د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي ارچيوال ته ديوې موضوع سپيناوى

دلمن جريدې اداره 07.07.2008 14:12

ښاغلي ارچيوال ته دېوې موضوع سپيناوى
ارچيوال صيب ستاسې يوه ليکنه مو په ټول افغان کې د(ښاغلى عبدالغفورليوال ،دادب او ژورناليزم ليکنه زما ده) تر عنوان لاندى ولوسته تاسې ددې ليکنې په يوه برخه کې دلمن جريدى له چلوونکو نه ددغه ليکنې دچاپ سپيناوى غوښتنی ؤ.موږ هم په خپل وار غواړو ددغې ليکنې دچاپ له امله تاسې ته دموضوع سپیناوی وکړو ،ګوندې که په دې کار سره له يوې خوا ستاسو تسلي وشي او له بل پلوه مو خپله جريده دليکنو دغلاکولو له توره ساتلې وي.
ښاغلى ارچيوال:
لومړى غواړم تاسو ته لمن په لنډه توګه دروپيژنم،لمن جریدې له تير و څو مياشتو راهيسې ددې جګړه ځپلي هيواد ددوو تنو بادرده ځوانانو په هڅه او هاند په خپريدا پيل کړى،چى دخپريدو يوازينۍ موخه يې پښتو ژبې او ادب ته خدمت کول دي او دهمدې موخې لپاره يوازې ادبي او کلتوري ليکنو ته چې تر ډيره روزونکي بڼه ولري ځانګړې شويده .
ښاغى ارچيوال:
تاسې ته به په افغانستان کې درسنيو دډګر ديو فعال کارکوونکي په توګه څرګنده وي چې په تيرو اوه کلونوکې رسنيز ډګر خورا ګړندي ګامونه واخيستل او له شميره وتلې بريښنايي،غږيزې اوچاپي خپرونې رامنځ ته شوې.
داچټک بهير ددې لامل شو چې پر ليکوالو درسنيو شمير زيات شي او ډيری رسنۍ دليکنو او موادو له نه شتون سره مخامخ شي.چې همدا ستونزه کله نا کله موږ هم له ګريوانه نيسي. همدې ته په پاملرنې سره مونږ دادب او ژورناليزم ليکنه دتاند له ويب پاڼې رااخيستې وه.او په لمن کې له خپراوي وړاندې مو له دې امله چې په تاند کې يې ليکوال ښاغلى (ليوال ) ښودل شوى و دهغه سره د ټیلفون له لارې اړيکه ټينګه کړه او ترې مو دليکنې دخپراوي اجازه وغوښته.هغه نه يوازې داچې اجازه يې راکړه بلکې دا يې هم وويل چې دا ليکنه تر اوسه بل چا نده چاپ کړې او په لمن کې يې پرچاپيدو خپله خوښي هم څرګنده کړه.اوس چې خبره تردې ځايه راورسيده نودلمن اداره همدومره دڅه ويلو او ليکلو واک لري او وروستۍ خبرې تاسو دواړو ښاغلو ته پريږدي.
په ډير درناو ي
( دلمن جريدې اداره کابل)
داهم په تاند ویبپاڼه کې دعبدالغفور لیوال په نوم ستاسې خپره شوې لیکنه:
ادب او ژورناليزم
شنبه, 03.08.2008, 05:00pm (GMT)
ادب او  ژورناليزم
 
عبدالغفور لېوال، کابل (٠٧٠٠٢٩٢٤٦٣)
 
ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري.