د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسیاسي کلــینر اوډنــډه پنـج له لاســـه

محمدامين بسمل 08.10.2008 16:39
ګرانولوستونکــــــــــو!
زه ډېره هڅه کوم چي، ګوښه  وګرزم، له چاسره مخامخ نه شم، څه وا نه اورم اوڅه ونه ګورم تر څو، د ځینو ناخوالو په غبرګون کې څوک راڅخه خوابدي نه شي خوڅه وکړم چي، ژوندی موجود یم لا خو احساس لرم نه مې حالات او نه مې وګړي دا ډول بېغمي اوبې تفاوتي ته پرېږدي تاسو باور وکړئ چي، د کوچني اختر په ورځ مې نېت وکړچي، نوربه لیکنې نه کوم له سیاست څخه به لرې ګرزم خوبیاهم ونه شوه دکرزي، د هغه د ډلګۍ اونړیوالو دوه مخي سیاست اوپه څلورو پښو روانو دروغو دې لیکنې ته اړ ایستم هیله ده چي، په سړه سینه یې ولولئ .
خوږوهیوادوالـــــــــو!
بیاهــم ډېر وړاندې نه ځم صرف د بن له کنفــرانس څخه یې راپیلوم ما د یوعیني شاهد په څېر پرله پسې د بن د نړیوال کنفرانس بهیر وڅاره شپه او ورځ مې بې خوبي وکړه کله کله خو به د بدماشانواوښکېلاګرو ټګيو، برګیو اویو اړخېزو غوښتنو داسې بد بد انځورونه په ‌ذهن کې راوکښـل لکه کوم چي، تاسو په دا تېرو اوو کلونو کې په خپلو سترګو ولیدل
ښه مې په یاد دي چي، عبدالسلام سیرت او یونس قانوني به دا غبرګې پښـې په یوه موزه ومنډلې  تر څو به چي رباني له مسکو څخه هدایت نه وو اخیستی دوی به لا همهغسې سرونه ټمبه نیولي وو ځکه خو له ډېره درده حاجي قدیر خپل احتجاج څرګند او بیا یې د خپل احتجاج له وجې سر هم وخوړ لنــډه دا چي، الف زرما ټول یې د ما بس ټول د شمال غلو ته ورکړل شول هسې د مظلوم اوباتور پښتون قام دغولونې لپاره یې کرزی دا د کلونوکلونوساتلی اوروزلی غلام له څو په ځان مینو ګوډاګیانوسره سنجاق او ترنن ورځې پورې یې د شمال دغلو په شاپسې  سریښ کړی دی دوی نه تنهاچي پخپله رسواشول بلکې، خورا لوی زیان یې خپل(پښـــــتون) قام ته هم ورساوه دا اووه کاله سر پر سراو په ډېرظالمانه ډول زموږپښتنوپه سرداسې بمونه واورېدل چي، روس لا نه وو راباندې اورولي داسې وسلې یې زموږ په کلیواو بانډو وکارولې چي اوس زموږ ښایسته پښتانه په معیوب ډول نړۍ ته راځي د دموکراسي تر عنوان لاندې یې داسې بدرنګــۍ راوړې چي، افغان غرور یې هیڅکله نه شي زغملی ددې په څنګ کې یې غله ته ووېل چي غلا کوه او د کور څښتنه ته یې ووېل چي بیداراوسه دومره جفاوي یې له ګران افغانستان سره وکړې چي په لیکلو به یې کتابونه ډک شي اوس چي یو ځل بیا روسانو لکۍ پر سرواړوله نو د ښکېلاک سرداران په دې پوه شول چي نور نو رسوا کېږو ځکه یې یوځل بیا خپل ترون پاک د(سعودي عربستان ګوډاګۍ ادارې) ته دنده ورکړه چي دخټې پوزه ورته جوړه کړي نن مې ښه په غور سره د ازادي له رادیو څخه د ملاعبدالسلام ضعیف هغه خبرې واورېدې کومو چي، دسعودي عربسـتان په مینځګړتوب پورې تړاو درلود خو ملاضعیف بیا هم خپل ځان ناخبره واچاو هم مې ورته خندا راتله اوهم مې د مستقبل انځورونه په ذهن کې تاو راتاو شول د دې ترڅنګ مې دانګرېزي افسر دوه ورځې مخکې نظر چي خپله ناکامې یې ښوده هم ورسره وسنجاوه  نو داسې یو انځور په لاس راغی چي، که نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی هو!
دا ملک به خامخا د زرغون شاه کیږي خو که څوک په رښتیا هم د بابا د شملې درناوی وکړي نه دا چي په پردیو بنګـو بیا مست اودعرفان ډېوې خاموشي کړي، دغولیدونکو وعدو ترسیوري لاندې بیا هم په خپل تن کې د ویاړلي افغانستان تاریخي غلیمانو ته ځای ورکړي یاخود ناوړومصلحتونو ښکار شي سازشونه خوبه کیږي خوباید مشـروعیت هم ولري نه داسې ناوړه سازشونه لکه کوم چي کرزي له جنګي جنایتکارانو سره کول اوس چي پاڼې په اووښتو ښــکاري نوکه هرڅوک رامینځ ته کیږي زما ورته دا مشوره ده چي، کرزی باید له صحنې څخه وباسي داځکه چي زموږپه ټول تاریخ کې له پښتنو سره دومره ناروا اوجفا کوم بل چا نه ده کړې لکه کرزي بل داچي که د ادم خان او درخاني نکل مو چېرې اورېدلی وي هلته دکرمي په نوم کرزي ته ورته یوموزي وجود درلودبس وایي چي غم به نه یي غم به جوړکړې کرمیه نو ځکه وایم چي له دې کرمي څخه لرې ګرزئ داکرمی(کرزی)دومره په مقام مین دی چي حدنه لري دې مکارله غربي نړۍ څخه زموږ یو شمېر پلنڅټي دخپل ځان اوشمالي ټلوالې د بقا لپاره وروغوښتل د هغې عمر یې لا پسې اوږد کړ کنه
لا پخوابه د ګران هیواد له هسک پېچومي څخه د شمالي ټلوالې لارۍ رارغښتې وه خو دا کرزی ورته کلــینرشـواو دایو شمېرپلنڅټومرتجعو پښتنووزیرانوځانونه ورته ډنډه پنج وګرزول شمالي ټلواله یې په رښتیني ډول نه تنهاله رارغړېدو څخه  وژغورله بلکې دملیاردوڅښتنه یې هم کړه ځکه خو دا ټګان نور نه شو منلی موږ ته یې ډېرې وعدې راکړې دي خویوه یې لاهم ترسره نه کړه نه خو زموږ په مورنۍ ژبه لیک لوست ته زمینه برابره شوه نه خو د زده کړواو تحصلي برسونو عادلانه وېش وشو نه ملي اردو ملي اردو شو او نه ملي پولیس ملي پولیس شول اوس نو تاسو ته دا قضـاوت پرېږدم چي، که زموږ دا خپل څو مړسترګې پښــتانه وزیران د غلو په کابینه کې نه وای ایا له موږ سره به  په دې ډول جفا شـوې وه؟
ممکین شوې وای خو په وړاندې به یې ډېر په بیړه یو بریالی او منسجم قیام هم شوی وو خو له بده مرغه همدا یو څو خرڅ شوي پښتانه وزیران اوسلاکاران دي چي دټول پښتون قام مخه یې نیولې ده یوځل بیا وایم چي داد ګیدړو واده بې څه نه دی یوځل بیا د پښتون قام د غولولو هڅې رواني دي شمالي ټلوالې ته تر هر چا ګټور او منلی کاندید همـدا کرزی موزي دی چي دده په وجودکې به داځل بیاپښتون قام له سختو دردونو سره مخامخ کړي نوځکه یې بایدمخه ونیسویوه بله هیله مې له تاسوڅخه داده چي سرله ننه نورکرزي کلینراوخرڅ شوي پښتانه وزیران اوسلاکاران ډنډه پنج وبولئ .