د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منګل صیب! په جنګ کې اسان نه چاغیږي!

شاهد غزنیوال 24.07.2009 08:56


تیره ورځ دهلمند ولایت والي ښاغلي ګلاب منګل د امریکا له اشناغږټلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل :
په بیرته نیول شویو ولسوالیوکې دبیارغونې چارې پیل شوې، په ویالو، پلونه اوسرکونه باندې کارشروع اوډیرژربه ددغو ولسوالیوخلګوته دیوه سوکاله ژوندنورې ټولې آسانتیاوې برابرې کړو.

ښاغلي منګل صیب داخبرې په داسې حال کې کولې چې شاته یې په دری متره مسافه کې امریکایې ټانګ ولاړ اودده شاوخوا هم ګڼوامریکایي عسکرواحاطه کړې وه .

زه غواړم له ښاغلي منګل نه داوپوښتم چې دهلمند په دغوکنډوالوکې ترکومه بریده ستاددغو خوشاله ونکو(غولوونکو) خبرودعملي کولو امکانات موجود دي .
داچې ته خپله دپنځودقیقولپاره هغه هم دمرکې پرمهال دسنګین په ولسوالۍ کې دامریکایي ټانګ له بغله لس متره لیري کیدلای نشي؛ نوهالته به بیاخپل نوي عمراني اوانکشافي پروګرامونه څرنګه عملي کړي .
ښاغلی منګل صیب !
چیري چې ټولې ساحې ستادحکومت ترواک لاندې دي هالته ترکومه بریده دهماغوسیمودخلګولپاره دژوند آسانتیاوې برابرې دي.
ښاغلي منګل! ته خو په هلمند کې دخنجر ترسیوري لاندې دګرمسیر اوخانشین خلګوته دسرکونو،پلونواوکلنیکونودجوړولو وعدې ورکوی ،خوخبر نه یې چې دکابل دښارسرکونه لا همداسې ستا دحکومت دبیاودانولودپروګرامونوپه هیله کونډي کپرپراته دی.
منګل صیب ! ښایي ته به په دې خبریې چې دکابل دښارپه قمبرڅلور لارې کې دهلمندي کډوالوپه یوه کیمپ کې دانسانانوپه سر لیلام پیل شوی اوهره ورځ پکې یوه یادوې پښتنې هلمند ۍ خویندې خرڅلاوته عرضه کیږي .
دغه درانه اوله غروره ډک هلمندي پښتانه خو په ګرمسیر ،خانشین اوناوه کې ستادخنجریانواوپړانګانود بمبارۍ له امله له خپل هرڅه بي برخې شوی اونن یې خبره دیته رسیدلې چې دکابل په کنډوالوکې دخپلوخوږواولادونوپه لیلامولوګذاره وکړي.
زه نه پوهیږم چې ستادبیارغونې په چاروکې دغوبیوزلانوته هم دسوکاله ژوند څه سهولیتونه په پام کې نیول شوي ؟
ښاغلی منګل ! خدای دي وکړي چې په نوي فتح شوی خان نشین کې ستادبیارغاونې پروګرامونه په واقعي توګه دعمل جامه واغوندې نه داچې ستادحکومت دچارواکوداتوکلنوتیر ایستونکو ژمنوپه څیر هسي شعاري ژمنې وي چې د۳۱ ملیاردوډالرو له هضمولو وروسته یې بیاهم دخلګوګذاره دخپلواولادونودخرڅولوپه عایدباندې وي.
منګل صیب مهربانه ! داچې دکابل ښار له اتوکلونوراهیسي په اصطلاح دمرکزي حکومت !!! ترواکمنۍ لاندې دی خوبیایې هم دواټونودخرابۍ له امله په رڼاورځ خلګ دموټرو دڅراغونولګولوته مجبوریږي ؛ نوپه نوي ازاد شوي خا ن نشین کې به ترکومه حده دسرکونودجوړولو امکانات موجود وي .
ښاغلی منګل !
که موپه رښتیاهم دهلمند په نویونیول شویوسیموکې دبیارغونې دچارودعملي کولونیت وي خوډیرښه کاردی؛ مونږ به هم په هغه کې دبریالیتوب غوښتنه درته کوو ،اوکه مو له دغوخبروڅخه هسې خپلوپه فسادککړوپولیسواوحکومتي چارواکوته دمخالفینوپه مقابل کې پوځي مورال ورکول وي نو دابیا دجګړې په ډګرکې هسې داسانوچاغول دي چې په هیڅ صورت یې دموفقیت چانس ترلاسه کول ممکن نه ښکاري .