د( ولې اعدام ؟) په نوم کتاب له چاپه راووت
17.08.2008 15:22( ولې اعدام ؟ ) په نوم په پښتو ژبه په ١٣٢ مخونو کې يو تازه اثر، د کتاب اب په بڼه په کابل ښار کې له چاپه راووت .
په دغه کتاب کې، چې ليکوال يې عبدالرؤف لېوال حسين خېل دى، په هېواد کې د وخت حاکمو نظامونو او ځواکمنو ډلو لخوا ډېرى هغو اعدامونو ته اشاره شوې، چې بې له کومې محاکمې ترسره شوي دي .
ياد شوى کتاب چې په ٢٠٠٠ ټوکه کې د زمري په ٢٤مه، چاپ شوى، د پښتۍ پر يوه مخ يې د طالبانو لخوا د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور( شاهپور احمدزي ) د اعدام انځور او پر بل مخ يې د ليکوال لنډه پېژندنه راغلې ده .
په ياد شوي اثرکې د نادرشاه لخوا د حبيب الله کلکاني ( بچه سقاو ) او د هغوى د ملګرو بې له محاکمې اعدامولو ( ١٣٠٨ ه کال ) څخه تراوسه پورې ترسره شويو يوشمېر انفرادي او ډله ييزو اعدامونو ته اشاره شوې ده .
لېکوال په دغه کتاب کې د طالبانو لخوا د باميانو د بودا د سترو مجسمو نړول هم يو اعدام بللى او ويلي يې دي، چې د بودا او ډاکټر نجيب الله اعدام، هغه حقيقت نور هم په ګوته کوي، چې د هېواد مشران تل د نورو د سياستونو ښکار شوي دي .
د کتاب سريزه خپله د کتاب د ليکوال له خوا ليکل شوې ده او په يوه برخه کې يې راغلي : (( دا کتاب نه ناول دى، نه داستان، نه رومان ، بلکې په افغانستان کې د تېرو پېښو ترخه او زيږه انځورونه دي ، چې راتلونکي نسل لپاره يو ويرجن عبرت دى . ))
د ليوال په باور، هرې حاکمې او ځواکمنې طبقې ، چې په افغانستان کې اعدامونه کړي دي ، يوه لاره يې ورته جوړه کړې ده او ګويا قانوني شکل يې ورکړى .
خو ليوال زياتوي چې ددې کتاب د ليکلو موخه دا وه ، چې لوستونکي د اعدام په اصلي موخو پوه شي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل :(( ما په دې اثر کې هڅه کړې تر څو لوستونکي په دې پوه شي ، چې ډېرى اعدامونه يواځې دمخالفينو د ځپلو او د پرديو په لمسون شوي دي . ))
د لېوال په وينا، د ياد شوي کتاب ليکل يو تريخ حقيقت دى، چې بايد په ډاګه شوى واى، تر څو راتلونکيو نسلو ته يو درس شي .
يو پنځوس کلن عبدالرووف ليوال حسين خېل له پنځو کلونو راهيسې په پژواک خبري اژانس کې د مشر ايديټر په توګه کار کوي .
ليوال که څه هم تراوسه په لسګونو مقالې ليکلي او بېلابېلو ځايونو کې چاپ شوي دي ، خو د ولې اعدام ؟ يې د کتاب په بڼه لومړنى چاپي اثر دى .
په دغه اثر کې له ١٢ چاپي اثرونو او سايټونو څخه د ماخذ په شکل کار اخيستل شوى دى .
د ولې اعدام ؟ په کتاب کې ځاى ځاى داعدام ځينې انځورونه هم راغلي دي .