د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان او کلتور

نسيم ليوال 06.07.2008 14:01
څرنګه چې کلتورديوې ټولنې دبنسټيزوشتواوارزښتونوڅخه ګڼل کيږي نولدې امله دهمغې ټولنې وګړي پخپل کلتوروياړي ،ساتنه يې کوي اودنوروټولنوله کلتورونوڅخه ترجېع ورکوي ،ځکه هرانسان چې په کومه ټولنه کې پيداشوی اولوی شوی وي نودخپلې ټولنې له رسم ،رواج عادتونواودکلتورله څرنګوالي سره اشناشوی وي،دوړوکوالي تيرشوي ژوندخاطرې يې په يادوپاتې شوي وي ،له هغه څخه خونداخلي اودخپلوپلارونواونيکونوکرکټرونويې په مغزوکې ځای نيولی وي،نولدي امله وېلای شوچې هرانسان دخپل کلتورپه څرنګوالي وياړي اوستاينه يې کوي ،که چيرې څوګ ورته دبل کلتورستاينه کوي نوهغه يې بدراځي اوپه زړه کې ورڅخه کرکه پيداکوي،په تيره خوپه پښتنوکې دومره بده ده چې ښايي ځينې پښتانه له هغه چاسره چې څوګ ورته دبل کلتورستاينه وکړي راشه درشه هم ونکړي،البته اوس مهال دداډول خلکوفيصدي په پښتنوکي هم کمه شويده چې دبل کلتورپه ستاينه اوعملي کولودومره سره نه ګروي ، ځکه چې موږوينوډيره کي ځوانان پردی کلتورکاروي په تيره خودلباس په موډ،دسروېښتانوپه جوړه ولواوداسې نوروکې.
موږمخکې وويل چې کلتورديوې ټولنې شتمني ده اودتل پاتې ارزښتونوپه ليکه کې شمېرل کيږي نولدې امله بايد زموږ ځوانان دخپل کلتوراوادب ساتنې لپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي ،دخپلې ژبې اوکلتوردپرمختګ په خاطرادبي اوکلتوري ټولنې جوړې کړي اوکوښښ وکړي چې دځوانانوتوجه خپل کلتوراوادب ته راواړوي ،دادبي اوکلتوري ټولنوځوانان بايد باادبه په پښتني غروربډای اوحياناک وګړي وي،ترڅووکولای شي دخپلوښوکرکټرونوپه زورنوردېته وهڅوي چې دخپل کلتوراوادب لپاره له کچې زيات چوپړوکړي اودخپلوپلرونواونيکونوڅخه په ميراث ورپاتې شته کلتورته ترجيح ورکړي اودخپلواجدادوپه پلۀ پل کيږدي.
دوی بايد دپردوتقليدونکړي اودپرديوکلتورپرځان عملي نکړي ،دوی بايدخپل غني کلتورته دومره ترجيع ورکړي چې په بهرنيانويې هم ومني اوددوی دکړو وړو دڅرنګوالي له هغه دېته مجبورشي چې زموږکلتورومني اوپه عمل کې يې پلی کړي.
زمونږداوسنيوځوانانودخپل کلتورپرېښودنې يولوی لامل داهم دی چې دوی هرمهال هندي فلمونه ګوري له هغه څخه متاثره کيږي،نوله څه مودې وروسته دوی هم دهندي فلمونوداکټرانوغوندې لباس اغوندې اوپه همغه موډسراوږيرې وېښتان جوړوي ،له دتيرې نام وېښتان ،يوډول ږيره چې مازې دزنې په منځ برخه کې دلاندينۍ شونډوترخوايوځونډی پريږدي اوبس چي ډېربدمالوميږي.
دوی دېته موډوايي ،حال داچې داپرځان اودخپل پلارنيکه پرکلتورملنډې وهل دي ،دوی پښتوپرېيښي ده غروريې ترپښولاې کړی اوخپل غني فرهنګ يې هېرکړی دي.که څه هم دوی پښتني کلتورته کوم زيان نشي رسولی خوپه ټولنه کې ورته خلک په ښه سترګه نه ګوري ،نن سباخوبياخلک داسې هم کوي چې مخامخ ورسره ښه ستړې مشې وکړي خوکله چې ترې روان شې نوکنځاورپسې کوي اووايي چې دابې فرهنګه ګوره ددۀ سروګوره ددۀ ږيره وګوره لدې نه خوچې په ................سپورشي ورته ښه ده په همدې ډول دېته ورته بيلابيلې خبرې ورپسې کوي اوان پلايې هم په بدويادوي.
نوموږته پکارده چې دپردي کلتورپرځای خپل کلتورته وده ورکړو،ځانونه دبل چاپه نېزدبدونکړو،په ټولنه کې دښه کرکټررول ولوبوو،اوهغه څه ته قايېل واوسوچې زموږکلتوراجازه راکوي اوزموږپه ټولنه کې ورته دښوپه سترګه کتل کيږي اوغوره صفتونه لري.
داکارله هرچانه ډېرپه ټولنه کې دادبي اوکلتوري ټولنوغړي کولای شي ،دوی بايدپه خپلوغونډوکې په ډاګه ووايي چې ځوانان بايدخپل کلتورعملي کړي ،دپردي کلتورله عملي کولوڅخه ځانونه وژغوري،اوخپل کلتورته دودې په ورکړه کې چوپړترسره کړي اوداکارپه پوره رېښتينوالۍ اوکوښښ سره وکړي ترڅوراتلونکي نسلونه مولدې بلاڅخه په امن کې پاتې شي اونوردپردي کلتورعملي کول سرايت ونکړي.