د ((پېلوزى)) مجله چاپ او خپره شوه
21.08.2008 17:34
د پيلوزى خپلواکې،ادبي او ټولنيزې مجلې د لومړي کال لومړى گڼه د ښاغلي نظيرالحق قريشي په مسوليت خپره شوه د امتياز څښتن يې نجيب الله روفي او مرستيال يې اتل روفي دى.
د پښتو د مجلو په ډگر کې د پيلوزى دغه مجله نوې زياتونه ده، چې د نجيب الله روفي په مالي لگښت به په هرو دوه مياشتو کې خپره شي .
تاسې به د پيلوزى له نوم سره بلد ياست پيلوزى مجله په پښتو گلبڼ کې هغه ادبي گام دى ، چې د شاعرانو، ليکوالانو او د ادب د مينه والو په مرسته اخيستل شوى.
پيلوزى په پښتو کې د رڼا هغه سمبول دى، چې د پخوانيو مشرانو ورڅخه د رڼا يا اور بلوونکي کار اخيسته . پيلوزى د پښتو په ډگر کې خواره مشهور او مروج نوم گڼل کيږي.
د پيلوزى په دغه گڼه کې يو شمير ادبي ليکنې راغلي او د يو شمير شاعرانو شعرونه او غزلي يې هم چاپ کړې دي .
پيل يې د اسلامي لارښود له ليکنې څخه شوى دى .
او د حسن ښاپيرۍ پر نظم پاى ته رسيدلې، حيرانونکي پېښې او طبيعي معلومات هم په کې ځاى شوي دي .
غوره خبره دا ده، چې د وزير محمد گل خان مومند لنډکۍ پښتو او پښتنواله او د غلام دستگير ړنگ پېژندنه يې هم خپره کړې.
د پيلوزى دغه گڼه په قندهار،خوست،جلال کوټ او پېښور کې د نيوکابل کتاب پلورنځيو له نمايندگيو څخه تر لاسه کيداى شي او بهرني ميشت ليکوال او مينه وال کولاى شي، چې د دغې مجلې تر لاسه کيدو له پاره گډون بيه راوليږي.
E-Mail Address
گرځنده: ٠٣٢١٩٠٨٦٥٠٨