انار انار گلونه....

غفور لېوال 28.06.2009 18:02

هغه ورځې ، چې له شماله جنوب ته راپاڅیدلي بادونه د ونو وروستۍ پاڼې توږي، او انار په خپلو ریښو کې د نویو ګلونو د غوړولو لپاره اوبه پټوي، نو چې د بابا صاحب زیارت ته وخېژې ښکلی ارغنداو یو بل رنګ لري، شل کاله پخوا ( ۱۹۸۹میلادي) د همداسې یوه دسمبر په ۱۳مه یوه ښکلي ماشوم د ښاغلي آغا محمد محرابي کور روښانه کړ، د بارکزو د شیرزیو (خړزیو) په محرابخیلو کې یو بل بارکزی ورزیات شو. دنیکه ملاولي احمد محرابي او غور نیکه محمد امین محرابي د کاله نغری پر یوه تنکي محمود تود شو، چې کلونه وروسته د خپلو ادبي او فرهنګي هڅو له برکته په محمود مرهون مشهور شو. ژوند تېریده، انارونو سرې غوټۍ غوړولې او مني په پسرلیو پسې راتلل، ښکلي ارغنداو د تندو، جګړو او ناخوالو زمانه په سترګو لیده او ستر کندهار، زخمي کندهار خو ویاړلی کندهار لاهم د ځمکې پر ګوته لکه غمی ځلیده، ماشوم مرهون د ټوپکو په تکهار او د توپونو په ګړزهار کې ناڅاپه تر پښو لاندې لویدلی قلم ولید، را اوچت یې کړ په تنکي موټي کې یې کلک کړ، خدایزده څه پر زړه وروګرځېدل، یو څه موسکی شو او بیا یې په کوچنیو ګوتو د قلم چلول و آزمویل، هغه ماشوم و، خو له قلم سره یې لوبې ونه کړې، ښايي د ستر انسان جوړېدو تلوسه وه، چې په مسؤلیت یې د قلم کارول پیل کړل. کله چې په ۱۳۸۶لمریز کې له افغان – ترک لیسې څخه سور مخ راووت نو یو عادی زلمی نه و، بلکې په کم عمر یې ډېرو فرهنګي بریو ته لاس غځولی و په غونډو کې یې ویاندي کړې وه، د زده کوونکو د ټولنې مشر شوی و، د رڼا مجلې مرستیالي ته رسیدلی و، د ویښ ملګري له فرهنګي ټولنې تر ماشوم ږغ جریدې او بیا د زده کوونکو د ذهني سیالیو تر جوړولو پورې په منډه و، بریالی او لکه ځوان نښتر هسک. په مدني چارو ژورنالیزم، بشري حقونو، ماشوم روزنه او ... کې یې نورو ته لاس ورکړ او دا یې وزبادله، چې افغان زلمي په ټوپکوالو پسې نه بلکې په قلموالو پسې روان دي.
لوی کندهار د جګړو مارو تر موزو لاندې ځګیروی کاوه، پردي او خپل، شین سترګي او تورمخې په کې سره نښتي وو، خو زلمي مرهون د خپلې فقیرې خو ویاړلې ژبې (پښتو) زړې لمنې ته کرښې وراچولې: انځور ( د نړیوالو شعرونو ژباړه)، د وینې رنګ ( ناول)، تورکالي لوچکان (ناول)، سپین کالي ( نثري ټوټې)، فاحشه ( ناول) او د مینه لیکونو ژباړلې سلسله ټول یې لا په تاند زلمیتوب کې خپاره کړل، خو د خپلې مورنۍ ژبې د بډاینې لپاره دومره حریص و، چې د ژوند ساز د زړه آواز، یتیمه نجلۍ ( ناول)، ګټونکی به څوک وي ( ناول)،سپیڅلی قسم (ناول)،تل مې د یاد پردو کې ته یې، د جبران مینه لیکونه او د خدای پر لور د واسوانی دعاوې ... یې لا د چاپ لارې څاري.
واه!
پر اند او ژوندیې برکت شه!
د ارغنداو د انارو د غوټیو په څېر یې د ژوند کلونه وغوړیږه!
پښتو ابۍ!
اوس نو نه خوارېږې، زلمی نسل لکه د انار ګلونه غوړیږي، مرهون لا زلمی دی او خدای دې زموږ د ټوکرۍ د سر ګل کړي.

کندهار لا هسکه غاړه، شمله پر اوږو د نړۍ پر ګوته ځلیږي لا له ګولیو او بمونو خلاص نه دی خو د سترو هستیو دغه خاوره نورې هستۍ زیږوي، چې د جګړې دیو ته زور وښيي او ووايي :
لا به ډېر ګلونه واشي په دې باغ کې ....
مرهون مین دی او ښه په نره مین. هغه پوهیږي، چې د معرفت د خزانو د ډیرولو کیلي د مینې په لاس کې ده ، نو زما دعا خو ورته دا ده ،چې لاس یې دخپلې مینې پر غاړه راتاو شه او دزخمي وطن غیږ دې ورته جنتي پالنګ شي !
لا هم د شمال بادونه د جنوب له ونو څخه پاڼې توږي اود کندهار انار په خپلو ریښو کې د نور ګلونو د غوړولو لپاره اوبه پټوي، ... چې زما تیلیفون وکړنګېږي ...
مرهون دی!
ښايي د یوې بلې ژباړې یا ادبي لیکنې زیری راکوي ... او زما هم په وچو او تنده ځپلیو شونډو د هیلو یوه وړه موسکا وغوړېږي.
مبارک !!!
عبدالغفور لېوال
لندن- چیرینګ کراس
۲۷فبروری۲۰۰۹


لرغونى لاروى 05.07.2009 12:15

شپونكى صيب كور دې ودان د صميم صيب (يوه لسيزه د پاسه نيمې پېړۍ ) دې ښه وخندولم . زما هدف دلته له نثر څخه همدا معياري املا وه خو ښه ده چې ستاسو سره په بحث كې مې دا تېروتنه هم سمه شوه. خو اوس كه د ښاغلي مرهون په املا وغږېږې چې ستا په نظر څنګه ده؟
زه خو چې ورته ګورم تر معياره ډېره سمتي او لهجوي ده!
مننه

شپونکی 04.07.2009 11:51

لرغونی لاروی صاحب لږه چالاکي کوي. ما ليکلي چې د ښاغلي مرهون نثر ښه نثر دی. ما د ادبي يا هنري نثر خبره نه ده کړې. لاروی زما د ((ښه نثر)) خبره په ((خواږه او ښکلي نثر)) تعبيروي او زياتوي چې دی د نثر پر خوږوالي او ښکلا نه، بلکې پر معيار غږېږي او معيار دې ته وايي چې د ژبې د داخلي او خارجي هيأت تر منځ تعادل وساتل شي. زه همدغه د لاروي په نظر معياري نثر ته ښه نثر وايم.
زما په فکر، ښکلا يوازې د تخيل زېږنده نه ده. زياتره حقيقتونه تر تخيلاتو ښکلي وي. کومه ښکلا چې د استاد الفت په افکارو کې ده، په خيالاتو کې يې ګومان نه کوم چې وي.
لاروی صاحب معياري نثر هغه ته وايي چې د يوې ژبې د استاذانو او پوهانو له خوا ورباندې هوكړه شوې وي. دی د پښتو معياري ژبې په باره کې په کابل او پېښور/باړه ګلۍ کې شويو پرېکړو او هوکړو ته اشاره کوي. خو زما د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړې او هوکړې د پښتو املا يا ليکلار په باره کې دي - نه د معياري نثر په باره کې. املا يوازې د ژبې له تحرير سره تړاو لري - ځينې کسان ډېره ښه وينا کوي خو د املا له کوڅې هم نه دي تېر شوي.
زما په ګومان، د ښاغلي مرهون نثر د صميم صاحب تر هغه هم ښه دی. ځکه صميم صاحب چې کله غواړي شپېته کاله پخوا زمانه کې کومه خبره وکړي نو خبر يې څه وايي؟؟؟ وايي چې: ((يوه لسيزه دپاسه نيمه پېړۍ وړاندې)) خو مرهون ښايي له لوستونکيو سره د ادبي او هنري نثر په نامه دغه وړ دوکه ونه کړي.

لرغونى لاروى 02.07.2009 11:07

شپونكى صيب خداى دې روغ لره.
معياري نثر دې د ژبې خوږلانه، هنريت، انځورګرۍ، خيال او تخيل سره كار نه لري خو ادبي اوهنري نثر بايد يادې شوې ځانګړنې ولري او معياري نثر يوازې د ژبې د داخلي او خارجي برخې ترمنځ اعتدال ساتي. همدا راز معياري نثر هغه دى چې د يوې ژبې د استاذانو او پوهانو له خوا پرې هوكړه شوې وي. د پښتو ژبې د معيار په اړه ګڼې پرېكړې شوې دي چې يوه يې په كابل كې د ارواښاد الفت صيب په (ليكوالي) نومي كتاب كې رانغښتل شوې او بله يې په كوټه كې د بريالي له خوا د باړه ګلۍ پرېكړې راغبرګې شوې دي. ليوال په دې چاره كې ښه روان ليكي خو د صميم صيب خبره دابل دا يې سم نه ليكي.

شپونکی 01.07.2009 11:28

لرغونی لاروی صاحب! ستاسو په فکر، معياري نثر ګنې خواږه او ښکلا نه لري؟ د معياري نثر په باره کې که لږ څه نور معلومات هم راکړئ نو دعا به درته وکړم.

لرغونى لاروى 01.07.2009 10:28

زه د نثر په خوږوالي او ښكلا نه غږېږم بلكې د نثر په معيار غږېږم او د ليوال نثر معياري نثر دى.

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس