د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لغمان خلکو د طالبانو له خوا د خپلو بچو د قتل عام په ضد لاریون وکړ. انځوریز رپوټ

25.10.2008 23:08

پرون د جمعې په ورځ د لغمان خلکو د خپلو بچو د قتل عام په ضد لاریون وکړ.

په زرګونو خلک چې د ولسي جرګې او ولایتې جرګې غړي هم په کې و د طالبانو او امریکایانو په ضد شعارونه ورکول.


په زرګونو خلکو د طالبانو له خوا په هلمند کې بې ګناه کارګرو
چې ایران ته د کار په موخه روان وغندل.
لاریون کونکو د طالبانو ضد شعارونه ورکول غوښتنه یې وکړه
چې د قتل عام مسولینو ته دې سزا ورکړل شي.

خلکو د شهید شوو خپلوانو انځورونه
په لاس کې نیولي و.


دردېدلو یتیمانو د خپلو پلرونو انځورونه په لاسونو کې نیولي و.

د یادونې وړ ده چې طالبان لومړی ویل چې شهیدان د ملي اردو پوځیان دي او ځکه یې ووژل چې د هلمند د والي ګلاب منګل مرستې ته له لغمانه راغلي و. خو کله چې روښانه شوه چې شهیدان بې وزله او بې ګناه کارګر او ایران ته د هلمند له لارې د مزدورۍ او روزۍ ګټلو دپاره روان و، اعلان یې وکړ چې په پېښه کې به څېړنه وکړي.

انځورونه له یاهو نیوز څخه