د چاومنو!

فریاد 04.07.2009 22:30

د ولس نه د کانديدانو لوړو موخو، ژمنو او غوړو ميلمستياو لار خطا کړې او نه پوهېږي چې د چا ومني؟ په ننګرهار کې نن سبا د کانديدانو تر منځ انتخاباتي سيالۍ ښې په درز کې روانې دي. د دوو تنو حامدکرزي او عبدالله عبدالله پلويان ښې غوړې غوړې غونډې جوړوي او ډېر ګډونوال ورته راغواړي، خود دوی بل سيال ډاکټر اشرف غني احمدزی يې بيا پټه خوله ناست دی او د نورو په څېر يې نغری تود نه بلکې سوړ دی او څوک يې په دېره سلام هم نه اچوي.دغو درې واړو کانديدانو د خپلو کمپاينونو لپاره په ننګرهار کې داسې کمپاين کوونکي غوره کړي چې څه موده مخکې هر يو په ننګرهار کې د ټوپک په ژبه خلکو سره خبرې کولې او هېڅوک ترې ښه خاطره نه لري. ددرې واړو کانديدانو کمپاينران کرزي په خپله واکمنۍ کې د بېلابېلو جرمونو له امله له دندو ګوښه کړل، خو اوس يې د څو رايو لپاره بېرته په خپله غېږ کې نيولي. دا هغه کمپاين کوونکي دي چې دا څو کلونه پرلپسې همدغو د ننګرهار په خوار ولس د ټوپک د شپيلۍ په زور واکمني وکړه. بيت ا لمال او د خلکو شمتنۍ يې ولوټلې، د غريبو ناموسونه يې لوټ کړل، لارې يې و شکولې، خلک يې ووژل، غلاوې يې وکړې، که د بيارغونې لپاره به کومې موسسې يوه روپۍ ورکړه يوه يې جيب ته اچوله او که به يې سل ورکړې سل يې خپل جيب ته اچولې. دا هغه څېرې دي چې د ننګرهار خلک يې ښې په رسميت پېژني او دا څو کاله همدغوزورواکو ننګرهاريان خواران محکوم وساتل اودوی خپل ځانونه ماړه کړل. که کرزی، عبدالله اواشرف غني دغه ډول خلک په غېږ کې نيسي،نو دوی هم دخپلو کمپاينرانو غوندې خوی لري. که هر يو يې ولسمشرۍ ته ورسېږي ښايي دولس پاتې هډونه دوی وشپېلوي ځکه چې غوښې ترې د دوی اوسنيو ټوپکواکو ملګرو او دزور اوزر همدغو خاوندانو چې نن د دوی سر لاري دي خوړلي او يوازې هډوکي کانديدانو ته پاتې دي. په ننګرهار کې لکه چې قحط الانسان دی او نور څوک نشته چې دا درې واړه ښاغلي د خپلو کمپاينونو مسولين دغه راز خلک ټاکي. خير دوی بې چاره ګان ( کانديدان ) هم نه دي ملامته ځکه چې دوی هم خپل وار تېر کړی او هر يو يې ځان ازمايلی دی. دوی هم داسې کارونه کړي چې خلک به يې دکمپاين کوونکو په کارونو شکر وباسي. د دوی ددې اوسنۍ ستراتېژۍ نه دا معلومېږي چې دغه درې واړه يو وار بيا انارشيزم غواړي، ځکه چې په سر کې يې داسې سياسي کارپوهان او وړ خلک نه شته چې دغو کانديدانو ته چې هر يو يې ځان په تول پوره ګڼي يوه غوره پاليسي جوړه کړي. که دوی دا پاليسي خپله کړي وي چې راځه رايې هسې هم په پيسو، وعدو او يوه خيټه ډوډۍ خپلېږي او هر يو يې ولسمشر دی، خو دا خبرې بايد دوی له ياده وباسي، ځکه چې افغانان د دوی کړنو نور هم هوښيار کړل ، د چا په خبرو نه غوليږي او نه هم خپل وجدان په څو روپيو پلوري. په ولس کې که يو نيم کس پيدا شي چې د دوی په خبرو تېر وځي، نو دا بېله خبره ده. دوی چې دا دومره پرېمانه لګښتونه کوي نو سړي ته شک پيدا شي چې دوی دا دومره پيسې له کومه کړې، ځکه چې هر يو يې خپله سرمايه يوازې څو زره ډالره ثبت کړې ده. خامخا يې تر شا څوک ولاړ دي، يا به يې کوم هېواد سره د وزارتونو او ولايتونو د وېش پر سر خبره کړې وي او يايې د ولس پر سر سودا کړې ده. خبره مې دولس کوله چې يو دوه د بې چاره ګانو نه خطا دي، نه پوهېږي چې رايه چاته ورکړي او څوک پکې وړدي؟ خپلې خبرې د يو شاعر په دې بيت رالنډوم چې وايي:

خدايه په کوم صف کې دې ودرولو په سر کې هغه دي چې سر نه لري

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی