د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانش خپروندويه ټولنې الفت کتابتون پرانيست

25.04.2009 19:23

د دانش خپرندويه ټولنې لخوا د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د الفت په نوم يو نوى عامه کتابتون پرانيستل شو او د اوس لپاره ورسره د څلور سوو څخه د ډېرو کتابونو او ګڼو مجلو مرسته وشوه

په نوموړي کتابونو کې علمي، ادبي او نور بيلابيل کتابونه شامل دي چې د دانش خپرندويه ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپي لخوا دې کتابتون ته وسپارل شول

ددې کتابونو د ژمنه په داسې مهال وشوه چې  د قرغيو د ولسوال حاجي صالج محمد نيازي لخوا له لرې  پښتونخوا څخه راغلو ميلمنو، رحمت شاه سايل، ډاکټر اسرار، عمر دراز مروت، اقبال شاکر،ناصر امين، اسرار اتل، امجد شهزاد، مشتاق مجروح، سعدالله فطرت او يو شمير نورو ليکوالو او شاعرانو لپاره غرمنۍ او مشاعره جوړه شوې وه.
دانش خپرندويه ټولنې په هېواد کې له ډېرو نورو کتابتونو سره هم په زرګونو کتابونو مرستې کړي او اوس اوس يې په کابل کې د پوهاند رشاد له عالي ليسې سره د يو شمېر کتابونو د مرستې ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به ورته وسپارل شي، د پوهاند رشاد عالي ليسه چې د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ کې ده علمي کتابونو ته ډېره اړتيا لري او له نورو هيوادوالو څخه هم غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي

د يادونې وړ ده چې د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې مخکې له دې کوم کتابتون نه وو