په جګړه کې د ډلیزورسنیو رول او جګړیز پروپاګنډ

سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ 29.06.2009 21:54

سریزه  .

په  ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه  نېټه دماښام په شپږ بجي او اوویشت دقیقو پر افغانستان  د امریکې هوایې پوځي یرغل د ټولو نړیوالو منل شویو قوانینو او نورمونو خلاف پیل شو .امریکایي  سي ان ان  ټلویزیون په ژوندۍ بڼه له پلازمېنه کابل څخه  ګردي نړۍ ته په زرغون رنګه  فلم او تصویرنو کې د افغان پر  ضدجګړې  خپروني درلودي  . تر څو  ټول نړیوال  وګوري چې  څنګه متحده ایالات د طالبانو پروړاندې  په جګړه کې ښکیله  ده . د ټلویزیون کړکۍ  په لاندې برخه کې داسي  لیکل شوي وو ،، امریکا غچ  اخلې ،،  په داسي  نه لیدل کیدونکې  فلم ،بې مانا انځورونو،ناسمو مالوماتو  باندې څوک باور کولاشي ؟ څوک  دا خبرونه  کنټرولولې او  یا  څوک یې  تائید لولې شي ؟  امریکي  پوځ  ټول جګړیز  رپوټونه ،مالومات او خبرې رسنۍ  سانسور ولې  تر څو د خپلواکو ډلیزو رسنیو  مخه نیولې وي  او د بې پرې  جګړیزخبرونه رپوټونو  خپرولو واک  په خپل لاس کې  اخیستې وي   . د جګړې پرمهال ډلیزه رسنۍ د پوځ لپاره لوی اهمیت لري . ځکه دوی پر خپل او مقابل لوري عامه ذهنیتنو باندې  اغیزه شیندل غواړي  .  پوځ هڅه کوي مقابل لوري  نا مطمینه  او وارخطا کړي . د خپلو سرتیرو مورال جګ کړي ، جګړه خپلو وګړو ته په حقه  او مشروع وښیي . پوځې سانسور تل بریالي وې  .  دامریکې وسله وال پوځ د ډلیزو رسنیوپه  سانسویزه  میتودونو کې ښه تجربه لري .

پوهنه ،اقتصاد، کلتور،سیاست او د ډلیزو رسنیو ډولونو په مدرنه مدنې  ټولنه کې لاره  نوې  پوهنې  ته خلاصوې .  رسنوال  اوخبریال د  دولت ، پانګونې او د ملکې مدني ټولني تر منځه کوړې سړی  دی  . هر یوه  څانګه  خپله غوښتنه د جګړې په راپور ورکولو کې له خبریال څخه لري . په همدې وجه ډلیزو رسنیو ته اسانه نه ده چې ځان جوت کړي ، خپلواک، بې پرې اوناپیلې  وښیي . د ډلیزو رسنیو اغیزه پر سوله او جګړې باندې ځښته ډیره ده . زموږ نننې  ټولنه د خبرې رسنیو ټولنه ده  . ډلیزه رسنۍ د کړکېچ خبري اتري  دي  او یو خاص ډول د خبرواترو دی . د ولسواکې په اوصلو کې  سیاست مشروعیت ته ارتیا لري .سیاسي چارواکې مجبور دي  چې ځان له ډلیزو خبرې رسنیو سره  عیار کړي .

خبریال او رسنوال  نه یواځي په هیواد کې خلکو ته مفصل کره  مالومات ورکوي ،بلکې خلک  مصروف   هم ساتي . هره یوه دلیزه رسنۍ   يا ټلویزیون خپل  لیدونکو او لوستونکي ته اړتیا لري ،تر څو خبري رسنۍ په دې ډلیزو رسنیو سمندر کې چې خورا خټ خټ کبان  په کې شتون لري  د ژوندۍ  پاتي کیدولو چانس ومومي  . له خبریال څخه پوڅ او حکومت پلوه  سیاسي مشران  دمثبتو خبرونو غوښتنه لري چې ولس د پوځې عملیاتو ملاتړ او  مرسته وکړي .

خبریال باید د ډلیزو رسنیو کودکس ،د ژورنالیزم  اصول او مقراتو په پام کې وساتې . ډلیزرسنيو ته  پیښې ډیري په زړه پوري دي   . هر ه بمي چاودنه، هرجنایت  یوه پیښه ده .  سوله او سولیزي چارې   نوره کومه مطبوعاتې  پیښه نه بلل کیږي  .

دنويو جګړو مشخصات   اوس داسي دي  چې رسمآ د دوو دولتونو ترمنځه  د جګړې اعلان  نشته ،په لیږو سرتیرو باندې  جګړه پیل کیږي . یو لوري  په ډیرو پرمخ  تللي وسایلو،وسلو، تخنیک ، پیاوړې اقتصاد او اورګانیشن باندي منظم سمبال دی   او بل  لوري  له هره پلوه  په ډیر کمزوري او  نامنظم حالت کې جګړه پرمخ بیایې .   پوځي  بری  نوره په کلاسیکو پوځي ټوکو باندې  نه ترلاسه کیږي . د یوویشتمې پیړۍ  نوي ډول جګړي  د یو هیواد پر ضد نه بلکې د یوې ایدیالجې  پر وړاندې ترسره کیږي  .

 ډلیزرسنۍ او جګړې له یو بل څخه نه بیلدونکې دي . د اوسنیو جګړو تاریخ د دلیزو رسنیو تاریخ  دی .

 

۱.  سیاسي جګړه په ډلیزورسنیو کې

ډلیزرسنۍ نه یو اځې  د دولت څلورم اورګان  بلل ګیږي ، بلکې د کمزوري لوري  پروړاندې لکه  یوه وسله  استعمالیږي . څوک چې  د ډلیزو رسنیو  ځواک  ته لږ اهمیت ورکوي هغه یوه لویه تیروتنه کوي .  ډلیزه رسنۍ دسیاسي خبرواترو یوه آله او لوبغا‌ې بلل شوي  ده . میډیا به هیڅ وخت ونشي کولې  د جګړې څخه یوناپیلې خپلواکه   بې پرې انځور وړاندې کړي  .  اصلي موخه دا ده ، مخکې له دې چې یو ډز  شواي وې   دجګړې برۍ  په کوپريو کې وټاکل شي .  حکومتي اداري  او وسله وال  پوځ  خبرې رسنۍ د جګړې وسلې  په څیرکاروي  . له همدې سره لیدل کیږي چې  دنویو جګړو ډول رامنځته شوي دی  .  د ډلیزورسنیو  رول  د ټرهګرې په وړاندې نړیواله  جګړې کې  پر نړیوالو قوانینو او نورمونو باندې ناوړه اغیزه  کړي  ده .

د نړیوالومنل شویو قوانینو پر بنسټ  هر دولت د یو وسلوال برید په صورت کې دا رښته یاحق لري   د یرغلګر دولت په وړاندې د ځان څخه دفاع وکړي . 

د ساري په ډول  د سپتمبر یولسمې نیټې  پیښه یو وسلوال برید وو ؟ یرغل کوونکې څوک وو؟ دغو اوداسي نورو پښتنو ته تر اوسه کوم سم  ځواب موندلې شوي نه دی .   دامریکې جمهور ریس جورچ بوش له  پیښې څخه  نهه ورځي ورسته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې یو څه  وویل . چې  دهغه د  بې بنسټو دﻻيلو، بې  ثبوتو  خبرو او وینا  پر بنسټ پر افغانستان  یرغلیزه جګړه پیل شوه .

د همدې  برسیرنو ،بې  بنسټو  مالوماتوپه  ورکولو پرته له  هر ډول  نړیوالو منل شویو قوانینو ،حقوقي مقرراتواو معیارنو  د ثبوت  نه  شتون سره جګړه پيل  شوه . لنډه داچې   پر افغانستان باندې د امریکې  پوځې تیرې  او  د جګړې   پریکړه د هر ډول نړیوالو قوانینو او نورمونو  خلاف یو  عمل وو   .

په دغه  روانه جګړه کې چې د  ترهګرې  پر وړاندې جګړه  نومول شوي  له اتو کالو څخه لودیځه متمدنه  نړۍ د ناټو ځواکونو سره  له خپلو ډیرو شونتیاو سره  په افغانستان کې  ناکامه اخته ده ، دا جګړه  یواځې او یواځې د امریکایي او انګریزي  ډلیزو رسنیو  تولید او ننداره ده . مالومات ، رپوټونه او خبرونه چې له دغو رسنیو څخه خپریږي اکثره  سانسوریږي ، سیاسي  کاګه  او په ډیرو مواردو کې  په ثبوت سره غلط وې .  سره له دې بیا هم  د نړیوالو ډلیزو  خبرې رسنیو له خوا خپاره کیږي  او د خلکو باور نوره  پر دغو ناسمو مالوماتو  باندې  ټینګیږي  .

نړیوالې خبري رسنۍ په نړیواله  ترهګریزه جګړه  کې ځښتي ډیري زیانمني شوي دي .  د ډلیزو رسنیو رول په نړیوال ترهګریزه  جګړه کې  بدل شوي دي .  پوښتنه دا ده چې داسي  مطبوعات به نړیوال  منل شوي قوانین   هم بدل کړي ؟  دا په ټولو جګړو کې ثابته خبره ده  چې  په جګړه کې لومړي حقیقت وژل کیږي .

دویتنام جګړه  د نړۍ لومړنۍ او ورستۍ جګړه وه چې خبریالانو یا  رسنوالو   له  حقیقت  څخه بې له دې چې بدلون په کې راوستل شي  عکسونه ،انځورونه واخيستل او خپاره   یې کړل .

د افغانستان په جګړه کې د جګړي  نه بښوونکې دورواغ   په ۲۰۰۸ کال د اګست  په میاشت کې  د هوایې برید  پيښه په اړه  امریکایې پوځ  ویاند خبر ورکړ  چې دې ته د بې ګناه  ملکیانو د وژل کیدو کوم خبر نه دی رسیدلي ،دی وایې  په دغه عملیاتو کې له دیرشو څخه ډیر اسلامیستان وژل شوي دي . له دې نه مخکې  دجمعه په ورځ افغان حکومت خبر ورکړ چې د امریکایي هوایي  برید په ترڅ کې ډیر ملکیان وژل شوي دي .

ملګرو ملتو  دغه خواشینونکې خبر هم  تائید کړ . م م  د ۹۰  بې ګناه ملکیانووژل کیدل د امریکې هوایې بمباریو په وجه دشینډن په لویه ولسوالي کې تصدیق کړه . د م م خاص استازې کاې ایدي  وویل ، د م م  یو ټیم د عینې شاهدانو پر بنسټ وپټیله چې ۹۰ ماشومان، پنځلس ښځینه، او پنځلس سړي  د جمعه په ورځ د هرات په شینډن  ولسوالي  کې د امریکایې هوایې بمباریو په ترڅ کې وژل شوي دي چې پنځلس نور کسان  ورسره  ټپیان دي .

د طالبانود  رژیم  ړنګیدو څخه تر دې مهاله په هېچ کوم پوځي عملیاتو کې دومره ملکیان نه وو وژل شوي .

د لویدیځې  نړۍ  ډلیزي رسنۍ هېڅ وخت خپل سرتیري یا د ناټو پوځ په راپور ټاژونو ، فلمونواو تصویرونوکې  د وژل شویو بې ګناه  ملکیانو سره نه ور ښیی . د لویدیځ  په خبرې رسنیوکې کله نا کله په خبرونو کې د  بې ګناه ملکیانو د  وژل کیدو خبر ورکول کیږي، خو عکسونه او یا فلم ورسره نه ښودل کیږي .

پوځ زده کړې ، تجربه لري او پوهیږي  چې دوی دویتنام جګړه  هغه مهال د عکسونو په ښودلو او چاپولو باندې وبایلله . دغو نه سانسور شویو خبرونو، رپوټونو او تصویرونو  د ویتنام زړه بوګنونکې جګړې په اړه ، نړیوال سوله پال غورځنګ یې نوره پیاوړي کړو . دغه  نړیوال مقاومت د امریکې ماتې په  ویتنام  کې او  د   وتلو لپاره یو  خورا مهم لامل  ګڼل شوي دی .

 دامریکي  پو ځ  په  افغانستان کې ديوې   پاکې ، شفافي جګړې  خبرونه  په اړه    ډیرو خبري  اژانسونو ته دنده سپارلې او پوهول شوي دي  چې د ویتنام جګړې په څیر د مطبوعاتو په جګړه کې  دا جګړه  باید ونه بایلل شي  .

نړیوال  نوره نه پوهیږي چې په څه باندې باور وکړي ؟ د عراق جګړه په دوراغ ویلو پیل شوه او دورغجن بوش په ټولټاکنو کې بیا  وټاکل شو .                                                                                                                                                                                  

کله چې د امریکې  متحده ایالاتو او ناټو هیوادو ته دکوم هیواد سیاست خوند ورنه کړي ، لومړې اعتراض په هغه هیواد باندې د مطبوعاتو ازادې او د بیان خپلواکې  ته د نه درنښت تور پرې لګول کیږي . په داسي حال کې په هېچ کوم  بل ځای کې عامه ذهنیتونو نه  او عامه  اندونونه  دومره بې شرمه  تر پښولاندې شوي نه دي  لکه په لوید یځه نړۍ کې . د  لویدېځې نړۍ  په ډلیزو رسنیو کې اکثره  چې د دوی د ګټو خبره وي ، بې شمیره او له اندازې څخه وتلې  دورواغ لیکل کیږي .

په ۲۰۰۷ کال د جولاي میاشت اتویشتمه نیټه د المان یوه ورځپانه په نامه د بادیشه څیتونګ لیکې . په افغانستان کې  د المان وسله وال پوڅ  خپلو  سرتیرو ته د  ډلیزورسنیو  خبریالانو  د ورنیږدې کیدلو لاره  ډیره ګرانه کړی ده .

له څو کالوڅخه راپه دیخوا خبریالان  هغه مهال کولي شي چې له  خپلوسرتیرو سره خبري وکړي  کله چې یو څارونکې  افسر او یا  د څارګرې ادارې کوم مامور موجود وي  او مخکې له مخکې   باید په برلین کې له یوجګپوړي مقام څخه یې  دانتریو لپاره اجازه ترلاسه کړي وې . ډیپلوماتان او جګپوړي پوځي جنرالان  ډیري وخت  اجازه نه لري  چې  د جګړې په اړه څه ووايې . د دوی مشران  په هیواد کې ویره لري چې داسي خبري  یا  انتریو به په یوه  ډیره  جګه بیه پیریوزي  .

ډیر نور وتلي  رسنوال او خبریالان سرټکوي  دوی  وایې چې  په چارو کې خڼدونه اچول کیږي  اود  هغوي رپوټونه او خبرونه  د افغانستان په اړه  سانسورکیږي  . دجګړې په سیمه کې کله چې د جګړې خبریالان  څخه د مالوماتو  او رپوتونو مخه ونیول شي بیا  د دوی د کار کیفیت لمنځه ځې .

خپلواکه او ناپیلې خبریالانو ته هېڅ مهال دومره ګرانه نه وه چې د جګړې په اړه څه ولیکې ، په افغانستان کې  بې پرې خبریالان د جګړو پروپاګڼدچیانو او  د جګړمارو ډلو ته په لاس کې ورغلي خلک دي .

د جګړې خبرونو  ناسم کارول دومره اوږد تاریخ لري لکه په خپله  د جګړو خبریالې دنده  .                                                        په ۱۸۵۴ کال کې انګریز  ویلیم هاورد روسل  لومړنۍ خپلواک خبریا ل وو چې دی  په خپله خوښه  جګړې ډګر ته تللي وو. هغه ټایمز ورڅپانې ته د کرریم جګړه   ( ۱)   په اړه  خبریالې کوله . د سرتیرو سخته سختيو، مرګ ژوبلي او ناروغیو  په اړه  د دې خبرونو، رپوټونو په  هیواد کې بیساري غوصه او قهرجنه فضا رامنځته کړه .             ویلیم هاورد روسل  په ملي خیانت  او د جاسوس په تور تورن  کړل شو  .  د کرریم جګړې ته د نړۍ  لومړنۍ مطبوعاتې جګړه ویلې شو .

د ویتنام جګړې څخه راپه دیخوا  امریکایي  پوځ پوهیږي چې جګړه  د جګړې په ډګر کې تر سره کیږي خو په هیواد کې بری  ټاکل کیږي . د امریکا پوځې  یرغل  ستنه هغه مهال ولړځیده کله چې په  ۱۹۷۲ کال کې یو فوتوګراف رسنوال  د یوې بربڼدې   په ژړاه  او په  چیغو ویتنامې انجلي  تصویرونه  چې د امریکایې  خطا شویو نیپال بمومو څخه ژوندۍ پاتي شوي وه خپاره کړو . دغو عکسونو  پرده د پوځې  خیرنوعملیاتو او مرګونې حقیقت څخه پور ته کړه . د تصویر ژبه د زرګونو کلمواو جملو په پرتله  لانوره ځواکمنه ژبه  ده . هیله مند یم چې زموږ  د جګړې  رسنوال  او خبریال د افغانستان  جګړې په  اړه  یونړیوال  سمبولیک تاریخې  تصویر  ومومي .

په ۱۹۸۳ کال کې امریکایې وسله وال پوځ  د ګرینادا  کارې بیک ټاپو یې لاندي کړه  . پر خبریالان  یې سمدستي بندیز ولګاو. هغه خبریالانو   چې سر بیره پردې بندیز  بیا هم  له دغه ځایه په پټه  خبرونه چمتو کول ،لاسونو ته یې ولچک واچول شول .

 د  امریکې حکومت څخه یوکال ورسته  یو خاص   د منځګړتوب کمیسیون    دیو پول سیستم  ( ۱ ) غوښتنه وشوه. امریکې  پوځ دنده لري چې یو شمیر ژورنالیستان  یا رسنوال له ځان سره  دجګړې لومړۍ کرښې ته بوځي . دغه ډله خبریالان مجبور  وو چې  خپل خبرونه او رپوټونه  مخکې  له خپرولو څخه د یوې امنیتي  کنټرولې څانګې څخه تیر کړي .  دا خبرونه او رپوټونه دې بیا  د نورو خبریالانو په لاس کې ورکړل شي . داسي چلند د امریکا په جګړو کې  رسمآ  د دوی دپوځ  او ملي امنیت ساتلو لپاره  ترسره کیږي .

په ۱۹۸۲ کال انګریزانو دغه سیستم د فلکلنډ په جګړه کې وکاروه. دوی ټول ژورنالیستان ، خبري اژانسونه  او ټلویزیونې  خبریالان یې  یوې پوځې  بیړې ته میلمانه کړل او ورته وویل شول چې یواځې  خپل راپورونه او فلمونه د رویل نایې  پوځې بیړې څخه خپلو آژانسونو ته  لیږده  ولې  شئ .

په ۱۹۸۹ کال د دسامبر په میاشت کې امریکایي  پوځ د لومړې ځل لپاره د پول سیستم  څخه کار واخیست ،کله چې دوی پر  پانامه هیواد  باندي پوځې یرغل وکړ و او د جنرال منویل نوریګاه  له واکه لري   کولو هڅه یې وکړه  . امریکایا نود پول  سیستم پر بنسټ  ژورنالیستان یې هیواد ته  دننه پریښودل  خو دجګړې لومړې کرښې ته د تګ څخه  منع کړل شول . دغو ژورنالستانو  خپلواکه بې پرې خبرونه  چمتو کولې نشول ، دوی   به د امریکایې ډلیزو رسنیو افسرانو څخه  خبرونه ترلاسه کول  .

 ۲. جګړه او پروپاګنډ

 پروپاګنډ د شلمې پیړي زیږنده نه بلکې  د پروپاګنډه تاریخ نوره هم زوړ دی ان تر ارسطو پوري رسیږي . پروپاګنډ یعنې نوروته خپرول، وسعت ورکول دي   (   ۲).  په ۱۶۲۲ کال کې د ایتالېې په پلازمېنه کې دمسحیت مذهب خپرولو ټولنه  څخه په نامه پاپیتیس  لومړې ځل دا کلمه  وکارول شو .

 جګړیزو پروپاګنډو  ته په اوسنیو جګړو کې  خاص ځاي ورکړل شوي دی  . پروپاګنډ دجګړې اصلې موخې  او پلانونه  پټوي . بې له پروپاګنډ څخه  اصلأ جګړه ناشونې ده . پروپاګنډ د جګړو د پلانونو تدبیق لپاره استعمالیږي .  داکومه پټه خبره نه ده د وسله وال کړکېچ پرمهال حکومتونه پروپاګنډ کوي .

دسیاست او  د خبري رسنیو ژبه ده چې جګړه او سوله  چمتو کوي ، خپروي او پیلوي  .

پوښتنه دا ده چې د ډلیزو رسنیو په بهیر کې جګړ یزه پروپاګنډ څه رول لري . څرنګه سیاست ، وسله وال پوڅ او څارګري اداري پر ډلیزو رسنیو باندې اغیزه لرلي شي   اوڅنګه  حکومت، سیاسي ګوندونه او نور موسسات د جګړې پروپاګنډ پرمخ بیایې ؟

ډ لومړې نړیوالې جګړې په پیل کې هېڅ یو ملت نه پوهیدو چې جګړه به څومره  دوام وکړي او پرپاګنډبه په جګړه  کې  څه  رول ولوبه وي ؟

په ۱۹۱۴ کال  د اګست په میاشت کې انګلستان د جګړې پروپاګنډ  دوتر یا  دفتر  بنسټ کیښود . 

په ۱۹۱۶ کال د فبرورې په میاشت کې فرانسې ،، میسیون دو له پریس ،،  رامنځته کړوچې په هغه کې ټول مطبوعاتي او پروپاګنډي  چارې تر سره کیدي  .

په ۱۹۱۷ کال کې څو ورځې ورسته  له لومړې نړیوالې جګړې څخه  په  متحده الاتو کې  د مالوماتو خپاره ولو کمیټه جوړه شوه . د چارو اصلې او مرکزي  موخه یې پروپاګنډ وو .

په دوهمه نړیواله جګړه کې له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۵ کالو پور په المان کې دیوزف ګوبل تر مشری لاندې یو وزارت په نامه دې ،، ولسی پوهونه او پروپاګنډ  ،،  جوړ شو . د دغې وزارت چارې هر اړخیزه وي . د بیلګې په ډول د رژیم  ګوټنیونکو خبریالانو ،رسنوالو  موندل ، نیول او د ډلیزورسنیو سانسور وو .                                                                   له  ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۱ کالونو کې کمونیستي پروپاګنډ  د کمونیستانو له خوا  تصویب او ولیکل شول .

دکمونیستي  په  رژیمونو کې   روانې جګړه او پروپاګنډ خورا مهمه چار وه ،د ولسونو په کنټرول او د خپلو سیاسي  اغیزي لاندې  ساتلو کې خورا مهم رول لوبولي دې .

پروپاګنډ د کمونیستي مفکوری پر بڼسټ په ولسي وګړو کې   دیوې ټشي ډکول ،  د ولسونو اداره کول ، دوی  یو   ټا کلې لوري  ته هدایت  او رهبرې کول   او  پر دوی باندې  اغیزه شیندل دي .
پخوانې شوروي اتحاد د څو لسیزو لپاره په دغه لار کې زیاتې  ډیرې  پیسې مصرفولې او خپل خلک یی نه پریښودل چې بهرنۍ خپرونې او خبرونه واوري  .

فاشیستې مفکوري تقریبآ همداسي ورته اند درلود . هتلر وایي ، په ډیره هوښیارتیا او په متواتر ډول  د پروپاګنډ څخه کار اخیستل   کړی شي سړی  یو ولس ته  اسمان  لکه  دوزخ  وروښودل  شي  او یا معکوس  یې یو بد مرغه خوار ژوند لکه جنت  خلکو ته وروښودل شي .                                                                                                                                په دوهمه نړیواله جګړه کې پروپاګنډ په لومړې ځل  د رادیو،ټلویزیون اوفلم  له لارې  په ښه او منظم توګه تر سره شول .

د عراق دډلیزو وژنې کیمیاوی وسلو پلان  او ثبوت   چا تر ننه ونه لید داجګړه د پروپاګنډ او دورواغو جګړه وه .

امریکایې ډلیزو رسنیو ، اروپایې میډیا او د نړی مطبوعاتو په یو خت  دغه د واشنګټن څخه  د  دورواغو پرپاګنډ  د نړیوالو ترمنځه خپاره کړل . تر اوسه د نړی دجګړو په تاریخ  کې دا سي ناسم مالومات او سپین سترګې پروپاګنډ نه وو خپار شوي . دا د یوویشتمې پیړۍ ستر دوراغ  او پروپاګڼد وو .  د جورچ بوش څخه ګردچاپیر ه بنسټپال ښي اړخي امریکایي محافظه کارانو د ناسمو مالوماتو او د خلکوپه  تیریستالو سره   په کیوبا کې  د ګونتانامو به   زندان  لکه  په جرمنې کې دیهودیانو لپاره اولوکوست  جوړول .  ګوتنانا مو به   په ډاګه د بشر حقوقو تر پښو کولو یو  سمبول او  د نړۍ زړه بوګنونکې شکنجو څخه یوه بیلګه ګڼل کیږي  چې د یو حقوقې دولت ارزښتونه په کې لمنځه تللي دي .د امريکايانو  دغې عمل سره د نړۍ په قضايې عدالت کې يو تور داغ پاتی شو .

 

۳ . د خبر ې رسنیو سانسور او سیاست

سانسور او پروپاګنډ د ډلیزو رسنیو او سیاست پوهني دوه اړخه جوړوي  . د خبري رسنیو اړیکې له سیاست سره  نه بیلیدونکې دي . له یوې خوا  ډلیزو رسنیو ته جګړه  خورا مهمه موضوع   ده، ځکه جګړه له  خبرونه څخه ډکه  ده. له بلې خوا جګړو ته ډلیزه رسنۍ نوره ډیر  اهمیت لري  ځکه د  ډلیزه رسنیو څخه په جګړه کې ناوړه ګټه اخیستل کیږي .  میډیا د جګړیزو پروپاګڼده لپاره استعمالیږي  او مطبوعات د جګړې ترسره کولو یو توکې ګڼل سوی  دی، دا چې  ډلیزه رسنۍ ولس  جګړې لپاره چمتو کوي څه نوې خبره نه ده . خبره د ښي ډلیزه رسنيو او بدو جګړو بې پرې رپوټونو ده .

دډلیزورسنیو له لارې  رادیو، ټلویزیون،خبرې رسنیو، چاپې رسنۍ، ورځپاني او نوې میډیا انترنیټ  خلکو ته دا شونې شوي  چې  دټولنیزو نیمګړتیاو، تاوتریخوالې،  کړکیچونو څخه ځان خبر کړي .  ډلیزرسنۍد سیاسي اند  او سیاسي   ارادې جوړه ولو په پړاونو کې  له وګړو سره ستره وڼده اخلې . ولسواکې له  خبرواترو او  په بحثونو کې  برخه اخیستنو  څخه ژوند کوي .

هر څوک رښته لري خپل  خپلواک اند په کلمو،لیکنو او ا نځورنو کې  په خپلواکو مطبوعاتو کې بیان او  خپاره کړي . 

په سیاست او پو ځ باندي له  ډیرو کالو راهیسه  تور دی چې دلیزه رسنۍ خپل مقصد او موخو لپاره استعمالوي . دلیزو رسنۍ بې پرې نه دي او ګوندونو سره تړاو لري او ځان په خپله سانسور وي .

په  دوهمه  نړیواله جګړه کې له  مالومات  او خبرې رسنیو څخه  لکه وسله د روانې جګړه  په چمتو کولو کې  کار اخیستل شوي دی .

د جګړې خبریال  لپاره د جګړې له ډګر څخه ريوپوټ جوړه ول یوه ډیره ګرانه چار ده .له یوې خوا په سیمه کې د لاس برې  ډلې د سانسور لاندې وې او د دوی د جګړیز پورپاګنډ ټوکې باید خپاره کړي . له بلې خوا د جګړې خبریال باید وپوهیږي چې کوم خبرونه او مالومات خپاره کړي  او کوم له ځانه سره وساتي . د جګړې خبریال  نه یواخي  ستر مسولیت عام خلکو ته لري بلکې لیدونکو او اوریدونکو ته یو سم انځور د جګړې له سیمي څخه وړاندې کړي .

لومړنۍ خبریالې د جګړې له سیمې څخه په انتیک عصر کې ترسره شوي ده .  دهغه مهال نامتو تاریخ لیکونکې ټیورکې تیدیس   د ۳۹۶ څخه تر ۴۵۵  کالوپورې  د مسحیت  څخه مخکې  ژوند کاوه ، د پیلوپوني جګړه   په اړه چې د سپارتا  او آتن ترمنځه  وه ، د سانسور څخه پرته سیاسي اوانتقادي  خبریالې کړي ده .

د ویتنام جګړه  د ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۵ کالو پورې لومړنې جګړه وه چې په ټلویزیون کې ژوندې خپاره شوه  . له همدی امله ځني ورته د صالون کوټې جګړه هم ویلې ده . دا یواځینې جګړه وه په شلمه پیړۍکې چې د سانسور څخه پرته د ډلیزورسنیو له خوا ښودلي شوي ده . پښتنه دا ده چې  د امریکې حکومت ولې  دا جګړه  سانسور  نه کړه . د امریکې وسله وال پوځ په دې اند وه چې  په ویتنام کې جګړه ډیر زر او د لږو تلفاتو په ورکولو سره  پای ته رسیږي . ټولي امریکایې  خبرې رسنۍ دحکومت   جګړېز سیاست تر شا ولاړي وې .

 دخلیچ په جګړه کې میډیا باید دامریکې ولسمش بوش   او د  پوځ د ارادې  او غوښتني سره سم  د یوې پاکې ، شفافې  جګړې انځور  نړیوالو ته وړاندې کړي . د امریکې ټولي خبري رسنیو په دې اتفاق  وشو  چې ټول تصویرونه او فلمونه باید  د پوځې سانسور لاندي راشي . ټول  کټلې او سانسور  شوې توکې بیا ورسته د ژورنالیستانو پول ته دخپرولو لپاره ورکړل شي .  د امریکې دفاع وزارت په ډانګ پیلې د سانسور په اړه داسي لیکې وه . پنتاګون غواړی تاسو سره مرسته وکړي  چې د پنتاګون کیسي  وڅیړي او خپره یې کړي  . یواځې ځیني وړې  امریکایې خبري رسنیو او اخبارونو د مطبوعاتو د ازادې  په  وړاندي په  ستره محکمه کې دعوا وکړه.  سترو دلیزو رسنیو ددوی له دریځ څخه ملا تړ ونه کړو. سترو خبرې رسنیو  د پوڅ  سانسور یزه  پرنسیب سم  ګانه  .

 سي ان ان  تل د جګړوله  ډګرونو څخه خبرونه ښودلې دي  له همدې امله په نړۍ کې یو خورا مهم د ټلویزیونې چینل ګرځیدلي دی . دواړو سیالانو بوش او صدام حسین د جګړې پر مهال   سي ان ان  ټلویزیون لیدلو او له همدې لارې به دوی   نویو خبرونو او مالومات ترلاسه کول  او له همدې لارې به  دوی یو بل ته  جګړیز پیغامونه استول  .

لومړنۍقربانې په جګړه کې ریښتیا  وي  په بله وینا  د جګړې څخه مخکې ریښتیا یا حقیقت  خښ  یا دفن کیږي . که داسي نه وی نو جګړي به څنګه رامنځته کیږي  . د نړۍ  ډلیزو رسنیو په  مارکیټ کې اوس نه یواځې د بي بي سي ، سي ان ان ، رویتر  پانګوالې، ښکیلاګري  خبرې رسنیو انحصار دی  بلکې تر ډیره بریده بې پرې خپلواکه خبري  رسنۍ لکه الجزیره ، العربیه ، ابو دبې  ټلویزیونې خبری شبکي  هم خپروني لري  . د عربي هیوادو خبرې رسنۍ په ټولیزه ډول یو بل انځور د ترهګر ي پر وړاندې جګړه  کې ور ښیي ،د انګریزي امریکایې  خبرې  رسنیو په پرتله .ځکه دوی په دې جګړه کې څه ګټه نه وینې . که څه هم عربي  ډلیزه رسنۍ د خپلوکورنې کړکیچونو او د خپلو حکومتونو  خلاف   ډیر څه نه خپروي  .

د ډلیزورسنیو حالت د خلیچ  په جګړه کې ښیې چې څنګه زموږ په  مالوماتې  ټولنه کې  د جګړو پر مهال  په ډلیزو رسنیو کې لاس وهنه کیږي  . د سانسور پر وړاندې هیڅوک څه نه شي کولای . ټلویزیونونه دخلکو له خوا مجبور کیږي چې رپوټونه او خبرونه  خپاره او وښیې .

همداوس چې دغه کرښي لیکل کیږي  ایرانې رژیم د انټرنټ او سپوږمکۍ یا  د سټلایټ له لارې  په بهرنۍ نړیوالې خپرونې باندي بندیز لګاولې دی . ایرانې رژیم په ټولو  بهرنیو خبري سرویسونو او خپرونو باندي په هره بیه چې وي پرازیت شیندې، چې دا  د نړیوالو خپرونو مقرراتو خلاف عمل  نه یواځي د ایران په دننه بلکې په بهر کې ډیري اندیښني را ولاړي کړي دي .

له هغه مهاله چې په لودیځه نړی کې پر  خبرې رسنیو سانسور لګیدلي دی  موږ نه شو ویلي چې ولسواکې دلته پرمختګ کړي دی  .

څوک چې د جوړ شویو جګړیزو دورواغو او جګړیزوپوروپاګنډو پر وړاندي غبرګون نه ښیي ، هغه باید انتظار وباسي چې بیا دورواغ ورته وویل کیږي  .

 .................................................................................................................................................................................................................

Pol system ( ۱)   

Crimean War

( ۲)     کرریم جګړې له ۱۸۵۳ نه تر ۱۸۵۶ کالو پورې دوام وکړو.   روس  په یو لوري او عثمانې امپراتورې ،فرانسه، برتانیې په بل لوري په جګړه کې اخته وو.   کرریم جګرې ته د ختیځ  یا د اروپا اسیا جګړه هم ویل شوي ده .

(  ۳)  ډیکشینرې   wahrig Lexikon          2000  پاڼه  Seite 1003   

  ) پروپاګنډه یعنې  نورو ته خپرول ، وسعت ورکول  دي    .  Congretio de propaganda fide  


Benz_herat


د ليکوال څو نورې لیکنې


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


01.09.2010 11:52 په امریکا کې لرې کړل شوی افغان سفیر سيد طيب جواد کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري

سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هې

01.09.2010 09:30 و لسې لنډۍ

د جنۍ څانګې وانګې ونه ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

01.09.2010 09:17 دروژه مات پرسترخان بايدڅه وکړو؟

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي

01.09.2010 08:27 ثواب زمونږ که د هغوی ډېر شوی

صفي الله ستانکزی

01.09.2010 08:04 غزل/چې مین سر ځار له خپلې مینې نکړي ____ څه به مینه، مینتوب او څه به یار وي

محمدالله ارین احمدزی

01.09.2010 06:04 غزل : شمعه شوګير

دشوم ارمـــــــان کــــــــډه ترې چرته يوسم ||| چې پــــــــــــه تقسيم دغمــــــو نه پوهيږي

01.09.2010 03:13 د هکرانو پر وړاندې د کمپيوټر امنيت تامينول

په ټوليزه توګه هغه کسان چې د يوه کمپيوټر امنيتي سيسټم ورانوي، د اکاونټ يا سيسټم شفر ماتوي او غلا کوي ...

31.08.2010 22:54 نوى غزل (حکمت سروش)

اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي----- ستا له خوا جانانه جواب نه راځي---- سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي---- څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي

31.08.2010 21:50 ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا

د انعام الله ګوهر نظم د هغه په غږ کي

31.08.2010 20:17 سي شارپ زده کړئ لومړۍ برخه

مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ ...

02.09.2010 20:14 غزل ،عبدالرحیم هلال

ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ --------- بلا دي واخلم ته رانغـــــــلي شوه رابره ســپوږمۍ

02.09.2010 19:38 يوه ورور د کمپيوټر د Timer په اړه پوښتنه کړې ده

نوموړي ورور ليکلي Timer څه شى دى او له نوموړي څخه څنګه کار اخلو؟

02.09.2010 18:23 غزل-- ملالۍ بشیر

یې خو مین پوه یم زما زړه پخوا ------ داسې په ټوپونو لکه وری نه وي

02.09.2010 17:56 دوه ښایسته غزلي//ګلالۍ خوستۍ

پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار//خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار

02.09.2010 12:36 غزل//طالب منګل

بيا لپو کې اوښکې توېدې مـــــــــــــــــــاښام//بيا هم دعـــــــاګانې ژړېدې مــــــــــــــــــــاښام

02.09.2010 10:29 کاش بنګړی زه ستا دلاس وای

- ژباړه عبدالحليم همت ایوبزی داردوژبې دځوان اونامتوشاعر وصي شاه دازاد نظم ( کاش مین تیری هاتهـ کی کنګهن هوتا ) ژباړه

02.09.2010 10:00 غزل / صفت الله کړاؤ

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي / ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

02.09.2010 04:45 امام ابو يوسف (رحمة الله عليه)

امام ابو يوسف يعقوب بن ابراهيم الانصاري په کال ١١٣ هجري کې د کوفې په ښار کې وزيږيد، هغه د علم د لاسته راوړو لپاره په ډيرو علماو پسې وګرځيد، خو

02.09.2010 01:05 يو لوېدلى وينډوز بايد ترميم شي که يا؟

کله نا کله داسې پېښه شي د يوه وينډوز نسخه کار پرېږدي او زموږ په وړاندې دوې لارې وي...

01.09.2010 20:50 وينډوز او CD-Key يې د ارزښت له پلوه

په ټوليز ډول د وينډوز د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال د هغه CD-Key چې Product Key هم ورته ويل کېږي...