د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکۍ جشن دکوټې بنديوان شو

حکيم بشارت 17.08.2008 15:29

د نړيوالۍ ټولنې په مالي او ځاني ملاتړ سره له اوو کلونو لګښتونو او هڅو وروسته حکومت په دې ايله وتوانېده ، چې د هېواد د خپلواکۍ جشن ، چې د ټول ملت د وياړ او سرښندنې پايله ده له ازادې فضا( غازي لوبغالي ) څخه کومې کوټې ( ارګ ، اماني لېسې او يا استقلال لېسې ته را ولېږدوي .

ددې پرځاى چې د جشن سيمه نوره هم پراخه شي له بده مرغه د جشن چمن او لوبغالى د امنيتي ملحوظاتو له امله په کوټې بدليږي او د يوې عادي غونډې بڼه غوره کوي .

اوس پوښتنه دلته ده ، چې په ارګ ، اماني لېسې او يا په استقلال لېسې کې به د ټانکونو، درنو اوسپکو وسلو، بېلابېلو موټرو او د لسګونو زرو پوځونو نمايش څنګه ترسره شي او که دا ونه شي ، نو د جشن مانا څه شوه او عام وګړي به څه ډول ددې جشن ننداره وکړي ؟

ډيره د افسوس خبره ده، چې د هېواد د خپلواکۍ جشن په کومه کوټه کې نمانځل کيږي هغه هم دداسې هېواد، چې تل يې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه د سرونو په بيه دا هېواد ساتلى ، ګټلى او له پرديو څخه پاک ساتلى ، خو اوس داسې حالت ته رسېدلى ، چې د نمانځلو ورځ يې دکوټې بنديوانه کيږ‌‌ى .

دغه ډول پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چې کله د مجاهدينو د ١٦ کليزې د برياليتوب په ورځ (د غويي په ٨ مې ) د کابل ښـار غازي لوبغالي ته څېرمه د جشن پر مراسمو له پنځه سوه مترۍ څخه د وسلوالو طالبانو له خوا بريد وشو ، چې د ولسي جرګې د يوه غړي په ګډون پنځه تنه په کې ووژل شول او لس نور ټپيان شول .

هغه مهال ټولې نړۍ په ژوندۍ بڼه وليدل، چې د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې قوت څومره په دې هېواد کې د ډاډ وړ دى .

له دې اعلان سره چې سږکال به د هېواد د ٨٩ مې د خپلواکۍ د کليزې جشن په کوم تالار کې ترسره شي ، عام ولس ته يو ډول ذهني نا ارمتيا پيدا شوې او داسې انګري ، چې نور هېواد خو پرېږده ، چې دوى له دومره امنيتي تدابيرو سره سره په پلازمېنه کابل کې هم خوندي نه دي ، چې د خپل هېواد دخپلواکۍ مراسم په ازداه فضا کې تر سره او هغه وويني ، چې دې اعلان زياتر خلک د حکومت په حاکميت شکمن کړي دي .

د حکومت يوه چارواکي په يوه خبري کنفرانس کې دومره غټ دورغ وويل ، چې له ځان څخه يې څو چنده غوښن او زيات وو، دغه چارواکي خبريالانو ته وويل چې دغه جشن ځکه د يادو شويو ځايونو په کوم تالار کې کې ترسره کوي ، چې د غازي لوبغالي د رغونې کار پيل شوى دى او نه شي کولاى چې تېر په څېر هلته ترسره شي ، خو که تاسو لوستونکي غازي لوبغالي ته لاړ شئ ، نو هلته د هيڅ کار د پيل څرک به ونه وينئ او دغه لوبغالى په خپل حال ده .

خو اصلي خبره داده ، چې اوس حکومت په دې باور دى ، چې که په کومه کوټه کې ددې جشن مراسم ترسره شي ، نو بيابه هغه ډول وېرونکې پېښـه نه رامنځته کيږي او په دې کې به د حکومت پرده پرځاى وي ، خو ملت چې هر څه وايي هغه پروا نلري ، چې نړيوال څه ونه وايي .

خو د حکومت واکدارانو ! دا جشن ستاسو نه ، بلکې د ملت دى او ملت ته تاسو داسې ډاډمنه فضا برابره کړئ ، چې دغه له وياړونو ډکه ورځ د هېواد په ټولو لويوښارونو، ولايتونو او ولسواليو کې په خورا خوښۍ سره ونمانځي، خو له هغوى څخه دغه د خوښۍ ورځ په کوټه مه ننباسئ ، چې بله ورځ به بيا په کوټه کې هم د نمانځلو چانس درته نه وي .