د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه باید ځانته یو پښتني مرکز اباد کړي

سرلوڅ مرادزی 26.08.2008 23:49

نن مې په ټول افغان بریښنا پاڼه کې ، د ښاغلي حیران افغان په نوم یوه لیکنه ، د پښتنو هلوکاست تر سرلیک لاندې ولوستله . د دې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي « نړيوالو جلادانو ته عجیبه ارزانه او وړیا وسله په ګوتو ورغلی او هغه د پښتنو جهالت دی . پښتانه دنړۍ تر ټولو بې سواده او بې شعوره قوم دی ځکه د نړۍ تر ټولو لوی جنایت يعنې انسان وژنه ډېره کوي . ځکه خو نړیوال استکبار پښتون وژنه پخپله د پښتون په لاس کوي . »
د همدې بریښنا پاڼې په یوه بله لیکنه کې د ښاغلي الهام یاسیني په یو خبرلیک کې داسې لولو « د اردو پښتون الاصله شاعر احمد فراز مړ شو
د اردو ژبې پیاوړی معاصر شاعر احمد فراز پرون په حق ورسېد. احمد فراز د ګردو په رنځ اخته و.
د احمد فراز اصلي نوم سید احمد شاه، له آره پښتون، او د پښتونخوا ایالت د کوهاټ د سیمي څخه ؤ. احمد فراز خپل ټول شعرونه او ادبي لیکنې په اردو ژبه کې کړي دي ځکه یې د پښتو د ادب مینه وال دومره نه پېژني. »
زه د ښاغلي حیران افغان له دې خبرې سره چې پښتنو کې ډېرئ نالوستي او بېسواد دي هم نظر یم . خو دا خبره چې پښتانه بېشعوره دي ورسره نه منم .
دا چې پښتانه نالوستي او بېسواد دي ډېر لاملونه لري ، دلته يي یو څو د بېلګې پتوګه وړاندې کوم :
د پښتنو په نوم کابل حکومت د پښتنو د ويښتوب اوبېدارۍ لپاره هغه څه چې پکار و ، نه يي دي ترسره کړي اوپښتانه يي نالوستي او بېسواده پریښي دي . ددې ترڅنګ ، ملا تل د پښتنو پر خیټه سپور دئ او هغه هم پردئ ملا ، د انګریز او پنجاب ملا . دغه پنجابي او انګریز ډوله ملایانو ، پښتانه د وخت له علومو لیري او ګوښه ساتلي . د پښتنو د بچوړو ښوونځئ او روزنځئ د همدغه ملایانو په لاس سوځیدلي او وران شوي دي . ددغو ملایانو په خوله پښتو ژبه د دوزخ ژبه بلل شوي او د وخت معاصر علوم د شیطان کار ګڼل شوئ دئ . بلخوا پښتنو کې چې چا څه زده کړې او څه لږو ډېر تعلیم کړئ ، که هغه په کابل کې و ، خپلې ټولې او که ټولې نه وي ،خپلې ډېرې لیکنې يي په پاړسو لیکلی او په لره پښتونخوا او هند کې دا لیکنې بیا په اردو او یا نورو ژبو شوي دي .
نو چې خپله پښتانه لیکوالان او شاعران ، پښتنو ته په خپله مورنۍ ژبه پښتو ، لیکنه ونه کړي ، په پښتو کتاب ونه لیکي ، په پښتو شعر ، ونه وايي نو پښتانه به څنګه سواد زده کړي او څنګه به د ګاونډیو ملتونو او قومونو سره سیالي وکړي . پښتنو ته به د بل کوم قوم ، شاعران او لیکوالان په پښتو ژبه شعر ووايي ، په پښتو ژبه به ورته د اوس او معاصر وخت علمي او سیانسي کتابونه وژباړي او نوي کتابونه به ورته ولیکي .
د پښتنو شاعران او لیکوالان خو د پښتنو پر ځای د نورو قومونو لپاره کتابونه لیکي ، ژباړې کوي او د هغو په پلاز مېنو او دربارو کې د پردیو ژبو په شعرونو خپل کومي څیري کوي.
چې یوه بېلګه يي د ښاغلې یاسیني په خبرلیک کې وینۍ .
یو وخت کله چې مې غوښتل ، د ارواښاد علامه رشاد بابا د لیکنو او اثارو په اړه معلومات تر لاسه کړم ، په دغه لړ کې مې یو ځای داسې ولوستل :
« پښتانه شعرا په اردوژبه په دغه اثركې هغه پښتانه معرفي شوي چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي ، په دغه اثركې ( ۳۸۳ ) شاعران راغلي دي .
پښتانه شعرا په فارسي ژبه په دغه اثركې هغه پښتانه راغلي دي چې هغوى په فارسي ژبه شعرونه ويلي دي. په دغه اثر كې دوه سوه تنه شاعران معرفي شوي دي. »
البته پورته دواړه کتابونه د رشاد بابا په لاس لیکلي اثار دي .
او دا خو ټولو ته جوته ده چې د غه لړۍ به نوره هم اوږده وي ، او ډېر نور پښتانه لیکوال او شاعران به له نوموړې لېست څخه بهر وي .
اوس پوښتنه دا ده چې ایا پاړسو ژبو او یا اوردو ژبو لیکوالو او شاعرانو به هم په پښتو ژبه ، کوم کتاب نیم لیکلي وي او په پښتو به يي پښتنو ته کوم دیوان پریښئ وي ؟
په اوس وخت کې چې د قومونو د ویښتیا او بېدارۍ وخت دئ ، او ټول قومونه او ملتونه لګیا دي د خپل قوم ، ژبې او کلتور لپاره هر څه کوي ، بیا هم پښتانه د ځان پر ځاي نورو ته په خدمت او چوپړ نه مړیږي .
موږ ټول وینو چې پښتانه په سایټونو ، ورځپاڼو او مجلو کې د پښتو ژبې پر ځای په پاړسو او اردو لیکنې کوي . هغه تلویزیونونه چې په نړیواله کچه خپرونې لري او چلوونکي يي پښتانه دي ، په خپرونو کې يي ، پښتو یا له سره شته نه او یا په کتغ کې د مالګې په اندازه لېدل کیږي .
یو شمېر پښتنو سندرغاړو ، خو له ډېر پخوا نه ، د پيسو لپاره پښتو او پښتانه دواړه ، په بډه وهلي دي .
پاړ سې او اردو ژبې ته د پښتنو له دومره سترو خدمتونو سره سره ، بیا هم په تېره بیا د ایران ځیني تالي څټي ، پښتنو ته چې پښتو او پښتونوالې ته يي د خدمت څرک نه لګیږي ، بیا هم فاشیستان او راسیستان وايي ؟
ایا دا د هغه پښتنو لپاره چې شپه او ورځ د همدوی په ژبه لیکنې کوي ، شعرونه ورته لیکي ، سندرې ورته وايي او د دوی په خدمت کې يي خپله ژبه او هر څه هېر کړي دي ، د ننګ خبره نه ده !
زه دې پښتنو ته وایم :
د پاړسي ژبې لپاره د ایران ، تاجیکستان او تر ډېره بریده د افغانستان دولتونه ، دریواړه ښه په مینه او لورینه خدمت کوي . په دې ژبه هره ورځ په لسګونو او سلګونو ، ورځپاڼې ، لیکنې او کتابونه لیکل کیږي او په میلیونونه پيسې په دې لار کې لګول کیږي . نو تاسې ولې لا نور هم سربارئ په همدوی شیدې راپریښې او د دوی لپاره لیکنې کوۍ ، ستاسو خپل قوم ، پښتنو لپاره به څوک لیکنې کوي او هغوی به څوک او څنګه ویښوي ؟
اوس راځم اصلي خبرې ته او هغه دا چې پښتانه ، کوم واحد ژبنئ او کلتوري مرکز نه لري . کابل که څه هم زموږ پلازمېنه بلل کیږي ، خو هلته له ډېر پخوا نه د پاړسي جوړولو ماشین ایښودل شوئ ، او هر څوک چې کابل کې اوسیږي ، هغه په اتومات ډول پاړسیوان کیږي . که پاړسیوان نه شي ، خپلو ماشومانو ته ډوډۍ نه شي پيداکولئ او تل به په خپلې پلازمېنې کې د پرديس او مسافر پتوګه ژوند کوي .
پېښور او یا د پښتونستان کوم بله برخه کې خو د ګیلې خبره نه پاتې کیږي ، ځکه چې دا سیمه خو له پخوانه ، لومړئ د انګریزي ښکېلاک او روسته د پنجابي زورواکانو او بړیڅانو له لورې تر واک لاندې ده ، هلته خو د پښتو ژبې د ورکولو او د پښتنو د تس نس کولو بهېر له وړاندې ښه په درځ روان دئ .
په دې توګه وینو چې د پښتنو د ښوونې او روزنې لپاره کوم مرکز نشته . کابل کې د پښتنو د ويښتوب لپاره هغه څه چې پکار دي نه ترسره کیږي . هغوی چې پښتنو کې با سواد ، لیکوال ، شاعر او لږ په څه پوه دئ ، د پښتنو په ژبه له هغوی سره خبرې نه کوي . د هغو په ژبه لیکنه نه کوي . هغوی د پښتنو پر ځای نور قومونه ويښوي . نو پښتانه به څنګه سواد زده کړې . څنګه به خپل او د بل حق وپېژني . څنګه به ویښ شي او داسې په سلګونو او زرګونو نورې پوښتنې ناحله پرتې دي .
پښتانه په لویلاس نالوستي او بېسواده ساتل کیږي . او دا لړۍ به تر هغو روانه وي ، تر څو د پښتنو روڼ اندې او سیاستوال د پښتنو په دې ستونځه نه وي پوه شوي او د هغه د حل لپاره اساسي چاره ونه کړي !
پښتانه باید د اقتصادي ، پوځي او اداري مرکز تر څنګ یو واحد ژبنئ او کلتوري مرکز اباد کړي ، د کندهارښار د داسې یو مرکز اغیز لرلای شي . داسې مرکز د ملت په تړښت ، جوړښت ، شتون او وده کې د بنسټ ډبره جوړوي .