د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اريانا افغانستان تلويزيون د څېرې او خاطرې د پروگرام خبرتيا

15.08.2008 15:18
)واخان(د اريانا افغانستان تلويزيون، چې د امريکا د متحده ايالاتو د کلفورنيا له رياست څخه د مسکين يار په مشرۍ د افغانستان د مظلوم ولس لپاره خپرونې کوي او ملي وياړونه نمانځي د همدې ملي وياړونو د نمانځنې په ترڅ کې غواړي، چې دا ځل د(څېرې اوخاطرې ) د پروگرام له لارې د اگست د مياشتي په ٢٤ نيټه د ارواښاد،استاد،لوى مفکر مولانا قيام الدين خادم ٢٩ تلين په ژوندۍ بڼه ونمانځې د دغه پروگرام ميلمانه به د افغانستان وتلي،علمي،سياسي،ادبي او کلتوري څېرې وي کوربه به يې زرغون شاه شينوارى وي.
 د پروگرام په ترڅ کې به دغه وتلي څيري د نړۍ له بېله بېلو برخو څخه د تليفون په ليکه د ارواښاد قيام الدين خادم د سياسي،ادبي،کلتوري،ديني او د ژوند په بېله بېلو اړخونو رڼا اچوي .
پروگرام به د امريکا په وخت سهار لس بجې، د کاناډا په وخت سهاريولس بجې، د اروپا په وخت مازيگر پنځه بجې، او د افغانستان په وخت ماښام اووه نيمې بجې په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د يادونې وړ ده، چې د ارواښاد مولانا قيام الدين خادم د ٢٩تلين په وياړ ،  اگست په دوه ويشتمه نيټه د لرې پښتونخوا په پېښور کې د افغان ادبي ټولنې او خښي کلتوري ټولنې له خوا، د اگست په ديرشمه نيټه ،په ناروى کې د (افغان ادبي ناسته) له خوا د يوې يوې سترې غونډې په ترڅ کښې نمانځل کيږي او د افغانستان د ننگرهار ولايت په کامه کې به د ارواښاد خادم پر قبرمشاعره او د گلونو گيډى  کېښودل کيږي.