د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

همداسې نده؟

ډاکتر کمال سادات - خوست 12.09.2008 02:55

آبله ورځ د کلي په هټۍ کې کليوالو په بيلا بيلو مضوګانو خبرې کولې، خو ډيرى خبرې يې په کليوالو مضعوګانو راڅرخيدې، سيدو بزګر له له دهقانۍ نه سرشوکاوه،حکيم هټۍ وال له کمې سودا نه ګيله کوله، ګلاکي شپونکي له خپلې تنګي لنډې سيمې په تنګ راغلي وو،
د ده خبره مې دومره وارېده چې،د رمې څرولو لپاره همدا دوه تنګې لنډې غونډۍ دي او بس نورو سيمو ته د ماينونو له ويرې ميږې نشم بولايي، پدې سره ښونکي جمالي ترې خبره ونيوه، په کليوالو ورغږ کړ،داسې ښکاري چې ټول په خپلو کارونو کې ستړي ياستى، همداسې نده؟
څو تنو يې په غبرګون کې وه ويل، هو والله هيڅوګ هم په خپلو چارو کې ندې خوښ.
علي خون هم چې د هټۍ په يوه کنج کې ناست وو، ښونکي جمالي ترې پوښتنه وکړه، وايه کنه علې خونه تاته کومه دنده خوند درکوي چې په مخ يې بوزي.
علې خون چې د افغانستان روانې چارې په ځير سره څارې، ډير درديدلي کړيدلي، ورانې ويجاړې ورمعلومې دي، په اسولي سره يې وه ويل، دا چې ژوند ارام وي دا په وطن کې د افغانانو د وينو تويدل نه وي، د دوطن خدمت په موخه مې هره دنده قبوله ده،بې له ډير دولت او سرمايې نه په شړومبو او سوکوړک هم خوښ يم.
کليوالو ته يې ورمخ کړ، زياته يې کړه.
همداسې نده؟