فرنګیان له هلمندیانو دمیوند انتقام په خنجر اخلي !

شاهد غزنیوال 04.07.2009 22:22

دتیرې پنجشنبې په ورځ دامریکې ۴۰۰۰ سمندري پوځیانو اودریوزروانګلیسي ځواکونود ۵۰ څرخي الوتکواوبیشمیره شوبلو په مرسته په هلمند ولایت کې دطالبانوپه خلاف پوځي عملیات پیل کړل .
دنړیوالونظامي ماهرینوله قوله داعملیات په معاصروخت کې دنړۍ په کچه ترټولوسترعملیات دي چې په دومره زیات شمیر پوځیان اوپوځي وسائل پکې برخه اخلي.
مخکې تردې چې ددغوعملیاتوپه بردوباخت باندې څه ولیکل شي غواړم په افغانستان کې دامریکا دپوځي عملیاتې سلسلې شالیدته یوه لنډه شانتې نغوته وکړم.
په افغانستان کې دپوځي عملیاتو دپایته رسولو اعلان
دامریکې ددفاع پخواني وزیر دونالد رمزفیلد د۲۰۰۳ کال د مي دمیاشتې په پنځمه نیټه دجمعې په ورځ دهغه مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې چې له حامدکرزي سره یې یوځای په کابل کې دایرکړی وه په افغانستان کې د دوئ له خوا دپیل شویوپوځي عملیاتو پایته رسول اعلان کړل .
رمزفلید په دغه مطبوعاتي کانفرانس كې وویل :
اوس چې دطالبانودرژیم له نسکوریدوڅخه ۱۸ میاشتې تیرې شوې ، هغوئ له افغانستانه شړل شوي اونورددې جوګه ندې چې دافغانانواوسیمې لپاره ګواښ وبلل شي، له همدې امله زه دلته راغلی یم ترڅوسرله نن څخه په افغانستان کې زمونږ دپوځي عملیاتوپای ته رسول اعلان کړم.
نوربه زمونږ ټولې هلې ځلې په دې هیوادکې دبیارغونې اوافغانانوته د دیموکراسئ په سیوري کې دهغوئ په ترقئ اوسوکالئ متمرکزې وي. . . . . .
خو له بده مرغه چې درمزفیلدله هغه اعلانه راوروسته تراوسه پوري دکلونوپه حساب شاوخوا پنځه کلونه تیرشول چې هره ورځ دامریکایانوله خوا کله دغره دزمري ،کله دغره دطوفان کله دخنجر اوکله هم دپړانګ دپنجې په نوم دپوځي عملیاتوسلسلې روانې دي.
د هلمند په ولایت کې دخنجر په نوم پیل شوي عملیات دامریکایانوددغوپوځي عملیاتودسلسلې وروستۍ کړۍ ده چې ددولت دحاکمیت ترغولوونکي نوم لاندې یې دبیوزله هلمندیانوپه ضدشروع کړي.
ددغو تباه کوونکوعملیاتو پلي کول هلمندیانواوټولوافغانانوته ددې خبرې قانوني حق ورکوي چې هم له ښاغلي کرزي اوهم دهغه له ملاتړوامریکایانوڅخه داپوښتنه وکړي چې تاسوخو ۵ کاله پخوالا دلته دپوځي عملیاتو پای ته رسول اعلان کړي ول اوپه بدل کې موافغانانوته دترقئ ،سوکالئ اوبیارغونې وعدې ورکړې وې ، دا اوس بیاد ۲۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکروراتګ اوپه هلمندکې دخنجرپه نوم دجارحانه عملیاتوترسره کول څه معنی لري؟
دخنجرعملیات په هلمندکې ددولت دواکمنۍ لپاره !!!
دامریکایانو له خوا په هلمند کې دخنجرپه نوم د پیل شويو عملیاتولامل په دغه ولایت کې دطالبانوله منځه وړل اودهغه پرځای دولتي حاکمیت راوستل ښودل شوي دي .
خودلته ترهرڅه له مخه داخبره ضرورده چې امریکایانوته وروفهمول شي چې په هغوسیموکې چې دولتي حاکمیت موجود دی هالته یې افغانانوته څه ګټه رسولې ،اوهمالته افغانان ترکومه حده د امریکایانوله جنګي شرارتونوڅخه په امان دي؟
دمثال په توګه دکندهارښارپه مرکزکې خو دولتي حاکمیت نافذدی نو هالته ولي دامریکاانوله لوري دروزل شویواوباشانوپه ګولیو دولتي لوړپوړې چارواکې یوپربل پسې دګولیوخوراک کیږي.
دکونړمرکزپه اسعدابادکې خو دولتي حاکمیت نافذدی هالته ولي دوئ دلنډغروپه ګرنیټونوباندې دښوونځیومعصوم ماشومان په خپلو وینو رنګیږي ؟
دخوست په ښارکې خو دولتي حاکمیت خوندي دی هالته ولې ددغه دولت دساتونکي افسر څلور ورځنی ماشوم په ځانګوکې وژل کیږي؟ .
هلمند ولي دامریکایانودخنجرهدف وګرځیده ؟
په افغانستان کې خودهلمند په څیرنورهم ډیرولایتونه شته دې چې هالته دولتي حاکمیت ترګواښ لاندې دی ؛ دولتي حاکمیت څه چې خپله امریکایان پکې ژوندي تری تم کیږي ؛ هالته ولي دامریکایي خنجرڅوکې نه غزول کیږي؟
دسیاسي شنونکوپه باورپه هلمند ولایت کې ددغوعملیاتو پیلول څو وجوهات لري:
۱ـ دهلمند ولایت مهم استراتیژیک موقعیت نن دامریکایانواوانګریزانولپاره درقابت اوسیالۍپه میدان بدل شوی ، هغوئ
هریوغواړي چې په یوه نه یوه ډول هالته نظامي موجودیت ولري ؛ له همدي امله امریکایان غواړي په هلمند ولایت کې ددغوعملیاتوپه زور دانګریزانوترڅنګ په سیمه کې خپل اغیزمن پوځي حضورهم ثابت کړي.
۲ـ په افغانستان کې دطالبانو په له منځه وړلو کې دامریکایانوله پاتې راتلو وروسته دامریکایانواو انګریزانو ترمنځ یوه اندازه بي باوري راپیداشوې چې هریویې په بل داشک لري چې هغه په صادقانه توګه دطالبانوپه ضدمبارزه کې خپل مسؤلیت سرته نه ر سوي، له همدې امله امریکایان غواړي ددغوعملیاتوپه کاراچولوسره انګریزانوته داثابته کړې چې دهلمند دخانشين په څیرنا امنه ولسوالۍچې بریطانوي عسکروپه دری کاله کې له طالبانو و نشوای نیولي امریکایانوپه دریو ساعتوکې ونیوله داچی دولسوالۍتشه کنډواله ودانۍ یې ونیوله او که یې ټوله ولسوالۍ دابیابیله خبره ده خوهغه څه یې وکړل چی انګریزانو نه وکړی.
۳ـ په افغانستان کې دولسمشري ټولټاکنوپه رارسیدوسره باید په دې هیواد کې داسې زمینه مساعده شي چې هرڅوک وکولای شي په دغوټولټاکنوکې ګډون وکړي خوداچې یواځې دهلمند په ولایت کې له دولسو ولسوالیوڅخه پنځه ولسوالۍ ددولت دمخالفینوپه لاس کې وي نوددغو ټولټاکنومشروعیت به ترکومه حده پرځای وی ، داچې په افغانستان کې دټولټاکنو اصلي متصدیان (امریکایان) دي نوهغوئ غواړي په هرقیمت سره چې وي دغوټولټاکنوته په نسبي شکل داسې یوه نمایشي فضا برابره کړي چې دهغې په ترڅ کې په ترسره کیدونکوانتخاباتوڅوک دنامشروعه ټاپه ونه لګوي.
په هلمندکې دخنجرعملیاتودبریالیتوب امکانات.
له څو وجوپه هلمندولایت کې دامریکایانو دخنجرعملیاتو دبریالیتوب امکانات ډیرکم اویاهیڅ نه ترسترګوکیږي .
۱ـ په دې ولایت کې د دولت ضد مخالفین دامریکایانوپه مقابل کې دچریکي یاپارتیزاني عملیاتو ستړی کوونکی تکتیک کاروي او دنظامي ماهرینوله نظره د دغه ستړي کوونکي تکتیک په استخداموونکو جنګیالوباندې دنړۍ په هیڅ هیواد کې هم تر اوسه چا بریالیتوب ندی ترلاسه کړی چې ویتنام، افغانستان اودغزې تړانګه یې یوڅو ژوندي مثالونه دي .
۲ـ د امریکایي جنګیالولپاره دهلمند نامناسب جوي وضعیت .
دهلمند اوسنی موسم په سیمه کې تربل هروخت زیات ګرم موسم دی ؛ تردې چې خپله دهلمندیانولپاره لاپه ځینوحالاتوکې په سختې سره دتحمل وړوي، اوپه خنجرعملیاتوکې ټول ګډونکونکي عسکر دسمندري ځواکونوهغه تازه دمه عسکردي چې تراوسه حتی دافغانستان دنوروسردسیره سیموله آب وهواسره بلد یت نه لري ، نوپه داسې نامناسبوجنګي شرائطوکې دمحیط له آب وهواسره بلد و جنګیالوڅخه دجګړې میدان ګټل څه اسانه خبره نده.
۳ـ له بهرنیانوڅخه دسیمې داوسیدونکو کرکه اونفرت .
دسیمې له خلګوسره دتیرواتوکلونوپه جریان دبهرنیانوله خوا ناوړه غیر انساني سلوک اوس دهغوئ په زړه کې دهربهرني په مقابل کې دسختې کرکې زمینه ایجادکړې ، هغوئ ټول بهرنیانوته دوئ د وحشیانه عملونوتردیدوان ګوري ،هربهرنی دخپل ځان ،ایمان او هیواد دښمن بولي اوپه انتقامي روحیه ورسره برخورد کوي.
امریکايي عسکروهم دعملیاتوپه لومړیوشیبوکې داخبره درک کړې چې دسیمې اوسیدونکي ورڅخه کرکه کوي ، دنیویارک ټایمزورځپاڼې دورکړل شوی رپوټ له مخې امریکايي عسکر وایی چې د هلمند ځایي اوسیدونکې دخپل افغاني مزاج له مخې دبهرنیوقواوو ضداحساسات لري ،داسې احساسات چې مونږیې د دوئ په تندیوکې زمونږپه هکله دکرکې اوانزجار نښې ګورو.
دِغه ورځپاڼه لیکي:
دسیمې ډیرومخوروکسانوامریکايي پوځیانوته ویلي چې ډیری هلمندیانوله ځانه سره وسلې تیارې کړې، هغوئ دغه وسلې یادخپلوکورونودساتنې اویاهم له بهرنیوعسکرو څخه ددوئ په لاس دوژل شویوخپلوانو دغچ اخیستلو په خاطر مخکې ترمخ برابرې کړې.
دورځپاڼې خبریال دسیمې دیوه ځايي اوسیدونکي حاجي تاج محمد له خولې لیکي: مونزمسلمانان یواو بهرني عسکرموپه خپله سیمه کې ډیربدایسي ځکه هغوئ زمونږ دټولوبدمرغیواصلي عاملین دي.
نیویارک ټایمز په اخیرکې په سیمه کې دبشردحقوقودخپلواک کمیسیون دمشرعبدالقدیر نورزي له قوله لیکي:
په هلمند ولایت کې دطالبانوملاتړي ددولت ترتابع کسانوډیرزیات دي.
په خنجرعملیاتوکې بهرنیو ځواکونوته تراوسه اوښتي تاوانونه
سره له دې چې امریکایي ځواکونوپه سیمه کې پیل کړي عملیات دځان لپاره یوستر بریالیتوب بللی خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله دغه عملیات دانګلیسي ځواکونولپاره ترټولو ملاماتوونکي عملیات بلل شوي ،ځکه انګلیسي ځواکونوپه دغوعملیاتو کې دخپل پوځ ترټولولوړرتبه افسر ډګروال Rupert thornelo اودهغه یوتن محافظ دطالبانو له خوادخښ کړل شوي ماین په انفجارکې له لاسه ورکړل.
دورځپاڼې په حواله نوموړی وژل شوی پوځي افسرد انګلستان ددفاع وزارت هغه لوړرتبه افسر دی چې په ۱۹۸۲کال کې دارجنټاین خلاف جګړې راوروسته دده په سویه لوړرتبه افسرانګریزانوله لاسه ندی ورکړی.
پردې سربیره پرون ورځ ازادۍ راډیو دماسپښین په دریوبجو په هلمند کې دامریکایی سمندري ځواکونودمشر ډګروال لورنس نیکلسون له خولې خبرورکړ چې ددوئ دځواکونودوه طبي څرخکې دطالبانودهوايي ضد راکیټوهدف وګرځیدې اومخکې تردې چې په ځمکه نشت وکړي اوریې واخیست ،خودهمدې ورځې په مازدیګربیا بیرته ازادۍ راډیو د دوالوتکوپرځای دیوې دویشتل کیدو خبرورکړ.
له دینه معلومیږی چې امریکايي پوځې چارواکې دخپلوپوځیانو دمورال لوړساتلوپه غرض څومره دهغوئ دځاني اومادي تلفاتوپه کم ښودلو ټینګارکوي اوپه واقعیتونوسترګې پټوي.
پایله
لکه مخکې چې مو وویل امریکایانو پنځه کاله پخوا په افغانستان کې خپل پوځي عملیات په دې خاطر تمام شوي اعلان کړل چې ددوئ په نظر افغانستان نور دطالبانواوالقاعده له ګواښه وژغورل شو ، خو وروستیو حقائقوداثابته کړه چې طالبان نه داچې ورک نشول بلکې ترهغه پخواني حالت لامضبوط شول .
په هغه مهال کې یې له خپل ټول دولتي زوراوطاقت سره سره په یوه نیمه میاشت کې تنها دامریکایانو په مقابل کې دمقاومت توان له لاسه ورکړ، خواوس دهغه برخلاف په داسې ځواکمن ګورلايي ځواک بدل شوي چې دامریکایې ځواکونوپه شمول د۴۱ هیوادونو دنیږدې ۹۰۰۰۰ کسیزپوځ ته دمقابلې ټټروهي .
دطالبانود دغه دوباره برلاسې عامل امریکایان اودهغوئ په مرسته دښاغلي کرزي ناکامه اداره ده چې دبي ځایه اوناوړه پالیسیو په غوره کولوسر ه افغانان له ځانه پردي اوپه لوي لاس یې دمخالفینوصف ته ورټیل وهل.
دخنجراوپړانګ پنجې په نومونو دبهرنیانووحشي عملیات افغانان دخپل ملک ا وولس لپاره دخپلوتاریخي دښمنانو دغچ اخیستنې پلمې بولي نه د دوئ په هیوادکې ددولتي حاکمیت پلې کول .
که په واقعي توګه دغه دولت افغاني دولت وي نوبهرنیواشرباڼوټه یې دحاکمیت لپاره هيڅ ضرورت نشته
اوکه دبهرنیانو په دستورپه افغانانوتپل شوی تحمیلي دولت وي نوافغانان بیا په تاریخي لحاظ د داشانې دولتونواودهغوئ داشرباڼودراپرځولوښه سابقه لري.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.