دوکه بازان دي
10.11.2008 19:10يوه ورځ زړه ميني ته په غوسه سره وويل ته څومره بي وفايي دهرچاپه زړه کي ځاي پيدا کوي خودهيچاسره تراخيره ملګرتيانه کوي هسي انسانان ځوراوي ډيروکسانوڅخه دژوندواخيستوهرچاته دي دخپلي برخي درد رسولي ده خوچي چاته دي زړه وي هغه ته دخپلي ميني ثمره ورکوي ولي دومره ظلمونه کوي ګوره په دومره ظلمونوسربيره بيام هم هرڅوګ له تاسره دژوندکولوزړه ښه کوي لږ خوله ځانه هم وويريږه کله چي زړه ورته دغه خبري وکړي وروسته بياميني په ژړغوني اواز په داسي حال کي چي له سترګويي داوښکورودونه روان وپه افسوس سره وويل آي هآي زه ډيره بي وسه يم هرچاته مي چي خپله هيله وروړي ده هغوي زمانه سمه ګټه نه ده اخيستي اوزماسره هيڅوګ درښتينوالي ملګرتيانه کوي دااوس ټول دوخت ياران دي پخوابه زماسره خلکودصداقت اودزړه نه ريښتونې چلندکولوخوداوس زماني خلکوسخته وزوره ولم ګوره ته پوهيږي اوس هغه خلک نه شته په سلوکي دوه يادري کسان صادقان پاتي دي نورټول دوکه بازان دي کله يي چي ټول حالونه زړه ته وويل نوبيايي په چيغوچيغووژړل اوورته يي وويل چي اوس ته ووايه زه ظلم کوم که خلک زماسره ظلم کوي زړه چي دغه درده وونکي خبري له ميني څخه واوريدي خپل سريي په زنګنوکي راځوړندکړاوپه خپګان سره يي وويل چي رښتياچي د اوس زماني خلک ټول دوکه بازان دي