د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمامرګ ولې دومره اسان دی؟

زرولي خان خوشنود 24.08.2008 15:58
که مونږدافغانستان تاريخ ته نظروکړونوراته به دغه حقيقت مالوم شي چې مونږولي يواوبل خپل وروروژلي اوولی مودخپل ګران افغان په ځاي دبل هرپرادي قدرغږيت همره کړي چې وروسته ي راته بلاشوي اوزمااوستاپرغزيت يي ملنډي وهلي
خوکه تاسي چيري نوروهيوادونوته لاړشي اوياموليدلي وي هغوي دبل وطن په هر لوړاومعتبرشخصيت خپل هيوادوال ښه اوپوه بولي دوي دنوراخترام کوي خوخپل ورورته په ټيټه سترګه نه ګوري اونه هم دپرادي همره صفت اودرناوی کوي چې بياورته بلاکيږي اويايي درناوی هيروي .
مونږافغانان چې تل نوروته مختاج يواوپه نورپسي منډي واهواويامومرګ دومره اسان دي لامل يي دخپل په نسبت پرادي ښه سړي اوشخصيت بلل دي مونږافغانان ګوري چې دداډول استعدادونوخاوندانو چې کله راته زمينه برابره شوي په ډيرکم وخت کې مو له خپل سيال سره سيالي کړي اوبري موترلاسه کړي .
خوافسوس چې افغانان دخپلوپه قدرپوهيدي تاسي وګوري زمونږځيني هيوادوال چې ځانونوته افغانان وايي نن دڅوپيسودلاسته راوړلولپاره څه کوي اوڅه نه کوي؟ .ايادوي نه پوهيږي چې سړي په نوروښه ښکاري اوکه پخپلو؟؛
خوزه هم په دي نه پوهيږم چې داخلک چيرته په کومه روحيه روزل شوي دوي چې څه کوي ښه يي بولي خونه پوهيږي چې داښه کول يابدهم کوم انجام ياپاي لري يانه .
زمونږهيوادچې جګړوځپلې اويايي نوروزيورات اومادي يامعنوي شتمنۍ غلاکړي ياله ميځه وړي نه پوهيږم چې تل به يي نور همره په اسانه وړي اوکه يووخت به يي رښتيني خدمت ګارهم پيداکيږي اودخپلوخواروولسونوڅخه به ننګه اوملاتړکوي .اوهغه څه چې اغياروله ځانه سره وړي پوښتنه هم کيږي .
زه زمونږمرګ ولي همره اسان دي په هکله دومره وايم چې داتل دنورپه لمسون ديواوبل په نومونودوژلواوخپل منځي اختلافاتوپيداوردي کوم چې دتاريخ په اوږدوکې نورومونږته په ميراث پريښودلي دي .
په وروستيوکې خپلوټولوافغانانوکه په افغانستان کې دي ياپه نورملکونوکې دومره ويل غواړم چې نوره بايدمونږخپله ساه دنوروپروړاندي همره په کمه بيه ونه پلوروچې داڅولسزي موپلورلي اويانزرانه کړي راشي يوشي اوخپل هرګډدښمن چې هغه هرڅوک وي په ګډه دتوری اوقلم په ژبه وجنګيږي