د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ژورنالېستانو له پېښور پريس کلب سره دکتابونو مرسته وکړه

06.05.2009 15:14

په پېښور کې مېشتو افغان ژورنالېستانو نن د دانش خپرندويې ټولنې او دالفت مجلې د مشر اسدالله دانش ساپي په مشرۍ په پېښور پريس کلب کې دکلب له مشر شميم شاهد او نورو ځايي ژورنالېستانو سره وکتل.

دافغان ژورنالېستانو په ډله کې پر اسد دانش سربېره په پېښور کې د ازادۍ راډیو استازی نجيب عامر، د پژواک خبري اژانس او شمشاد تلويزيون خبريال جان الله هاشمزاده،دټول افغان ويب پاڼې استازی مجيب الرحمان انګار او يو شمېر نور شامل ول.

افغان ژورنالېستانو شميم شاهد ته د پېښور پريس کلب د مشر په توګه دټاکل کېدا مبارکي ورکړه چې څه موده وړاندې د ژورنالېستانو د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د ټاکنو په ترڅ کې په دغه دنده ټاکل شوی.

د کډوالو ژورنالېستانو په استازيتوب جان الله هاشمزاده نوموړي ته خپلې ستونزې بيان کړې او له هغه يې وغوښتل چې د دوی دستونزو په اواري کې ورسره مرسته وکړي.

شميم شاهد په ځواب کې ژمنه وکړه چې دی به د کډوالو ژورنالېستانو دستونزو په اوارولو کې له دوی سره پوره مرسته کوي،نوموړي وويل چې په پېښور پريس کلب کې د افغان او پاکستاني خبريالانو ترمنځ هېڅ توپير نشته،لکه څنګه چې مو په تېرو کلونو کې د ورونو پشان سره ګډ کار کړی په راتلونکي کې به هم دا لړۍ روانه وي.

دواړو خواوو  په سيمه په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې د روانې وضعې په اړه د رسنيو رول ډېر مهم وباله او هيله يې وښوده چې درسنيو مسوولين او ژورنالېستان دخپل رسالت له مخې ور سپارل شوې دندې پر مخ يوسي او هڅه وکړي چې په سيمه کې بل اور دخپل قلم په زور دتل لپاره مړ کړي.

په پای کې  د دانش خپرندويې ټولنې مشر او د الفت خپرونې مسوول اسدالله دانش ساپي او په پېښور کې د ازادۍ راډيو استازي ليکوال،شاعر او ژورنالېست نجيب عامر دپېښور پريس کلب ادارې ته يوزیات شمېر کتابونه او د الفت مجلې کليکسون ډالۍ کړ، چې د ټولو په استازيتوب دکلب پخواني مشر محمد رياض په ډېره خوښۍ ومنل.