د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځوپه وړاندې نړيواله بې عدالتي اودمارچ اتمه

حبيب الله غمخور 05.03.2009 00:31

 



تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوته دزړه له کومي مباره کي اونېکې هيلي وړاندي کوم  پدې  هيله چي په گران افغانستان اوټوله نړۍ کښي   ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي شي . دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل انسانی ژوندته دوام ورکړي ، دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوند کي داجتماعی عدالت پر بنيادنارينه وو سره  برابره اوگډه برخه واخلي .
په بشری ټولنه کې مختلف عوامل  دانسان پر ژوند تاثير ښندی ،خو اقتصاد اوپوهه  دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري  .
دبېلگې په توگه په هغه ټولنه  کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي  اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري ،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي  عدالت له گټونه برخمن وي .
پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پرلوردرومي کله چې یې وگړي  دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري . که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنوروعلمی  تجر يبولپاره لاره پرانيزي ،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثمار اوټولنيزو بې عدالتيو څخه خلاصولاي سي .
انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه  اودهغې په نس  کي  را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتو پدغوټولنو کښي  شتمن اولوړي انسانان د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت  دکاردمحظول  ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کشي لري .په هراقتصادي سياسي  نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزه بې عدالتي  سرته رسيږي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي  اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی  جوړښتونه  اواړېکي لري   دخپل پيدايښت  نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل  تيروی  .
 دپانگوالی ټولنيز مناسبات  دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار،ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري .په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودو،رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ  نه په ظالمانه اوغير عادلانه بڼه کټه پورته کوي  ترڅو زياته  سرمايې  پلاس  راوړي .
د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران مجبورکړه چي دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د اعتراض ږغونه پورته کړی  هغه وخت  دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده ،دکار شرايط اوچاپيريال يې  دومره نا وړه  و چي دډيري لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار توان  دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري   .
ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبارپراوږو اخيستۍ دی .هغوي  تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې ،هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې  دکار شرايط اوچايريال  ددوي لپاره زورونکی اودتحمل وړه نه وه .
غواړم يوې خبري ته چي ممکن دډيرو لپاره جالبه وي هغه داچي همدا نن هم په ټوله پرمخ تللې نړی کښي  دکاراوټو لنيز فعاليت په زياتوبرخ کښي ښځوته لږتنخوا ورکول کيږي  ،اوتر ډره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځوداستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودمازومانوروزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جوازنلري . مگر له بدمرغه دپسو اوفابريکو خاوندان  ځانته دتېښتي لار پيدا کوي .
پورته مي دې ټکي ته اشاره ورکه چي دسرمايدارانو ظلم اوساتم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړيستلې چي دخپلو رواحقو قوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي .
له نن څخه  ۱۵۲کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار گرانودکار دشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمښت او تنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ  کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل  انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيل  باله ،ځکه خوئې  ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره  لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانويې  مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم  راوپارول  اودپانگوالوسره دنفرت  روحيه نوره هم غښتلې سول.
ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ  ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷  ,۱۹۰۸  او ،۰۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادو کي  تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخواياد غونډي جوړي شو ې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته وه  .
په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې  ديوشمير هيوادو غيرتي ښځی پردې بريالۍ سوې  چې  پانگوال دزمان غوښتونو،عدالت او انصاف  ته  سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال  د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس   د ((۱۷ » هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه نماينده گانو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال  کنفرانس په وروستۍ ورځ  د المان پيژندل شوې سياسي څيرې  اغلي ” كلارا زيتكين ”  لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې اوله  هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد ژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون  دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي  دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني اوطبعي حقوقو ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه  جوړي شي . له هغې ورځی نه چې پدغه  نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين ))  داوړانديز ومنل سودا ((۹۹)) کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ  وياړلي  ورځی نمانځنه کيږي .

” كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځې بنسټ ايښودونکې

په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه  په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډوکښي ښځو په انتخاباتو کې درايې ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب  حق تر لاسه کېدواودهيوادو په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قوددفاع  اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق  غوښتني  ا وړانديز ونه  مطرح سول .
په (۱۹۱۵ ،  ۱۹۱۶)  کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخالفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ  داتمي  ورځې په مناسبت  پراخي غونډی  اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي  ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ  متقابله احترام  په مناسباتو کي  ژوندته نړۍ وال راوبلل، اوپه جگړه کښي د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه ئې په کلکه دجنگ دختمېدو غوښتنه وکړه .
د اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني  ټاکنوکې  ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داسترليا ،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان  په  ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو  په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د  ايټاليا او فرانسې  ښځو داحق  تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې  په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي  چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال  پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی  ورکړه شوی . په مصر کې دتير۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله  دخلکودنکاح دتړلودحق په  ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه .
په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دهمدې سازمان لخوادښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده کړه .
ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا  دنړۍ په يوزيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي ښځي دي . زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکولومسأله مطرح شوه ،يوشمير  بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته  دنارينه سره  دبرابر حق ورکولو پر خلاف  مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی ،د (  ۱۹۶۳) داساسی قانون دتصويب  نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان  ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی ،افغانستان  په نړۍ کي يو له هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو کې دو يادرښځو دا امکان تر لاسه کړ چي دوزارت اوياهغه معادل مقام کې دنده تر سره کړي   . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه محرومي سوې  ،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانودحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانو دغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرانس نه وروسته په نوی جوژ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو،دولتي ادارواونوروټولنزوسازمانوکې دگډکار حق ورکړه سو،اود اساس قانون  په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون  دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ. 
ددغو برياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلوسره دښځوپه وړاندي  قانون  ترپښولاندي کيږي اودښځوپه وړاندي دجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي ،که په اوسنی عصرکښي دبشري نړۍ ټول سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت  ته په رڼوسترگوځير شو له ورايه څرگندېږي چي تر هر چاښځه په هر اړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ سره لاس په گريوان ده ،اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي . داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف  دپيسود پيداکولولپاره استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري لمر غوندي ټولوته په ټوله نړۍ کښي څرگنده ده.
له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگند بيان شوي نه دې ورکړه شوي  او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي))  دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتوضدکنوانسيون ، دملگرو ملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقيراوتيري پرخلاف  پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی  ژوند کي دفعال گډون امکانات برابري شويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت  هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه  نده چې له يوې خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لرې ،مگر له بلې خواکله چې دصلا حيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره راشي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور په نامه دښځوحق حي په حقيقت کي زموږ ((مور،خور،لور اوياکوردوانه ))ده تر پښو لاندي کيږي .
اوياپه ډيرو وختونه په يوزيات شمير هيوادوکښي دبرابری گناه په مقابل کي ښځې ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي؟.
دنړۍ  دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځېله دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو ا وبې عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگرو ملتو د سازمان غړيتوب هم  لري  ندی لاسليک کړی ، اويوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ دی .داپدې معناچي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي دښځوپه وړاندي دعاد لانه کړنواودهغوي دمقام اورول نه سترگې پټېږي .تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي  په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د لومړي ځل لپاره یوه پنځه پنځوس کلنه میرمن دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیده. 
په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چې دتهران دښار دآرارت  په سپورتی لوبغاړې کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال دبازيو سيالي جوړه شوې  وه .په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي ،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت اوانصاف تبليغ کوی خوخپله  ئې دالوي او ارت ايران دبې دفاع هغو ايرانيانواوپه ځانگړې  توگه ښځوپه وړاندي چي  دټولنيزو ازاديواو اجتماعي عدالت  طرفدار ي  کوي په يوه تنگ ،تور اوتاريک  زندان بدل کړۍ . هلته  څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواگانو نيولۍ دی .
همدا د۲۰۰۸ کال په ورستيو مياشتو کي څو ځله هغه بېگناه ښځي  زنداني  شوې کوموچي داخوندي رژيم ر خلاف دښځو دحق  څخه ددفاع اواز اوچتاوه .
له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې اوپه ځينوکي بيا دوهمه  يا دريمه برخه ورکول کيږي  . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سباتو پر اساس دښځه د ميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي يوڅوک يعني  (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل که هغه ماشوم هم وي  اويا سپينږ يری)بېله خوښي  نکاح وتړي . داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطو نه ددواړو خوا خوښی اورضايت  دی .په زورنکاح تړل په اسلام کي جوازنلري . دښځي نظر نه تنها داچي دهغې دسرنويشت په ټاکلو کې نه غوښتل کيږي همدا ډول دانتخاب  حق هم نه ورکول کيږي ، دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه  اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمو نواونارواکاروته اسلامی اومذهبي بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه تراشي .پداسي حال کي  چي داکارپخپله له اسلام اواسلاميت سره خيانت اوجفاده .دايو شمير کسان دي چي  دخپلو شخصی گټواو خواهشاتو لپاره يي  اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي  ((ببو)) يعني بلا  معرفی کړېده ،کنه داسي نده . داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي انصاف اوعدالت  ته پکښی زياته پاملرنه سوې ده .که چيري د اسلام پر مقدع دين باندي يوشمير سياسي سواداگر دخپلو سياسي موخولپاره دنورواديانوپيروانوته د اسلام  مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅکله داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي .
په  اقتصادي  اړيکوکې ښځه دنړۍ په زياتو هيوادو کې دنارينه  سره يو شان کارکوي مگر دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ښځو ته ترنارينه کمه او يا کله کله دنارينه  دتنخوا نيمايې ورکول کيږي ،دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته بيا هم دښو تنخوا تر ناينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره زور زياتۍکيږي  .دداډول چلند اوظلم مثالونه   په اسياافريقا،لاتينه امريکا شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي .
اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات  دښځوسره دژوندپه ټولو اړخونو کښي زور زياتۍ کيږې ، ښځی نه يوازي دا چې تر اقتصادې استثمار لاندي دې ،متاسفانه په زياتوهيوادوکښي دنارينه دجنسی غريضې درفع دوخت دخوښ تېرېدنی ديوې  وسيلې  په توگه په بازارونوکې پلورلوته وړاندي کيږې . دښځوزيات شمير دژوندداسي  اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت  په ځانگړوبازارونو کې خرڅلاوته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې نه دې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواوبې عزتيو څخه وژغورل شې . ديادولو وړده چې په سويډن کې داسي ځاي چې هلته نارينه دپيسو په مقابل کې دجنسی غريضې درفع لپاره دښځونه  استفاده وکړی تراوسه لادنيکه مرغه نسته اوداعمل غير قانوني دی. مگر په پر مختللې امريکا، ارواپايي نړی جاپان ،يوشمير اسيايي اوافريقايي  هيوادو اواسترالياکې  ډيري پيغلي  اوښځی داقتصادي ستونزو اومجبوريتونوپه خاطر دې ته اړې سوی دي  چې ځانونه وپلوری . جالبه داده چي پدي ورستيو کي په  يوشمير اسلامي هيوادوکښي دښځو اوپېغلو سوداگر پخلې ه[ۍ اودوکانونه پرانيزي ،اويوزيات شمير دشرقي اروپااوپخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوپېغلې  دغوهيوادوته بېول کيږي اوهلته په فاحشه خانوکښي ساتل کيږي .
يومسله دجدي پاملرنې وړده ،غه داچي دې  ټکی ته بايد پاملرنه وسی چي  داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری  ،بلکه دا په اجتماعی نظام  کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتو دغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ دځان غوښتنوپايله ده چي يو شمير انسانان دخپل ژونددبقالپاره له خپل عزت نه تيريږي .په شاته پاته هيوادو کې  له ښځونه د ناروا استفادې  نوری بڼې  هم شته ،اوپه نورو ډولونودهغوي پر عفت اوشرافت  تيرکيږي . خومتاسفانه ددغو ټولو بې شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کې ټول اوياغوڅ اکثرت  چوپه خوله دي   اودحوادثو ننداره کوي . 
دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصايي له مخي هر کال په جهان کښې تر ((۴۱۰۰۰)) زرو زياتي ښځی خپل خوږ ژوندلاسه ورکوې ،په سودان ،سوماليا اوڅونوروځايوکې پېغلی په زورسونتېږی ، اويا په هر ثانيه کښې  يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي له زورزياتی  اوتاوتر يخولي سره مخامخ ده  .
دلاتيني امريکا په ځينو هيوادوکي اميدواري ښځې ته کارنه ورکول کيږي اوکارته د استخدامولو په وخت کي ښځه بايد ځانگړې معاينه تر سره کړي تر څو معلومه شي چي اميدواره نده ،اميد واري ښځي ته چي دلوږې مري څوک  کار نه ورکوي . همدلته دياد ولو وړ بولم  په اروپا کي چي شپه اوورځ دښځو او ماشوم دحق ددفاع ناري سورې وهل کيږي دفابريکو اونورو اقتصادي مؤسسو خاوندان هم ډيرکوښښ کوي په يوه اوبله بهانه هغه ښځو ته چې اميدواره وې او ياکوچنی ماشوم ولري دکارورکولوڅخه ډډه وکړې،حتا په دولتي اداروکي هم دکار گرو اوکارمندانوداستخدام په لمړنيو پوښتنو کي دماشوم ددرلودلو سوال حتمي دۍ .
دهمدې اقتصادي ستونزو له امله دنړۍ په زيات شمير هيوادوکې ښځي،ځواني پيغلي ځان خرڅوني ته مجبوريږې ، په نړۍ کي دفحشاو ډير والۍ دښځودعياشۍ بيلگه نه  بلکي ددوي دژوند دناوړو اقتصادي  شرايطو،ټو لنيزو ظالمانه اوغير عادلانه اړيکواو مناسباتو،دژوندنيواړتياواو مجبوريتونو روښانه بېلگه  ده . هر کال داسيايې هيوادو،پخواني شوري جمهوريتونو،روسي،بلغاريا،رومانيا،البانيا، ترکيې ،چک ، سلواک،چين  ،کموديا ،ايران ،ويتنام تايوان اونورو دهيوادنونه  تر دوميلونوزياتي هغه انجونې چي عمر ئي د ۱۶ کالونه  تر ۲۷ کالو پوري  وي د اروپا ،امريکا ،تايلند ،هنکانگ،جاپان ،هند اوعربي هيوادو دجنسي گټي اخيستني  بازار و (فاحيشه خانو) ته وړاندې کيږي  ،هرکال په امريکاکښي  په سلهاو زره انجوني دجنسي تجاوزاو تيرې قربانياني وي ،داکارپه اروپاکي هم رواج  لري ، همدا علت دۍ چي په نړۍ کې د ايډز ناروغۍ پراختيا موندلې ده ، له بده مرغه په نړۍ کې داسي هيواد نه پيداکيږي چي هلته دي  ددغه مرگونې مرض لمن  نه وې غوړېدلې . دکورنيو جگړواو مهاجر تونوله امله په افغانستان کې چې هيچا فکر نه کاوه د ايډز په مرض اخته کسانو شمير تر((۲۵۰۰)) کسانواوړي.
دهمدې اقتصادي ستونزوپايله ده چي  د بيوزلو غريبو اوترجنسي تيريولاندي ښځو په منځ کي  هره ورځ  دايدز ناروغی مخ پر زياتيدو ده . همدا اوس  د جنوبي افريقا په سلو کې ((۳۵)) په سودان ،سوماليا او نورو افريقايي هيوادو کي سره لدې چي  په ځينو کي يې بيچاره ښځي  په زور سونتوی  خو بيا هم ددي وژو نکي ناروغی کچه ډيره لوړه ده،په کنياکي تر دوه نيم ميليونه زياتي ښځې اوماشومان پدي مرض اخته دي . دنړۍ په يوشمير هيوادو کي کورنيوجگړو دا امکانات زيات کړي چي دوسله والوکسانو لخواپر ښځو په انفرادي اوډله ايزه توگه تيرۍ وشې  په سيراليون،چچنيا،کانگو،پخوانۍ يوگو سلا ويا، رواندا،کامپوچيا،عراق ، سوماليا اونوروهيوادو کې دجگړو په جريان کې په زرهاو ښځي بي پته شوي او پر هغوي جنسي  تيرۍ شوۍ دی  ،زموږهيوادهم له دې بلانه په امان کې ندی پاته شوی ،دلته دجنسی تېری هغه وحشيانه بڼه ليدل کېداي سي  ،داتريخ واقعيت بايد ومنل سي چي پدې ډول جنسی تېرۍ دبشرپه تاريخ کښي بې مثاله دي کوم چي زموږ په پاکه خاوره کي ديوشمير ځناورولخواپر وړو ماشومانوترسره کيږي .
دليکنې داوږدېدونه دمخنوی په خاطر زموږ په هيوادکي دښځو ژوند اودښځوپه وړاندي  په دولت ،ټولنيزو سازمانو،سياسي گوندونو،تنظيمونواوکورنيوکښي دبې عدالتۍ پر بنيادولاژ چلند باندي خبري نه کوم . اونه همدا خبره په تفصيل سره څئړم چي په نړۍ کښي دهمدغې دمارچ داتمي ورځې دنمانځلو لپاره څومره تشريفاتي محافلونه اوغوندي جوړېږي ،شعراونه ورکول کيږي اودښځو دحقوقوڅخه ددفاع خبري کيږي ،خوبياداټولې خبرې په همدغو سالونونوکښي تر بل کال  پوري پاتېږي  . اوپدې هم بحث نه کوم  چي که زموږ په ټولنه کښي دښځو دژوندوټولو اړخونوته پاملرنه سوي واي اودښځوله حقوقوڅخه  داسلام دمقدس دين درښتنيوارزښتونو اومدنې قوانينوپر بنياددفاع سوې واي ،زموږ دهيوادهغه ښځې چي شمير ئي دنړئ ديوه هيوادتر  روډ اندو ښځو چندان کم ندی نازول سوی اوهڅول سوی واي اوس به موږ لکه دنړۍ نور ولسونه پدې برخه کښي دسيمي په کچه ستري برياوي اوپياوي شخصيتونه درلوداي ،چي متاسفانه زموږ دهيواد ټول تکاملي بهير اودهيوادوالو ژوند اوپر مختگ دپرديو او افغان دښمنو دسياسي او اقتصادي گټو قرباني سوئ دی . داپروسه همدا اوس هم روانه ده که زموږ په هيوادکي څوک دښڅو دحقوقوخبره پر خوله راوړی دبلې خوازموږ دهيواد دښمنانو اوظالموگاوند يانوبنسټپالو نوکرانولخشواورباندي دکفر ټاپه وهل کيږي  .زموږ ولس له يوې خوا نالوستج اوبلي خوداسلام په اساساتوخبرندی هر څه چي دامذهبي سودافر ورته وايي هغه منې .
پدې شرايطوکښي چي له هرې خوا زموږ ولس تر مرگوني گزارونولاندي دي زموږ غوښتنه له هغو دينې عالمانو څخه کوم چي په رشتياسره داسلام دقدس دين په ټولو اساساتوپوره پوهېږي  دپل نفوذ اواعتبارنه په استفادي سره زمور دهيوادوالو غوظونه ورخلاص اودښځوپه وړاندي  دغو بې عدالتيوت دپاي ټکی کښېږدي .
له ډله ايزو رسنيو له ټولو بڼو نه هيله کوم  په خپلو تبلېغاتو اونشراتوکښي  ديوه افغان په توگه په ټولنه کښي دښځودمقام ،رول اوحقوقو په اړونددافغان ولس دپوهاوی لپاره ځاي ورکړي ،ترڅو زموږ ولس ددغو شرمونکو پېښو اودښځوپه وړاندي  نارواکړنوڅخه تر يوه بريده خلاص شو.
دگران افغانستان اونړۍ پر ټولو روڼ اندوښځو ږغ کوم چي حق څوک چاته په خيرات کي نه ورکوي ،بايد واخيستل شي،که تاسوپه افغانستان اوټوله نړۍ ګښي دهغوپه وړاندي چي ستاسونه ئي دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگي او اجتماعي اړخونوکښي  ستاسو رواحق غصب کړی د۱۸۵۷ دنيويارک دښځوپه دودمقاومت ونکړی اودغاصبينوپه وړاندي راپورته نشی په پېړيو ،پېړيوبه په همدا ټولنېزي بې عدالتی کښي لاس اوپښې وهۍ .
وياړ په هغوپاک لمنو افغانو ښځواوپيغلوکوم چې دخپل ژوندپه قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولولپاره دټولواقتصا دي او اجتماعی ستونزوپه منلوسره مبارزه کړې  اوترخپل خواږ ه ژوندتېرې سوئ  دي  .
پدې هيله چي په ټوله  نړۍ کښي سوله اوعدالت تامين،دښځو رواحقوقوته په عمل کې درناوی وشي . پاي