د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سترګو کې لیکل شوې افسانه

10.09.2008 10:40

د ندا ساپۍ ناول چاپ شو
 دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا (په سترګو کې لیکل شوې افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري میاشت کې چاپ شو.
دغه ناول دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر فعالې غړې طوبی ندا ساپۍ  لیکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کیسه لیکواله هم ده او دمیرمن بهیر داوونیزو غونډو رپوټونه هم لیکي .
په سترګو کې لیکل شوې افسانه د ندا لومړنی ناول دی چې په ۱۰۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمیر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چارې پخپله لیکوالې او دډیزاین چارې یې ښاغلي نور علي تسل تر سره کړې دي . کتاب دافغانستان نامتو ژورنالست،لیکوال او خوږ ژبي ویاند ایمل پسرلي ته ډالۍ شوی . دناول په پیل کې دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر یاددښت خپور شوی او بیا دناول لیکوالې دکتاب په اړه څرګندونې کړې دي .
دناول پیښې د یوې افغانې پیغلې  په ژوند  راڅرخي ، چې دوخت له نا خوالو سره مبارزه کوي .
    میرمن کلتوري بهیر همدا اوس په یو شمیر پروژو کار کوي چې د فولکلور راټولول ، د افغان میرمنو لیکوالو اوشاعرانو دتذکرې لیکل او خپرول،دماشومانو داثارو راټولول او ځینې نور کتابونه پکې شامل دي .

دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر یو خبر ځای وایي چې میرمن کلتوري بهیر او میدوتیک په پام کې لري  په نږدې راتلونکي کې ددغه ناول دمخکتنې غونډه جوړه کړي.