د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو ته لپ ټاپ (Laptop) او بل کتاب نلري

حبيب الله غمخور 23.06.2009 14:23

 

په کابل کې لپ تاپ وېشي  په روزگان ، هلمنداوزابل کې کتاب نسته

يودوست ليکلي وه کاشکي ټاکنې هر کال واي .ماهغه ليکنه نده لوستې تنهاعنوان مې په يادی،ممکن دهغې ليکني دليکوال موخه  هم همداوه چي که ټاکنې هر کال واي ټول کارونه به سم واي .

راځم زمادليکنې موخي ته :

په رښتياسره پدې ورستيو مياشتو کښي چي گورودهمدې ټاکنودرارسېدوله برکته يوپه بل پسې دبيارغاونې تر نامه لاندي ټولې پروژې ثمرته ورسېدلې،که دټاکنووخت رانږدې شونوله پخوانه دپيل سوو پروژودپای ته رسېدو وخت هم رانږدې کېږي ،کله سړکونه پرانستل کيږي کله جوماتونه اوياپلونه ،اوکله ناکله دعلم اومعرفت ددشمنانو لخواوراني ښونځۍ جوړي سوی وي .داټول ښه کاردي . ددې وطن دابادی لپاره هره خښته چي  پربله اېښودل کېږي موږ پرې خوشحالېږو،خوددې تر څنگ پدې هکله فکر کوو کاشکي دااته کاله هرڅه په دومره بېړه سرته رسېدلاي . ديوې پروژي يوازي اتياپه سلوکي تکميل سوی وي دوي ئي پرانيزي ،زماپه ياد دی تيرکال دبيات دتلويزيون يوبېچاره اوپه دموکراسی غولېدلي خبرنگارنصير فياض دتورن اسماعيل نه دبرېښنادستونزواوداچي له تاجکستان څخه دبرېښا دراوستلو پروژه کله تکميلېږي او ولې له خپلو ملي زېرمونه دبندونودجوړولولپاره استفاده نه کېږي ،ديوه افغان په توگه ئې يوڅه جنجال وکړ،مرکه ترخه غوندي سول ،خبرنگارغوښتل لېدونکوته څرگنده کړي چي چارواکي په رښتياسره کارنه کوي .دهغه بېچاره سرنويشت داسو چي موږدلته په سويډن اروپا اوامريکاکي دتوراسماعيل له شره نسوخلاصولاي،څومياشتي ورک و. خواوس دادی دټاکنودتبليغاتي کمپاين له برکته پدي دودرومياشتوکي ټولي ناتکميله پروژي پرانستل کيږي. خيرپه هرصورت دغه  دولت اومشرتابه ئي بايد يوه لاسته راوړنه ولري اويادهغو دپرانستلوپه پلمه په غونډو،راديو، تلويزون اونوروډله ايزورسنيوله لاري دملت په پيسو مفت ځانته تبليغ کوي .

عفه غواړم دا رانه هيره سول چي ښاغلي کرزي فرمان صادرکړی وو چي ددولت په پيسو اودولتي امکاناتو څخه دځان لپاره يوکانديدهم استفاده نسي کولاي . رانه هيره خوممکن پدې سوې وي چي هري خوا همدالوبه روانه ده موږتر ټولوزيات کرزی صاحب وينو چي دولتي امکاناتواوملي منابعونه په استفادي سره دځان په گټه تبليغات کوي .ان تردي بريده چي دخوار اوبېچاره ملت ددوهم ځل غولولپاره کله ،کله امريکا او اروپايي ټولنې ته غاښونه چيچې اوگوتي څنډنې کوي ،انگلستان خوپه سترگونه ويني .

ممکن دانورکانديدان هم دخپلو پلويانوپه مرسته په مرکز او ولاياتو کي يونيم استفاده وکړي ،داخبري په افغانستان کي معمولي کاردي .

چې دصادرسوي فرمان بل اړخ رانه بې تبصرې پاته نسي ،کرزی صاحب په همدي فرمان کي چي دنشرپه لومړی ورځ پخپله ده تر پښولاندي کړداهم راغلي  چي هيڅ  دولتي ارگان اوشخص نسي کولاي ديوه کاندي ملاتړوکړي،زه پردې نه ږغېږم چي داڅومره منطقي دی اودکوم صلاحيت ل مخې دافرادوشخصي اراده اوسمپتي دځان په گټه خپلوي ،ځکه يوڅوک بېطرفه کول خپله طرف دی ،اوپتدې هم نه ږغېږم چي دفرمان ليکونکی دافکرنه کاوه چي دابه څوک ومې اوکنه ؟له فرمان څخه يوه اونۍ ممکن نه وه تيره سوي  ښاغلي معلم عطادجبهې په هدايت لکه دجبهې نور غړي که څه هم دمزاروالي دی  دښاغلي ډاکتر عبداله نه خپل ملاتړاعلان کړ .دښاغلي کرزی صاحب ويانددمعلم صاحب عطاداکاردقانون خلاف اودښاغلي کرزی له امرڅخه نافرماني وبلل،دمزار والي هم اعلان وکړزه دکرزی يوازي زما دبېطرفۍ فرمان منم ،خوپه هغه کښي ئي چل وواوښاغلي کرزی پرې پوه سوچي هغه فرمان هم نه منې ځکه که ښاغلي کرزی معلم عطا تبديل اويابېکاره کړي کېداي سي   معلم عطا ووايي ديوه غيرقانوني جمهورریيس چي خپله دستري محکمې په جعلي فرمان حاکميت کوي زهدولايت مقام  نسم پرېښوداي ، له همدې ډارنه ئي هغه ته نورڅه ونه ويل  .

خوبلې خواته ترښاغلي معلم عطايوبل لوي دولتي  مقام دمشرانوجرگې رئېس ښاغلي مجددي صاحب هم ددي لپاره چي تر نوروشاته پاته نسي دجوزاپه ۳۱ خپل ملاتړ له کرزی صاحب نه اعلان کړاوخپلومريدانوته ئې وويل که زمامنۍ همدا کرزي صاحب ته رايه ورکړی ،نودبېچاره عطامحمدخان څه گناه ده . دبلې خوادبرېښنا وزير تورن اسماعيل هم دملي جبهې دمشرتابه فعال غړۍ دی کله چي جبهه کانديدلري اودهغه وشاته درېږي داخپله ددې معنا لري چي ښاغلي  تورن اسماعيل  هم بېله قيد اوشرطه دډاکتر عبداله پلوۍ دی،خوهغه ته دايران له ډارنه څوک څه نه وايي .اوپدې هم پوره باورلرم که دمحقق،خليلي ،دوستم ،سياف اونورجگړه ماروسره دچوکی په خاطرترمعاملې وروسته کوم وزارتونه پاته وي اوپه دغو وزارتوکي دابرحال وزيرصاحبان ځانونه پاته وبولي  هغوي به  هم دښاغلي کرزی صاحب سره مخالفت  ونه کړي او هيڅکله به دهغه دکوم رقيب  صدوق ته رايه وانه چوي. هغه وزير ساحبان اونوردولتي جگپوړي چي ځان اوخپلمقام په خطرکي ويني ،هغوي به ځانته بله تکيه گاه لټوي . همدا اوس عملأ ټول دولتي امکانات  دښاغلي کرزی په خدمت کښي دي  .

دښاغلي کرزی لخوادهر چاسره ليدل ،تغير اوتبديل ،پرانيستونکوغونډوکي برخه اخيستل ،دپيغامو او خواخوږيو لېږل ،په يوه اوبل ولايت کي ددولتي امکاناتواوډله ايزورسنيونه په استفادې سره دغونډوپراخ تبليغ اوداسي نور داټول ددولتي امکاناتونه دپراخې استفادې روښانه بېلگې دي ،داچي څوک ئي نه منې دادهغوي کاردی .زه نه قاضې اونه دمحکمې صلاحيت لرم ،زموږنه خو ئي له همدې ډارنه قانوني حق هم  واخيست  اوپه ټاکنوکښې ئې ټول بهرميشت افغانان له افغاني حق نه محروم کړل ،که دغه کار خيانت  اودقانون څخه بربنډه سرغړونه نده ؟ نوتاسوکوم نوم پرايږدی ؟

دې خبروته مي ځکه اشاره وکړه چي دهمدې ټاکنوپه برکت نه يوازي ناتمامه پروژې پرانستل کېږ بلکه دښوونځيو دښونکوسره هم وعده وسوه چې که خيروډيرولوړمعاشونوخاوندان به سي .

وايي(( بزک بزک نمر جوي لغمان ميرسد)) نودادی نن دجون   ۲۱  مي د((اژانس خبري وخت ))په ويب پاڼه کي داروپاپه وخت دشپې پر يوه بجه او۳۹ دقيقوداخبر چي ((وزارت معارف افغانستان تطبیق برنامه یک شاگردو یک لب تاپ و توزیع آن برای چهار باب مکتب در شهر کابل را امروز آغازکرد.)) تر عنوان لاندي ولوست .په خبرکي راغلي چي دکابل په څلوروښونځيوکښي هر شاگردته يولب تاب کمپيوټر وېشل کېږي .

له ځان سره مي وويل دادچاپه پيسو اودابياکوم بېخبره سازمان دي چي  پرلبتاب ه هغه هيوادکي چي برېښنائي درک نلري باندي پيسې لگوي ،دابه څودانې کمپيوټره وي  اوڅوميليونه ډالره پرې مصرف سي  ،ځکه يولب تاب کمپيوټر نږدې زرامريکايي ډالره قيمت لري  .زموږپه وطن کې دپنځوسولب تاب کمپيوټرونوپه قيمت زموږدهيواددژوند دشرايطوپه کچه ديوې ښونځۍ معمولي  تعمير ودانېږي ،لب تاب کمپيوټر اړين دی اوکه دښوونځۍ تعمير ،ځکه زمور دهيواد ۷۵په سلوکي ښونځۍ معمولي اوداړتياسره تعمير نلري ،اوپنځوس په سلوکي خوتر خيمو اوکوډلو لاندي ياپردښت بيابان درسونه وايي . پدي شرايطوکي فکرکوم ترلب تاب دښوونځۍ تعمير ،کتاب ،تخته اوښوونکی مهم دي ،پدي برخه کي بايد زياته پاملرنه وسي اونړيوالي مستي راجلب سي ،دلب تاب  اوزموږ دماشومانوترمنځ لا لوي واټن  سته .

زه له دې سره مخالف نه يم چي دکابل په ښارکي دي شاگردانوته لب تاب نه وېشل کېږي بايد ووېشل شي ،خوچي کله يودولت دومره مالي امکانات ولري . اوس تر ټولواړينه اوحياتي مسله داده چي  دهيوادټولي ښونځۍ يومعمولي تعمير ولري ،ټولو شاگردانوته   کتاب ،ميزاوچوکۍو رسول سي .

پدې پوهېږم چي په همدې ښوونځيو کښي چي لب تاب ورته وېشل کي دنازولوڅخه به څوک هلته نه وي، ځکه نازولي بهردبهرنيانوتر حمايي اوساتنې لاندي ژوندکوي ،دخپل مور اوپلارسره که ئي مورکوم وخت په کابل کي وي دتليفون په مټ خبري کوي . دمخابراتودمسلکي وزيرښاغلي  اميرزي سنگين ئي کورودان افغانستان  ئي دموبيل تليفون څښتن کړ، که دلته هم يوتنظمې اوپخوانۍ قوماندان مقررسوی واي لکه چي برېښنانشته تليفون به هم نه واي . څوک وايي دانجوگانو گنا ده، اوډيربياپدې عقيده دي چي انجو اوبې انجوواکداره دواړه په يوکوټه کي کارکوي خوپر دو دروازو وزي اوددو دوازوله لاري دخلکو اومرجعينوسره گوري .

راځواساسي ټکي ته :

ددې لپاره چي دحق ويلودښمنان توري اودتعصب گوتي راپورې ونه موږې غوړام ټولوته ئي عرض کړم چي ماته کابل اوبادغيس ،کندهاراومزار،پکتيا اوباميان يودی ،هغه دجهاني صاحب شعردی چي وايي :

کندهار مې د بابا په قباله دی

که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی

هره لوېشت  مې د نيکه او بابا ګور دی

په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی

دا په وينو روزل سوی چمن زما دی

له نيکه راپاتې سوی په ميراث دی

دا د مشکو رباتونو خــــُــتن زما دی

سرداري يې زما په پچه  ده ختلې

له  آمو تر مست هلمنده مامن زما دی

خوددولتي چارواکوداډول نمايشي کارونه اوبې انصافي مي حيران کړي .

مادليکنې په عنوان کي دڅلوروولاياتونوم يادکړی خودا دامعنانلري چي همدا څلور ولاياتونه دمعارف په برخه کي ستونزي لري بلکي  دکابل دشاوخواسيمونه نيولې ټول افغانستان له دي ستونزوسره لاس په گريوان دي . دکاغذ پر مخ دزرهاووفعالوښونځيواوميليونوشاگردانوخبري کېږي ،خيردی که داخبري له بهرنيانوڅخه دمرستودراجلبولوپه خاطروسي خوکله چي مرستي راسي بيانو بايددانصاف له مخي عادله مصرف سي نه داچي ټول امکانات دکابل دڅو ښونځيواوياددروڅلورونوولايتوپه مرکزونوکي ديوې يادوښونځيولپاره وکارول سي  .

داکوم انصاف دی چي په ځنگلونوپټ کنړ ،لغمان ،پکتيا،خوست بادغيس ،غور،روزگان اوهلمند کي چي پکښي دکرگيودپيداکېدوستونزه نشته شاگردان ئي پر مځکه اوپه خيمه کي ناست وي؟ همدا دمعارف وزارت ئي نې چې په سلهاوو ښوونځۍ تعمير نلري،خوددې تر څنگ داهم بايد ومنې چي په غوڅ اکثرت ښونڅيوکي کتاب درک نلري .نودابې انصافي نده چي يوکتاب نلري اوبل ته لبتاب کمپيوټر وېشل کېږي ؟؟؟

 پدې اتوکلونوکښ  په ميليونوډالر دافغانستان دمعارف سره دمرستي په نامه افغانستان ته راغلل ، يونسيف اويونسکوئي شاته ولاړه ده مگرتراوسه دروزگادولايت مرکزترينکوټ دسيدال خان ليسې شاگردان  په هغه تعمير کي دروس  واي کوم چي ما۴۰کاله پخواپکښي پيل کړی وو. هغه ئي هم دروشندل ورگ چي هغه وخت دروزگان والي ووکورودان چي ددغه تعميرجوړېدل ئې پيل کړه ، هغه وخت چي ماپکښي درس وايه  دتعمير کړکيوئې  هنداري  نه درلودې ،دادی  تراوسه داتوره لعنتي پرده پرې ځړېږي .

کله  چي دښوونې اوروزنې چارواکي په روزگان ، زابل ،هلمند ،دکندهارمربوطو ولسواليو،فراه، بادغيس ، غور، نيمروز،دايکنډي  ،غزني ،اويوشمېرنوروسيموکي دمعارف  دغوړېدوخبره کوي ماته خندا راسي چي داولې دومره ښکروردرواغ وايي ؟ دې ته اړتياڅه ده ؟ داځکه چي ددې سيمونه زه منظم معلومات لرم  ،په ډيرو ښونځيوکي يوازي دکاغذپر مخ نومونه شته شاگرد درک نلري .هلته چي شاگرشته ښوونکۍ اوکتا ب درک نلري . څه موده وړاندي يوچادکندهاردمرکزي ليسو په اړوندخبري راسره کولې حيراپاته سوم کله چي مي په کندهارکي يوه دوست ته تليفون وکړي  چي دارښتياده هغه  راته وويل تردې بدحال دی ،له معلمه نولې بياترکتابه هيڅ شۍ درک نلري ،دکندهارپه مرکزي ليسو کي شاگردان سهار راځي اوماسپښين بيرته ځي ،نومي له ځان سره وويل چي دنوروتعصوبونوترڅنگ ددغسې ښوونځيو فارغ شاگردان دکانکورژپه پايله کښي څنگه دلوړوتحصيلاتو موسسوته لارپيداکړي اويائي څوک بهرته دتحصيل لپاره ولېږې ؟؟زه نه پوۀېږم چي دروگان ،زابل ،هلمند،غور،بادغيس ،خوست ،غزني اوپکتيابه څومره فارغ شاگردان پوهنتونوته لار پيداکوي ؟طبعې ده تريوشمير ولايتونوترشاگردانوکم .

دغه وخت مي دمعارف دوزارت دمقام دوياندانوخبرې په غوږوکي راتکرارسوې ،چي په څومره شد اومد ،پېلوکليموحيرانونکي  اوبې بنياده تبلېغاتوباندي زموږ بې وزله خلک غولوي .

په حقيقت کي کله چي دولت غواړي ولس وغولوي  ددولت اوخلکوتر منځ واټن  پخپله زياتېږي اوخلک پر دولت بې اعتمادېږي .همدا اوس چي يوشمير ددولت پرخلاف جنگېږي هغه کسان دي چي دولتي چارواکوپه خپلو درواغواويادولتي امکانوڅخه په نارواکاراخيستنې مجبورکړي غروته پورته اوددولتي چارواکي سره دعقدي پر بنياد ددولت  پرخلاف وسلې ته لاس کړي .اودولت خوبياښه بهانه پيداکړې چي داټول طالبان اوټول طالبان دملت دشمنان دي ،راسه اوس ئي سپېن کړه چي څوک، څوک دی؟ اياداچي په دولت کي دملت دښمنان دي دهغوسره په کومه بڼه اودچا لخواجگړه روانه ده؟

زه پدې باوريم چي تراوسه لازموږ غوندي هيواد لپاره چي دجمهوررييس نه نيولې بياتر پياده پوري  دټولوتنخواگانې له بهرنيو له پيسوتمويلېږي ، دي ښه داده چي هر څه په انصاف اوپر ځاي مصرف شي .

زه په سويډن کي اوسم اود۲۵ اروپايي هيوادودښونځيواوهلته دترجريبوي ښونځيوپه گډون پوره معلومات لرم په يوه هيوادکښي هم په يوه ښونځۍکي هر شاگردته لب تاب کمپيوټرندی ورکړل سوئ،نوپه افغانستان کي بيادکوم مالي توان اوانصاف له مخې ښاغلي وزيرصاحب  دې ته ملاتړلې چي دڅوښوونځيوهرشاگرد ته کمپيو ټر ورکړي؟ دېته په اسلام کي اسراف اوزموږپه عاميانه اصطلاح ترکمبلې پښې ډيري اوږدې غځول وايي .

ترټولوښه خبره داده چي دافغانستان په څوزنوکښي دښوونکودروزنې عالي اومسلکي موسسې جوړې سي تر څوژرترژرښوونکي وروزي ،هغه چي په بازارکي جواليتوب کوي ،دپرونی سياسي اويادولتي تمايل اواړيکوله مخي ورسره  دتعصب له دريزنه برخوردکوي ،کېداي سي له همدغومسلکي اوروزل سوو کسانوڅخه دراتونکي نسل دروزنې لپاره استفاده وسي ،داوطن ددوي هم دی . گوری ټول ئې گوروددفاع وزيرصاحب چي دتعصب په دريابوکي لامبې دکاروپايله داسوه  چي نه ئي اردوجوړکړاونه ئي دهيوادڅخه ددفاع قابليت لوړسو.کله چي بارک اوباما اويادناټومشروايي افغانستان ته بايد نور اوتازه نفسه عسکر راسي وزيرصاحب اوکرزی صاحب دواړه دخوشحالۍ نه په کالو کي نه ځايږي .نوکه دمعارف ښاغلي وزير صاحب دهغه سره وطنداري کوي  اودهغه پر قدموپښي ايږدي  دابله خبره . غيرله هغه همدا اوس ددغه ډول تعصوبونوپه پايلوکشي  دټول افغانستان  دمعارف دغوړيدو اوجوړېدوپر ځاي دخرابۍ په لوردرومي  ،تعمير،کتاب،توره تخته ،تباشير ،ښوونکۍ اولابرتوار درک نلري .

دلب تاب پرځاي لابراتوارونه جوړکړی ،په ولاياتو اوولسواليوکي چي خلک ئي امنيت ساتي اوهلته هيڅ خبره نسته دښونځيولپاره تعميرونونشتوالی حياتي پرابلم دی ، نه لب تاب  . دبهرنيانومالي اومادي مرستي پدې لارکې بايدپه عادلانه توگه  ولگول سي .

له يوې خوائي بنسټپال اودبلې خوازموږغربي اوجنوبي گاونډدخپلولاسپوڅوپوسيله  ښوونځۍ ورانوي  ،شاگردان ډاروي  اوترټولولابې شرمانه داچي تيزاب پري شندي اويايې مسمومه وي ،دبلې خوادولت  اواړونده چارواکي يوازي دشعارپه کچه دښوونې اوروزنې په برخه کي کارونه پرمخ بيايي .

بلې !

ددولتي جگپوړوچارواکواوزمورپه هيوادکي دعلم اومعرفت ددشمنانواولادونه په بهرکي تعليم اوتحصيل کوي ،خوزموږپر ځوان نسل ئي تعليم اوتحصيل نه لورېږي اودولتي چارواکي موزموږ دراتونکي نسل سره دبهرنيانوله مرستي ځانته په افغانستان اوبهرکي  بلډنگونه جوړوي  .

فکرکوم دننگرهاربه وي يوځوان شاعر دشعر يوبيت مي اورېدلۍ چي  وايي :

خپله ئې زړه  په مريخ کي تنگ دی

خوبس پرموږه  جهالت شيندي

که په ولاياتوکښي دمعارف  سره همداډول ظالمانه اوبېغورانه برخورد دوام پيداکړي دکتاب پر ځاي ه مرکزکي لب تاب توضع شې ،ددې ټولوغلطواوبې بنياده احصائيوسره به  زموږ هيواد۲۰کاله وروسته هم دنړی یوله بېسواده هيوادوڅخه شمېرل کېږي .هرڅوک چي په رښتيا ځان افغان بولې،پردې ولس ئي زړه خوږېږي اوپه رښتياغواړي چي زموږ ولس ددې بلانه خلاص سي  په ډير صداقت او امانتدارۍ سره بايد دښوونې اوروزنې دچاروکارونه په پاکو لاسونوپرمخ بوتلل شي .

دځوان شاعر هيوادشيرزادنه په مننې چې دافغانستان دمنلي شاعر اوپياوړي سياستوال  گل پاچاالفت لاندې شعر يې راواستاوه، په همدې شعربه ئي پاي ته ورسوچي وايي :

 

زما خوب

وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی

ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی

د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره

بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی

کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي

باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی

دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا

سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی

تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي

چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی

مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده

په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی

زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم

په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی

له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم

صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی

که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی