د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لراو بر پاڼې ته چې((اوغزوال)) يې له((موسکا)) ونښلاوه او ټول اشرار او ابرار سره يې ښکر پر ښکر کړل

سيدحسين پاچا 16.01.2009 22:20

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
درنو لوستونکيو ته سلام!
پوهې او علم ته احترام او درنښت دا ځانته مساله ده او له يو چا سره سياسي عقده راښکل دا ځانته مساله ده. هر څوک حق لري چې د خپل نظر ښکارندويي وکړي او هم بايد چې د خپلې ژبې د بډاينې لپاره خدمت او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، خو دومره خبره ده چې په هره ژبه کې ژبپوهان کار کوي معيار يې ټاکي او ګرامر يې ورکاږي. داچې د نوې ژبپوهنې له اصولو سره سم د معيار بنسټ پر رغاونيز يا ګرامري يووالي ( توحيد) او لغوي تنوع يا تکثير ولاړ دی، نو څلور ګونې لغوي ذخيره ورسره لازمه او ملزومه ده:
١) لهجوي چې په اړوندو لهجوکې استعمال لري،
٢) لرغونې چې په زړو متنونوکې خوندي پاتې ده،
٣) له نورو ژبو څخه راغلې دخيله يا مستعاره برخه او
٤) مصنوعي يا خپللاسي چې په عربي ورته وضع لغت وايي او رغوونکي ته يې واضع لغت. داسې چې د اشتقاق او ترکيب له لارې يوه کليمه جوړوي او د وخت حکومت او تعليمي مؤسسات يې پر کار اچوي چې په نتېجه کې ړومبی د ليکوالو له خوا دود مومي او بيا عامو خلکو ته لار پيدا کوي او کارول کېږي.
له بده مرغه زموږ ټولنه چې له تعليمي پلوه يوه وروسته پاتې ټولنه ده او پښتو ټولنه يې لاوختي پر شمالي ټلوالې خرڅه شوې ده.. بې له هغې مو له زده کړې سره دښمني ده، خو بيا چې کوم متخصص نيم را کې پيدا شي، نو د خپلمنځي نظرياتي اختلافاتو او سياسي عقدو ښکار شي . نن سبا نوې ژبپوهنه، ګرامر(صرف و نحو) او معياري ليکلار له مربوطې پانګې سره او داسې نورې برخې او مسألې له اکادېميکو متخصصينو پرته د هر چا کارنه دی. د هرې علمې څانګې او شعبې متخصص يوازې او يوازې د ژبپوهاند په مشوره او لارښوونه خپل مربوطه اصطلاحات وضع کولای شي او بس.
که موږ فارسي ژبې ته وګورو، نو ان تر دې که سړی د تکبير تحريمه په وخت کې د الله اکبر پرځای پارسي ترجمه ووايی چې خدا بزرګ است، نو لمونځ پرې درست کېږي او حال دا چې په نورو ژبو درست نه دی دا ځکه چې په هغه وخت کې فارسي ژبه عربي ته ورته او نژدې وه. اوس راشه چې د قسم لپاره به يوه کليمه د عربي پکې پيدا نه کړې، نو دا کار خو همدې ژبپوهانو وکړ او هېچا پرې لروبر اعتراض هومره هم ونه کړ او په درو هېوادو کې کارول کېږي چې د کابل بلواکي دولت بېواکه فرهنګ وزير خوارکی يې د درغلي ((دري)) نامه په سپسته د مخنيوي هڅه کوي. د ملي (پښتو) ترمينالوجۍ دفاع په دې کېدای شي چې پښتو د ((بومي اکثريت)) د ژبې په توګه ثابته کړ شي او دغه کار ډاکتر زيار د خپل کتاب ((پښو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) او بې شمېرو پښتو، فارسي، الماني او انګليسي مقالو، مرکو او کنفرانسو په ترځ کې د لويديزو استادانو له ساينتيفيک جدول سره وړاندې کړی دی.
زما ژبپوهاند بيا له اسلامه ناخبره بنسټپال تکفيروي او خلقي تربورانو او پرچمي ستميانو، هغه هم زياتره پښتو ژبيو وينه ورته تر نورو سياسي دښمنانو زياته وينه اېشېږي!
دا کار بيا د دوو وجهو يې دوی کوي. يو دا چې د حسد (کينې) او عناد له وجهې نه او بل د سياسي عقدو له خاطره. ځينې دا خپل کسرشان انګېري چې څنګه زه له دومره دروغو رښتيا ليکوالي شهرت سره خپل زاړه ليکدود يا املاء انشاء ته بدلون ورکړم، د(و) پرځای (وو) او د (وو) پرځای (ول) وليکم يا شفاخانه-روغتون کړم، اَشپزخانه- پخلنځی، سالګره- کاليزه او داسې نور.
زه په خورا افسوس دا خبره کوم چې که چا له پوهاند زيار سره سياسي يا سمتي دښمني وي، نو هېڅوک يې لاس نه شي لنډولای او که خبره د علمي قضاوت وي، نو بيا چې هغه د خپلې ژبې د بډاينې لپاره په دې عمر کې کار کوي او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، نو بيا بايد چې موږ پرې ووياړو. هغه خو دا ګرامر، لغت پوهنه، فقه الغه (اَرپوهه)، ليکلار، قاموسونه، نومونې، او اصطلاحات او يا پښتو ژبه له ځان سره هغې دنيا ته نه شي وړلای، خو چې سترګې يې پټې شوې، نو هرڅه به يې موږ او تاسو او راتلونکو نسلونو ته راپاتې وي.
دا څومره د شرم خبره ده چې يو څوک دې پوهنتوني او يا دې د پښتو ټولنې مسلکي کدر وي او بيا يې د يوې کليمې په زده کولو باندې نوم وتلی وي او نه يې شي زده کولای، نو بيا خو په کار دا ده چې د پښتو نوم په خوله وانخلي. هره ژبه په خپل ذات کې هم سخته او هم اسانه ده، خو موږ پښتنو ته خپلې بې همتۍ دا ژبه سخته کړې ده. د هرې ژبې زده کړه وخت او زمان ته ضرورت لري او هېچا ته الهام شوې نه ده. هرچا خواري کړې، ليک ولوست يې زده کړی. ښوونځی يې لوستی او بيا نور لوړې زده کړې کړي دي او بيا يې په اخلاص او په پوره متانت سره ښه په پوره ايماندارۍ خپلې ژبې ته خدمت کړی چې دې ځای ته يې خپلې ژبې رسولې دي.
ای پښتونه! ای تعليميافته ځوانه، ای لېسانسه، ماسټره، ډاکټره، محققه، سرمحققه، او د شوروي له خيراته پوره او نيم اکاډميسنه، ای ښوونکيه، ای زده کوونکيه، ای امي وملا که تاسو له زيار سره شخصي دښمني لرئ، نو هغه مو خپل کار دی که سياسي عقدې لرئ، نو د هغې مخه مو هم څوک نه شي نيولای، خو تاسو بايد چې قضاوت وکړئ او قضاوت مو بايد چې منصفانه وي، نه جريحانه. علمي خدمت او کړه وړه دا ځانته مساله ده او د سياسي جريان ملامتونه بيا ځانته موضوع ده. هرڅوک به په دې اړه د خپلې وسې مقصر وي او هېڅوک به داسې نه وي چې هغه دې په يو شکل د اشکالو له کوم سياسي او يا جهادي ډلو ټپلو سره لاس ونه لري. بله دا چې ډاکټر صاحب له غريبې او بېوسې کورنۍ نه لوړو زده کړو ته رسېدلای، نو دا پرې هم د ځينو نه لورېږي، نو ځکه ورته کله ناکله په سيده او ناسيده توګه خلک راپاروي. زيار خو له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري، او يوازې يوازې د خپل علمي- فرهنګي اوملي- تاريخي مسؤوليت په احساس له مخې له نيمې پېړۍ راهيسې دې کار ته ملا تړلې. که نه تراوسه به دغه وروسته پاتې غرنۍ ټبرنۍ ژبه لا وخته له اردو او پارسۍ سره مسخ شوې وای. ايٌايوه ژبه چې يو معياري ليکلار او اساسي قانون ((ګرامر)) و نه لري، هغه له نورو ژبو سره علمي- فرهنګي سيالي کولای شي او يايې تش پايښت تضمينېدای شي؟
بيا د علمي مسايلو او استدلالونو له مخې نه شي وړاندې کولای، نو بيا خو بايد چې له خپلې ژبې سره دښمني هم ونه شي. موږ بايد چې دومره لنډ اندي ونه اوسو او ډېر وړاندې فکر وکړو.
د شيخ نجب الدين کبری کيسه دلته لازمه بولم چې د علم کلام يوه مساله ورته پيدا شوه او د حل لپاره يې امام فخرالدين رازي ته يو څوک ولېږه چې ورته حل يې کړي، خو هغه ورته په جومات کې دېره وو او دې پرې خبر نه وو.
وايی چې يوه ورځ شيخ نجب الدين کبری ته د علم کلام يوه مسأله پېښه شوه. ټول علماء په مجلس کې ناست دي هغوی يې حل کولای نه شي. شيخ نجب الدين وويل بس يو سړی دی په مقام رای کې فخرالدين رازي هغه به د دې مسألې پر حل پوهېږي بل څوک نه. مسأله يې وليکله په پاکټ کې يې واچوله. پته يې پرې وليکله امام فخرالدين رازي الرّای بالشام. مريد يې راروان دی په دروازه کې وځي چې ده پاکټ وليده. ورته ويې ويل: ملګريه چېرته ځې؟ هغه ورته وويل چې رای ته ځم. څه ته ؟ خير خو دی؟ ورته ويې ويل چې شيخ صاحب ته يوه مسأله پېښه شوې ده. د وطن ټولو علماوو حل نه کړای شوه، نو فخرالدين رازي ته يې وړم څوک به وي په شام کې. هغه ته يې وړم چې هغه په دې مسأله پوهېږي. امام رازي رحمة الله عليه ورته وويل چې ته ورشه له شيخ صاحب نه دې پوښتنه وکړه چې ته مسأله حل کوې او که په فخرالدين باندې يې حل کوې. که په فخرالدين باندې يې حل کوې، خو ورپسې رای ته لاړ شه او که مسأله حل کوې، نو که دلته چا حل کړه، نو بيا؟ هغه ورته وويل چې پوښتنه به ترې وکړم. نو شيخ کبری ورته وويل چې موږ په فخرالدين باندې څه قسم خو نه دی کړی، مسأله حل کړئ! خو دلته څوک نه شته، نو ځکه يې هلته لېږو. نو جوړې هغه مسأله يې ترې واخېسته او ورته ويې ويل چې يو قلم راپيدا کړه. هغه ورته قلم راوړلو، نو ده ورته هغه مسأله په دوه کرښو کې وليکله. ښه دا واخله ورله يې يوسه، نو چې هغې يوړه او شيخ کبری وکتله، نو ويي ويل چې له کوم ځايه دا سړی دلته پيدا شو؟ هغه ورته وويل چې دا خو دلته لس پنځلس ورځې وشوې چې دلته ناست دی يو ملنګ غوندې دی او دا لوټې ټکوي. دا د اودس ماتيو د لوټو خدمت کوي دې خانقاه کې. نو شيخ کبری رحمة الله عليه وويل: په بالله ووالله لايکونُ الا فخرَالدين قسم دی ويل دا به رازي وي. ځکه دا تحقيق بغير د امام رازي نه د بل چا نه دی. شيخ کبری پخپله راپاسېده او د راتلو سره يې ورته وويل چې السلام عليک يا فخرالدين او ورته ويې ويل چې کيف عرفتنی؟ څنګه دې وپېژندلم چې زه فخرالدين يم. نو شيخ نجب الدين کبری ورته وويل مِنْ حَلِّ الْمُغْْلِقَةِ هذِه د دې مغلقې (سختې مسألې يا ستونزې) په حل مې وپېژندې چې بل څوک يې نه شي کولی. او ورته ويې ويل چې ته کله راغلی يې؟ هغه ورته وويل چې زما يو څو ورځې وشوې، نو ورته ويې ويل چې موږ ته دې د راتلو خبر نه دی راکړی. ورته ويې ويل چې نه صاحب زما نفس خو داسې خبيث نفس وو چې هغه زه تا ته چېرې پرېښودم او ما دلته ذليلولو. ويې ويل چيغې يې راته وهلې دي چې هله ! ويې ويل اوس ته راځه، نو بيا يې له ځان سره بوت او بيا ترې فخرالدين رازي جوړ شو.
د مکاشفې باندې شيخ نجب الدين کبری (رح) په خپل وطن کې وو او اودس يې کاوه. او لوټه ورسره وه، راوايې خېسته او دېوال ته يې راخلاصه کړه. ويې ويل: ووايه چې خدای مې بې دليله پېژندلی دی. پس فخرالدين رازي دلته يوه جمله وويله چې دخدای وجود بديهي دی او بديهيات دلايل نه غواړي، نو خدای مې بې دليله پېژندلی دی، نوامام رازي رحمة الله عليه وفات شو. دلته کسانو هلته له خلکو نه پوښتنه وکړه چې وروره دغسې مسأله وه چې شيخ صاحب اودس کولو او لوټه يې پر دېوال وويشتله. بس همدغه وخت د فخرالدين رازي حالت د ځنکدن پيل وو.
ښه به دا وي چې موږ بايد علمي مسايل او ستونزې بايد په علمي استدلال سره حل کړو، نه دا چې د چا پر علمي شخصيت تېری وکړو. دا کوم کسان چې اوس ورته د انتقاد ګوته نيسي، نو دوی کوم يو خپل ځان د سياسي او فکري پلوه پاک او بري الذمه ګڼلای شي. ترننه پورې هرڅوک د يو سياسي او جهادي جريان په خُم کې رنګ دی. له دې داسې برېښي چې دلته په دې ليکنه يا ليکنو کې له دوو تنو يعنې اسدالله سروري او له ملا دادالله نه دفاع شوې چې البته ډاکټر صاحب به ورته په کوم نيمځای کې د جلادانو نسبت کړی وی. ځکه خو د سروري او يا د امين د ځينو خواخوږو پر طبيعت بده لګېدلې او د قلم عفت يې نه دی ساتلی. البته چې يو د امين په دور کې خپله وسه کړې ده او بل بيا په جهادي او طالبي پير کې خپله وسه کړې ده. اوس خو به موږ يو له بله ننګه او ملاتړ کوو، خو راتلونکی نسل به په دې اړه خپل منصفانه قضاوت وکړي. که څوک علمي ځواب لري هيله ده چې ورته وړاندې يې کړي او د علم ځواب بايد چې په علم او پوهه ورکړي، نه په سپکاوي او نه په تېري سره.
زه به له غروال داوپوښتم چې((په هندواروپايي او ساکي اَرياني ژبو کې د پښتو دريځ)) سيمينارته زيار نه وای تللی، بل بديل يا کانديد تا درلود او ايٌا دده دنمانځنې غونډه وه، همداسې يې په تېر يوه کال کې د کاناډاله رسمي سفره تر المان او افغانستان پورې پرله پسې نيمه رسمي علمي او تعليمي سفرونه د شخصي نمانځنې يا کوم امتياز لپاره ول؟
داسمه ده چې استاد زيار په سويس کې د لوړو تحصيلاتو راهيسې ((يوروسوسيالېست)) پاتې شوی او څوکاله يې په هېوادکې د تدريس او تحقيق په خاطر دګډ ګوند او بيا پرچمي برخې غړيتوب ته مجبور شوی او د چپي انقلابي په توګه يې له خپل انتقادي هوډه لاس پرسر شوی نه دی. له همدې کبله د سيستاني صاحب خبره هيچا زغملای نه شو او دی هم ترې پخپله ووت. دی خو څه نظامي او امنيتي مسؤول نه وو چې څوک يې وژلي يا ځورولي وي. بلکې برعکس ترکوم ځايه يې چې پېژنم، ګومان نه کوم، مېږی يې تر پښو لاندې کړی وي. د جهاد په ورځو شپو کې يې ورونه دده پر سر ځورول او نه جريمه کول، ځکه بې شمېره يتيمان يسيران د کابل تر ليليه ښوونځيو رسولي ول او چې پېښورته راغی، ان د شهادت ورځپاڼې چلوونکي(استاد صميم، استاد شهرت ننګيال...) يې هرکلی وکړ.
د پښتو څېړنو نړيوال مرکز تر شپږ مياشتني رياست وروسته د خلقيانو زندۍ او زندانونه ګاللي او د سولې او پيوستون له درې مياشتني او د ادبياتو پوهنځي تر دوه کلن رياست وروسته کارمليانو د مېلمه استاد په نامه ختيز برلين ته راتبعيد کړی دی. ده په اروپاکې له نورو همفکرو انتقادي ((اروپايي)) مارکسېستانو سره يو تيوريک غورځنګ (نهضت اَينده) رامنځته کړی، په دې باورچې بې له دې د بشري نړۍ د ژغورنې، ازادۍ او سوکالۍ لپاره بله مبارزه کوم ځای ته رسېدای نه شي. دا د ده فکري- سياسي لاره ده، که زما او ستا خوښېږي يا نه خوښېږي. خو زه او ته او نور ورته د يوه يوازېني پښتو ژبپوهاند په توګه نن سبا ضرورت لرو او ګومان نه کوم، تر مرګ وروسته يې هم تر ډېره څوک تشه ډکه کاندې او يايې اړوند اثار وننګولای شي!
په پای کې له ډاکټر صاحب څخه هم هيله کوم چې د خپل ځان د عزت ډېر خيال وساتي او هسې بېځايه له بداخلاقو، بې تربيه او بې ادبو خلکو سره ځان په جوال کې وانه چوي. که زما مشوره د خپل يو دوست او کليوال په توګه ومني، نو ښه به دا وي چې خپل علمي او مسلکي کار ته مخه کړي او موږ ته لا ډېر څه په ميراث را پرېږدي. له بده مرغه چې زموږ په پښتني ټولنه کې د چا عزت نشته که وای نو لږ تر لږه خو به يې د قلم عفت ساتلی وو.
له ټولو پښتو او اسلام مينو او همدا راز مخالفينو څخه بښنه غواړم!