د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت يې نيم په لاس كې دى

ډاكټر تكل عبدالرحيمزى 01.07.2008 17:03

لامې خپله د لنډو كيسو نوې ټولګه له چاپه نه وه راوړې، ډېر په بيړه مې د انتظار شپې سبا كولې، چې كله به يې له مطبعې نه راوړم او بازار ته به يې سپارم. ځكه چې د چاپ لګښت مې له خپل نژدې ملګري نه د څو مياشتو په مخه پور اخيستى وه، د هغه هم هغه د چا خبره لمده مړۍ له ستوني تېرېدله. ښه وه په يوه انجيو كې يې ډالري معاش درلوده، دغه روپۍ ورته هيڅ هم نه وې خو بيا هم پيسې ډېرې ګرانې وي ځكه خو ورته خلك د زړه له پاسه چپې خواته په كميس كې جېب اچوي.

دمګړۍ مې همدغه بوختيا وه چې كتاب مې ژر له چاپه راووځي، هره ورځ به د مطبعې له خاوند سره تر ډېره ناست ووم، هغه هم ډېر مصروف وه، چاپخانې نورې هم ډېرې وې خو ده به يو څه خواري ډېره كوله، لږ به يې پيسې هم كمې اخيستلې او هم به يې كار په معيار برابر وه.

كه له تفصيله در تېر شم يوه ورځ په همدغه چاپخانه كې ناست ووم چې د يوه ملګري زنګ راغى او راته يې وويل چې د كتاب په چاپولو دې لاس وخوځوه او دلايل يې دا وو، چې په كابل كې د پښتو كتابونه كم دي او د پښتنو ميلان كابل ته د پښتو ګټلو لپاره نه، بلكې د پيسو ګټلو لپاره ډېر شوى خو بيا هم مجبور دي چې پښتو كتابونه د لوستلو لپاره له ځان سره ولري.بل دليل يې داو ه چې پدې وختونو كې يو څو تنه پيداشوي او وايي چې دوى د پښتو كتابونه له ځانه سره بهر ته د ژباړلو لپاره وړي چې د پښتنو په دود، دستور او كلتور باندې وپوهېږي، هرڅومره چې ژر كولى شې، كتاب دې دغې نمايشګاه ته راورسوه حتما به وپلورل شي.

نمايشګاه د كابل ښار په زرنګار پارك كې له راتلونكې جمعې پيلېده او تر درېيوو ورځو پورې يې دوام كاوه. زما د كتاب چاپچارې هم د پنځه نۍ په ورځې پاى ته ورسېدې، په چټكۍ سره مې كتاب تر لاسه او كورته مې راووړ، سهار وختي له كوره ووتلم چې په پارك كې د ځان لپاره ځاى ونيسم. يو څه كتابونه مې له ځان سره واخيستل او ومې ويل چې څومره پدې ځاى كې وپلورل شول هغه به شوې وي او پاتې نور به د ښار كتابپلورنځيو ته وركړم. د ماسپښين درې بجې شوې خو هيچا هم زما د كتاب پاڼه وانه ړوله، هسې به يو نيم كس د كتاب نوم ولوست او نېغ به تېر شو، ماويل هغه ملګري دې هسې لاپې درته وهلې دلته خو څوك د پښتو كتابونو مخ هم نه اړوي، لږ وخت به نه وه تېر چې درې كسان راغلل، يوه يې كتاب راپورته كړ، د كتاب يو څو مخه يې وكتل راو كتل او بيا يې له ما نه د بيې په اړه وپوښتل. ما ورته وويل: بس صرف ۳۰ دېرش افغانۍ يو بل ته يې وكتل، پخپلو كې سره وغږېدل او بيا يې ماته وويل: په ۲۵ پنځه ويشت افغانيو كې به ټول درنه واخلو كه نور هم په كور كې لرئ رايې وړۍ. د شته كتابونو پيسې يې راوشمېرلې او له نورو پسې يې كورته ولېږلم. زه هم خوشاله ووم او د ملګري هغه خبرې مې راته ريښتيا ښكاره شوې او ومې ويل چې البته دوى هماغه خلك دي چې د پښتو كتابونه د ژباړلو لپاره بهرته وړي. دا خبره مې هم په زړه كې راتېره شوه چې د ژباړې لپاره خو يو كتاب بسنه كوي په دومره ډېرو باندې دوى څه كوي؟ خو ډېر ژر مې له ځانه سره وويل چې هلكه ته يې څه كوې كه هرڅه پرې كوي زه به د خپل ملګري پور هم له وخته مخكې ورپرې كړم او هم به بله ټولګه پرې چاپ كړم. خبره همداسې شوه، ټول كتابونه مې ورته راوړل او ورمې كړل، هغوى هم په ښي لاس پيسې راوشمېرلې. زه پخپله او هغوى پخپله مخه ولاړل. زه هم خوشاله شوم او اوس مې په زړه كې د بلې ټولګې د چاپولو په اړه كرل او رېبل.

زما په سر كې د بلې ټولګې د چاپولو هوا وه نو ځكه مې څو ورځې وروسته د بلې ټولګې منځپانګه راټوله او د كور مخې ته د غټ توت تر سيوري لاندې كېناستم، دا توت زموږ د دېرې تر ټولو ونو غټ او ګڼ سيورى لري، يو ښه والى يې دادى چې شنډ دى او توتان نه كوي، كليوال خلك تل دا هڅه كوي چې شنډ توتان په دېرو كې وكري ځكه چې يو خو يې سيورى دروند او بل شنډ وي توتان نه كوي، د كوم مېلمه او يا كوربه كالي نه خېرنوي او درېيمه ګټه يې داده چې د توتانو په وخت كې ورلاندې مچان كم وي. نو د اوړي په وخت كې هغه د چا خبره په پاچايي ارزي. تېر ماسپښين وه، يخ شمال لګېده سيوري خوند راكړ او يا خو داچې د نوې ټولګې د چاپولو هوس په ما باندې دا لورينه كړې وه چې نن راباندې دا سيورى ډېر ښه لګېده. دا چې هر څه وه، خو زما ناسته يې خوندوره كړې وه، پاڼې مې يو خوا بل خوا اړولې رااړولې، پام مې نه وه چې د غره له سره مې د تورو لوخړو په لور وروكتل چې له پورې دشتې را ختلې.

زموږ كلى د غره ډډې ته پروت دى او له غره نه ورپورې غاړه يوه غټه دشته ده چې لا تراوسه پكې آبادي مابادي نه ده شوې. كله نا كله پكې دولت نشه ييز توكي سوزوي، د كلي خلك يې سيال ته له لېرې ګوري، څه وخت داسې هم راشي چې ماشومان د دولت د مسوولينو له تګ وروسته ورشي او پاتې موادو كې تر هغو ډكي وهي چې يو څه پكې ومومي، بيا يې كورته راوړي، يو نيم چرسي مرسي يې ورځينې په پيسو راو نيسي او كله خو يې پدې بانه ورځنې په وړيا توګه تر لاسه كړي، چې دا سوي دي او اوس له وهلو وتلي. له داسې لوخړو سره د كلي خلك عادي شوي او اوس خو دا خبره عامه ده چې كليوال وايي: بيا به يې د چرسيانو كور وروران كړى وي، نن هم د كلي ټول ماشومان ورچلېدلي ول او د اور ننداره يې كوله او په پاى كې د خپلې شوړې په تمه ناست وو. خو نن د ماشومانو انګېرنه څه بل ډول وه چې بېرته راستانه شول ، ويل يې نن نور كسان ول او د چرسو پرځاى يې كتابونه راوړي ول او اور يې وركړى وه، تر ناوخته يې څوك نه ورپرېښودل چې ورنه يې يوسي. خو دوى هم قسم كړى وه چې تش لاس ورنه رانشي. زه د ماښام له جمې راستون شوى وم چې مخې ته مې د كلي يو څو ماشومان راغلل چې په لاس كې يې تور كتابونه نيولي ول، د كتابونو د لومړي مخ ( پښتۍ) ليك نه لوستل كېده خو له منځپانګې يې مالومات كېده چې كتاب كې څه دي. خداى (ج) شته ما ته غوسه هم راغله چې ماشومانو دا كتابونه ولې سوزولي دي، چې كله په خبره ورسېدم نو دا كتابونه د هغو تورو لوخړو پاتې شوني ول، چې ماشومانو پكې له ډكو وهلو وروسته په لاس راوړي ول. له ماشومانو نه مې پدې ژمنه كتابونه واخېستل چې سبا به يې حتمي بېرته ورته سپارم، ما غوښتل چې وپوهېږم دا يې څه وړ كتابونه سوزولي دي. د شپې مې همدا بوختيا وه چې د كتابونو په منځ كې مې د خپلې ټولګې هغه لنډې كيسې وكتلې چې تېره جمعه رانه ټول هغو درېيوو كسانو پېرېدلي ول، خداى (ج) شته ريښتينى خفه شوم، په سوچ كې ولاړم چې دا ولې؟ خو بيا د ادبپوهنې د استاد هغه خبرې را په زړه شوې چې ويل به يې: (( ايران اوس هم زموږ د كلتور په ورك كولو بوخت دى اوزموږ د پښتو كتابونه اخلي او اور كې يې سوزوي)). ايله مې يقين راغى خو له سترګو مې صرف د بې وسۍ اوښكې توى شوې او زما د كتاب پر هغه لنډه كيسه ولوېدې چې سر ليك يې وه. ( دولت يې نيم په لاس كې دى).