د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانش خپرندويې ټولنې له صديق روهي ښوونځي سره دکتابونو مرسته وکړه

01.04.2009 16:34

دانش خپرندويې ټولنې په کابل کې له صديق روهي ښوونځي سره دڅه دپاسه سلوټوکو علمي،ادبي،تاريخي، او هر اړخيزو کتابونو،دالفت مجلې دګڼ شمېر ګڼو او ځینې نورو خپلواکو چاپي خپرونو چې ددغې ټولنې په آرشيف کې خوندي وې،مرسته وکړه.

دغه ښوونځی چې د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې موقعيت لري له ويدا وروسته دويم شخصي ښوونځی دی چې په پښتو ژبه پکې زده کړې کېږي.

د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپي په دې اړه ټول افغان ته وويل چې هره اداره په پيل کې له يولړ مالي ستونزو سره لاس او ګريوان وي او ښايي دغه ښوونځی هم له دې پلوه يوڅه ستونزې ولري،دانش خپرندويه ټولنه چې د علم دخپراوي اود جهالت دله منځه وړلو په موخه يې بنسټ ايښودل شوی  تل هڅه کړې  چې له ښوونځیو،ادبي ټولنو او نورو ادارو سره دکتابونو مرسته وکړي،چې دادی په دې لړ کې مو نن صديق روهي ښوونځي ته يو څه کتابونه او مجلې ډالۍ کړې،ترڅو زموږ  ځوانان وکولای شي چې ګټه ترې پوته کړي.
ياده دې وي چې دانش خپرندويې ټولنې له دې وړاندې هم په کابل،کندهار،خوست،کونړ،ننګرهار،لغمان ،مزار او د هيواد په بېلابېلو سيمو کې له ښوونځيو،ادبي،ټولنو او مستحقو زده کوونکيو سره د ګڼ شمېر کتابونو مرسته کړې.