د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پکار ده چې کرزی د اشرف غني په ګټه تېر شي

سرلوڅ مرادزی 26.07.2009 18:25

دا چې د ولسمشرۍ روانو ټولټاکنو لپاره زیات شمېر ۴۱ تنه نوماند دي ، یو لامل يي دا دئ چې تېرو اتو کالو کې د کرزي ټيم د ملي موخو او ګټو پرشاوخوا د افغانانو په راټولېدو کې پاتې راغلئ دئ . د کرزي ټیم خپلې واکمنۍ کې ، پر یوې چرګۍ د افغانانو راټولېدل د خپلو لنډمهاله او مصلحتي سیاستونو بلهاري کړل . پخپل شاوخوا د جګړه مارو او لوټمارانو په راغونډېدو ، کرزي په لویلاس افغان ملت د بې امنیو او د جګړې د دوام په لور ورټېله کړ .
که څوک دا وايي چې د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره د ۴۱ تنو نوماندتیا ددیموکراسۍ نښه ده کېدئ شي سمه وي خو د ډېرو په اند ، د ټوټاکنو په دغه شرغوبل کې د ولس لپاره ګرانه ده چې ملي لورئ په نښه کړي . کرزي لا ډېر پخوا ویلي و ، چې څونه نوماندان زیات وي دده د بیا ټاکل کېدو چانس زیات دي. کرزي د پوهنتون فارغانو سره دغونډې په مهال دا هم ویلي و، چې اوس خدای د ولسمشرۍ چوکۍ راکړې ، داکله پریږدم .
له پورته خبرو څخه زما موخه دا ده چې ، کرزئ او د هغه ټيم په بېلتون او د ټولنې په ګډودۍ کې خپله ګټه ویني او تر ټولو بده دا چې هغه یوازې د ځان په اړه فکر کوي . هغه او ټيم يي له خپلو تېرو ناکامه سیاستونو څخه زده کړه نه کوي . اوس هم چې ټولټاکنو ته له یوې میاشتې لږه موده پاتې ده کرزئ او ټیم يي د راتلونکې لپاره تګلار نه لري . دوی هڅه کوي چې بیا هم افغانان په تیاره او تورتم کې ښکېل وساتي او په تیاره کې ټولټاکنې وګټي .
بلخوا کرزي په تېرو اتو کالو کې افغانان په تېره بیا پښتانه د پړانګ او ډانګ ترمنځ ساتلي . اوس هم کرزئ او ټيم يي له افغانانو سره زړه لوبه مخې ته بیايي . همدې حالت ته په کتو سره ، یوشمېر افغانان په دې اندیښنه دي که چیري شمالټلواله د رباني او عبدالله تر مشرۍ لاندې په ټولټاکنو کې لاسبري شي ، د ۹۰ ومو کالونو کورنۍ جګړه به بیا پيل شي . د کرزي دولت د اتو کالو په مهال د افغانانو د زیار اوکړاو او یا د نړیوالو د هڅو په مټ چې څه ترګوتو شوي هغه به هم دغه تباکاره ډله د نیستۍ په ګړنګ کې وروغورځوي . کله چې په ټولټاکنو کې افغانان ، د شمالټلوالې په بري سره ددغې وضعې بیا راتګ ویني ، ډېرئ فکر کوي چې له بدترین څخه بد ښه دئ . نو د کرزي د ټیم تله یو څه درنیږي . کرزئ هم د افغانانو په دې اندیښه پوهیږي او افغانانوته ځلوي چې که دده ټيم ته رايي ورنه کړي ، د ډاکوانو د بلې ډلې ــ رباني او عبدالله په بري سره به دده او دده د انډیوالانو ارمان وکړۍ .
حقیقت هم دغسې دئ . دواړه ټیمونه د هېواد د ملي ګټو په اندیښنه کې نه دي . دواړه ډلو سره په هېواد کې د جګړې د ناورین د پای ته رسېدو غم نشته . د شمالټلواله د افغانستان پرځای د لوی ایران او نوي خراسان خیال پلونه وهي . د پارلماني نظام د بابولالې په تکرار سره غواړي لومړئ هېواد په فیډریشن ورګډ او بیايي د ایران او د افغانستان د نورو دوښمنانو د خوښۍ لپاره په څو ټوټو وویشي . ددې ډلې د تېرو کړو وړو او اوسنیو پلانونو څخه د هېواد د ورانۍ او د افغانانو د ورکاوۍ بوی راځي.
خو د کرزي ډله هم چې نیمايي يي د شمالټلوالې پاتې غړي دي ، د هېواد د ژغورون او له جګړې څخه د وتون لپاره څه نه لري .
کرزي ته پکار ده چې پخپل تېر اته کلن حکومت بسیا وکړي . کرزي او ټيم يي که د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د سوکالۍ لپاره څه په ججوره کې درلودلئ ، اته کاله کافي وخت و . هغه يي پلي کولئ شول او هېواد يي له ناورین څخه ژغورلئ شو . افغانان نور پنځه کاله کرزي او د هغه ناکام ټيم ته صبر نه شي کولئ . اوس کرزي ته پکار ده چې وار بل چا ته ورکړي . ژرنده که دې د پلا ده هم په وار ده . د افغانانو له مخې څخه باید کرزئ ایسته شي .
خو دلته زما موخه دا نه ده چې یوازې کرزئ ایسته شي او میږه په لېوه وسپارل شي . د هېواد برخلیک د کرزي د ټيم پرځای د نورو بدیانو او پيشکنډیانو لکه د رباني ــ عبدالله د ټيم ښکار شي . له بدو څخه بدتر او بدترین د هېواد او ولس پر سر واکمن شي . افغاني ټولنه له باران پاڅي او تر ناوې لاندې کیني .
کرزئ باید د هېواد د وضعي په حساسیت تر ټولو له مخه وپوهیږي او هغه داچې افغانان نور دده او دده د کاري ټيم څخه ستړي او تر پزې پورې رسېدلي دي . خو ددې تر څنګ له افغان ملت سره بله جفا ونکړي او هغه دا چې هر څه او ټولې اوبه د شمالټلوالې پر ژرنده ورسمې نکړي .
کرزئ باید د یوه ریښتنیني افغان پتوګه ملت ته اعلان کړي چې تر اوسه يي څه کړي هغه وشول . له دې روسته هغه څه چې د ملت خوښه نه ده ، پرې ټينګار نه کوي او ځای یو بل افغان ته چې هغه د هېواد لپاره کاري تګلار او کړنلار لري ، پریږدي .
کرزي ته پکار دي چې د اشرف غني ملا وروتړي . د کرزي په داسې هېوادپال اقدام سره به د اشرف غني او نورو بدلون پالو افغانانو له مخې هغه لوی ډب چې کرزي يي مخې ته اچولې لري شي او بلخوا به د عبدالله د درغلګرې ډلې پیاړمې سستې شي . که کرزئ په ټولټاکنو کې له اشرف غني سره ودریږي ، دا ځل به رباني ــ عبدالله او د شمال نورغله د بدخشان په څمڅو کې هم تم نه شي کړای . د امو د سیند مستې چپې به بیا دداسې غلو ډېر کاروانونه خپل تل ته کینوي . د افغانانو د واکمنۍ یو نوئ پیر به پيل شي . د سولې کوترې به ازادې شي او هره خوا به والوځي . د جګړې د ناورین ټغر به ټول شي . د تورو او سپینو ټاپو رنګ به چې همدغو جګړه مارو ، ډاکوانو او لنډه غرو پر بېلا بېلو افغانانو وهلې ، وچ شي . افغانان به په یوه واحد مرکز راغونډ شي . د تربګنۍ ځای به وروري ونیسي . د هېواد د ابادۍ او د ولس د نیکمرغۍ او سوکالۍ خبرې به ریښتیني شي .
دا کوم خوب نه دئ ، زموږ ټولنه همداسې یو څه ته اړتیا لري .
مرادزئ