د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان باید له پاکستان څخه د جګړې تاوان وغواړي

سرلوڅ مرادزی 16.05.2009 20:39

د مۍ په ۱۲ مه ، د پاکستان دولتمشر ښاغلي اصف زرداري ، د امریکا د ان . بې . سي جالپاڼې سره په یوه مرکه کې په ډانګ پېيلې اعتراف کوي چې ، دا د پاکستان ای ــ اس ــ ای او د امریکې سي ــ ای ــ ائ وه چې په افغانستان او سیمه کې يي د خپلې واکمنۍ د بسیا او غځولو په موخه طالبان راوزیږول .

د پاکستان دولتمشر نورهم زیاتوي او وايي چې « جنرال مشرف دا نظریه درلوده چې د کور خاوند ( افغانستان ) ته وایه چې کور ساته او غله ( طالبانو ) ته وایه چې غلا کوه » . په طبیعي توګه مشرف په داسې خبرې سره د ای ــ اس ــ ای جاسوسي سازمان ته اشاره کوي او یوازې ددې سازمان له لارې د مشرف داسې غوښتنه کېدونکې وه !
که زرداري د ځايي اختلافونو له کبله هم د مشرف په پته دا خبره کوي ، افغانستان ته توپير نه لري . د پاکستان هر دولتمشر که پوځي و او یا ټولټاکنو له لارې په پنجاب کې د واک پر ګدۍ ناست و ، په افغانستان کې يي لاسوهنه او تیرئ کړئ او اوس هم دا تیرئ ادامه لري .

د زرداري میرمن بېنظیر بوټو یو وخت رسنیوته ویلي و چې د طالبانو د رامنځ ته کېدو چلوټه لومړئ انګریزانو پکار اچولې وه ، امریکايي شرکت یونیکال او عربانو يي پیسې ورکړي دي او پاکستان هغه په عمل کې پلې کړې ده .
نورې زیرمې هم ډیرې دي چې د یاد شویو خبرو پخلئ کوي .
ملاتورجان د طالبانو د رامنځ ته کولو د پروسې په اړه په خپله یوه لیکنه کې لیکي :
« امریکا د طالبانو یو شمېر کسان د تنګ تانګ پنوم انستیتوت ته چې د امریکا په کلفورنیا کې پروت دئ د روزنې لپاره بوتلل او په خاصه توګه يي وروزل خو زیاته روزنه یی د هغو امریکایی کوماندویانو له خوا وشوه چې په راتګ سره يي د پاکستان په مطبوعاتو کې زیات عکس العمل پيدا کړ، دا کوماندویان په چراټ کې اوسېدل او د طالبانو په روزنه بوخت وو . دا مهال په کابل کې د نجیب حکومت و .»
په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او تیرئ اوږد تاریخ لري . که دا لاسوهنه او تیرئ چې افغاني سرچینو او نړیوالو رسنیو وخت په وخت رسواکړئ پخپل ځای پریږدو ، کله ناکله د پاکستان لیکوالو او رسنیو هم چې د پاکستان د دولت د پټولو د هڅو له موړګو اوښتې ، په ډاګه کړئ دئ .
پاکستانئ خبریال احمد رشید پخپل طالبان نومي کتاب کې یو ځای لیکي « د پاکستان دولت لا د مخه په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونو ته لاښوونه کړې وه ، هرڅوک چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي او د مجاهدینو په کتارونو کې وجنګیږي ، بېله پوښتنې ګروېګنې دې ویزه ورکړي.
« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . او نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ تر روزنې لاندې ونېول شول . »
بلخوا نصراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانئ وزیر او د مجاهدینو او طالبانو د ډلو روزونکئ او سمبالونکئ ، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې داسې وایی :
« دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .
لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو . مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي . هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و .
.........بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال یو .......نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه .......بیا ما دوی امریکا ته بوتلل »
همدارنګه د ضیاالحق او د ای اس ای د پخواني مشر اختر عبدالرحمن د وخت شعار « کابل باید تل په اور کې وسوځیږي » د هر افغان او دسیمې د هر باخبر اوسېدونکي تر غوږ رسېدلې دئ .
د پاکستان لپاره دا توپیر نه لري چې په افغانستان کې څوک په حکومت کې دي . دوی د پاچا ظاهرشا ، ارواښاد داودخان ، د غوايي میاشتې له پوځي پاڅون څخه د راولاړشویو حکومتونو ، یا د دوی د خپلو تریننګ شویو مجاهدینو د حکومت پر مهال او یا په راوروسته کې د کرزي د حکومت په وخت ، په یوه شان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او تیرئ کوي .
په پنجاب کې که څه هم حکومتونه بدلیږي رابدلیږي ، خو د افغانستان پر وړاندې د پنجاب له دوښمنۍ ډکه پالېسي نه بدلیږي او ورځ تر بلې نوي لوري او ابعاد نیسي !
د ژینیو په تړون کې شوروي ژمنه کړې وه چې د ۱۹۸۸ کا د فبرورۍ تر ۱۵ مې نیټې پورې به خپلې لښکرې له افغانستان څخه باسي ، لکه څنګه چې هغه مهال د افغان حکومت په مټ همغسې وشول او د وخت حکومت چې مشر يي ارواښاد ډاکټر نجیب الله و ، دا ورځ يي د ملي ژغورون یا د نجات د ورځې په نوم یاده کړه ، خو بلخوا پاکستان هم ژمن و چې افغانستان ته د وسلو او وسلوالو مجاهدینو رالیږل بند کړي . مګر پاکستان ، افغانسان ته نه یوازې وسله او وسلوال ګروپونه بند نه کړل بلکې د همدې کال په مارچ کې يي د خپلو پوځونو په نیغ ملاتړ پر جالال اباد وسلوال برید وکړ ، چې شرموونکې ماتې سره مخ شول ، خو له دغې رسوايي او ماتې سره سره پاکستان بیا هم د افغانستان پر وړاندې د چلوټو له بندولو څخه لاس وانه خیست .
روسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې د لارې په شنډولو کې هم پاکستان د روسيي سره په چلوټه کې شریک شو . یوخوا پاکستان د ملګرو ملتو د پروګرام پر وړاندې ، په کابل کې بېطرف حکومت ته په عمل کې د واک سپارلو د بهیر په مخالفت کې ودرید او په پېښورکې يي د ژینیو د تړون پر خلاف د مجاهدینو حکومت جوړ کړ او بلخوا روسیي شمالټلواله پر کابل رامارش کړه ، چې ددغو دواړو هېوادو د توطیي په پایله کې د افغانستان ناورین تر ننه پورې ادامه لري .
د افغانانو په ټولوژنه او د افغانستان په ورانۍ کې پاکستان لویلاس درلود او اوس يي هم لري . دا چې د پاکستان واکمنان د افغانستان په ناورین کې د خپل ښکېلتون نارې خپله وهي ، باید د هغې تاوان ورکړي .
پاکستان او روسیه دواړه باید افغانانو ته د جګړې تاوان ورکړي .
اوس دا د افغان دولت پورې اړه لري چې د جګړې د تاوان خبره راپورته کړي . د افغانستان ملي شورا چې د تاسیس له وخته يي د خپلو شخصي ګټو پرته بل څه نه دي کړي ، باید له پاکستان څخه چې واکمنان يي د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او تیرې په اړه خپله اعتراف کوي ، د جګړې تاوان وغواړي .
زه دا منم چې د کرزي د چورواکانو په اوسني دولت کې چې له نیمايي زیات غړي يي د پاکستان او نورو هېوادو له جاسوسي کړیو سره بېلا بېلې نږدې اړیکې لري ، دغسې یوه ملي غوښتنه کېدونکې نه ده ، خو که نور څه نه وي افغانان باید تل دغه غوښتنه د خپل حق پتوګه ځانته خوندي او ژوندۍ وساتي .