د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو ۲۹ کسان وژلي دي، له ډېرو یې سرونه پرې کړي دي

20.10.2008 11:01

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د کندهار او هلمند په لاره د میوند په ولسوالۍ کې یو بس تښتولی او په بس کې د ۵۰ سپرو کسانو څخه ۴۰ کسان یې د ځان سره بیولي دي. رسنیو د طالبانو د ویاند له خولې د ۴۰ کسانو له جملې څخه د ۲۷ کسانو څخه د وژلو د پخلي رپوټ ورکړی دی. د نورو د برخلیک په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. ډېری مړي چې پولیسو موندلي دي سرونه ترې پرې کړی شوي دي. سیمه ییزو خلکو هم د برمته شوي کسانو د حلالولو پېښه تایید کړې ده.

طالبان وایي چې حلال کړي کسان د ملي اردو پوځیان دي او دوی ورسره د ملي اردو اسناد موندلي دي. خو په کندهار، هلمند او کابل کې د ملي اردو او پولیسو مقاماتو دا نه ده منلې چې ګنې طالبانو د ملي اردو منسوبین وژلي دي او ویلي دي چې طالبانو ولسي وګړي وژلي دي. د کابل د حکومت ویاندویان وایي چې دوی د ملي اردو منسوبین په الوتکو او د پولیسو منسوبین د دوي په رینجر موټرو کې د اړتیا په وخت کې له یوه ځایه بل ځای ته وړي او د نقل په عامو وسایلو کې یې نه بیايي.

ځینې داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو ټول تښتول شوي ۴۰ کسان وژلي دي.

د طالبانو ویاند رسنیو ته ویلي دي چې وژل شوي کسان ټول د لغمان د ولایت دي. طالبانو رسنیو ته هیڅ داسې ثبوت نه ښودلی چې ثابت کړي وژل شوي کسان دملي اردو کسان دي. داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو برمته شوي کسان ځای په ځای وژلي دي، ځينې نور رپوټونه بیا وایي چې طالبانو برمته شوي کسان په څو بېلا بېلو ځایونو کې وژلي دي.

د بس تښتونه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو کوښښ وکړ د دوه بسونو کاروان ودروي. کوم بس چې ورته ودرېدلی، د هغې ټول سپاره کسان یې له ځان سره وړي دي او هغه بل بس چې نه دی ودرېدلی، طالبانو پرې ډزې کړي دي او دوه کسان (پلار او زوی) یې په کې وژلي دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر څه موده مخکې طالبانو ته امر کړی و چې نور به خلک نه حلالوي. خو داسې ښکاري چې ډېری طالبان یا له ملا عمر څخه امر نه اخلي او یا یې لارښوونو ته د پخوا په شان اهمیت نه ورکوي.

طالبان د محاکمې کوم ځانګړی سیستم نه لري او نه هم داسې متخصص قاضیان لري چې د دوی له خوا شکمن خلک په کې محاکمه شي. د طالبانو جنګیالي او ځايي قوماندانان د برمته شو خلکو په وژنه کې په خپل شخصي قضاوت تکیه کوي. د طالبانو له خوا وژل شوي خلک هیڅکله د عادلې دفاع څخه نه برخمن کېږي.

کله کله داسې هم شوي دي چې طالبانو د کوچنیانو په لاس برمته شوي خلک حلال کړي دي. څه موده مخکې یوه ويډیو خپره شوه چې په کې یو دولس کلن هلک له یو کس څخه چې طالبانو جاسوس باله سر غوڅوي.

د بس د تښتونې پېښه د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوې ده خو رسنیو ته یې پرون معلومات وشو.