د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پيغام

غمخور 20.03.2009 03:40

هرروز تان نوروز
نوروز تان پيروز

درنو هيوادوالو، آغلو اوښاغلو، نوی کال مو مبارک

 پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

بينوا

 درنوهيوادوالو،اغلو اوښاغلو!

دنوی هجری شمسی ۱۳۸۸ هجری شمسی کال دراسېدوله امله تاسودرنو افغانانو اونړۍ کښي ټولوهغوته چي داورځ دنوی کال دورځي په نامه نمانځي دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلي وړاندي کوو.
وطنداران وهم فرهنگيان شرافتمندو گرامي در سرتاسرگيتی !
اجازه دهيدبخاطر فرارسيدن نوروز ازصميم قلب به همۀ هموطنان گرامي ومردمانکه اين روز راخجسته ميدانيدمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي ملت هاي ستمديده وبلاکشيده جهان باشد.

 آمدت نوروز و جشن نوروزی فـــراز
کامگارا کار گيتی تازه از سر گير باز
منوچهری

 درنو هيوادوالو ! دادی زموږ کړېدلۍ ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردي . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اوانساني کرامت ته درناوی . له بدمرغه په تيرکال کي زموږ دولس هيلي اوانتظاريو ځل بيا په نااميديوبدل سو. زموږ خلکوسوله غوښتل، ولي هغه رانه غله ،دانسان وژنې لمبې نوري هم سوځونکې سوې ،په ټول هيوادکي تر اوسه امنيت ټکنۍ دۍ ،په بهر کي داوسنی دولتي حاکميت څخه خوابدو لخوا دبهرنيانو په هڅونه اولمسون زموږ په خاورکي نا ارامي دوام لري ،يوپه بل پسې دځانمرگي ريدونو بوږنونکي خبروتر غوږو کېږي ، دځان وژنې پروسه دالقاعدې سازمان لخوا په گړندی بڼه روانه ده . دطالبانو او القاعدې دسازمان پرخلاف مبارزې په نامه هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي دبهرنيو ځواکونو لخوا بې گناه انسانا ن وژل کيږياودبلې خواددولت مخالفين دعوامو خلکو کورونه اوبنډې دځان ساتنې سپر گرځوي . داوير يوازي پدغوسيموکښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دبهر نيودشومواوافغان دښمنو ارزوگانودپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پرکليو اوبانډوباندي هوايي برېدونه وکړي، ترڅوزموږ بېگناه هيوادوال له منځه ولاړ سي . دادی يوځل بيا دنوی کال تر راسيدوڅوگړيه وړاندي دهيوادپه يو شمير سيموکښي ځانمرگی بريدونه ترسره شول اودې کاردې ته پلمه جوړه کړه چي دايساف اوناټوپوځی ځواکونو دجنگی عملياتوپه طرڅ کي په لسهاوزموږ بېگنا ه هيواد والوخپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . ددې پرځاي چې دوي ،اوددوي خپلوان (دچامور اودچاخور، ياورور اوزوي ،يالور ) دنوی کال په خوښيوکي دخپلې کورنۍ سره يوځاي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ اودوستان په سر و اوښکودوير پرکمبله ناست دي . ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده،دنوی کال دمبارکي ددې پيغام پوسيله يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړونه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لارغوره کړي . دافغانستان داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړې چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي . ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي ، افغانان راشی پخپلوکې سره جرگه شی اودپرديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولۍ. ټول په يوه اواز دافغانستان بيارغوني ته ملاوتړۍ،دويرانی اوبې اتفاقی پر ځاي ملي يووالي ،تفاهم ،د تعليمي اوتحصيلي موسسو جوړولوله لارې دجگړې او ورانۍ له بلانه خپل ملت وژغوری. . دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي حامدکرزی نه په کلکه غوښتنه کووخپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړي،دشخصي مقام دساتلو اويا يوځل بيا ددغه مقام دتر لاسه کولو په موخه افغانستان دنړيۍ له زبرځواکو سره په مخالفت کي ونه دروي . ترڅو چي په دولتی حاکميت کښي دمشر په توگه مسوليت ولرۍ ،په دولتي اداروکې ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوافغان ولس زورنې پر خلاف جدياوصادقانه گامونه پورته کړی ،دزورواکانو لاسونه دغريبو اوکمزوروله ستوني نه لنډ کړی. داپه هيڅ ډول ،هيچاته دمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډونوډالروپه ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه افغانستان په ټولو برخوکې دنړيوالوتو ليدی توکودخرڅلاو بازار پاته شوۍ ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواددئ چي دبيکارو،وږو، تږو،ناروغواوفقيرانوشمير ئې ور ځ تر ورځي زياتېږي . په افغانستان کي دکرهڼې اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغان دولتي چارواکو اونړيوالو مرستنديوهيوادونولومړنۍ دنده بولو. ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په راتلونکی ۱۳۸۸ کال کې دټولوافغانانوڅخه هيله کوي چي دخپل هيواد دولسمشرۍ اوسياسي برخليک ټاکنولپاره پدې نوی کال کښي دخپل هيواد لپاره ديوهوښيار اوافغان ولس سره دخواخوږي مشرد ټاکلوپه برخه کي دخپل ملي صلاحيت اودرايت نه دملي گټو پر بنيادمعقوله استفاده وکړي ،داسي څوک دولسمشر لپاره په گډه ونوموي چي وکولاي شي داسوځېدلي هيواداورنځېدلي ولس ته نجات ورکړي . زموږ په باور افغان ولس ته بايد سياسي اومذهبي گوندونه ،ټولنيز اومدني سازمانونه ،قومي اومذهبي مشران اومستقل شخصيتونه دخپل رواحق نه دمعقولي استفادي لاري چاري وروفهمه وي اوهغوي ته دملي گټودساتلو،په هيوادکي دهمېشنۍ سولي اوثبات راوستلو اوملي يووالي دتامين په موخه لوری ورکړي . ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزواوکړاونونه ډکه نه وي پرځاي ده چي په افغاني شهامت بېله هرډول تبعيض نه دځان اوهيوادلپاره هوښيارمشرتابه وټاکۍ . له دغه ملي، اوانساني حق نه دافغاني ټولنې دروښانه راتلونکي په موخه معقوله اوپر ځاي استفاده وکړي . دافغانستان غيرتي اوپر هيوادمينوخلکو! دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ ،اوداهم تاسو ياست چي دخپل برخليک په ټاکلو کښي دبل نه مشوره غواړی اويادهغوي پر علاقوتکيه کوی اويا خپله مستقلانه پرېکړه کوی .زموږ په باور افغانان بايد پدې پوه اوپه ټول قوت تلاښ وکړي ترڅوديووالي په روحيه ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات برابرکړي . موږپدې پوهېروچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلۍ دی،همدا لامل دی چي سولي او امنيت ته ترهرچا زيات اړتيالري . افغانان بايد پدې باور ولري چي بېله سولي ثبات نه هيوادجوړونه ناشونې ده . دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفي دحکم له مخې دهربېگانه پوځی ځواک موجوديت ديوه هيواد سياسي استقلال ترسيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې پيکه کوې ، افغانانوديو ضرورت له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان ته راشی ترڅو ددوي هيوادله بنسټپالواوالقاعدې بېگانه عربی سازمان له منگولوخلا ص شي . اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي دمالي مرستواته کاله تېرېږي ،پر افغانانوده چي دخپلې ملي او وطني دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي بي اتفاقيو اوددولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي افغانستان پردي ابادکړي ا وپردي پوځی ځواکونه موکورنۍ امنيت وساتي؟ زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دټولو مخالفينو اودافغانستان داوسنی دولتي حاکميت خلاف ډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونونه خبرې ژر تژره پيل شي .مخاليفي ډلې هم بايد دافغانستان دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي ته دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دافغانستان دبيا جوړونې لپاره دملي مصلحتونوپر بنياددټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبرو اومذاکرې ميزته حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې دنده ده چي ددولت د اوسنيو مخالفينوته دملي پلاتفورم اونړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون امکانات خبرو اومرکوله لاري برابر کړي . موږدامسله اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اوافغان ولس دبسياينې په خاطردټولوخوابدوخواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي .پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو،خپلواکو شخصيتونو،قومي مشرانواوديني عالمانوته دگډون اوپرېکړي صلاحيت ورکړه سي .دغه ټکی ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتو دسازمان دامنيت شورا لخوا دسيمي ليري اونږدې پرتو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي .سرغړونکۍ هيواد ته دنړيوالو نورمونوپر بنياد سزاورکړه سي .
هيله منديوپه نوۍ ۱۳۸۸ کال کښې افغان ولس دهيواددبيا ودانولو،سولي،اجتماعي بسيا ينې په برخه کې تاريخې برياوي ولري .

دافغانستان پياوړی شاعرعبدالوهاب سرتير وايي :

 که په کابل که په پروان توييږي
که په هرات که په لغمان توييږي
نه کوم انگريزنه کوم چنگيزدی هلته
يواځې وينه دافغان توييږي

وياړپه افغان غيرتی ولس! پدې هيله چي دا کړېدلې خلک ارام ،بسيا اوښېرازه ژوندولري .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب دروزگان ملي مهالنۍخپروني مسؤل
حبيب الله غمخور