په سویډن کښی د افغانی کلتوری اتحادیی په نوښت یو علمی اوڅیړنیزه غونډې راپور

نجيب 02.07.2009 12:48

په سویډن کښی د افغانی کلتوری اتحادیی په نوښت یو علمی اوڅیړنیزه غونډې راپور

د جون د میاشتی پر ٢٦امه نیټه په سویډن کې د افغانی کلتوری اتحادیی په نوښت یو علمی اوڅیړنیزه غونډه د "کورنی اړیکی او ټولنه" تر سر لیک لاندی د څه کم ٢٠٠ تنو هیوادوالو اوسویډنی مینه والو په فعال ګډون سمبال شوی وه.
د غونډی په پیل کښی د افغانی کلتوری ټولنی ریس محترم حمیدالله تراب دغونډی ګډونکونکو ته ښه راغلاست ووایه او په سویډن کښی یی د افغانی کلتوری ټولنی دهر اړخیزو او ګټورو کړنو یولنډ خبر د غونډی تهوړاندې کړ, ده په سویډن کښی د هیوادوالو د کورنیو اړیکو ساتل او وده دهر افغان او بیا په تیره دافغانی کلتوری ټولنی ایمانی او وجدانی وظیفه وګڼله . ده په ډاګه کړه چی په سویډن(مالمو ښار) کښی د افغانانو کلتوری اتحادیه, چی په اروپا کښی د افغانی ټولنو د جملی څه یوه لویه او فعاله ټولنه ده د تل په شان به دافغانانو د ملی یوالی او وروروالۍ یو روښانه او د مثال وړ سمبول وی.
ورسته د کلتوری ټولنی منشی محترم نادر بارکزی د خپلی وینا په یوه برخه کښی وویل:
چی کورنی اړیکی د افغانی ټولنی د بقا اساسی جوړښت دی. ددی جوړښت ساتل او وده په یوی پردي کلتور او ټولنه کښی کوم ساده او اسانه کار نه دی, د کلتور ساتونکو (والدینو) او کلتور بیلونکو (نوی نسل) تر مینځ به کله نا کله د اړیکو او نظرونو ټکر راځی چی کورنۍ اړیکی اغیزمن کوی. د پر ځوان نسل باندی د اوسنی ټولنی(لویديځ) کلتوری، اجتماعی، سیاسی او اقتصادی اثرات او فشار اود بلی خوا د والدینو بیره او شک او سنی ټولنی (لويديځ) ته، په کورنۍ اړیکو کی د لريوالی، بی تفاوتی, بی احترامی او بی اعتباری سببونه وګڼل
ورسته میرمن ګل غوټۍ کاکړ دماشومانو پیداګوګه او په کابل کښی د کورنی اړیکو پخوانۍ قاضی د خپلی څیړنیزی وینا په یوه برخه کښی داسی وویل :
موږ افغانان چه په غربی نړۍ کښی ژوند کوو باید و دی ټکي ته توجه وکړ چه موږ په دی هیوادو کی د دو فرهنګو او مختلفو کلتورو په سخته مضیقه کی قرار لرو. موږ ته په کار دی چه د دواړو فرهنګونو څخه سالمه استفاده وکړو یعنی دافراط او تفریط څخه ځان وساتو تر څو چه وکړای سو د خپلو اولادنو د راتلونکی ژوند سر مشق وګرزو. موږ باید خپلو اولادو نو ته د دیموکراسی مفهوم د فامیلی ژوند په اړوند واضح کړو. دی افغانی ښځو په باب داسی ویل:
ښځه د نارینه څخه څه کمی نه لری . ځکه خود نارینه په زړه کی د ښځی په نسبت احترام او دحقشناسی جذبه پیدا ده. د تاسف ځای دی چه زموږ په وطن او جامعه کی دی خبری ته توجه نه ده سوی. اوکه وی هم په ډیره کمه کچه ده , زموږ خلک یا ندی خبر یا ځان نه پوهوی چه دمتمدنی دنیاد شعور نه مخکښی اسلام د ښځی حقوق دنیا ته راوړی دی او د آدم(ع) اولاد ته یی تعلیم ورکړۍ چه الله(ج) ټول انسانان د نارینه او ښځی څخه پیدا کړی او هر یوځان ته خپل حقوق لری،یو پر بل برتری نه لری مګر په تقوا سره
هوکان تورنګورد، سوسیلوګ او په سویډن کښی مخکښ افغان پیږندونکۍ د خپلی هغه څیړنی په باب غونډی ته هر اړخیز معلومات ورکړه چی د د افغانی کډوالو دکورنیو اړیکو په باره کښی کړی ده. د ټول افغانی والدین وستایل او ویویل چی په سویډن کښی دنور ملتونو په پر تله د افغانی کډوالو په کورنیو اړیکو کښی زښت یوالی لیده کیږی ددا هم وویل چی دنورو ملتونو په پرته دافغانی کډوالو په ټولنه کښی د جینایت، خوشونت او طلاق سطحه ډیر ټیټه ده. همدارنګ هوکان د یوی افغانی او سویډنۍ کورنۍ تر مینځ کلتوری ورتوالۍ او توپیر ته حاضرین متوجه کړه.

سلیم عزیزی په سویډن کښی دپښتو ژبی استاد او د کلتوری ټولنی دتعلمیی ځانګی مسول په اسلام کښی دکورنیو اړیکو او انسانی حقوقو په باب غونډی ته هر اړخیز معلومات وړاندی کړه. د د ځینو مبارکو ایاتو او حدیثو ترجمه او تفسیر د ګډونکونکو غوږ ته ور سا وه. او د نوی نسل سالیمه روزنه او زده کړه یی د هر مور اوپلار ایمانی اووجدانی دنده وګڼله.
محترم نجیب الله زاخېلوال ځوان څیړونکۍ او تکړه لیکوال په یوې ډیری او په زړه پوری او څیړنیزی وینا سره د غونډی د ګډونکونکو کلکه توجو ځان ته جلب کړه. د چی د والدینو او ماشومانو تر مینځ پر اړیکو ولاړه وه دی ته یی په وار وار اشاره وکړه چی مور او پلارباید زیار وباسی چی خپل بچیان درک کړی او د دۍ احساساتو ته غوږ ونیسی. ښاغلي نجیب الله زاخېلوال د اروا پوهنې له نګاه څخه د ماشومانو او کمکی ځوانانو بیلابیل ډولونه په علمی ډول تشریح کړه.
د په افغانی کورنیو کښی دځینو اړیکو دکړکیچ دحل دلارې اود والدینو او اولادونو تر مینځ دبی احترامی بی اعتباری او بی اعتنائې اصلی علتونو "دسترګو لیدلی حالات " په ډیره واضح او قانع کونکی ډول بیان او تشریح کړل. چې دخلکو له زيات وستایل شو او په زياتو چکچکو بدرګه شو ٠
میرمن بوډیل فرانک سیاست پوهه او د سویډن د پارلمان پخوانۍ غړی د خپل سرګذشت او په سویډن کښی دښځو دمبارزی اوحقوقو په باب په زړه پوری وینا او معلومات غونډی ته ارایه کړه.
ورسته په غونډه کښی ازاد بحث د نظر او تجاربو تبادوله په ډیر سالمه او د ورورۍ فضا په کښی تر سره شو٠
د ټولنی منشی نادر بارکزی دهیواد دستر لیکوال مرحوم بینوا د کتاب "اوسنی لیکوال" چی د افغانی کلتوری ټولنی په مادی لګښت د رشاد اکاډمی په زریعه چاپ شویدۍ غونډی ته معلومات ورکړه ورسته له هغه د کابل دپنځمی ناحیی "قمبر څلور لاره" پر اسیدونکو کډوالو باندی دکلتوری اتحادیی د استول شوی نقدی مرستی فلم ښکاره شو.
دغونډی په پای کښی تکړه سندر غاړی ادریس جبارخیل خوږی سندری واورولی.

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟