د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان د لغماني ځوانانو د مړو په بدل کې پيسې اخلي، سوداګري پرې کوي. مشعل

23.10.2008 22:18

د لغمان والي لطف الله مشعل د ننګرهار تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې تر اوسه د لغمان ولسي مشران په دې توانیدلي چې د طالبانو له منګلو یواځې د ۱۲ کسانو مړي راخلاص کړي او لغمان ته یې رارسولي دي.

نوموړي د هغه پېښې ۲۷ شهیدانو جسدونو ته اشاره کوله چې طالبانو په ډېره بې رحمۍ د کندهار - هرات په لویه لاره په هلمند کې له هغې وروسته چې له موټره یې ښکته کړي او له دوه شپو ژوندي ساتلو څخه وروسته یې وژلي وو.

مشعل وایي چې طالبانو د هر مړي د جسد د تسلیمولو په مقابل کې له لغماني سپین ګېرو څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستي دي او د نورو پاتې مړو په بدل کې هم پیسې غواړي.

مشعل طالبان تورن کړل چې د بې وزله لغماني زلمیانو په جسدونو سوداګري کوي.

 مشعل وایي چې پاتي مړي د بند تیمور په سیمه کې د طالبانو په ولکه کې دي او پیسې پرې غواړي.

مشعل وویل چې د لغمان خلک راڅخه مړي غواړي، د مړو کورنۍ او ښځې ژاړي ویر کوي. نوموړي د کندهار په ولس او ولسي مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو څخه د مړو په راخیستو کې مرسته وکړي.

د طالبانو ویاند د پېښې د مسولیت د اخستو سره غبرګ ویلي و چې دا کسان د افغان ملي اردو د ځواکونو برخه وه چې په ولسي جامو کې هلمند ته د دوی سره د جګړو په موخه روان و. خو طالبانو رسنیو ته په دې اړه هيڅ ثبوت نه دی ښودلی او تر ډېره بریده داسې ښکاري چې ثبوت هم نه لري.



په یوه جلا پېښه کې په پورته دوه انځورونو کې طالبان د یو دولس کلن هلک په واسطه د خیبر په ایجنسۍ کې د غلام نبي په نامه یو کس د جاسوسۍ په تور حلالوي.