د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی سيستانی صاحب سيوری مو زموږ له سره کم مه شه

حبيب الله غمخور 03.09.2008 16:24


ستاسوگوت څنډنه مي په پوره غورسره ولوستل . تر لوستلواوپرهغې باندي تر غور اوفکر کولونه ورسته مي له ځان سره وويل داڅومره لوي نعمت دی چي يوڅوک خوشته چي موږ خپلوتيروتنوته متوجه کړي،زه ستاسو گوتڅنډنه پر ځاي  اودقدر په سترگه ورته گورم  .
زه کولاي شم يوازي دځان په استازيتوب وليکم  ،په رښتياسره کله  کله زموږنه ځني نزاکتونه اومسوليتونه  هير شي ،ممکن دليل ئې داوي چي موږلاتر اوسه پاخه شوی نه يواويادومره سرگردان يوچي داسي يوه مهمه مسله راته کوچنۍ ښکاره شي اوځان پدي ډاډه کړوچي ځۀ هغه دئ څودوستانو ورته مبارکي ويلې ده اونازولۍ ئي دی  کفايت کوي . بدبختی  خوداوه چي دکابل ناتهه لخوا  دډاکتر سياسنگ صاحب دعلمي اوفرهنگی خدمتونوددرناوي په اړوند خاصه خپرونه پداسي شرايطوکي پيل شوه چي  موږ ټول دافغانستان په څوسيموکښي  دبهرنيوځواکونودخپل سروهوايی ړندوبم اوريوپه پايله کښي دوير پر کمبله ناست يو.پخوامويوازي دهلمندپه هکله فکر کاوه اوس دپښتنوداوسېدوهره بانډه ،کور اوکلۍ هلمند وگرځېد داسي ورځ نشته چي زموږزورېدلې  موردي دماشومانو زنې نه تړي ،په کنډواله اوسوځېدلې کور کښي دي دخپل ماشوم وير نه کوي ،ته به وايه ټول پښتانه ترهگراودخپل هيوادسره دښمنې لري ځکه ئې ددې حکميت بهرنی دوستان په وژنکوغونډارولی،خوداسي نده زموږ دولتي چارواکي اوپه افغانستان کي دملي يووالي ټول اورنگارنگ دښمنان په خپل ټول قوت اوطاقت تلاښ کوي پښتانه دځمکي دکرې  له مخې ورک کړی ،ځکه خودالقاعده ،ترهگر،طالب  اوياطالب پلوه په نامه شپه او ورځ دبهرنيو اوکورنيو ځواکونودړندواو وحشی بم اوريوتر باران لاندي شپې او ورځی سباکوي .
که رښتيا ووايونو په تاريخ کې دپښتنوسره دومره ظالمانه اوسپکه وضعه نه وه شوې لکه چي اوس ورسره کېږي .دالاڅه کوې چي ددې لانجې تر څنگ دادۍ تاسوټول پرې خبرياست چي دتخارولايت  خواجه بهاوالدين  په ولسوالۍ کښي پښتون دښمنه جنگسالارو اوهغه چي دښاغلي کرزی تر نېغي حمايې اوزنې  لاندي ددولتي واک څخه په غير انساني استفادې سره  دوې اونۍ کيږي  چي خپل ټاټوبې ته راستانه شوی ۸۵کورنۍ چي دلويو او وړوشمير ئي تر ۳۰۰زياتېږي  نه پرېږدي چي خپل جايداد اوملکيت ترلاسه کړي ،  په يوډول  عجيبه محاصره کي ژوند کوي ،زه اوس پردې ن ږغېږم چي دوي خواړه اودرملوته اړتيالري ،خوهيڅوک ددوي غم نه خوري  . يوه هفته کيږي چي دهمدې مستو اوليونيوجنگسالارولخوا په مرگ تهديدېږي اودې ته اړيستل کيږي چې دوباره وطن پرېږدي اوپاکستان ته فراروکړی . دولت اوددوي ازادمطبوعات دجنگسالارو له ډارنه ځان يوې اوبلې خواته تيروي، ټول چوپه خوله دي  . افغانان ئي پدې مصروف ساتلي چي دبهرنيانو شتون قانوني  شي اوکنه ؟داډنډوره چي دهمدې بهرنيانولخوااوددوي په هدايت دښاغلي کرزی اودهغه دپلويانودراتلونکې ټاکنې لپاره ديوې تبليغاتي وسيلې  په توگه په لار اچول شوې ده دملت هيڅ درد نشي دواکولاي .اوساده افغان پدې خوشحاله وي چي دادۍ کرزی صاحب به اوس بهرنيانوته خيتي کش کړي ،خوداسي نده! اونه هم کرزی بهرنيانوته دخيتي کشولواوگوت څنډلوتوان لري،داچي ولې فکر کومليونی هم پرې پوهېږي .
ښاغلی سيستاني صاحب  !
دبلې خوا ئې تا سو وينۍ چي  ښاغلي کرزی په بهرنيو سفرونواومډال وېشلومصروف دی، ته به وايه چي په ملک کښي نور خير خيريت دی ټول کارونه خلاص شول يوازي همداکارپاته دی  ،ځکه نوبايد چکرې ووهی اوياايراني اخوندان خوشحاله کړي  .
عفه غواړم چي له مسلې نه ليري ولاړنشم داملي ستونزي دي که خيرو حل به شي ،وايي که غرهرڅومره لوړدی لارپر سربېره ده . انشا الله  داورځ راتلونکې ده چي داملت به دټولوبېغوروچارواکواوټولوزورواکانوپزه پر  ځمکه ورومښی اوحق  به ئي پرځاي کړي .
 موږ ډاکتر سياسنگ صاحب ته نه  يوازي داچي دپښتنوددفاع په سنگر کي درېدلۍ دئ احترام لرو بلکي دخپل هيوادديوه ښهاوپياوړي  ليکوال ،څېړونکی اوژباړونکي يوه افغان  عالم په توگه احترام لرو،داهم راته معلومه ده چي په رښتياسر دهغولخواچي په دروغوځان دتاجکوورڼودحق ددفاع ترنامه لاندي پټوی اوياپدې نامه دخپلوبهرنيوبادارانوگټی خوندي وکوي  څو څو ځله تهديد شوی اوهغه ته ئي بدل تاجک ويلې دي .خوحقيقت دادی چي سياسن صاحب ديوه افغان بچي اوعالم انسان په توگه له نيکه مرغه تر دغوټيټونومونواومقامونوډير پخوالوړسوئ و،هغه په رښتياسره يواصيل افغان دی . زموږ سره دخپل هيواددپوهانو،اديبانو،هنرمندانو اونوروټولوهغوچي گټه ئي ملت اوهيوادته رسېږي  هيڅ ډول تعصب نشته اودتعصب دنشتوالی دليل موهم دادۍ چې داوطن دځان بولوبنأپدې وطني بڼ  کښي ټول رنگا رنگ ښکلې گلان او اغزی هم دځان بولو.پښتانه ستر قوم دی اوستر مسوليتونه لري ،دامنم  چي په هرډول شرايطو اومصروفيتوکښي موږ دغه ټکي ته بايد پاملرنه وکړواوخپل نازولي ونازوو. د ښاغلي ايشور داس ئي کور ودان چي زموږنه ئي واردمخه کړ ،مگر دهغه دزېدودجشن دلمانځنې لپاره لاوخت ډير شته .
ښاغلي سيستاني صاحب !
تر کومه ځايه چي دښاغلي  ډاکتر صاحب  سياسنگ زياتي  ليکنې  په دري ژبه ليکل شوی او يوازي په همدې کابل ناتهه ويب پاڼه کي ددوي دزړې اشنايي اواړيکوپر بنياد خپرېږي  ډير ځوان پښتانه روڼ اندي  دهغه له نامه فرهنگی کارو اوليکنو سره پوره نه دي بلد.اودادپښتنو گناه هم نده . زمادمعلوماتو له مخې  اوس حالت داسي راغلی چي دهرې ژبې گړېدونکی دخپلې ژبې  ويب پاڼي ته سر ورښکاره کوي ،تنهاډيرکم خلک دي چي  په دواړو ژبوپوري مربوطوويب پاڼوته  دسرورښکاره کولو وخت لري ،که څه هم دکابل ناتهه پاڼه ډيره ښه پاڼه ده کله کله ډير په زړه پوري ليکنې پکښې وي خودپښتنوپه منځ کي پدې خاطر چي ۹۸په سلوکي په دري نشرات لري چي البته دادوي حق د ی  شهرت نلري . هيله مند يم که چيري  ښاغلي ايشورداس غواړي داتشه ډکه شي دغه ټکي ته دملي مصلحتونوپر بنياددسياسنگ صاحب ددرناوي په پلمه يوڅه جدې پاملرنه وکړي .
داچي تاسونيوکه کړې  ولي په پښتوژبه ورته پيغامونه ندې ليکل شوی داخبره موپرځاي اوهر پښتوژبۍ بايد ستاسو دغه نصيحت دزړه په غوږو واوري  اودغه ټکي ته متوجه وی .رښتيا هم  بهتره به دا وي  چي په خپله مورنۍ ژبه خپل ټول ورځنيز علمی،فرهنگی اوسياسي فعاليت  پر مخ بوزو. زه دامنم چي ژبه دانسانانوتر منځ يوټولنيزقراردادی او دانسانودپوهاوي له لپاره ورځيني استفاده کيږي ،ياوايي ژبه ديو اوبل دپوهېدووسيله  ده . مگر ژبه ديوه انسان ،ډلې اوتوکم دهويت دراڅرگنددواوپېژندل کېدويوه تر ټولولويه اومهمه وسيله هم ده . ځکه وايي ((که غواړې يوملت مړ کړې نوژبه ئې مړ کړه  .))
زه فکر کوم ستونزه دلته ده چي زموږ يو شمير پښتنو خپله مورنۍ ژبه داستعمال  لپاره هير ه کړېده ،ليکنې علمي ،سياسي اوفرهنگی کارونه په در ي ژبه پر مخ بيايي  . ددوي په نظر تر اوسه داژبه مډرنه ده اوهرڅوک چي په دري ژبه ليکنې يا خبري وکړي اويا بيانيې ورکړي گوياتر نوروښه پوهېږي . موږپدې پوهېږوچي  په دعلمی منځ پانگي ددرلودلوله مخې  دري ژبه تر پښتويوڅه غني ده ،داڅودليله لري  چي زماپه نظرپه هغه کښي  مذهبي تبليغ ،سياست  اودولتي کاروبار ډير رول لوبولۍ دی . دهمدې وجې له مخې په افغانستان کي پښتوهيره شوې ،اوداستعمال نه لوېدلې  ده . متاسفانه  ډير پښتانه کوښښ کوي په دري اوځينې خوئې لا اوس دايرانۍ فارسی ويلواکټونه هم کوي . په دولت اوسياسي  ډگرکښي دپښتوسره دښمنانه اوسپک برخورد کيږي ،تر ټولوزورونکې  داده ،هغه چي دملت څخه دملاتړعلاقمندان دي هدف مي چپ اومنځمهاله سياسي گوندونه ،ډلي اوټپلې دي چي له يوه سره ئي په خپلو ورځنيوکارو اواړيکوکښي پښتو هيره کړې اويادپښتوداستعمال نه ډډه کوي . پدې هيله  چي دتنگ نظر ناسيوناليست  ټاپه راباندي ونه لگېږي زه به ستاسوپرگوت نيونه داورعلاوه کړم دهغه پښتانه لپاره ډير دشرم اوعارکاردی چي  علمي ،فرهنگی اوسياسي فعاليت په بله ژبه پر مخ بيايي اوپدې ډول دپښتودسپکاوی اوپښتودوژل کېدولپاره لاره په خپله پرانيزي .
پوهېږم چي ځينوپشتو ژبوسياسيونوته  په دري ليکل ډير ساده ځکه دي چي ايراني دوستان تر افغانانوپه  علمی ،سياسي اوفرهنگی ډگر کي  زيات دمخه دي ،ځکه نودهغوي له ليکنو څخه استفاده اوخپلو ليکنوته رانقلول ورته  ډير اسانه کاردی . خورښتيااوترلمر روښانه خبره که څه هم ډيره به ترخه وي داده  چي دهرې ژبې ويونکۍ دخپلي ژبې پر  وړاندي تر هرچازيات مسوليت اورسالت لري . پښتانه بايددغه ټکی ته پام راواړه وي چي په پښتوليکنې ،څېړنې ،علمي ،فرهنگی ،سياسي فعاليتونه اودولتي کارونه پر مخ بوزي .يوشمير وايي
 زه  تعصب نلرم ماته ټولي ژبې يوشان دی ،خو متاسفانه دوي رښتيانه وايي اوخلک غولوي ،وچاته چي خپل کورنه وي گران ،يوچاته چي خپله مورنۍ ژبه نه وي گرانه ،ياخپل هيواد اوهيوادوال نه وي گران ،دغه سړۍ درواغ وايي چي دانور ورته گران اويايوشان دي . اوکه دملي مصلحت اومسوليت خبره مطرح کړو نوراشۍ چي ټول دليک لوست توان لرونکي دواړي ژبې يوشان زده کړو،دهغوي اونورلکه ازبکي ،ترکمني ،پشه ئي اونوروژبودپياوړتيالپاره  په همدغو قومونوکي تکړه اوپوه ځوانان راوروزوتر څوخپلې ژبې اوفرهنگ ته تر نوروښه خدمت وکړي ،اوپر هغه چاپه گډه لعنت ووايوچي دپردوپه لمسون دپښتوسره دښمني کوي اويادژبو،قومونواومذهبونودښمنۍ ته لمن وهی  .دډاکترسياسنگ صاحب اودده پشانونوروافغانانونه ئي بايد زده کړي .
ښاغلي سيستاني صاحب !
دبلې خواممکن دغو دوستانو چي ډاکتر سياسنگ ته په دري پيغامونه ليکلې هغه  هم پدې خاطروی چي خپله سياسنگ صاحب ،دهغه دوستان اوعلاقمندان پرې پوه شي يادهغه مورنۍ ژبې ته درناوی شوی وي ،اويادمثاله په توگه ټکور صاحب  چي فرېباجاني اتش ورسره مرکه کړې هغه په پښتوخبري نشي کولاي اونه په پښتودومره پوهېږي ،ځکه نوټکورصاحب داښه گڼلې  چي له يوې خوافريباجانه دمرکې په متن پوه  شي اودبلې خوالکه ټکور صاحب چي  په خپله مرکه کښي  دسياسنگ صاحب سره ددوستی ديوې خاطرې په توگه يادونه کړې  وايي کله چي به سياسنگ ته په پښتو خبري سختي  شوې ويل به ئي  ((بس اس تکــور صاحب! مرا کشتي با اينقدر هغه و دغه گفتن! بيا که ديگه فارسي گپ بزنيم! ))  سياسنگ صاحب ته دټکورصاحب  دزړوخاطروداستان  خستکن نشي په دري  ئې مرکه  کړې  ده،کنه نود ټکور صاحب مورنۍ ژبه پښتواوپه پښتوژبه  تر دري ډيرې ښې اوخوندوري  خبري کولاي شي .
خوزه ستاسو داگوت نيونه پرځاي بولم چي هرڅوک بايد تر وسه کوښښ وکړي په خپله مورنۍ ژبه خبري ،ليکنې اوسياست وکړي .البته داپدې معنا نده چي له نورو ژبودهغه جملې دخپل ملت ديوتوکم له مورنۍ دري ژبې سره دي دښمنۍ ته ملاوتړي ،يو افغان دنده لري په افغانستان کي ټولو مروجه ژبوته درناوی وکړي دامکان تر کچي ځان پري پوه کړي اودتکامل مخه ئي ونه نيسي .خوددي په څنگ کي دخپلي مورنۍ ژبې دپياوړتيا، رواج اوعلمی کېدودروند مسوليت هم پر غاړه لري .چي له بده مرغه يوشمير پښتنوليکوالو، سياستوالواو دولتي واکدارانو دامسوليت   له لويه سره هير کړئ دی  . زه کله کله دداسي خلکوچي له ډير پخوائي پېژنم اويادپښتوپه نامه ځانته بازار پيداکوي ، په دري ژبه ليکنې  لولم اويائي خبري اورم  حيران ورته پاته شم چي داټول ځان لوبول دڅه لپاره ؟خوداددوي کاردی .
زه يوځل بياهم  گران سياسنگ صاحب ته ديوپياوړي افغان ليکوال په توگه دلازياتوبرياو هيله کوم .ارزومې داده چي دټول افغان ولس په چوپړکښي  ديوه افگان ليکوال  اوعلمي څېړونکی  په توگه دسيا سنگ  صاحب  دقلم  رنگ  وچ نشي اوتل مدام افغان ولس په خپلو علمي ليکنو،څېړنواوداستانونوونازوی اوپر راپيداشووزخمونوئې دمرم پټۍکښېږدي  . 
 

يادونه : داعکس دبينواپاڼي نه اخيستل شوی .

دقدروړسيستاني صاحب !
داپورته عکس وگورۍ زموږحال دی ،ځکه نودانترپاڼوپر مخ دخپلو نومياليو ددرناوی لپاره  ليکنې اوپيغامونه ځيني وختونه رانه هيرشي .
په پاي کښي ستاسو درانه مشر له دغوپاملرنواوپر ځاي اوگوتڅنډنوڅخه يوه نړۍ مننه کوم ،اميدواريم چي موږ ټول دخپل  ژوندورځنيزې چارې اواړېکي په خپله مورنۍ ژبه پر مخ بوزواوستاسوداوطني نصيحت موهيڅکله   هير نشي .
دوستانو!
که  چيري وخت ولري نوپه بينوا اوټول افغان ويب پاڼوکي دښاغلي سیدعبدالله ولي زی ډيري ښې ليکنې ته د((د عبدالله حیدر وردګ اختراع (شهکار) مو په غندنه ولمانځو)) تر عنوان لاندي لوستلوته مو هم  رابولم . پدې ليکنه  کښي هم دعبرت درس منعکس شوئ دی  . چي په تاسو وياړي .