د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتون سبا دتورتم په لور

طارق ابراهيمي 02.07.2008 19:03
نه پوهيږم ولې؟ ددې وطن په اړوند چادڅښتن په لور خوله پورته نيولي اوددعا پرځاى، په ښيراوو ،سر شوى ،نه پوهيږم ولي؟ پدې ځوريدلې هيواد باندي، دبي جهنمه محشر څپې رااوښتيدي، نه پوهيږم ولې؟د اخلك نورهم دي ته ليواله دي ،چې دافغان بچى دي يتيم شي ،موردي، دځوانۍپه درشل كې، دكونډتوب سپير ه څپيړه پرمخ وخوري .داخلك عجيب اوغريب عيارشوي ، دوى دځان عزت ،موقف اودژوند ټولې ښيګنړي ،په جنګي كلتور پوري تړلې ګوري،ددوى ذهنيت له جنګ سره رغيدلى ،دوى ته بې جنګه ژوند خورا ګران بريـښي ،داڅولسيزي جنګ، چې هرڅه موپه اوركې لولپه شول ،خوبياهم نه دي ستړي شوي ،بياهم غواړي چې( اوبه خړي اوماهيان پكې ونيسي) ،نوري خبري لنډوم اواصلې هدف ته ورګرځم . دهيوادپه جنوب كې په ځانګړي توګه په ټولوپښتني سيموكې، چې دجنګ لړۍ له يوي نه بلې ته چټك مزي غزوي ،ددې په اړوند ډيرى سياسې كتونكې پړه دپاكستان په مذهبي كړيو اچوي ،چې افغاني طالبان دهيواد دورانۍ په موخه هڅوي ،رښتيا هم تريوڅه بريده داخبره ريـښتيني بريـښي،خو دابايد په ډاګه شي ،چې ولې؟ دافغان زوى پردي ډول ته څڼي واړوي،ددي ترڅنګ نورګڼ لاملونه دهيواد په دننه كې هم ترسترګوكيږي ،دڅو راوړل دلته اړين بولم :
۱_ هغه ځلميان چي دځوانۍ سرشاره مرحله يې پيل كړي ،اودهيوادنه بهريې په مدرسوكې علمي ودنه موندلې ،پاكستان ددوٰى له سپيڅلواحساساتو څخه په ګټه اخيستلو خپلوموخوته ځان رسول غواړي.
۲_هغه كسان چي په يو ه اوبل نامه ددولت لخواترټينګې څارنې لاندې دې هغوٰى دځان ساتنه دتوپك په نلۍ پوري تړلې ښــئي ،ځكه كه دتوپك له ياراني نه لاس واخلې نوژوند يې له ګواښ سره مخ دٰى .
۳_هغه كسان دې چې دبيكارٰۍله وجي توپك څنګ ته اچولى اودژوند چاري له دي لارې پرمخ وړي.
۴_پخوانۍ جهادې ډلګۍ چې خپلي ګټي، په خطركې ويني ،دوى ډيرى په اوسني دولت كْٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰې خپل موقف دلاس كولو په موخه جنګي ډلګٰۍجوړي كړي ،اودامن خنډګرځي .
۵_هغه كسان چه نه غواړي په پښتنې سيموكې دپرمختګ چاري ګړندى شې ،چې ښكاره بيلګه يې شمالې لوټماره ټلواله .چېد ځينو پخوانيو غړو په واسطه دجنګ ميدان ګرم ساتي ،تاسوبه په دې وروستيو كْې اوريدلې وي،چه په وردګو سيدابادپه سيمه دڅيڅي په كلي كې، دوه موټره وسله نيول شوي، دملي اردو دحمايوي لوا لخوا يي غږ پورته شول، چې دفاع وزارت، دستردرستيز په لارښوونه ددولت سره په جګړه كې ښكيل لورته ليږدول كيدي .ددغووسلو له ليږدڅخه دوٰى څو مشخص هدفونه لري،يوداچي غواړي نړۍ ته پښتانه داسي وروپيژني، چي دوى له جنګ سوابل څه نه پيژني ،دوى دپرمختګ په
وړاندي خنډ دي ، نودوى غواړي: چې دډالرودا لړۍ خپل پلو وګرځوي ،اوبل كه چيرته په پښتنې سيمو كې جنګ ته دپاى ټكى كيښودشي، نوبيا درغوني ،پروژي پرانستل كيږي ،پښتون ديوويشتمي پيړۍ له غوښتنو سره ځان جوړه وي ،بيا دخپل حق غوښتونكى كيږي ،دټولنيز عدالت تر چتر لاندي دخپل راتلونكي په اړه فكر ورسره زيږي ،نوځكه دجنګ لوګي ته تل پكى وهي ،چې بل شې ،جنګ دتباهي څخه ،غربت .بيسوادې اوپه شا تګ څخه بل څه په ارمغان نه لري،ډيرو پښتنې سيموكې نوي جوړشوي ښوونځي يا دي اورخوراك شول او يا په بمونه والوځول شول،
داكړنې دچاله لوري وشوي ؟پړه ټول په طالب اچوي ،خوطالب وياند په واروار ددي كارغندنه كړي ،اوداكاريي دپوهني اوپښتنيت ددښمنانو په اوږو اچولى .داټولې هغه خبري دي ،چي ديوي مخته طرحه شوي ،پلان په بنسټ كارروان دى ،بل له ټولو نه ستر هدف دادى: چې نړۍ والي ټولني ته اوسنى حكومت، كه څه هم زياتره لوړدولتي پوستونه تر مرستيال درئيس دولت پوري، له دوى سره دي ، خوبياهم ددې ددولت په ناكامۍ خوښ دي ،ځكه ددې دولت په راس كې پښتون دى ،دوى ووايې: (ميم زرما ټول يي دما ) .نوله هري ممكينه لارې غواړي په راتلونكو ټاكنوكې دبري بريت تاوكړي،له پورته خبرو څخه دي پايلې ته رسيږو،كه پښتانه سياسې بصيرت اوعلمې وړتيا څخه پدې اساس پړاوكې كاروانخلې ،نوډير ژر دى چې هرڅه به موله لاس تللې اوبيا به دناهيلۍ لاسونه پړه كوه اوپه لاس به څه نه راځي ،نوپه اخير كې پښتون! نورلمن درته نيسم دغفلت خوبونه پريږدئ،ديوويشتمي پيړۍ دكارتر شعار لاندې ،ليڅي رابډوهى اوددښمن شمو موخو ته غاښ ماتوونكى ځواب ووايې.