د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډبول شوي پښتنې پېغلې په اړه څو پوښتنې

نسيمه قبا 09.04.2009 15:10
سلامونه او نيکي هيلې مې ومنئ!
په دې وروستيو کې مې د ټول افغان له لارې يو دردوونکى خبر واوريد خداى شته چې څو اوښکې مې هم ور سره توى کړې، خبر داسې و په سوات کې يوه پښتنه پېغله په عام محضر کې پړمخې څملول کېږي او په دې ګناه چې له خسر سره بهر وتلې وهل کېږي.
وبښئ له احساساتو څخه به کار نه اخلمه يوازې غواړمه هغه پوښتنې چې زما په مغز کې ګرځي او ځواب لټوي له تاسو درنو لوستونکو سره شريکې کړمه:
لومړۍ پوښتنه: که يوه نږور د خپل خسر سره بهر ته د وتلو اجازه نه لري دې ملايانو او طالبانو دا حق له کومه کړ چې يوه پردۍ جنۍ پرته له کوم حجابه پر ځمکه پړمخې څملوې او مجازات يې کړي.
دوهمه پوښتنه: همدا ملايان او طالبان چې ځانونو ته د اسلام ټيکه داران وايي ولې د هغو جنو او هلکانو په اړه چې په پيښوري فلمونو کې کار کوي کومه فتوا نه صادروي، تاسو يې وينئ چې څه ډول فلمونه او سي ډيګانې بازارونو ته وړاندې کېږي، ايا دا د اسلام د مقدس دين له يوه رکن سره برابر کاردى، فکر کوم ځکه دوى څه نه ورته وايي چې يو پلو نوموړوو په دې فلمونو او سي ډيګانو سره خپل پښتنې ثقافت روښانه کړى او بل پلو يې هغه ټولنيز دردونه او کړاوونه چې په پښتني ټولنه کې زېږېدلي په خورا ښه توګه تمثيل کړي.
درېيمه پوښتنه: که نوموړې پښتنه پېغله رښتيا هم په ياده شوې جزا محکومه وي ايا شرعي وهل او مجازاتول همداسې وي لکه دوى چې خپل ټول وس په کار اچولى؟ ايا يو مجرم کس بايد داسې ووهل شي لکه څنګه چې په خپره شوې ويډيو کې ښکاري.
څلورمه پوښتنه: د اسلام مقدس دين هغه کسان چې په زنا مرتکب شوي وي د درېو شاهدانو تر څنګ په درو وهلو او مجازاتولو فيصله کړې، ايا دا معصومه جنۍ چې د عامو خلکو پر وړاندې وهل کېږي د دې د جرم ثابتولو لپاره هغه درې شاهدان چيرته دي، هغه ولې په دې ويډيو کې نه ښکاري، که دا ويډيو رښتيا هم د خلګو د اصلاح او عبرت په نيت خپره شوې وي بايد ټول جريان په ورته بڼه ثبت شوى واى او وروسته په سزا رسول شوې واى.
څلورمه پوښتنه: ملايان او طالبان نه غواړي په سيمه کې څوک ويډيويي کيمره له ځان سره وګرځوي، هغه موبايلونه چې ويډيويي کيمره لري هم بند دي، پوښتنه دا ده چې دا عکاسي چا کړې ده؟ د دوى په خوښه شوې ده او که په پټه؟ که په خوښه شوې وي ايا دا د دوى د پاليسي خلاف کار نه دى؟ او که په پټه شوي وي دا څرګندېږي چې د دوى په ليکو کې داسې کسان هم شته چې اسلام بدناموي.
پنځمه پوښتنه: نوموړي ملايان او طالبان په دې ډول کارونو د اسلام کړۍ پراخول غواړي او که تنګول؟ اسلام د يوه لېوه په څېر تعبيرول غواړي که بل څه؟ زما مطلب دا دى که له دې کارونو څخه د دوى مقصد عام ذهنيت خپلو مسووليتونو ته متوجه کول وي نو ته و خداى داسې کېږي؟
شپږمه پوښتنه: که تاسو نوموړې ويډيو وګورئ جنۍ پړمخې څملول شوې يو يې پښو ته ناست د هغې پښې يې کلکي نيولي او بل يې سر ته ناست د هغې سر او لاسونه يې کلک نيولي دي، درييم کس په بې دريغه توګه ګوزارونه پر کوي او جنۍ دا هڅه کوي چې خپل غړي پټ کړي، اوس پوښتنه دا ده په دې ډول دوى د ښځو د حقوقو دفاع کوي او که تر پښو يې لاندي کوي؟ اسلام چې ښځو ته کوم حقوق وضع کړي دي دا په ښکاره توګه پر هغوى باندې تېرى دى، يعنې که پر يوې مجرمې ښځي حد جارې کېږي بايد په حجاب پوښلې وي او کښېنول شي او مجرم نارينه بايد ودرول شي. تر دې پورې يوه وړوکې شان کيسه را ياده شوه، وايي يوه ورځ يوه مسلمان يو هندو ډباوه چې کليمه شريفه ووايه هغه ورته وويل را ويې ښيه زه به يې ووايم ده وى دا دى څه سپۍ بنده را واچول.
فکر کوم زما د دې پوښتنو ځواب تر لاسه نه کړم، خو په زغرده وايم نن چې د اسلام پلي کولو کومې دعوې کېږي ټولې دروغ دي، ځکه په دې ډول کارونو نه اسلام پلي شوى او نه به پلي شي، مطلب مې دا دى چې عام ذهنيت بايد نور د اسلام په نامه و نه غولېږي او د داسې اسلام دښمنه عناصرو پر وړاندې له کرکې او نفرت څخه کار واخلي.