيليفون كې ويلي دي چې سيف الله محسود او بټيني دواړه ددوی د مخالفې ډلې سره تړلي دي او دوى درسنيو نه په دې بې بنسټه خبرونو لاره وركه كړې ده.

هغه په لنډو وويل چې بيت الله محسود، مفتي ولى الرحمن او حكيم الله محسود درې واړه روغ اوپه محفوظ ځاى كې دي. نوموړى وايي چې نه د طالبانو په غونډه كې ډزې شوي دي او نه بله داسې كومه پېښه رامنځته شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان چارواکو دعوه کړي وه چې د بیت الله محسود د مړینې وروسته د هغه د ځای ناستې دټاکلوپه  غونډه کې حکیم الله محسود او مفتي ولي الرحمان چې دواړه د مشرۍدعوه کوونکې دي، پريوبل ډزې کړياودواړه ي له دوئ څخه يوتن وژل شوی دی ـ