د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه پيغام

حبيب الله غمخور 08.02.2009 22:27

په نامه دهغه خداي مي دا بيان دی
چي يونوم ئې په نومونوکي صبحان دي

پياوړی استادارواښادر شاد صاحب وايي : 

زمــــــانه چي په مــــدار د کیـــــــــــنې راســـــــي
د کـــــــــمال پر مـــــــنارو ټکـــــي پرېباســـــــــي
ډیـــــرکلونه دي په کار چي په دې ملک کي
بـــیا "الفت" غوندي شــیوا شاعر پیدا سي
علامه عبدالشکور رشاد

دافغانستان دوتلي سياسي اوادبي شخصيت دزوکړي دسلمې کليزي د پرتمينی غونډي برخه والو!
دډله ايزو رسنيو په مټ موخبر تر لاسه کړ،چي د لغمان  ولايت د اطلاعاتواوکلتور رياست په زيار او ابتکار دروان  ۱۳۸۷ لمريزکال  دسلواغې پر ۲۱مه دلغمان  ولايت دمهترلام بابا په ښکلي ښارکي دپښتو ژبي او ادب دځلانده ستوري دافغانستان ادبي اوسياسی څېرې اولوړ شخصيت مرحوم  گل پاچا الفت د زوکړې ۱۰۰ مه کليزه نمانځی .
دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال گل پاچا الفت  دتلين غونډي  درنو برخه والو!
ډير وياړوله هغه هيواد اوښارنه تاسوته داپيغام رسوو په کوم کښي چي په ۲۰۰۰ م کال کي په بهرکي دلومړی ځل لپاره دلته دسويډن دمالموپه ښارکي ددې منلي او وياړلي ستر ملي شخصيت په وياړ نړيوال علمي سمينار جوړ سوی وو. زموږ لپاره دزياتی خوښي اووياړ ځاي دی چي دافغانستان په اوسنيو زړه بوږنونکوشرايطو کښي چي له هرې خوا زموږ غيرتي ولس دناخوالو،ناندريواو بدمرغيوسره لاس په گريوان دي  تاسو دداسې يوې درنې اوعلمي غونډي  کوربانه ياست . موږ داغونډه ددې سمبول  اوروښانه بېلگه بولوچي افغان ولس لکه دنړی نورو ولسونه دژوند په هيڅ ډول شرايطو کښي خپل وياړلي شخصيتونه اوڅېر ې  نه هيروي اودتل لپاره دهغوي درناوي اويادساتي .
اجازه راکړئ  ددې پيغام  په مټ  تاسو اوستاسو له لارې د گران افغانستان کي  ددې ستر شخصيت مينه والواوپه ځانگړې توگه دلغمان  ولايت داطلاعاتو اوکلتور رياست مشرتابه اوغړو،دهيواد دبيلا بېلو سيمونه راغلو ميلمنو اوپدې  پر تمينه  غونډه کي راټول شويو فرهنگيانو اوفرهنگپالواغلو اوښاغلو ته د ځان اودلته په سويډن کې دروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه ،اوپرديسوافغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم  .
موږ  پدغه فرهنگي لويه اوتاريخي  غونډکي ځانونه ستاسوددې درڼې غونډي برخوالواغلو او ښاغلوسره  شريک بولو او تاسوټولو ته  ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په وطني او افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدوغوښتنه کوي .  
د دغه  ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت دکار اوژوند د ټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي غونډوپه کچه یوڅه ستونزمن کاردي . دغې موخې ته رسېدل پراخ  څېړنيزکاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري  . خوموږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به هم  تاسود استاد گل پاچا الفت  دکار او ژوندیوشمېرنوي اونه څېل سوی اړخونه روښانه اوراوسپړۍ . ځکه ارواښاد الفت صاحب  د یوبشپړ علمي  اوادبي مکتب په څير دخپل ژوند په ټوله موده کې دپښتوادب ، دپراختيا،پياوړتيا اودغه راز  دملي سیاست په پلي کولوکې  ډېرزيار ايستلۍ اوپدې هکله  يې پر بې شمېره ليکنو ډېرې خولې توي کړې  اوشپې ئې سهارکي دي  .
ددغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودځوان نسل دپوهاوي لپاره دهغوي دآثاروچاپ اوخپرول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانوملي اوانساني وجیبه ده .
درنو دوستانو، اغلواو ښاغلو!
ارواښاد الفت صاحب دادب اوشعرپه برخه کي  دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقوددفاع په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېركړاوونه اوزحمتونه زغملي دي .
دپښتوژبي پېژندل سوی اديب اوشاعر،پرهيوادمين، ډيموکرات سياستوال گل پاچاالفت  له نن څخه ۱۰۰کاله پخوا دې نړۍ ته سترگي روڼې کړې دي . ښاغلي الفت صاحب دخپل ژوند په ټول عمر کي دافغاني آدب،شعر اوملي سياست  په ډگر کي  داسي کارونه سرته رسولې چي په يقين سره به دافغانستان دځوان نسل  دروزنې په موخه دتل لپاره ديوه علمي رهنمودپه توگه زموږ دټولنې  په فرهنگي اوسياسي بهيرکي ستر مقام  ولري  .
پياوړې  استادالفت صاحب  دخپل لنډ عمر هرشېبه د گرانو هيوادوالو اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته ډالی  کړې وه . هغه علاقه لرل اوددي لپارئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه روزل  شي ترڅودده په وينا دهر څه نه لمړۍ يو تل پاتۍ افغان ، ويښ ځلمۍ اودنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نشي . د علم او پوهی په ډگر کی  دچاغلام نسي،که ئې د په جگړي په ډگرکی  گټې نوپه سياست کی ئي هم وساتي  .
هغه پدې باور ووچي  افغان زلمي بايدپه آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،له وطن  سره مينه ، انسان  ته په درناوي اوغيرت کي تر هيچا شاته پاته نشي .بشري عاطفه،انسان دوستی اونوع پرستي ئې داخلاقو اوکړنو جزوي . 
دگران ا ستادالفت  صاحب ملي ،اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړويادونوکی  نشي  راڅرگندېدلاي  دهغه ژوندليک اوخيالاتوباندي  پوهېدل لويو تبصيرو اوژورڅېړنيزکارته اړتيا لري .
لوي استاددخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی دهيوادتايخ اوراتلونکي نسلونه به پرې وياړي. ښاغلي الفت صاحب  دخپل نه ستړي کېدونکي زيار اوزحمت په پايله کښېزيات  علمی،ادبي اوفرهنگي اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوې علمي اوادبي پانگې په توگه پرې اېښيدي .
الفت صاحب  آن دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دافغان ولس اوځوان نسل  دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ  په خاطرهرڅه پر ځان گا للي دي. هغه تل مدام دې ټکي ته گوته نيول او پر دې ټينگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکې جوړوي،نوځکه  دوي بايد داسی وروزل شي ترڅووکولای شی دهيواد دبيارغاوني ،ترقی اوپرمختگ  لپاره دميرويس نيکه اولوي احمدشاه باباغوندی دافغان ولس لپاره دسترو چوپړونوجوگه شي  .
الفت صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو کښي ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعر په پېيلو جملو اوالفاظوکښې ئي هم ظلم ،ستم ، رشوت اوپه دولتي کچه  فسادرسواکاوه ،بلکي هغه ئې  کلکه غندلۍ دی  .
دگران استاد په اندنه بايد افغانان هميشه دمهربانوهمسايه گانوځيره خوراوخيرات خوروي، يادبهرنيانو لورېنو ته منتظراوسترگی په لار اوسي ،هغه افغانان هڅول تر څو خپله دخپلو ملي امکاناتو څخه په مقوله استفادې سره خپل هيوادپه سياسي ،علمي،اقتصادي اوټولنيزوبرخوکي دنړيوالوسياليو جوگه کړي .
الفت صاحب وايي :


پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه


الفت  صاحب يوله هغو علمي ،فرهنگی  اوسياسي شخصيتونوڅخه وچي دقومي بې اتفاقیو،ژبني،مذهبی،
ا و منطقوي اختلافاتو،ملي غرورتر پښولاندې کونې  اوافغان اولس دهرپردي ،کس اونا کس تر واک اوغلامی  لاندي راوستلوسر ه  ئې سخت اونه پخلاکېدونکۍ  مخالفت کا وه . هغه ته نه يوازي داچي داډول روحيه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکي ددغه ډول سياست پلويان ئي په هرډگر کي چي  ئې امکان پيداکړي په افغاني شهامت او غيرت رسواکړي اوترټلي دي . هغه په رښتياسره دخپلي زمانې يو سرکښ ليکوال ،شاعر اوسياستوال بلل کېږي   ځکه خو هغه نه يوازي اديب اوغښتلی شاعر يادېږي بلکې پدې سيمه ديوې  وتلې سياسي څېرې په توگه به د تل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ شخصيت په توگه  پاته وي .
ښاغلي الفت وايي :


نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي
نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي


اغلواوښاغلو!
هيله موداده چي پدغه علمي اودرنه يادغونډه کي دښاغلي الفت صاحب دفرهنگي  آدبي  اوسياسي چوپړ  پر ارزوني  اوددې لوي اديب ، شاعر اوسياستوال پردرناوۍ سر بېره  دهغوله چاپه پاته اثاروپه هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوند گټورگامونه  اوچت کړۍ ، دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخارځاي وي چي دالفت صاحب  ناچاپه  اثاردچاپ بخت ومومي .   
ستاسوددې درنې تلين غونډې له تريبون  څخه په استفادي سره په افغانستان کي دولتی  اړونده چارواکو ږغ کووچي :
۱/  دکابل په ښارکی يوله علمی يا کوم فرهنگي مرکز اويوواټ دافغانستان  ددې منلي شخصيت گل پاچا الفت   په نامه ونومول شي ،که داکاردافغانستان په شمالي اوجنوبي غربي سيموکي وشي دابه دولسونوپه يووالي کښي ارزښتناکه  رول ولر ي .
۲ /  دپښو ژبې ددې ستر اديب او شاعر ټول ناچاپه لېکنې راټولې اوچاپ کړي .ترڅوله يوې خوائې دورکېدو مخه نيول شوې وي اوله بلې خوادهيواد راتلونکی او اوسنۍ نسل ،دعلمی او ادبی مسايلوڅېړونکي دالفت صاحب واثارو ته لاس  رسۍ پيدا کړي .
موږ يوځل بيا تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتو ژبي دغه ستر اديب ، شاعر،ژونالست ،ليکوال او غيرتي سياست وال گل پاچا الفت  پاکي  روح ته ددعا کوو. جنتونه دې ځاي اوروح دې ښاد وي . ومن الله التوفيق
اجازه راکړی خپل پيغام دلوي استاداومنلي شاعر پدې تاريخي شعر چي دهر افغان پر ژبه دی پاي ته ورسوم :


زما خوب
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی
کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی
که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی


ومن الله التوفيق
دروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې  مسول
حبيب الله غمخور