د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی کرزی صاحب ، افغانان د بهرنيانو او بهرنيان د افغانانو پر خلاف مه پاروئ!

حبيب الله غمخور 27.12.2008 01:28

خوستيانو بيدار اوسئ!

پدې ورستيو کښي په ټولو هغوجرگو کي چي له ده سره دافغانستان دمختليفو ولايتونو خلک گوري اويا کله کله داسي زمينه برابره کړي چي په يوه اوبله بهانه ژورناليستان رادعوت کړی  اوهلته له هغوي سره په خپلوخبرو کي له بهرنيانو څخه سرټکوی ان تردې بريده چي گويا کرزی صاحب غواړي که بهرنيان دده خبره نه مني له هيوادنه دي ووزي . بهترينه بېلگه ئي پدې ورستيو کي دخوست دغيرتي خلکو سره دلېدوپرو خت کښي دملي گټوخلاف  اوپارونکې ويناده .
خوکه دکرزی صاحب نه پوښتنه وسي چي کرزی صاحب ! که دا بهرنياهمدانن ووزي تاسوبه دڅوساعتو لپاره پر قدرت پاته شي ؟ کرزی صاحب  پخپله په وار وار دغه سوال ته جواب ولی چي يوه لهظه هم نشو پاته کيدلاي ،هغه په تکرارويلی که بهرنيان ووزي هيڅ شي به تاسو ونه وينۍ ،يوثانيه داحاکميت دوام نشي پيدا کولاي  ،نه به دا حکومت اونه به دادده په اصطلاح دموکراسي وي  .داچي څه به وي اوڅه به  نه وي ،خو يوه خبره تر لمر روښانه ده هغه داچي دکرزي صاحب حاکميت به نه وي  ،داچي نور به څه پېښېږي دا زموږ عوامو خلکو مشکل دی .
ددې سرۀ چي کرزی صاحب پدې ښه  پوهېږي ،که بهرنيان پدغو شرايطوکي  له هيوادنه ووزي پر دې ملک به څه غوبل پيل سي خو بياهم ددي لپاره چي ځان ښکاره کړي اودحاکميت په ورستيو دگوتوپه شمار ورځوکي غواړی ددې غريب اوزوريدلي ملت  په ستر گوکي خاوري وشندی اوهغوي ته ځان ددوي خواخوري  اوله ملامتی خلاص ښکاره کړي داډول بې گټي اوبې مسوليته خبروته ئې ملاتړلې ده .
کرزی صاحب!
تاسوپه خوست کي دخلکوسره په خبروکي وويل چي : : ((په ۲۰۰۲ کال کې موږدبریالیتوب اوج ته رسېدلي وو اودافغانستان دخلکوله ملاتړه برخمن وو.طالبانواوالقاعده ماته وکړه ،په زرګونوطالبان بېرته خپلو کورونوته ستانه شول اوعادي ژوند یې پیل کړ خوايتلافي ځواکونویوشمېرقاتلان استخدام کړل اوله هغوی سره یوځای یې دسلګونو قومي مشرانو اونوروخلکوپرکورونویرغلونه وکړل اوهغوی یې مجبوره کړل چې له خپلوکورونووتښتي .))
 بلې همداسي ده،خو يوازي همدا دبهرنيانو تيروتنې ددې لامل شوی هم ندي چي خلک غروته پورته شي دې کار څو دليله درلودل :
لومړی داچي زموږدهيوادبهرنيو دښمنانو ځانونه دې ته پسله يونيم کال نه سمبال کړه چي پاکستاني جنرالان  خپل امتيازونه ترلاسه کړي او ايراني اخوندانوته زمينه برابره سوه دخپلو پوځی پروگرامونواواټومی وسلوجوړېدوته دلاري خلاصولوپه موخه  امريکااواروپا په افغانستان کي گونده اومصروف وساتي . تاسودا يراني چارواکو داوروستی څرگندونې دافغان ولس سره دخواخوږی بېلگه بولی ؟ موږ افغانان خوئې بل ډول بولو،ځکه له ايراني چارواکولکه پاکستاني جنرالانو اوددغه هيواداستخبارتي سازمان څخه دخواخوږي اودوستی اميد نلرو.
په هرحال ښاغلی کرزی صاحب! دغه خبري ولي تاسو داشپږ کاله  نه کولې؟ خلک وايي  اوس يې په دوه دليله کوی :
۱/ ممکن پدې پوهېدلي ياست چي نور دامريکا لپاره دقبول وړنه ياست دخپل ځان دنجات په خاطر چي دهيوادپه تاريخ کې  په توروڅېروکي رانسی داخبري کوی .
۲ / ياداچي غواړی که امريکا دځانگړو مجبوريتونو اوگټوپه خاطر يوځل بيا هم  تاسوپدې دنده پرېږدي  ،اوددې لپاره تاسودکومي جرگې  دپرېکړې له مخې مو دحاکميت  دوخت موده اوږده کړي  ،اوياپه جعلي ټاکنو مو بريالی اعلان کړي نو تاسوبه واياست چي دادولس خوښه وه اوزه ئي ځکه وټاکلم چي مادبهرنيانو په مقابل کې دهيواد اوهيوادوالونه دفاع کول .خو په يوه ترخه حقيقت بايد پوه اوسی چي  تاسومتاسفانه  نور په هيڅ صورت دافغان ولس لپاره د منلو وړنه ياست سره لدي چي دا باورشته  ممکن امريکا يوځل بياهم  تاسو وساتي .
داپه خوست کي ځينې څرگندونې مو دا معنا لري چي نور هم غواړی پر مقام دپاته کېدوپه موخه دټاکنيز کمپاين په توگه په خپلو بې مسوليته ويناوو اوخبرو دا ولس دبهرنيانوپرخلاف راوپاروی اوتاسو یې ننداره وکړی . هغه انجينر صاحب احمد شاه څومره هوښياره خبره وکړې چي ويې ويل  : ((دبهرنيو ځواكونو ته په دغه هېوادكې د پاتې كېدو اړتيا شته، خو داسې چې د ده په وينا په خپلو پوځي آډو كې پاتې شي او د سرحدي پولو ساتنه وكړي . ))

سره لد چي کرزی صاحب ! په دولت کي ټول نامطلوب اودخلکو دگټو دښمن عناصر تاسو دخپل واک دساتلوپه منظور دضدملي مصليحتونوپر بنياد په دولت کي نه يوازي داچي شريک که بلکي هغوي ته موداسي غوښن ځايونه اومقامونه په اختيار کي ورکړه چي اوس هغو دهمدي امکاناتونه په استفادې سره ستاسو اوستاسوله بهرنيو ملاتړونه باج غواړي .
مگر دشمال ائيتلاف  وشاته تاسو نه واست ولاړ ؟
خليلي اومحقيق چا دغه مقام ته ورسول؟ اياپه هزاره قوم کي نور پاک خلک نه وه ؟
داتنظيمونه چي تاسو په خپلو تبليغاتوکي ورته جهادي رهبران واياست چا دومره پردي زوريدلي ملت وتپل؟
دداړه مار اوله ملت جلاکسانوته چاپه حاکميت کي ځاي ورکړ؟
دابې کفايته اوهغه چي په دولتي کاروکي په تور اوسپين نه پوهېدل چاراوستل اوچادوالي ،قوماندان اوبل لوړپوړي چارواکي په توگه  مقرر کړل ؟
دکوکنارو دکښت اوهيروئنو دسوداگری دزياتېدو اساسي لاملونه څه ،پټ اوښکاره سوداگرئې  څوک اودچاله ملاتړ نه برخمن دي ؟
داکسان چي اوس تاسو ورته ډالر خواره واياست چا تر لوړو مقامو ورسول؟
اياستاسو په دولت کي هرجگپوړی دخپل وزارت په مربوطاتو کي داړوند واقتصادي معاملو اوراکړه ورکړه کي شريک ندي ؟ دا قراردادونه  ،شرکتونه اوکمپنۍ مفت اوچارواکوته بېله رشوت اوياسهمې ورکولونه پرانيستل کيږي اوياخپل کارونه پر مخ بيايي؟
دابې ځايه اوغير قانونې فرمانونه ځوک ورکوی ؟
داملي شتمنی پر خپلو دوستانواوملاتړو چي دفرمان په مټ خرڅېږې دافرمانونه له کومه کيږې ؟ بهترينه بېلگه ئي دادننگرهار پخوانی گمرک اونروي ه لسهاوپروژې دي  .دادننگرهار گمرک چي ملي شتمني وه چا اودچاپه فرمان دغه سړې ته ورکړل شو چي  له نېکه مرغه دننگرهارغيرتی خلکو ونه مانه ؟
خلک دبهرنيانو په مقابل کي هڅوی اودهغوي له پاکو احسادساتونه دځان په گټه استفاده کوئ ؟
ستاسوبه  په ياد ندي چي ټولو افغانانو دارادې خلاف مود۱۹۹۲ کال دحاکميتونو داردو اوپوليسودافسرانوپه مقابل کې پدې نامه چي په يوه رژيم کي ئې چي ستاسو په وينادبهرنيو ترملاتړلاندي ووکار کاوه دښمنانه وبرخورد پيل کړي اويوه ايله جاری اردومودتنظيمو اوداړمارونه جوړکړ ،دپوليسو افسران موهغه کسان وټاکل چي خلکوته دمنلو وړنه وه پايله داسو چي دا اوه کاله په ميلينو ډالر پدي نامه چي اردو اوپوليس روزی مصرفېږي .نه اردو اونه هم پوليس ستاسو سول ،له همدو ساتونکونه خلک غروته پورته سول .
گوری کرزی صاحب!  ستاسونه داپوښتنه ولي څوک نه کوي چي تاسو چااوله کومه راوستلاست ؟اوستاسو ټول لگښت دچاله پيسو درکول کيږي ؟ اودابهرنيان ولي دابې حساب لگښتونه اوستاسو دومره حمايه کوی چي نه دپيسو اونه دسړو سپمادرباندي کوي ،هر څه تر تاسو قربان دي .
تاسوپدې نه پوهېږی اوڅو څو ځله ندي درته ويل شی چي په محلاتو(ولايتو او وولسواليو) کي مودولتي چارواکي  څه کوي اودخلکو سره په کومه کچه نارواکړنې کوي .تاسونه داچي غوږ مو پرې ونه گراوه ،چي کله به زيات مجبور سواست له اطرافونه به مو داکمزوری اوپه فسادککړ دولتي مامور کابل ته اوله کابل نه به موورته شخصيت اطرافو ته ولېږه . خلک داسي باورلري چي تاسو دگوتوپه شمېريوځوکسان پلويان لری چي کله ئې په يوه اوکله ئي په بل مقام کي ټاکی ،همدا څوکسان پورته اوکښته کوی . څونفره خولاپه يو وخت کي څومقامونه  په واک کښي لري .اوکه پوښتنه درځيني وسي چي په ملک کښي قتل الرجال دی چي تاسو همدا څونفره پورته اوکښته کوی ؟جواب به موڅه وي،بېله دينه چي والله څه وکړو همدا خلک دي .ستاسو دغه کړنو خلک غروته پورته کړه نه يوازي دبهرنيانو ناوړه کړنو . 
اياتاسو پدي نه ياست خبر چي له يوه سره ملي شتمني دتنظيمو اووسله واډلو مشرانواودولتي جگپوړوچارواکي  واخيستل اودترلاسه کېدو اساسي اوقانوني سند ئي ستاسو فرمانونه دي .داشير چور دکوم وجدان پر بنياد دهيروئېنواودخلکو دوينودزبېښونکو داوسيدوقصرونه شول ؟
کرزی صاحب که ټولي ناخوالي اوهغه ظلمونه چي ستاسو دادارې لخواپر دغو بې دفاع خلکو شوي وليکوکتابونه به  ترې جوړسي .
که لنډ عرض وکړم نو غروته دخلکو ختل اوستاسو دحاکميت په وړاندي وسلې ته لاس کول داڅلور اساسي لاملونه لري :
۱ / ستاسوپه مشوره اودبهرنيانوپه ملاتړپه دولتي اداره کي  دداسي خلکو،ډلو اوتنظيمونوځاي پر ځاي کول چي دافغان ولس لپاره دمنلو وړنه وه انه به هم په راتلونکی اوسي ..
۲/په دولت  کښي هر ډول خيانت ،ناروا،چوراوچپاول ته قانوني بڼه ورکول اوداداري فسادپه مقابل کښي دموارزونې اوقانون پلې  کېدو پر ځاي دمصليحتونوڅخه کار اخيستی .
۳/ دهغو کسانوڅخه حمايه اوملاتړکوم چي په جنگی جرمونواودبشردحقوقونه دتيرپه جرم تورن دي .دانتقالي عدالت شعارمو يوازي دافغانانو اونړيوالو دغولولولپاره ورکاوه ، وروسته مو خپله اعتراف وکړ چي زه دجنگسالارو اوسړي وژنکوپه مقابل کي بې وسه يم..
۴/ دبهرنيوپوځنولخواپه ځمکنيو اوهوايي عمليتوکښي  له لومړی  سره بې پروايي اوزموږ دولس دود اودستورته په سپکه کتل ،دبېگناه انسانانو وژل  .
رابشو دې خبري ته چي که تاسو هرڅومره دتمسا اوښکي توي کړي نه ئي خلک مني اونه دغه وريران حالت سره او مرسته  کېداي سي .
تاسو داشپږ کاله ولي  دافغان ولس چيغې نه اورېدلې چي اوس ئي داوريدو علاقمندان شوی ؟ تردې زيات ظلمونه داشپږکاله روان وه ،نه يوازي داچي په سپوئي داړل ،پر عزت ئي تيری سوی اوتاسوته ويل سوی ،فلمونه ځيني جوړ سوه ،دشرم خبره ده چي نوره ئي وسپړم،اخير هغه وخت ولي چوپ واست ؟ولي مودجرگې دراغوښتلو تکل نه کاوه ؟ ولي مو دانه ويل چي بس بهرنيو دوستانو دایې لارنده زه نه نورديوه افغان اويوه مسول شخص په توگه د بې ګناه خلکو وژنه نوره نه شو زغملی .
اخير يوڅه انصاف خوپه کاردی ؟دا اوس هم که کله کومه جرگه راوغواړی هغه به  په رښتياسره دد مسلې دحل لپاره نه  وي ،اجندآبه ئي دا اوموخي به ئي نوري وي  .داچي کومي اوس ئې راسپړل دوخت  نه دمخه بولم.
خوستيانو بيداراو هوښياراوسی !
دا اوښکي دغولولو اوښکي دی ،کرزی صاحب دبهرنيانوسره هيڅ ډول اختلاف نلري . که ئې لري نو هغه په خپله وايي چي داپنځه کاله کېږي دوي ته وايم داسي مه کوی خو دوي زما خبره نه منی .که دا خبره  حقيقت وي نو داپدې  معناده چي کرزی صاحب په نامه رييس جمهوردی اصلأ واک دبل چاسره دی .نودشرم خبره نده چي يوسړۍ په ۲۱ قرن کي دشاشجاع رول ولوبوی .؟ دده خبري دامعنا لري چي امنيت خوندي نشو، اوټول دولت خلکوته دخدمت په لارکي پاته راغلۍ .نولازمه ده چي کرزی صاحب ته په دوهمه لويه  جرگه کي دده خپلي خبري ورپيادکړو،کرزی صاحب هغه وخت تاسو وويل که ماداوطن ابادنشوکړاي اوسوله مي رانه وستل په هغه ورځ استعفا ورکوم ،دادی اوس  ئې تاسو پخپله منئ چي  اړين کارونه ونشول اوسوله لا تراوسه يو ارمان  دی ،نو تاسو کله استعفا ورکوی ؟ تاسو خو استعفا نه کوی دادی اوس مو بيا بډي رانغښتې اوغواړی يوځل بيادڅلورو کلو لپاره په ارگ کي پاته شی ؟
ستاسو دټولو اوه کلنيو کړنو څخه داسي پايله لاسته  راتلاي سي چي تاسو يوازي ځان غواړي ، نور هيڅ کوم شۍ تاسو ته ارزښت نلري  .اوس چي بيا دټاکنو وخت رارسېدلی کله يوه اوکله بل ولايت ته سفرونه کوی ،گوياد خلکو سره دهغوسره چي بهرنيانو وژلی غم شريکي کوي .خوداغم پردي ولس دا شپږ کاله وو اوحتا تر دغه بدي پېښي  وسولې هلته اوهغه وخت مو ولي دا خواخوږي نه ښکاره کول ؟ چه اوس ئي کوی ؟
که رښتياسره ووايوتر هرچا زيات تراوسه لابهرنيان تاسو اوستاسو حاکميت ساتی .که تاسونه غواړی چي بهرنيان  پدې مللک کښي اوسی جواب ورکړی اويوه ورځ اعلان وکړی چي بهرنيان بايد په ۴۸ ساعتو کي افغانستان خوشی کړي .موږبه وگوروچي ستاسو حاکميت دڅوساعتو لپاره پاتېږي ؟ دااوه کاله بهرنيانو تاسو اوستاسو تر حمايي لاندي کسان ساتلي  اودنورملت په غم کي څوک نه دي .که داگيلې اوږدوم کتاب ځيني جوړېږي ،راشي گريوانه ته سر ټيټ کړی ،مه خلک دبهرنيانوپرخلاف چي تر غاښو په مډرنو وسلوسمبال دی هڅوی اومه بهرنيادافغان ولس په مقابل کي لمسوی . ددې ملي غميزي اوسيمه ايزي ستونزي حل ستاسو پدي ډول بې اساسه اوبېنياده ويناوو سره نشي کېدي .
افغان ولس ستاسو ددغې دوري پدې ورستيوڅومياشتوکې پدې خبرونه بايد وغولېږي ،هغوي بايد په ډير درايت اوهوښياری سره دخپل هيواد راتلونکي ته پاملرنه وکړی اوخپل هيواد راتلونکې بيله ستاسو دگډون اومشورې نه وټاکي . پدې نازکو اوکرپنده شرايطو کي دافغانستان دکورنيو اوبهرنيو لانجودحل اوروښانه راتلونکي دبرخه ليک ټاکلو اوپه افغانستان کي ديوه ملي اوپراخ بنسته غښتلي دولت جوړېدل دټولو افغانانوملي  او اسلامي دنده بلل کيږي . زموږ لاس تر ډبره لاندي دی هر څوک چي مو دېته هڅوی چي په عجله اوبې تدبيره لاس ترډبری لاندي لاس راکشو کړوزموږ دوست ندی . وسلام