د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

گنجی طبیب ته نسخه

پردیس طوفان 19.06.2009 23:51

دا تر لمر روښانه ده، چې گران هیواد له سترې غمیزې، سیاسي ــ اقتصادي ناخوالو او کړکیچونو او په تیره له بې امنتیي سره لاس او گریوان دی. خو بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې د هغه لامَل په څه کې نغښتی دی؟ په نړیواله ترهگرې کې، که د هغه ستراتیژیک پریوت یې لامَل دی، که د شیطان صفتوگاوانډو هیوادونو او نړیوالو ځواکونو تر منځ د ستراتیژیکو گټو پر سر سیالې کې او یا که د هیواد په بې کفایته او مفسده اداره کې؟  دې د که پوښتنې ته د ځواب د موندلو په موخه، مې افغاني انټرنېټ پاڼو ته مخه کړه. په ویبپاڼو کې د خپل دغه لټون په ترڅ کې د نورو ترڅنگ د گفتمان په هغې کې د ښاغلی داکتر سيد موسي صميمي په لیکنه، چې عنوان یې "رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی یاس" دی، سترگې ولگیدې. د هغې په لیدو ډیر خوشاله شوم او په ډیرې تلوسې سره مې هغه پرانیسته، چې گواکې یو داکتر به د هیواد د کړکیچ او غمیزې ریښه د نړیوالو عالمانو او لیکوالانو له لیکونو څخه په گټې اخیستنې سره څومره په ژوره او هر اړخیزه توگه څیړې وي. د مقالې په لوستلو لگیا شوم. د هغې په یوه برخه کې راغلی: " کرزي بخاطر شيوۀ ضعيف حکومتداري، فساد اداري روزافزون و نيرو گرفتن هرچه بيشتر مافياي مواد مخدر، در سطح ملي و بين المللي مورد انتقاد قرار گرفت" (۱). دا خو کومه نوې خبر نه، بلکې هماغه تیرې بوبولالي دي. سره د هغه هم د لیکنې له لوستلو مې لاس وا نه خیست. د لیکنې په يوې بلې برخه کې بیا راځي: " شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ يک سلسله تصادفات ناگوار نيست، بلکه برعکس نتيجۀ مشخص يک سياست نادرست بازسازي است که رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بگيرد"(۲). دا هم کوم نوښت نه بلل کېږي. نوموړی د خپلې هغې په یوې بلې برخه کې بیا زیاتوی: " کرزي بجاي اينکه يک ستراتيژي را مطابق به شرايط کشور ايجاد و پياده کند، براي توسعه و محکم ساختن پايه هاي قدرت خود تلاش کرد. او برحسب اهداف خود اتحاد هاي را با خوانين محلي ايجاد کرده و امتيازاتي را براي نيرو هاي اسلامگرا قايل شد. او حتي از مذاکرات مخفيانه با جنگجويان اسلامگرا و تندرو طالبان هم اجتناب نکرد. اين شيوۀ عملکرد حامد کرزي منتج بدان شد که قدرت سياسي در انحصار کساني درآيد که اعتبار شان را قبلاً از دست داده بودند. افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند" (۳).
پورتني نقل قولونه د دې ښکارندوي دي، چې د داکتر صاحب په ټوله لیکنه کې د ښاغلی کرزي په ادارې له ستوغو نیوکو پرته، بل څه نه تر سترگو کېږي. په ریښتا هم د ښاغلی حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت له اداری پلوه ډیر بی کفایته، مفسد او د هیواد چارې له اوسنیو نړیوالو شرایطو سره په ښه توگه نشي تر سره کولي. د صمیمي صاحب له دغو نیوکو سره، پرته د کرزي له لاسپوڅو او تالي څټو، نور نو نه یوازې اکثریت هیوادوال، بلکې ان نړیوال هم همغږي دي او د صمیمي صاحب دا طبیعي حق هم دی، چې د نورو ټولنیز کړه وړه تر نیوکې لاندې ونیسي او له نیکه مرغه په دې کار یې لکه چې په پورتنیو کرښو کې راغلی، لاس پورې کړی هم دی. بیا هم د بیلگې په توگه : "شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ ... يک سياست نادرست ... و رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بگيرد". او لکه څنگه چې یادونه وشوه " ... افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند".
دلته د نوموړي په لیکنه کومه کره کتنه په پام کې نه ده نیول شوې. خو ښه به دا وی، که په خپله صمیمي صاحب له دغو نیوکو سره یو ځای د نوموړو ستونزو او نیمگړتیاوو د مخنیوي او په تیره له منځه وړلو لپاره یې د وړاندیزو په وړاندې کولو سره خپل نظر هم څرگند کړی وی.   
باید وویل شي، چې ښاغلی صمیمي حق په جانب دی، په ریښتا هم سړی د محترم حامد کرزي په اداري دستگاه کې د ذره بین په مرسته یو تکړه او باکفایته فرد، چې په هغو کې د داکتر صاحب همفکران هم راځي، نه شی موندلی. خو هر هیواد وال له دې څخه هم سترگې نه شي پټولی، چې د هیواد بنسټیزې ستونزې په څه کې نغښتي دي.  
خو زما تلوسه تر ټولو دمخه په دې کې وه، چې خدای مه کړه د ټولنیزو د علومو د یوې څانگې د داکتر په توگه نوموړي هم د " ... افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند" په ډله کې نه وی راغلی او ښاغلی ولسمشر داکتر صاحب مهاجرت ته نه یې اړ کړی. نو ځکه مې له خپلو دوستانو وپوښتل، چې صمیمي صاحب څوک پیژنی. یو چا ږغ کړ، چې هغه له زیاتې مودې راپدې خوا د المان په فدرالی جمهوریت کې ژوند او هلته د المان ږغ رادیو (دویچې ویلې) د پښتو او دری ژبو د څانگې مشر دی. د هغه په دغه زیری خوشاله شوم. ځکه المان خو له اقتصادي ـ تخنیکي پلوه ډیر پرمختللی او له سیاسي ــ علمي پلوه رسیدلی هیواد دی او د بیلا بیلو څانگو پیاوړي او تکړه علمي پوهان، څیړونکي او تحلیلونکي لري. کیدای شي د هیوادوالو د علمي تندې د ماتولو او د بیلا بیلو موضوعگانو په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو ورځنیو پیښو، شخړو او کړکیچونو په هکله د دوي لیکنې، تبصرې، نظرونه او رپوټونه د داکتر صاحب او په تیره د هغه د همکارانو په مرسته، زموږ رسمي ژبو (پښتو او دری) ته ترجمه او خپاره شوي وي او هر ورځ به خپریږي. په دې وخت کې زما ملگری، سپین ږغ کړ، ساده خو د دویچې ویلې انټرنېټ پاڼه وگوره او د هغې پته ... . له څه هاند و هڅو وروسته، د انټرنېټ پاڼې په موندولو بریالی او په بیړې سره مې هغه پرانیسته. ورځنیي خبرونه او د ځینو پیښو په باب رپوټونه مې له نظره تیر کړل. خو باید اعتراف وکړم، چې خبر تر رپوټ او شننه تر هغو په زړه پورې وه. ځکه د هغو په ژباړه کې، داکتر صاحب او نوښتگرو همکارانو یې د خپلې ځانگړې وړتیا (اهلیت او لیاقت) او پوهي څخه په کار اخیستي سره د جملو جوړولو یو نوي جوړښت (ترکیب)، نوي اصطلاحات او داسي نور ... او داسي نور رامنځته کړي.  د دوي دغه ځانگړی نوښت دې ته اړ، چې د هغو ځیني په زړه پورې بیلگې غوره او ستاسو د لوستلو، خبرتیا او په تیره قضاوت لپاره وړاندې کړم.
خو باید په ټینگار سره دا هم ووایم، چې په دغو غوره شوو بیلگو کې خبره د کی، کې،کۍ چه، چی یا چې، له ، پر، د، تر، سته، شته، سي، شي، سوي، شوي  او ... او په لنډه توگه د کره پښتو پر سره نه ده. ځکه د افغانی ټولنې هر باسواده په دې ښه پوهیږي، چې د پښتو ژبې په لیکدود کې د یوې جملې په کومه برخه او په کوم حالت کې له، د، په یا پر او تر وکاروي او د کې، بلکې او چې د لیکلو سمه بڼه څه ډول او د جملې په کومه برخه کې کارول کېږي، بلکې بنسټیزه خبره د خپلمنځي پوهاوي او د ویلو او اوریدلو لپاره د سیاسي، اقتصادي او نورو علمي اصطلاحاتو سمه ژباړه او د هغوي په ځای کارول دي. ځکه د خبر، رپوټ په جوړولو او د یوې سیاسي ــ اقتصادي موضوع د شننې لپاره د اېښي او ایښوني (مبتدا او خبر) بشپړ گرامري سمون تر څنگ د هرې ژبې د دقیقو کلماتو کارونه تر ټولو مهم او د پیاوړې دپیلوماسې په مانا ده. ځکه هر خبر او د هغه په اړه رپوټ د نورو تر څنگ د یوه هیواد د سیاست او ستراتیژیکو موخو روښانه کول هم دي. سر بیره پر دې د څیړنې په څیر، ژباړه هم د یوې ژبې د لا غوړیدا، پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهم آر گڼل کېږي، چې په دې برخه کې د لیکوال، څیړونکی او ژباړونکی تر څنگ ټولیزې رسني هم ډیر مهم رول لوبوي. نو دا تاسو او د المان ږغ (دویچې ویلې) د سیاسي ــ اقتصادي خبرونو او رپوټونو د ژباړو یو څو په زړه پورې بیلگې:

۱ ــ بیلگه:
آلمان او نړۍ | 11.06.2009
شتاين ماير: موږ په اټومي بې وسلې کولو کښي پرمختګ غواړو
.
.
.
ــ ميدويدوف څرگندوي : «موږ غواړو خپلي دوه اړخيزه اړيکي نوري هم پراخه کړو. زموږ اړيکي ډېرې ښې او د ملگرتيا پر بنسټ ولاړي دي . خو موږ ته ښايي دا کوشش وکوو، چې زموږ اقتصادونه هم هغه لکه له بحران څخه مخکې غوندي ښه گډکار سره وکوي) (۴). ښایي په المانی متن کې هدف:
[موږ باید هڅه وکړو، د اقتصاد په برخه کې داسي گډه همکاری ترسره کړو، لکه له کړکیچ (بحران) څخه د مخکې وخت په څیر].
.
.
.

۲ ــ بیلگه:
آلمان او نړۍ | 11.06.2009
اوباما تر2011 کال پوري د فلسطيني دولت جوړيدل غواړي
.
.
.
ــ "مصريان په نظر کښي لري چه د جولاي پر اوومه باندي د فلسطين جمهوررييس محمود عباس او خالد مشعل ته په قاهره کښي ددې زمينه برابره  کي ،چه سره وګوري او خبري سره وکي . په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه  جوړه راځي" (۵ ) . کیدی شي په المانی متن د دغې جملې سمه بڼه داسي وي :
[دوي باید دمصر په غوښتنه د یوه ملی حکومت د جوړښت په اړه هوکړه (موافقه) سره وکړي]  
.
.
.

۳ ــ بیلگه:
د ورځې موضوع  | 08.06.2009
په لبنان کي د لوېديځوالو بری (۶ ) . ښایي منظور دلته:
        [په لبنان کې د لویدیز پلو بری] وي

نوري بیلگې هم همداسي وگڼي. زه نور له ښایي، کیدي شي او داسي نورو ... څخه تریږم. ځکه المانی متن راسره نشته.

ــ ګرچه (پښتو کې وایي که څه هم) تر اوسه پوري لا په رسمي توګه په لبنان کي د ټاکنو پايلي ندي تاييد سوي خو د حکومت مخلوطو ګوندونو  بيا هم د خوښيو په لمانځنو کي خپله بريا لمانځل پېل کړه (۶)
.
.
.
د همدې متن یوه بله بیلگه:
ــ"د سوريې ضد د ګوندونو د اعتلاف مشر سعد حريري او د هغه ملګرو په ډېره ناقراري سره د ټاکنو د پايلو انتظار ايستلی و ، او د وروستنيو پايلو وروسته يې خپله خوښي نه سوای پټولای" (۶ ).

او یوه بله بیلگه:
 
ــ يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله  حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله (۶ ).
.
.
.
۴ ــ بیلگه:
 آلمان او نړۍ  | 25.05.2009
د شمالي کوريا د اټومي وسلو ربړه يوازي د خبرو اترو د لاري حلېدای سي
.
.
.
ــ پيونګ يانګ د سختي تګلاري څخه کار اخلي. او وروسته له هغه چي په اپريل کښي د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ چي د اټومي وسلو څخه به لاس وانخلي (۷ ). [څومره له محتوا ډکه، ښه او په ډیره لوړه کچه ژباړه]
.
.
.
ــ که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم  د هيروشيما په اندازه قدرت ولري ،او پدې وسيله به هغه د 2006 کال د اکتوبر د مياشتي تر امتحان سوي اټومي بم  ډير قوي وي،چه لا يې تخنيکي پرابلمونه درلودل (۷).
.
.
.
ــ د شمالي کوريا ديکتاتور کيم يونګ ايل په دغه اټومي  ټيست سره خپل دريځ قوي کۍ (۷) .
.
.
.
۵ ــ بیلگه:
 آلمان او نړۍ | 13.01.2009
د اقتصادی تموجاتو د ودي لپاره د المان د اتلافی حکومت دوهم پلان ...
.
.
.
ــ دي موخی ته د رسيدلو د پاره پرون د آلمان په اتلافی حکومت کی د برخه والو ګوندونو لارښونکی مشرانو د اقتصادی تموجاتو د ودی يو دوهم پلان تصويب کړی (۸)
.
.
.
ــ "د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره د دغه نوي پلان لګښت به 50 ملیاردو يورو ته ورسیږی" (۸).
څومره په زړه پورې او له محتوا ډکه ژباړه:  هورا
ــ "... خو د نيويارک ټايمز په حواله څيړني ښوولې ده چه يوې جنګي الوتکي پرطالبانوباندي د بمبارۍ امر پلاس راوړي ؤ، خو بيا يې بايد خپل هدف ته تغير ورکړی وای . خود الوتکي عملې مخکښي تر دې چه هغه يووار بيا تاييد سي ، بم وغورځوۍ ،او ځکه نو کيدای سي چه په دغه وخت کښي طالبان د محل څخه تښتېدلي وي،او يا ملکي خلګ راغلي وي" (۹).  

او د دې ډول ژباړې یو بله بیلگه:
ــ «موږ دده د عزم او ارادې تر اغيزي لاندي يو، نه يوازي دده ددې ارادې څخه چه پاکستان په يوه ديموکراتيک هيواد باندي تبديل کي، بلکه دده ددې هلو ځلو څخه هم ،تر څو هر اقدام تر سره کي ،اوددې مخنيوي وکي چه پاکستان د نړۍ په نورو برخو کښي هم د شخړو او ترهګرۍ د مرکز په حيث ونه ګرزي . » (۱۰)

ښایي د دغه نقل قول موخه په لاندې ډول وي، خو که بیا هم المانی متن ولیدل شي، ښه به وي:
  "د زرداری هاند او هڅه د قدر وړ ده. د نوموړي هلې ځلې نه یوازې د پاکستان  د دیموکراتیک کولو په برخه کې، بلکې د هغه دغه هاند و هڅه چې پاکستان د نړۍ د نورو سیمو لپاره د شخړو او ترهگرۍ په منبع یا مرکز  بدل نه شي، د ستاینې وړ دي".

دا وي ځینې بیلگي. خو که سړی د هر خبر او د هغه په اړه د رپوټ ژباړه وگوري، څه نا څه په ټولو هغو کې د ژباړونکی او کتونکی له دا ډول نوښت سره مخامخ کېږي.
 
گرانو لوستونکو:
تاسو د بنجارې هټۍ ته ورته د پورتنې ژباړې په بیلگو کې د پښتو ژبې د لا غوړیدا، پراختیا او پیاوړتیا څه ویني؟ ایا د ژبې د لیکدود له پلوه د جملو په جوړښت کې د ایښي او ایښوني (مبتدا او خبر) تر څنگ گرامري قاعده په پام کې نیول شوې ده؟ زه د ژبې د لیکدود قضاوت د پښتو ژبپوهنې پوهانو، د ادبیاتو د پوهنځی د پښتو څانگې استادانو، محصلینو، د افغانستان د علومو اکادمې د ژبو او ادبیاتو د ریاست علمي غړو او همدارنگه نورو لیکوالانو او تاسو لوستونکو ته پریږدم. ځکه زه په خپله ژبپوه نه یم، چې د هغې په باب قضاوت وکړی شم.
سربیره پر دې باید اعتراف وکړم، چې ان د ځینو جملو د مفهوم په پوهیدو کې هم له سترو ستونزو سره مخامخ شوم، ځکه په هغو کې د المان ږغ (دویچې ویلې) پیاوړو او نوښتکرو ژباړونکو او کتونکو له نوو مصدرونو او اصطلاحاتو، چې په قاموسونو کې لا لیکل شوي نه دي، کار اخیستی دی. نو ځکه د هغوي د پوهاوی لپاره، د المان ږغ د پښتو او دری د څانگې له مشر، د اقتصادي علومو له داکتر، صمیمي صاحب څخه په ډیر درناوی هیله کوم، که په لاندنيو اصطلاحاتو یو څه رڼا واچوي:
اعتلاف؛
 د حکومت مخلوط ګوندونه؛
اقتصادی تموجات؛
وکۍ؛
هيرانتيا؛
 دبريا يوه لویه وجه په تیره دلته د وجه مانا څه ده. ځکه وجه یو عربی لغت او مانا یې څیره، مخ، طریقه او لوری ده، چې په دې جمله کې اصلاَ هیڅ مانا نه ورکوي.
همدارنگه که مهربانې وکړي، د لاندنیو جملو مفهوم راته روښانه کړي:
د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ ؛
يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله  حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله ؛
سربیره پر دې ستاسو له نظره د دغو دوو جملو مفهوم به څه وي:
نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم  د هيروشيما په اندازه قدرت ولري، او که روښانه کړي، چې د هیروشیما د سیمې قدرت د چا له خوا، څه وخت، د کومو وسایلو په مرسته او په څه ډول سره ازمویل شوی دی؟ او
... په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه  جوړه راځي
ایا فلسطینی سیمه یوه کورواکه (خودمختاره) اداره ده او که دولت؟  او ستاسو په اند د دولت او حکومت د اصطلاح تر منځه توپیر شته او که نه؟
په ډیره خواشینې سره باید یادونه وشي، چې ستاسو ځیني ژباړونکي او کتونکي سیاسي ــ علمي موضوع خو څه، چې ان د ایران په تیرو ټاکنو کې د احمدی نژاد د سیال، مير حسين موسوى نوم هم په سمه توگه نشي لیکلی. د بیلگې په توگه یو ژباړونکی هغه، مير حسين مسوي (۱۱) او بل بیاهغه ، مير حسين موساوي (۱۲) لیکی.
 محترم صمیمي صاحب:
د هیواد د کړکیچن حالت پړه د ښاغلی کرزي او د هغه د له فساده ډکې ادارې په غاړه او پر هغه ستوغ انتقاد او نیغ په نیغه گوت نیوکه اغیزمن کار او د ټولنیزو نیمگړتیاوو د سمون لپاره غوره وسیله گڼل کېږي. خو مهربانی وکړی، ووایي چې تاسو هم د پورتنیو تیروتنو مسؤولیت په خپله خوښه په غاړه اخلي او که نه؟ که ستاسو ځواب هو (بلی) وي، له خپلو ځینو بې کفایتو او بې سوادو همکارانو سره، چې نه یوازې د سیاست او اقتصاد د الفبا په مفهوم، بلکې ان د خپلې مورنې ژبې په املا او انشأ هم نه پوهیږي، څه تر سره کوي؟ ایا هغوي ته پښتو او المانی ژبو د سواد د زده کړې کورسونه دایروي او که څنگه؟
خو، نه داسي بریښي چې تاسو هم خپل همکاران لکه د کرزي د هغو په څیر د پوهي او وړتیا له پام کې نیولو پرته " نظر به لزوم دید، منافع این یا آن گروه و حزب، طرز تفکر خاص و روابط ... " استخدام کړي، چې یوازې او یوازې لاس په نامه ولاړ او د غوړه مال په توگه ستاسو خدمت کې دي. نو د هیواد د نامتو لیکوال، گل پاچا الفت په وینا:
" هغه چې پر آس سپور دی او نور یې په مخکې منډي وهي، د آس په سپرلۍ دومره نه دی خوښ لکه چې د نورو له پلي توب څخه خوند اخلي" (۱۳). که ښاغلی کرزي د حکومت له مشرتوب څخه خوند ترلاسه کوی، تاسو هم خوشاله یاست، چې د المان ږغ (دویچې ویلې) د پښتو دری څانگې آمریت در په غاړه دی. دا په دې مانا چې " نه آشه ښه ده او نه گله". او د افغان ولس نسخه به ستاسو لپاره که:
  " گنجی ډیر ښه طبیب وی، لومړی دې د خپل سر درملنه وکړی". سربیره پر دې د گران هیواد یو نامتو شاعر  وایی چې:
بوریا باف گرچه بافنده است
نه برندش به کارگاهی حریر

خو ښه به دا وي داکتر صاحب، چې  ... عاقلان را اشارتی.

                        ستاسو د بریاوو په هیله
                         

مأخذ:
۱ ــ دکتر سيد موسي صميمي: رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی یاس، وگوري په:
  HYPERLINK "http://www.goftaman.com/daten/fa/index.htm" http://www.goftaman.com/daten/fa/index.htm
۲ ــ همدا اثر؛
۳ ــ همدا اثر؛
4-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4319091,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4319091,00.html
5-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4318940,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4318940,00.html
6-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4311374,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4311374,00.html
7-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4279055,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4279055,00.html
8-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,3942806,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,3942806,00.html
9-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4303366,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4303366,00.html
10-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4400199,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4400199,00.html
11-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4321264,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4321264,00.html
12-  HYPERLINK "http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4325457,00.html" http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4325457,00.html

۱۳ ــ فروق فردا: د الفت سل خبري، د نوید د جریدې له خپرونو څخه، مسکو، ۱۹۹۸ ، مخ، ۴