د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ دخپلو شهیدانو فاتحه واخیسته

25.10.2008 23:56

اوبه په ډانګ نه بېلیږي


د جرمني په مونشن ښار کې د افغانانو د کولتوري ټولنې تاريخي پرېکړې

ګرانـو هېوادوالـو!
تاسو خبر یاست چي، پرون دجمعې په مبارکه ورځ زموږ دکولتوري ټولنې په نوښــــت د افغانانوپه نوي اســـــــــلامي او فرهنګـــي مرکز کي زموږ دلغمان ولایت دمظلومواو بې وسه تنکیوشهیدو زلمو فاتحه واخیسته شوه، دقران عظیم الشان ختم وشـو، دجمعـې دمبارکې ورځې لمـونځ دمحترم مولوي صاحب صدیق الله فـــــدایي په امامت ادا او پـه پای کې د بااحساسو، هېواد پالوافغانانوپه همت ګډونوالو ته دخیرات په نوم ډوډۍ ور
کړه شــوه، ګډونوالو د شهیـدانـــو روح ته دعاوې وکړې، ددې تپلې جګړې د ختمېدو او دهېواددسوکالي په هیله خپلوکورونو ته ولاړل ، خو زموږ د کولتــوري ټولنـې دردېـدلي اوپه هېوادمین ملګري خپل مرکز ته ولاړل، هلته یې یوه بیړنۍ غونډه وکړه، د شــپې تر ناوخته یې د روانو ستونځو په اړوند بحثونه وکړل او په لاندې پرېکړ وسلاح شول :

۱ ـــ لکه څنګه چي، دپاس یادو شووتنکیو زلمو دردونکې وژنه دیو تنظیم شــوي پــلان له مخې ښــــکاري ، نو موږ دکرزي له ادارې اووسلوالو مخالیفـینو څخه ژر تر ژره ددې خونړۍ اوسترې جفا سپیناوی غواړو.
۲ ـــ زموږ په اند داډول پېښې اویاپه نوروپښتون مېشتوسیموکې د ښــونځیودسوځولو پېښې دیوشمیر بهرنیو څارګروشبکوله خوازموږ دلستوڼي دمارانوپه ملګرتیاترســــره کیږي چي، دنه مخنیوي له کبله یې دکــرزي اداره او وسلوال مخالیفین که رښــــــتیا هم ځانونه افغانان بولي مسؤل ګڼو .
۳ ـــ موږ چي دافغانستان له تش په نامه اسلامي دولت څخه لا له پخــواناراضه وو اوس مو په هغو وسلوالومخالیفونوهم شک راځي کومو به چي، د حـــق په نــوم نارې وهلې ، په یو لاس کې به یې پاک قـــــــران او په بل لاس کــې کلاشنیکوف درلود خو له بده مرغــه نن ورځ یې په دواړو لاسونو کې د پردیوپه خوښه چړې نیولې او بې له پوښــــــتنې څخه
زموږ بېګناه خلګ راته حلالوي دوی ته به پاک سبحان خامخا سزا ورکړي دا ځکه چي، په لوی لاس زموږ بېګناه ولس ، هغه مظلوم ولس چي ، ښکېـلاک ګر یې لپاسه وژني او پردي پال یې مرۍ ورڅخه غوڅوي خو بیا هم دخپلوزامنولپاره دحق ناره پورته کوي، نن که دلغمان تنکي ګلان هرچا ووژول خوتړمې اوښکې زموږ دلر اوبر خوږو پښتنو ورته تویه کړې زموږ په پرونۍ فاتحه کې زموږ له هرولایت اوهر قوم څخه خلــګ راغلي وو
خو تر بل هر چازموږ کنــــدهاري وروڼـــه پکې ډېر اوژور خپګان یې له ورایه په غمجنو سترګوکې انځورېــده نو ځکه ویلای شو چي، اوبه په ډانګ نه بېلېږي، غلیمه هسې به لا پسې رسوا شې نور افغانان مه وژنه پښــــــتانه نه بېلېدونکـي دي .


زموږ دکولتوري ټولنې هیـــــــــله :
دجرمني په بایرن ایالت کې زموږ کولتوري ټولنه له ټولوګــــرانو لیکوالـــو ملګــرو څخــــه جـــدي هیله کوي چي، دبې ګتو او مضرو احساساتو په ځای له زغـم څخـه کار واخلـــــي، او خپلــې زیان رسوونکې لیکنـــې دوېبپاڼوله مخې څخه پاکي کړي ترڅو په لوی لاس داکړېدلی پښــــتون قــام راته ونه توشپي.

کندهار اولغمان وروڼه دا نا خوالې دپردو دي
کډه بار کړه ښکېلاکګره دا درې دپښتنو دي