د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملي اسلامي محاذ د حامد كرزي ملاتړ اعلان کړ

رشاد - ټول افغان 24.05.2009 19:22

د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشرپير سيد احمد ګيلاني د ۱۳۸۸ هجريل د كال د جمهوري رياست په ټاكنو كې د ښاغلى حامد كرزي ملاتړ اعلان کړ.

ټول افغان ټکی کام ته په یوه راغلې خبر پاڼه کې محاذ ملي اسلامي وايي چې د هغو اوږدو خبرو او دوامدارو ليدنو كتنو په نتيجه كې چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ او د ولسمشر حامد كرزي او د هغه د ډلې تر منځ روانې وې دواړه خواوې پرون يوې موافقې ته ورسېدلې.

محاذ ملي وایي چې په دى خبرو كې د ملي اسلامي محاذ مشر تابه په دې ټينګار كاوه چې بايد د سولي بهير پياوړى او نور له دې جنګ ځپلي هيواد څخه د جنګ لمنه ټوله شى.

خبر پاڼه وایي چې د محاذ د مشر پير سید احمد ګيلاني په اند دا كار هغه وخت تر سره كېدى شى چې دولتي اداره پياوړې او له ادارى فساد سره يوازې په خوله نه، بلكې په عمل كې په كلكه مبارزه وشي ، د هېواد چارې د مصلحت په اساس نه ،بلكې د لياقت، تقوا، وطندوستۍ او اهليت پر اساس خلكو ته وسپارل شي. همدارنګه په رښتينې توګه د ملي وحدت د جوړېدو او ټينګېدو لپاره كارو شي. نور بايد په هيواد كې دموراوميرې سلوك پاى ته ورسېږي. داسې چې د هيواد په يوه سيمه كې د جنګ اوربل وي او د ښوونځيو دروازې تړلې او په بله سيمه كې خلك د ژوند له ټولو امكاناتو برخمن وي. خبر پاڼه زياتوي چې پير سيداحمد ګيلاني د دې تر څنګ د يو پياوړي نظام لپاره پر حامد كرزي ګڼ نور شرطونه هم ايښي دي.

پرون د افغان ملت ګوند او مشر یې چې د پير سيد احمد ګيلاني زوم دی هم په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولسمشر کرزي ملاتړ اعلان کړی و. ځيني شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشرۍ له کانديدو څخه د انورالحق احدي لاس په سر کېدو او د احدي او کرزي تر منځ د تفاهم په راوستو کې پخپله پير ګيلاني مهم رول لاره.