د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا کوم انصاف دی؟

حبيب الله غمخور 06.06.2009 22:55

دولسمشری دټاکنو له پروسې نه په بهرکښي دميشتو افغانانو محرومول ملي جفا اودبشردحقوقوله اعلامې نه بربنډتېرۍ دی

پدې وختوکښي دټاکنودسياليوپروسه دمحفلونواوسياسي منډوترړوپه کچه کله توده اوکله سړه روانه  وي .  

دروان ۲۰۸۸ کال  له پيل نه ټول سياست وال اوسياسي انستیتيوتونه پدې مصروف وه چي کله به دولسمشری اوولايتي شورالپاره ټاکنې کيږي . تر ټولومهمه اودژبوپر سره مسله دجمهوري رياست لپاره دټاکنو مسله وه . دامسل ځکه توده وه، يوزيات شميرغوښتل چې لومړی خوبايد ټاکنې پر خپله ټاکل سوې نېټه وسي اوبله داچي ښاغلي کرزی هم بايد په قانون کي ټاکل سوي ورځې باندي خپله استعفا وړاندي کړي .

ددې لپاره دپارلمان له نامه استفاده وسوه، د ولسي جرګې په ښکاره غونډې کښې ددغه هیواد له ولسمشر او دانتخاباتو له خپلواکه کمیسیون څخه وغوښتل سول چي  دولسمشرۍ دانتخاباتو نیټه دې بدله نکړي  .

دافغانستان داساسي قانون دیوشپیتمې مادې په اساس دولسمشر وخت دغبرګولي په لومړۍ نیټه پاې ته رسیږي او دولسمشرۍ انتخابات باید دولسمشردحکومت دوخت له ختميدونه وړاندي دیرشو تر شپیتوورځوپه موده کي ترسره شي .پردې مسله باندي چي په ظاهر کي هوابهانه گرځېدل خوپه باطن کښي ښاغلی کزی غوښتل وخت کمايي کړي ،له يوې خوا خپل پلانونه تطبيق کړي اودبلې خوادغو اوازوچي گويا بارک اوبامانه غواړي کرزی بيا جمهوررئيس شي وارخطاکړئ و،انتظار ئې ايسته دبارک اوباماسره دمخامخ ليدنو زمينه برابره سي  ،ددې کارلپاره هغه زيات تلاښونه وکړه دجوج ډبلوبوش  دوخت نه پاته کسانو اوجمهوري خواهانودسناتورانو سره دشخصي شناخت اوپټو اړکونه په استفادې سره زمينه داسي برابره سول چي دکرزی اوبارک اوباماتر منځ  له تليفوني اړېکي ونيول سوې اوبياپدې تيره مياشت کي دپاکستان دمشر زردادري اودده سره دلېدوپه نامه کرزی واشنگتن ته سفر وکړ ،داچي په سفرکي څه تيرسول تر يوه بريده ټول خبردی اوپه پاتوپټو رازوبه دوخت په تېرېدوسره موږاوتاسوټول خبرسو.

خوپايله داسو چي کرزی صاحب تريوه بريده ځان مطمين احساس کړ ،لومړی  ئې دده په اصطلاح له جهادي رهبرانواو محلي قوماندانانو اودهيروئينوله پټو اوښکاره سوداگروسره خبري پيل کړې اوبيائې دامسله چي په وطن کي جگړه ده ،پدې وخت کي هواسړه وي دټاکنو امکانات نشته ،دټاکنو دکمېسيون رئيس خوپر ټولودماشومانوخيال کوي ويل ئي دونرانودمرستو وعده کړې خوتر اوسه يوغيران نسته ،خودائي له ياده وتلې وه چي ملت بې عقل نه دی ،دملت دې پوښتنې ته چي ښاغلې ته داڅوکاله بيله په لکس موټر کي پورته  اوکښته کېدو،تشريفاتي غونډو اوبهرته له سفرونو څخه پرته په نورڅه اخته وې ؟ اوس چي دټاکنو وخت رانږدې کېږي ته وايي موږته دونرخپله وعده سوي مرسته نه ده رالېږلې ،دسړي خندا راسي دوي هدف مي افغاني چارواکي  دي دونرلنگه غوابولي هر وخت چې ئي زړه وو لوشي ئې . که دادونر نه وو؟  نه پوۀېم دونرپرستان به څه کوي ؟ اودلته به څه حال وي ؟ دټاکنو دوخت دټاکلوپه اړ په دله ايزورسنيوکي ميدان ډير تودسو،له همدې موقع نه په استفادي سره ښاغلي کرزي دپردې شاته له دولتي مقام نه په استفادي سره دستري محاکمې لخواپوه پرېګړه ،پسله هغه صادره که چي دولسمشر وياند درې هفتې واړاندي  تردغه وړانديز اعلان وکړ چي شاغلي کرزی دامسله دقيقه څېړي اوستري محاکمي ته به ئي وړاندي کړي تر څوهغوي دشريعت  اوحقوقی علوموپه رڼاکي  لازمه پرېګړه وکړي. پرېکړه اعلان سوه اوداسي وه لکه چي ښاغلي کزي غوښتل .

پسله هغه نه دکرزی مخالفينوتر جوزا وروسته دهغه پر استعفاباندي دقانون دپلي کېدوتر نامه لاندي ټينگارپيل کړ . داټينگارچي تر ډيره بريده دښاغلي قانوني اودمخ پر دړي وړي کېدوده په حال کي ملي جبهې لخوازيات کېده . دوي پدې ټينگاراودې خبره کي چي دقانون په پلي کېدولېوال اوپلويان دي دوې موخې درلودې  :

لومړۍ : شمالي ټلوالي اونوروسياسي متحدينوئې تردغه شعارلاندي  چي ((ټاکنې دي پرخپل وخت وسي اوښاغلی کرزی دې په قانون کي دټاکلې مودې دختم په ورځ استعفاوکړي )) غوښتل دهمدې قانون  دپلې کېدوله پلمې څخه دځان په گټه سياسي کودتاوکړي اوکرزی بې واکه دټاکنو ميدان ته ودروي .

دوهم : دقانون له مخې کله چي جمهوررئيس استعفاکوي بايد ددولتي واک دتشې دډکېدوپه موخه مشرتوب دمشرانوجرگې رئېس،اوکه هغه کوم  مشکل ولري دولسي جرگې رئېس ته وسپارل سي، په همدې خاطر بېله دېنه چي ښاغلي مجددي صاحب دخبرې په رېښه پوه سي ژورناليستان راوبلل اوغوښتنه ئي وکړه چي ټاکنې بايد پر خپل وخت ترسره سي اوقانون څرنگه چي دی پلئ سي . خويابه خپله متوجه سوی وي اويابه بل کوم هوښياردهغه سر ورخلاص کړی وي،چي که ښاغلی کرزی استعفاوکړي هيڅوک پده نوردقدرت تشه نه ډکوي، همدغوبه چي مجددي صاحب ئي هڅولی وو،داخبره کړي واي چي مجددي صاحب شيخ پاني دی ،نشي کولاي دداسي يوه هيوادچي د۴۳نوروهيوادوپه گډون نااعلان سوې جگړه کي مصروف دی مشري يوه ورځ هم وکړي . نوپه طبعي توگه دولتي واک ښاغلي قانوني اودشمال ټلوالي ته تکيه کول ،ياپه بله اصلاح ورسېده . پدې صورت کي به ممکن ترهمدې نامه لاندي چي دادی تاسو ټول واياست امنيت له گواښ سره مخامخ دي پر ځاي ده ټاکنې وځنډول سي اوتردې دځنډوتر پلمې  وروسته نوري پايلي فکرکوم ټولوته معلومي دي يوپه بل پسې دافغان ولس غميزه نوره هم اوږده کړې اوپه وينولړلې واي  .استادرباني لاژوندی دي ،تر ښاغلي مجددي وروسته دده اونوروتنظيمي مشرانوترمنځ  دواک پر سرجگړه تر اوسه لادکابل ديوالونه ده هيره کړې اونه هم دشهيدانو ويني له دېوالوپاکي سوي دي . هغه چي دخلکوپه سروکښې ئي مېخونه ټکوهل ،په کانتينروکي ئي سوڅل،دښځو(( تي )) ئې پرېکول ژوندی اوپه جگ سرپه دولتي مقامونوکښي دامريکااواروپا دډالرواو ايورو په زوردواک نيلۍ پدې دشهيدانوپه وينولړلې  خاوره کي ځغلوي ،دخلکوپر سترگو ورننوزي اوځان ددې ملت  وارث  اوله بدمرغيونه دخلاصون فرشته بولي ،.خوښۍ ځاي دادی چي داخاموش  ولي غېرتي اوهوښيارملت ددوي دنامه له اورېدونه نفرت لري .

دشمالي ټلوالي هغه دورستيوورځوسياسي پلويان چي تراوسه معلوه نده ولې ئې پدې پلمه  چي دولسمشری مقام ته  ځان ټاکي ددولتي مقامونه پرېښودل ؟ اويوشميردوباره له امريکااونوروبهرنيوهيوادونه راغلل بېله دېنه چي ددغوسياسي لوبغاړواوددوي بهرنيوپلويانوپلانوته جدي پام وکړی ،پدې پروسه ورگډسول ،خوډير ژرپدې پوه سوه  چي شمالي ټلوالي ولوبول ، دوي ته دکرزی په گوښه کېدوکي بيله دوباره مهاجرت  نه بله کومه گوله اوبرخه نه رسېده ،ځکه خوئي کرار،کرار  خپلي پښې له دې پروسې نه وايستلې . دډيرولږو ورځوپه تيرېدوسره ،سره لدې چي يوه گډه لويه غونډه ئې هم جوړه کړه ،دغونډي برخوالوچي پرون ئي دخپلو گټوپه خاطربيچاره ملت اويوشمېردپاکو احساساتولرونکي ځوانان استعمالول اويائي اوس استعمالوي ،دوي په خپل گډون اودغونډي تالارته چي په مشهوره خيمه کي جوړه سوي وه په ترتيب راننوتولوسره داسي څرگنده کړه چي گويادملي گټوپه خاطرسره يوشوی دي،ان ښاغلي استادرباني خولاپه خپله ويناکښي نورهم پسي ورډيرسو  اوڅرگنده ئي کړه چي که په فيزيکي  بڼه جلا جلا يو،ياجلا، جلا فکرونه او اندونه لرو،خودملي گټوپه وړاندي بيادادی تاسوټول ئي گوری موږ سره نږدې  اومتحديو. په حقيقت کي نه سره نږدې وه  اونه هم دملي گټوپه مفهوم پوهېدل ،يوه سياسي سوداگري وه ،چاگران اوچاارزانه خرڅ اويارانيول .

متاسفانه تراوسه لا زموږ په هيوادکي ایتلافونه اوسياسي نږ دې والی دملي گټوترنامه لاندي دځاني،تنظيمي ،ډلواو شخصيتونودگټولپاره ترسره کېږي ،ځکه ډير ژر جوړېږي اوژر له منځه ځي ،لکه همدااوم (خام) سياسي جوړښت چي دسترگوپه رپ کي جوړاودسترگوپه رپ کي داسي ناکامه سو چي يوپه بل پسې ئي دگوتوپه شمار ورځو وروسته دقدرت دخواږه او غوښن هډوکي پر سردپخواپشان ديودبل پر خلاف دتبليغاتولپاره مټې راونغښتې ،هغه ملت چي دوي ئي دگټوپه خاطر گوياسره نږدې  سوي وه اوس  دټولومخالفو خواو لخوادخپلو گټواودولتي واک ته رسېدوپه موخه يودبل پر خلاف  استعماليږي .

راځودې خبرې ت ي دغه کودتااويادکرزی بې واکه کول  ښاغلي کرزی ددولتي واک څخه په استفادې سره دستري محکمې دپرېکړي ترنامه لاندي خنثا کړه ،اوددولتي امکاناتونه په استفادي سره ئي په يوه اوبل ولايت کي دستري محکمې دپرېګړې دملا ترنامه لاندي غونډي جوړي کړې . دښاغلي کرزی پلويانواوهغه کسان چي غواړي دکرزی سره دده دواک په راتلونکې موده کښي بيا هم په دولتي لوړومقامونوکي پاته سي دومره منډي تړې پيل کړې چي ټولوپه رڼوستر گو ليدل ،اوحيران پاته وه چي داڅه روان دي  .موږ اوتاسوته معلومه ده چي زموږ دهيوادپشان هيوادوکښي يوبر حال جمهوررئيس  په طبعې بڼه تريوه بې واکه سيال غښتلۍ دی .

که څه هم په رسنيوکي تبليغات کېدل اودڅوکسانو نومونه ئي يادول چي امريکاته تللي اوداوبامالاس نيوی کوي اوله هغه دعا اخلي  ،يوشميرخولادهغه  دزيارت گاه  نه مخامخ راغلي وه ،چابه يوڅه اوچابه بل څه ويل ، سياسي مبصرين هم خورامصروف وه ،دسياسي خبرواوسياسي هڅوبازارډير تودشوی و،عجيبې اوغريبي وړاندوينې کېدلې ،خويودم دغوسياليواولوبو بله بڼه واخيستل،له ميدان اوغونډونه دديوالواوتړلو دروازو شاته معاملې پيل، امريکا ،شرقي او غربياروپا،ايران اوسعوي عربستان  دمشرانودروازي وټکول سوې ،ارگ ته تگ راتگ پيل سو،دسياسي رشوت دېهونه بارسوه . دقدرت پر سرپدې سړه جگړه کي کرزی  خپله هغه پخوانۍ خبره تکرارول  چي په خوندئې پوهېدلی يم ،نه ئې پرېدم ((ماندن والايش نيستم )).

سره لدې چي يوشمير سياسي څېړونکوداخبره کول ،امنيت  نشته اونوربه هم له گواښ سره مخامخ  دی ، ممکن ټاکنې ترسره نسي ،چابه دلويي جرگې دجوړېدوخبري کولې ،اويوشمېرخولاپدې ځان خوشحاله کاوه چي استراري حالت دې اعلان سي  اوځينو وړانديز کاوه هغه دچاخوره نه ئي ستا اونه ئي زما راسه ټول کارونه له سره شوع کړو. ديوې نيمي مياشتي په ترېدوسره يوشميرمسايل روښانه سول ،ښاغلي کرزی امريکاته سفروکړ اوله سفره دده په گټه خوښ راوگرځېد.په جرني کښي ئي تر خپل شخصي اودولتي صلاحت وړاندي وينا وکړه ټول پدې پوه سول چي امريکانه غواړي پدې نامه چي امنيت نسته ټاکنې وځنډېږي ،اوياتر سره نسي،ځکه دابه دامريکااودهغه دنوي مشرتابه لپاره په افغا نستان کي دميليارډومصرفونوسره  دناکامی  اوپاتې راتلويوه روښانه بېلگه وي .زه خپله پدې باوريم چي که  په نيم افغانستان کي درايو صندوقونه وسوځول سي بيابه هم دټاکنوپايلې ددموراتيکو انتخاباتوترنامه لاندي اعلان سي .گټوونکی به ئې روڼ  اوشفاف  بولي اوبايلونکی به ئي ددرغليونه  ډک . خوزه به دواړو اوټولوهغوته چي دروڼو اوشفا فوټاکنوغولوونکی شعارونه ورکوي  په ډاگه ووايم چي په دغواوترډيره وخته  پوري  به په نوروټاکنوکښي هر مقام ته چي وي شفافيت اوروڼ توب خوب اوخيال وي . زموږ  ولس تر شفافيت ډير پخواتيردی خوچي دقدرت پر سرله وژنې نه ئي دادواک تږي لاس واخلي .

پدې بايد ټول پوه وي اوداترلمر رښانه خبره ده ،په هغه هيوادکي چي ددولتي قدرت پر سرئي ديونيم مليون هيوادوالو ژوندله خاوروسره خاوري کړی وي ،هيوادئي په کنډواله بدل کړي وي، دپرديوغلامي ئي منلې وي،  اوهمدا اوس چي اوس دي ددولتي واک پر سرجگړه روانه ده اوزموږ مظلوم ملت ئي قرباني  کېږي ،داچي داجگړه په هرنامه څوک يادوي ،هغه دهرچاخپل کاردی .خواصلي نوم ئي دواک پر سر جگړه ده ،زه نه پوهېږم پدې شرايطوکي چي ټول ئي په خپلو سترگو ويني څنگه اودکوم تحليل پر بنياد دشفافو،روڼو،ازادو او دموکراتيکوټاکنو خبره کوي . زه نه پوهېږم چي موږ ځانونه  غولواوکه نور؟ ښه خبره داده چي دادواک علاقمندان اولېوال په ساده جملو ولس ته دا ووايي  : ((ددې پرځاي چي دټوپک په زوراوياستا دژوندپه قيمت پرتاحاکم اوسم ،ښه به داوي دټاکنوترنامه لاندي يوه موده ستابادارپاته سم .)) دډيموکراتيکو،روڼو ياشفافو انتخاباتوخبره په هغو هيوادوکښي کېداي سي چي هلته دموکراسي اوږدتاريخ ولري ، خلک ئي په دموکراسی پوه اوخپل حق دقانون په مټ بيله دېنه چي دکوم چانه وډارسي تلاسه کړي ،هلته دموکراسي يوه عنعنه گرځېدلې  . دنړی په زيات شمير وروسته پاته هيوادوکښي ددموکراتيکواوشفافوټاکنوخبره يوه سياسي غولونه ده .زه نه غواړم پردې سياسي اوفلسفي مسله ډير وږغېږم .

زموږ په ملک کښي دقدرت پرسرسيالي روانه ده، دډله ايزو رسنيو دمعلوماتو له مخې داپريل تر لومړی نېټې پوري نږدې (( ۶۰)) تنو دولسمشری لپاره دکانديد په نامه ږغونه اوچت کړه ،يواوبل ځاي ئې دمحفلونوپه جوړېدو لاس پوري کړ،ممکن موخه ئي داوه چي پدې نامه دډله ايزورسنيوتر فوکس لاندي راسي اوخلکوته ځان ور وپېژني،مگردڅومياشتو په تېرېدواوامريکاته ترسفرونو،په ارگ اودامريکاپه سفارت کي تر ليدنوکتونو وروسته  دټاکنوکميسيون کښي سره دولسمشری په سياليوکي دگډون لپاره  (( ۴۴)) کسانوچي دوې  ئې ښځې دي  ځانونه ثبت کړه اوغواړي چي پدې سيالی کښي برخه واخلي . دا ثبت راوروسته  ديوشمېرکانديدانودمرستيالانو اوياخپله کانديدانواستعفاو داڅرگنده کړه چي داپروسه څومره دپرديوپه هڅونه اوريشخند پر مخ درومي ،دادکانديد کېدو اوبيااستعفا ورکولودريشخند اوملنډو پروسه به لانوره هم روانه وي ،هغه دچاخبره په دوي ئې بلاپسې ملت ئي دنړيوالو اوگاونډ يانودخنداوړوگرځاوه،دنړۍ په هيڅ هيوادکي داډول ماشومانه لوبې نه دي سوي لکه زموږپه هيواد کښي چې ئي داله بهرنه راغلي اويادننه په هيوادکي دقدرت ليونيان کوي  .

سره له دې لکه چي ما وړاندي ورته اشاره وکړه دراتلونکي ولسمشر په ټاکلو کښي به دبهرنيانو دهغه جملې دامريکانظر ټاکونکی رول ولري .که څه هم دوي داخبره کوي چي موږبه په ټاکنوکي لوری ونه نلرواونه به لاس  وهنو وکړو،اوپردې مسله باندي دجون په لومړی نېټه دملي ټلويزيون له لاري دامريکادسفيرسره په خپره سوې مرکه کښي هغه يوځل بيادې خبري ته گوته ونيول چي دوي به د ټاکنوپه پروسه کي بې پرې پاته وي ،خودايوه سياسي خبره ده،حقيقت خودادی چي دوي اويابل هر بهرني قوت ته چي په يوه هيوادکښي انساني ،مالي اومادي تلفات ورکوی دټاکنودپايلوپه وړاندي بې تفاوته نسي پاته کېدلاي ،اوبله رښتيانۍ خبره داهم ده چي دغه ډول يوه غوښتنه زموږ دهيوادپه شرايطوکي له بهرنيانو څخه عملي هم نده . ښه به داوي چي موږ له دوي نه داغوښتنه وکړو،چي دداسي يوه کس نه دوي ملاتړوکړي اوياېې دولسمشری ټاکنوته وهڅوي  کوم چي يوڅه زموږ دزورېدلي ملت  ملي گټوته هم پام راواړوي .زه پدې باوريم په افغانستان کي داسي يومشرچي هغه ته دخپل هيوادملي گټې گراني  وي او وکولاي شي داماته اوکنډکپر کښتۍ تر ساحله ورسوی دابه دامريکا اواروپایي ټولنې او نړی  دنوروهيوادوپه گټه هم وي . په هره اندازه چي په افغانستان کي دامرموزه جگړه اونا امني روانه وي په هغه اندازه په سيمه اونړۍ کښي دزبرځواکودهغه جملې داروپا اوامريکا گټي له خطر،گوا ښونواوننگونوسره مخا مخ کيږي .

ددغه ننگونواوگواښونوته وتلي اوپېژندل سوي شاعر اوفيلسوف اقبال  لاهوري صاحب  ډير پخوااشاره کړې ، وايي :

اسيا يک پيکر اب وگل است
ملت افغان دران  پيکر دل است
زفساد اوفساد اسيا
وزگشاد اوگشاد اسيا

خوبيا هم دټاکنو صندوقونه به هرومروکښېښودل سي ،ترڅوداسي څرگنده سي چي گويادغه ياهغه کانديددروڼواو شفافوټاکنوپه پايله کښي دخلکو په رايه وټاکل سو.

ديادولووړخبره ده چي دغربی نړی لخوازموږ په هيوادکي ددموکراسی قلابي  تمثيل په  موخه دولسمشری لپاره په اوسنيوکانديدانوکښي زموږ دولس نه ورکه ده چي چاته رايه ورکړي ،ځکه له يوې خواداسي کسانو هم ځان کانديد کړي چي هغه دچاخبره خپل گاونډايان ئي نه پېژنې اونه به هم رايه ورکړي . متاسفانه دوې سياسي غونډي جوړولې خويوه ئې لاهم خپله کړنلارنه ده وړاندي کړې ،په ويناوو کي عامي اوڅوپېيلې خبري دساسي پروگرام اوهغه دتوضح ځاي نسي نيولاي . سره لدې چي دټاکنودقانون د((۵۰ ))مي او((۵۱ ))مادې خلاف تر وخت وړاندي سيالی اومنډترړې پل شوې .

اودبلې خوامهمه خبره داده چي افغانان اوس پر انتخاباتو بې باوره سوی دي ،.تير ځل زموږ ولس په ډير شوق اوخوښۍ پدې اميدچي ممکن هيوادئي له له ورپېښو ناخوالونه خلاص شي په ټاکنو کښي برخه واخيستل .

مگر له بدمرغه زموږ دخلکو ارمانونه اواميدونه له خاوروسره خاوري سول  .زموږ دولس يوې اساسي غوښتنې هم مثبت ځواب ترلاسه نکړ،نه امنيت تامين سو،نه خلکوته کار پيدا سو اونه هم دظالمانو اوقدرت دخاوندانو لاسونه ددوي له گريوان څخه لنډ سول . دولت په اومشرتابه ئي په سياسي معاملو اوفسادکي تر ستوني غرق سو.  ددې پرځاي چي دولت دې کړېدلي ولس ته خدمت وکړي دخلکودزورونو،چوراوچپاول په مرکزبدل سو، ځکه خودادولت زموږ  په  هيواد اونړۍ کښي دافغان ولس نه دبېگانه اوفاسد دولت په نوم نړۍ وال  شهرت وموند.

ددې ټولوناخوالوسره دادی يوځل بيادولسمشری لپاره دښاغلي کرزی پر شاوخواهغه ډلې اوکسان راټولېږي  کوم چي يوئي هم ملت ته دښه اوصادقانه خدمت  سابقه نلري . پسله هغه چي ټول پدې پوه سول امريکايوځل بياښاغلي کرزی  چي زموږ په هيوادکي نور هيچاته بيله بهرنيانودمنلو وړندی دازادو اودموکراتيکو انتخاباتوتر شعارلاندي پرملت تپي . يوڅوک به وايي ددی هره ورځ دده څخه دفاع اوملاتړپه خاطردهيوادپه مختليفو ښاروکي غونډي جوړېږي ،دې سوال ته په ځواب کښي بايد ووايي دهمدغو غونډو جوړول که سياسي فلسفې اودحقوقوپه تگه(کاڼې) وتلل سي په خپله ددې ښکاره اوبربنده بېلگه ده چي ښاغلی کرزی ددولتي واک نه دځان په گټه استفاده کوي .خوزموږپه وطن کي هغه دپيشو اومږک قيصه ده ،څوک دانسي ورته ويلاي چي ښاغلې کرزی صاحب تاسو دقانون پر پلي  کېدوباندي دناظارت کوونکي په توگه ولي داکارونه کوی ؟ دټاکنو کمېسيون خودخپلو ټولونوروکمېسيونواوڅانگوسره موږ اوتاسو ټول پېژنو،بيان ته ئي اړتيانشته .

دادۍ اوس ئي گوروچي پخواني سيالان ،مرورملگري،مخالفين  اوهغه چي تر پرون پوري ئي ښاغلي کرزی يوناکام ،ضعيف اوملت نه ليري ولسمشرباله  په جگه غاړه دبهرنيانوپه هدايت اوا شاره يوپه بل پسي په ټاکنوکي دهغه دملاتړ اعلانونه کوي .   زه نه پوهېږم  دغه ښاغلي چي ډير ئې ځانونه دگوندوتنظيمونواوډلومشران بولي  ،اويائي ترپرون پوري ويل کرزی خيانت وکړ له مجاهدينونه ئي فاصله ونيول ،بېله دولتي چوکۍ اومقام نه دکومې معجزې له مخې لکه دپسرلی پوڅکۍ غوندي  يوپه بل پسې راپيداسول او دښاغلي کرزی نه دملاتړ ډول ئې غاړي ته اچولی په يوه اوبل ښار،دې اوهغه غونډه کي ،ددوي په وينادهمدې له ملت نه ليري ،ناکام اوضعيف جمهوررئیس نه ددفاع خبري کوي . نه پوهېږم  دوي به  په خپلوخبروکي دکرزی صاحب څخه  دملاتړدپخلي لپاره کوم دلايل تراشي؟ دلته مي هغه يوه ډيره عاميانه ټوکه راپيادسوه،((وايي يوه نالوستي ډيره ښکلي کورودانه لرل اودکلي دملاصا حب خوښه سوې وه ،ملاصاحب تل پدې تلاښ کي و،داسي يوه موقع پيدا کړي چي دې نالوستي ته ووايي ښځه درباندي طلاقه سول ،ترڅوخپله ئي وکړي ،يوه ورځ دغه بېسواده سړۍ قبلې لورته مخامخ پر متياږوناست  وو ملاصاحب وليد اوسمدلاسه ئي ورباندي چيغه کړه داڅه کوي ،گناه کار سوې ،مسلمانه ښځه درباندي طلاقه سول ،دانالوستی دملاصاحب په چل نه پوهېده چي داسلام نه داسي استفادې هم کولاي سي ،مجبورسو ښځه ئي طلاقه کړه ،پسله يوې هفتې ملادهمدې ښځي سه نکاح وتړل ،تر هغه وروسته دابېچاره پدي پوه سوچي ملاغولولۍ وو،نوهغه هم پدې پسې گرځېدی چي ملاصاحب هم پر ورته کارباندي گير کړي ،يوه ورځ ملا صاحب هم ورته عمل کاوه ،چي همدې بېچاره وليد اوژرئي ورباندي  ږغ کړه: ملاصاحب داڅه کوې ښځه درباندي طلاقه سول ،ملاپه ځواب  کي ورته وويل زه تاغوندي بې عقل نه يم مائي سرکوږکړئ وو.)) اوس نه پوهېږوچي دا اوسني ملاتړي اوپروني سيالان  به دخپلي اوسنۍ ادفاع اوملاړ لپاره کوم دلايل تراشي ؟

عفه غواړم ډيره بربنډه ټوکه وه خودايوحقيقت دی اوله دغه ډول سياستوالودسيالوبواوکړو وړوسره ټک اوپترۍ وه  .

ماددې لپاره چي هر ه ورځ دهمدغودگوتوپه شمارکسانونومونه يادېږي اوپدې ورستيوکښي زموږځوانو اودغښتلو قلم خاوندانوددوي دپېژندنې اوسياسي مداريگريودروښانه ولولپاره قلم ته زورورکړی اوپه ملي شهمت ئې خپله ملي ،اسلامي او انساني دنده سرته رسولې  ددغوڅېرو دنومونوله يادونونه ډډه وکړه ځکه ټول ئي اوری اوټول دامنډي اوتلاښونه په خپلو سترگو ويني اوتاسوهره يوه څېره ترماښه پېژنی .

ددې ليکنې نه زماموخه داده چي دوه ټکي په گوته کړم :

اول : دملت اوملي گټوترنامه لاندي  ددواړو يادسوومفهومونوپر خلاف داپورته په گوته سوي چالبازی اودا دپردوپه اشاره  ايتلافونه اودډلوجوړېدلوته لنده کتنه  .

دوهم : ترټولومهمه اواړينه مسله هغه دولسمشری لپاره د انتخاباتوپه  پروسه کې دټاکنې له حق نه  په بهرکې داوسېدو نکوافغانانو محرومېدل .

تاسوئي په سترگووينۍ يوه کانديدهم  په خپلو دغوښکلو غونډواودډله ايزورسنيوسره په مرکو اوخبروکښي دغه ټکي ته اشاره ونکړه چي ولي اودکوم صلاحيت له مخې په بهرکي اوسېدونکی افغانان چي شمرئي تر پنځو ميليونواوړي دولسمشردټاکنودحق نه محرم گڼل کيږي .

دټاکنو دځنډولولپاره دادليل وچي يخنۍ ده واوري دي ،تخنيکي امکانات کم دي نشوکولاي پدغه وخت کي ټاکنې تر سره کړو .سره لدې که داپوښتنه وسي ښاغلو کله چي همدا تاسو دانيمگړی اساسی قانون  جوړاوه اويامو تصويباوه ولې مودغه ټکي ته هغه  وخت پام نه کاوه ؟ ايادغه يخني به همدا سږ کال وي ؟ اوکه پدې موسم کي هرکال همدا هوا اوهمدا وضعيت وي؟

کرزی صاحب  په ډاگه وايي :(( والله که مي تر تېرکې، اوس ئي خوندراکړی )) پيل سوي کارونه بايد سرته ورسوم ،سره له دي چي نه پوهېږو،کوم پيل سوی کارونه سرته رسوي؟ اياتردې  لازيات غواړي دادولت فاسد سي ؟

 نورخودفساد زور نه په رسېږي، ممکن داځل ئي دبارک اوباما له کاري ټيم نه بله کومه نخسه راوړې وي ،چي فکرکوم هغوي به داسي نخسه نوره ورنکړي ،ايانورهم دهيروئينو اوکوکناروبازار تودوي ؟اوياکه نورهم دغولونکو اوښکو تويولوترنامه لاندي ددولت دمخالفينو،توندلارواونورو،نوروډلوترنامه لاندي په بهرنيانوافغانان اوپه ځانگړې توگه پښتانه وژني ؟ شمالي سيمي يوڅه په امن کي پاته وې ،ممکن داځل دهغودخرابي وار وي ؟ اياداچي غواړي پدغه دولت کي چي اوس هم ملت ته  دمنلو وړنه دی ،خويوڅودگوتوپه شمارمسلکي اودعالي تحصيلاتوخاوندمامورينوپرځاي ،دفهيم په اصطلا ح  مجاهدين راولي ؟ اوکه په جرمنې کي ښاغلی کرزی دخپلي ويناهغه ټکي پلي کوي چي  وئې ويل په لومړی سرکي  مجبوروم دغه کسانوته په دولت کي ځاي ورکړم پوه سوم چي ځيني رانه خوابدي سول ،خوبله چاره نه وه اوداځل به ئي خوښ سم ،زمايومتل راپيادسو وايي :

 (( ديوچانه ئي  ئې پوښتنه وکړه ،اشنانوم دڅشي دئ ،هغه وويل بڅرکۍ ،دابل په جواب کي ورته وويل ته چي سکروټه سي نوبه څه  شۍ سې .)) له ۱۹۹۲نه تر اوسه دفهيم اوکرزي دهغوانډيوالونو اوتنظيم سالارو،محلي وسله والوقو ماندانانو،دکوکنارو،اوهیروئينوپټو اوښکاره سوداگرواونوروپر بشري  حقوقوباندي  دتېری په جرمونوتورنوکسانو دادولت له هغه اولې ورځي نه پلاس کي دی ،که موخوابده نسي دبن کنفراس  له همدوجوړسوی و. تنهادا اته کاله ښاغلي کرزی ددې لپار چي ځان وساتي کله يو ايسته کړئ بل  راوستلۍ دی ،همدا ښاگلی کرزی صاحب ددوي دناخوښۍ لامل گرځېدلۍ دی ،نه ستاسو مجبوريت چي تاسو ورته اشاره وکړه ،ټول افغانان  اوس پدي باوري سوی چي ستاسو همدا معاملې اومصليحتونه عادت دي  ،په همدې خپله بقاوينۍ ،ځکه بيله استحقاقه  دپښتون ه نامه دامقام دروسېدو،او بهرنيانوتل غوښتي يوضعيف اوتسليم خصلته سرۍ راولي ،ځکه ئي دپښتنوپه استازيتوب تاسو راوستلاست ،غير له هغه په پښتنوکي دسړيو کمي نشته  . اوداښاغلي  چي يوځل بياستاسوپر شاوخواراټوليږي  ،دابايد هيره نکژي چي پرون هم دهمدغه ننی بهرني په هدايت اومرسته تاسو ټول سره رايوځاي سوی واست ،خودواک پر سرسطرنج لوبه کي داسي  تيت  اوپرک سول چي داختلاف اويودبل سره ددښمنۍ بانډارونه اوتبصيرې ئي ټولوته معلومي دي .خودوي دي يوځل بيا پدې ډاډه اوسی چي کرزی صاحب به همداډول  لوبوکي خپل ځان ساتي اوهيواد دبربادی کندي ته ټيل وهي،داد(( قوم قوم ))هندي سريال دی په ليدوئي د ډيرو کورونه غلووهلي دي .

 ښاغلي کرزی خوبېله هغه همد وزيرانو دټاکلو صلاحيت نلري  اوپه همدې دليل ئي د يوبې صالاحيته جمهورریس په توگه يوځل بياراولي،اوښاغلي کرزی ئي  هم په دانامه خوشحاله وي چي وايي جمهوررئيس ،ځکه زموږ په تاريخ کي داسي شاشجاعگان ډير تيرسوی،يوئي بياښاغلي کرزی . خوکه داځل  ښاغلی  کرزی صاحب ددموکراسی اوټولنيزعدالت دمخا لفنودډيري زياتي اوبې اندازې خوشحالۍ لاره ددولت په ټيټو اومتوسطومقاموکښي دتحصيل خاوندمامورين له کاره گوښه کړي  ،اود دتير ځل پشان  چي مسلکي اودعالي تحصيلاتوخاوندافسران ئې د(( ډي ډي آر)) دپروسې ترنامه لاندي بېکاره کړه اوسياسي تعصب نه ئي کارواخيست ،چي  پايله ئي داسول  تر اتوکالودبهرني پوځتر شتون وروسته دادی بيا هم  هره ورځ دې وطن ته په زرهاوبهرني پوځيان راروان دي ،خوټېکاودرک نلري ،ددغوملکي مسلکي کسانو سره دپوځی افسرانوپه دود دغير انساني تعصب له مخې کړنې به هم ښاغلي کرزی اودده انډيوالان اوهم ئي بهرني پلويان  له همدې ورته ستونزوسره مخامخ کړی. که ښاغلي سياف وايي ((بېله مجادينو نه کېږي )) نودانورهم وايي  بيله موږ نه ئي دچاپلار نسي جوړولاي،ځکه (( ترکاڼي دبېزوکارنه دی)).

دولتي کارونه پر مخ بېول اونړيوال سياست  باندي پوهېدل اودهغوپه وړاندي متقابله اړېکي ساتل ددغوکسانوچي ولس ورباندي ډير ښه اورنگا رنگ نومونه ايښي کارنه دی ،جنرال حميدگل اوايراني اخوندانودامريکاپه هدايت دوي ته دولت وسپاره،خودوي دملت پر سر سياسي سوداگري پيل کړه  دقدرت پر سرخونړۍ جگه کي  چي څوکاله رونه وه او يوازي دکابل ښاردشهيدانو شمير تر شپېتوزرو واوښت . همدغوپاکستاني بادارانواوامريکادطالبانوپه زوردوي ترسپڅو وځغلول ،اوس به څه وکړي.  زموږټول عوام  ولس اودنظر خاوندان خوپرځاي پرېږده پدې ښه  پوهېږي چي يوه ثانيه دبې ۵۲ دوزرو سيوری ستاسو له سره کم سی تر يوې ډبري لاندي به موڅوک پيدانکړی . کرزی صاحب ! داچي تاسوپري نازېږی دوي کاريوازي ،چور اوچپاول ،خيانت ،غلا ،وژل ،رټل ،شيرپور په شيرچور بدلولو،دخلکوپر ناموس تېری اوتجاوزونه ،ملي اوژنبي تعصباتواواختلافاتوته لمن وهل اوپه هغوکښي خپله کرغېړنه بقالټول ،اوداهغه څه دي چي عوام خلک یې  ستاسو اوستاسودملاتړودتيري دوي دحاکميت لاسته راوړنې بولي .

نورنه غواړم  دکرزی صاحب  پردې بې بنياده اوله تعصبه ډکه خبره بحث وکړم  .که شپه تياره ده خومڼې په شماردی ،پدې ملک کښي تعصب اوسياسي دښمنۍ تراوسه کومه گټه نده لرلې ،پدې باوريم چي دښاغلي کرزی دتعصب درخته به هم ميوه  ورنکړي ،که هرڅودپاکستاني،ايراني اوغربي ياشرقي چينو اوبه ورکړي .

خوشحال بابا وايي :

ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مکړه

زه پدې افتاده  گۍ کې لوی گړنگ يم

دهمدغه تعصب پر بنياددښاغلي کرزی په هدايت تردې نامه لاندي گويامالي امکانات شته،د داساسي قانون څلورمي ه مادي خلاف چي وايي  :

په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فردله افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي . . . .

 په پاکستان ،ايران ،اروپا،امريکا،استراليا،هند،چين ،پخواني شوروي جمهوريتونو،روسې ،کاناډااو عربي هيوادو کښي اوسېدونکي افغانان دخپل ملي اوقانوني حق نه محروم ساتل کيږي .ښاغلي کرزی اوپلويان ئي  دوه ډاره لري  :

لومړی اوترهر څه وړاندي ډار ئي دادی چي په بهرکي ميشت افغانان به يو هم دته رايه ورنکړي .

دوهم :که موږ ووينوچي داپروسه دملت په تاوان او دهيواددغرقېدوپه لور روانه ده په بهرکي ددموکراسی نه په استفادې سره کولاي سو يا ټاکنې تحريم کړو،اويادنارواملي گټوضدپروسي مخه ونيسو.

دوي دمالي امکاناتودنشتوالي دروغجنه خبره اودليل راوړي، ته به وايه داټاکنې ددوي  په پيسوترسره کېږي ،ترڅلور سوه ميلنوزيات ډالر دانتخاباتولگښتونو په نامه بهرنيو هيوادولخوادمرستي په نامه راولېږل سوې  . هغه پيسې  څه سوې ؟ سياسي څېړونکي اوعام ولس وايي داپيسې هم دهغه پخوانيو ميليارډونو  غلاسوو پيسوپه لور ولاړې . ځکه خلک له اروپايي ټولنې ،امريکا اودنړۍ له نوروهيوادونه  داغوښتنه کوي ،چې  دولسمشری او ولايتي شوراگانو دټاکنو لپاره دميلينوډالرورالېږل ،زموږ لپاره کومه گټه نلري . اوټول پرې پوهېږوچي ښاغلي کرزی ته دده دپرونيو مخالفينو ددغه يوپه بل پسې تسليمېدوچټکه پروسه ددې ښکارندو يه  ده چي دغربي نړۍ لخوادهغه پر وړاندي زرغون څراغ روښانه سوۍ دی ،نوددغو بېځايه مصرفونوچي يوغيران ئي افغان ولس ته نه رسېږي اونه گټه ترې اخيستلاي شي اړتيا څه ده ؟ ولي موږ دهغو پيسو تر احسان لاندي راولۍ کوم چي دماهرو غلواوپه فسادککړو جېبوته رسېږي ؟

په بهرکي ميشت افغانان  داپوښتنه کوي چي که دغه مرستې په رښتياسره دمصنوعي ټاکنولپاره رالېږل کېږي  ؟بيانوولې له دغوهيوادوڅخه چي افغانستان  ته دټاکنو لپاره پيسې رالېږي داغوښتنه نه کيږي چي په  همدغودونر هيوادو، پاکستان  اوايران کښي داوسېدونکوافغانانولپاره دولسمشری  په ټاکنو کي داسنتياوو برابرولوپه اړوندمرسته وکړي،تر څوپه بهرکي ميشت افغانان وکولاي سي دخپل هيواد دبرخليک په ټاکلو کښي  په بهرکي دنورو هيوادود اوسېدونکوپشان فعاله برخه واخلي ،دبېلگې په توگه کله چي په عراق کي ټاکنې کېدلې دنړۍ په ټولوهيوادوکي ميشتو عراقيانوته دگډون حق ورکړه سو،هلته پسې د نوروهيوادو پيسې مصرف سوې .

په حقيقت کي دلته په ټولوهيوادوکي بېله  دپاکستان له څوکمپونونه ټول  دانترنيټ امکانات  شته  ددې هيوادوچارواکي کولاي شي په يوه سمبوليک لگښت دافغانانولپاره په ټاکنوکښي دگډون زمينه او امکانات  برابر کړي .اودبلې خواکله چي موږ ته داحق راکړه سی افغانان حاضردي په خپل لگښت  پدې پروسه کي برخه واخلي .

خوحقيقت بله خبره ده! هغه داچي ښاغلي کرزی اودده تظيم سالارملگري ،دهيورئينوپټ اوښکاره سوداگر ،ددولتي فساد مافيااو نوردموکراسی ضد عناصر نه غواړي  افغان روڼ اندي اوله هيواد نه ليري  پراته افغانان  دخپل هيواد دبرخليک دټاکلولپاره له خپل ملي اوقانوني حق نه ددوي پر خلاف استفاده وکړي .

ځکه ښاغلي کرزي چي داساسي قانون  د((۶۰)) مادې له مخې په هيوادکي دټولوقوانينودپلي کيدوژمن دی دځان اوخپلو همگټوکسانوپه خاطر په اساسي  قانون کي ورکړه شوې دنده ترپښو لاندي کوي  اوبياشعار ورکوي چي دازه  دقانون دپلي کېدوڅخه دفاع کوم  .

تاسو لوستونکی په خپله قضاوت وکړۍ داساسي قانون  په دوه وېشتمه ماده کښي راغلي :

دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. در ويشتمه ماده لورېينه او د انسان ژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداى طبيعي حق نشي. دهمدې اساسي قانون نهه پنځوسمه ماده په روښانه جملوکښي وايي :هېڅوك نشي كولاى په دې اساسي قانون كې له راغلو آزاديواوحقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي واكمنۍ او ملي وحدت پرضد عمل وكړي .

دافغانستان دټاکنوقانون  دڅلرم فصل  ((دلاندي شرطونولرونکي دراېې ورکولوحق لري)) تر عنوان لاندي د(( ۱۳)) مادې  په دوهم بندکښي لولو: دنوم ثبتونې په وخت کې دافغانستان تابعيت ولري .

په بهرکي اوسېدونکی افغانان ټول دافغانستان تابعيت لري ،غواړي پدې ټاکنوکښي دافغانستان داوسني اساسي قانون اوټاکنوقانون  کښي ورکړه سوو اومنل سوو حقوقواودبشردحقوقودنړيوال سازمان داعلاميې  نه په گټه اخيستو سره دټاکنوپه بهيرکي فعاله ونډه واخلي ،مگر دولتي حاکم  چارواکي  په ځانگړې توگه ښاغلي کرزی اودکاغذپر مخ دټاکنو دازاد کميسيون رئېس چي په خپلو فعاليتونواو ورځني کاروبارکښي دکرزی،دهغه دکورنيو اوبهرنيو پلويانو سترگو ته گوري په رڼا ورځ ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،له قانون اوبشري حقوقوڅخه ددفاع تر غولوونکو شعارولاندي پر خپل سربېله کومې شرعی اوعدلي محکمې له پرېکړي نه  تر پنځو ميليونوزيات افغانان دټاکنو له قانوني حق نه محروموي .

دټاکنودقانون د ۱۷ مادې په  دوهم بندکښي راغلي : کمېسيون کولاي شي استثنأ دايران اوپاکستان په هيوادوکښي افغان مهاجرينوته لازمې اسانتياوې برابري کړي .

لومړئ ولي په قانون کي يو بام اودوې هواوي وي ؟ دوهم همدا څو اونۍ وړاندي دټاکنودکمېسيون وياند ډله ايزو رسنيوته دهغه جملې دازادی راډيودژوناليست دسوال په ځواب کښي وويل چي داځل دمالي امکاناتو دنشتوالي له امله په پاکستان اوايران کي دافغان کډوالو لپاره دټاکنو په پروسه کي دبرخې اخيستنې لپاره کوم  پلان نلري .

دټاکنود کميسيون د مشرتابه لخوا دغه ډول دريزغوره کول له اساسي قانون اودټاکنوله قانون څخه  بربنډه سرغړونه نده نوڅه ده؟؟؟  په کوم منطقي او دليل په بهرکې اوسېدونکي افغانان دانتخاباتوله قانوني حق نه محرومېږي ؟

ښاغلی کرزی ديوه مسلمان په توگه بايدداومنې چي پخپله پنځه کلنه دوره کښې ئې په کراتواوهمدا اوس ،اوس دبهر ميشتو افغانانوپه وړاندي داقسم چي پرکلام پاک ئي لاس ايښۍ وو اوملت ته دخدمت  اوقانون دپلې کېدوپه خاطرئې وويل :((بسم الله الرحمن الرحيم . دلوي څښتن په نامه، لوړه كوم چې د"د لوى خداى دسپېڅلي دين د حكمونو پيروي او ساتنه وكړم، د اساسي قانون اواسلام نوروقوانينو رعايت اودتطبيق څارنه وكړم،د افغانستان دخپلواكۍ،ملي واكمنۍ، اودافغانستان د خلكو حقوق او ګټې خوندي كړم اوځمكنۍ بشپړتيا ساتنه له دربار څخه د د لوى خداى مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلكو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره كې خپلې هڅې تر سره كړم)) تر پښو لاندي کړی .

دتاسف ځاي خو دادی چي پر موږ داسي پارلمان تپل سوی چي دهغوي يوازي ځان پياددی ،اوتل دخپل معاش،کورونو، لکس موټر ،تشريفاتي مېلمستياوې اونورونعماتوپه فکر کښي وي،هغوي هرلور ځانته امتيازات لټوی پر هغه ئي دهر چاسره جگړه وي ،دغوکړنو ته دملت له حقوقونه ددفاع رنگ ورکوي ،اويادبهرنيوهيوادوڅخه  بهرته دسفر دامتيازاتو دترلاسه کولولپاره کله دبهرنيانودقانوني شتون اوکله دبې خبره اوړندو عملياتو خبره راپورته کوي ،کله چې  ئې امتياز ترلاسه کړ هر څه هير سي . خوکه دا په رښتياسره دملت نماينده پارلمان واي پردي خبره به ئي دپارلمان دروازه تړلې واي چي دکوم صلاحيت پر بنياد پنځه ميليونه افغانان پدي نامه چي په بهرکي اوسي دقانوني اوملي حق نه محرومېږي ،دوي داکارنه کوي ،دليل ئي دادی چي دملت پر سرسوداگری کښي دوي هم غوښنه ونډه لري .

زموږ اساسي  اوجدي پوښتنه دولسمشری له ټولونوماندوڅخه داده چي تاسو ولي دافغانانو په وړاندي دغه ملي ضد او انساني ضدعمل باندي سترگي پټوئ؟ کله چي ستاسو گټو ته چا گوته وروړې،  نوتر آسمان پوري موچيغه پورته سوې ده اوهرچاته مو ويلې چي ستاسو سره ظلم کېږي اويا موقانوني حق او امتيازتر پښو لاندي کيږي ،خوداچي د پنځوميلينوپه شاوخواکښي بهرميشت افغانان دخپل افغاني اوقانوني حق نه دڅوگوتوپه شمارکسانودتعصب اوسياسي گټوله احتما لي خطرڅخه دساتلوپه موخه محرومېږي تاسو يوه هم له چانه پدې هکله پوښتنه ونکړه . سره له دې چي همداپه بهرکي ميشت افغانان نه يوازي داچي په کال کي څو ځله هيواد ته تگ راتگ لري ،هلته ډير نږدې خپلوان لري اوله هغوي سره نږدې اړېکي لري ،ولي داټول له  نظره غورځول کېږي؟ تر ټولو لامهمه خبره داده چي زيات شمير هغوکسانوچي ځانونه ئي دجهوري رياست مقام ته کانديد کړي خپل تبليغاتي کمپاين  ئې له بهرميشتو افغانانورا پيل کړ.سوال دادی که دغو افغا نانوته په ټاکنو کښي حق نه ورکول کېږي بيانو تاسو ولې دومره پيسې ولگولې له يوه هيوادنه بل ته سفرونه ،غونډي ، دځان او نورووخت ضايع کول داټول مودڅه لپاره کول ؟ اوکه پردې سربېره چي دوي له قانوني حق نه محروم دي په وطن کي خپلوان لري ،هلته کورنۍ ،قومي ، سياسي ،ټولنيز ي،فرهنگي اونوري اړېکي لري اوله دغواړېکونه مو غوښتل استفاده وکړی ؟ اياښه به دانه وي چي پر اړېکوسره بېره ددوي له دغه قانوني حق نه ددفاع ږغ پورته کړی اوکه په رښتيا سره تاسو هيوادوالوته دصادقانه خدمت زمن ياست ولي ددوي له مستقيمو رايواودټاکنې په پروسه کې دگډون څخه سالمه استفاده نه کوی ؟ زماپه عقيده هغه څوک چي ديوچاپه حاکميت کې پخپله له قانوني حق نه محروم  وي ،ډير به ساده وي چي بيابه دهغۀ حاکميت سره مرسته کوي اويابه دکوم شخص دبريا ليتوب لپاره ځغلي . که چيري څوک داسي پيداهم سي دابه دملي گټوپه خاطرنه بلکي دشخصي،کورنيو او سياسي گټو په خاطروي  .زماپه عقيده ترټولوښه اوپر ځاي خبره داد چي تر هرې گټې ددې زورېدلي ملت گټواو غوښتنوڅخه دفاع وسي،داډول سياست به زموږولس دورپېښو ستونزواوغميزونه خلاص کړي .

په يوه خبره ټول افغانان هر چيري چي اوسي بايد پوره پوه اوهوښياروي که ددولتي واک لپاره په همدې بڼه اوتردغو غولونکو شعارولاندي د تېرايستنو،اسلامي،مذهبي ،قومي ،ملي اوبلاخره انساني مقدساتوڅخه دځان اوخپلي ډلې واک ته درسېدوپه خاطر استفاده وسي نه يوازي داچي داکوږ بار تر منزله نه رسېږي بلکي ترډېري مودې به موږ همدا ډول دپردوغلامان اوسوو،اوبېله هغوي دزهروډک خيرات نه به يوکارهم سرته ونسورسولاي .

پرخپلوځوانواودمزغن قلم اوهوډ خاوندوقلموالوږغ کوم ،چي درنگريز په رنگارنگ رنگونواوخمونوبازي ونه خورئ ،داوطن ستاسو،پرتاسوحق لري اوتاسوبه ئي ساتی ،دادی گوری ئې چي يوشميرمشران مودقدرت په خاطرپه کومولوبواوسياسي مداريگريواخته دي .وطن مور اوموږ همدې مور روزلي يو،پالل  اوساتل ئي پر موږ لوي څښتن ترهر بل فرق ،فرض کړي دي .

دپښتوژبې سرتيرشاعرسرتير صاحب  پدې څوبيتوبه ددې بې انصافی اوناخوالوقيصه راونغاړو :

له گوډاگيونه  جوړېږي گوډاگی حکومت

دبل لاسپوڅی خوهمېش وي مريی حکومت

موږسره نه وېشو ځانونه يوملت يوسره

نه پنجابي طرحې منو،نه ايراني حکومت

چې له امير اومزدورانونه جوړېږي په نوم

پراخ بنسټه اداره ياني پردی حکومت

بيا جهادي پراخ بنسټه اداره نه غواړو

هرڅه چي وي ورځنې ښه دی ننی حکومت

ومن الله التوفيق