د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوه رښـتيني قصه

سنګرعصر 27.06.2008 14:39

درنو لوستونکو دا يوه رښتينه قصه ده چي څه موده وړاندي مو د يو چا له خولي ليکلي ده خو يو څو مهم ټکي يي تاسي ته دلته وړاندي کوم.
هغه ورځ چي هغي په نښه کړي وه چي زه به بيا راځم خو هغه ورځي ډيري راغلي بس هغه را نغله.
زه به هره همغه ورځ په انتظار وم چي دي په نښه کړي وه چي رابه شي خو نه رانغله،هره ورځ به مي دهغي هغه سوالونه په ذهن کي تاويدل را تاويدل چي هغي به د خبرو پر مهال له ماڅخه کول او دخبرو پرمهال به يي چي کوم حرکات کول هيڅ د هيريدو وړ نه وډيري ورځي تيري شوي شپه او ورځ به دهغي د معني نه ډکو خبرو په سوچونو کي وم او له ځانه سره به مي د هغي خبري تکرارکولي خو هيڅ نه کيدل باالاخره دي ته اړ شوم چي نور يي له ياده وباسم يوه ورځ مي خپل بريـښناليک کتلو چي د راغلو ايميلونو بکس ته لاړم په يوه نا اشنا ايميل مي سترګي ولګيدي چي عنوان يي دا و (سلامونه اي حياناکه!) ما دا خط په بيړه خلاص کړ لومړي مي هغه کرښي ولوستي چي له (Attachment)سره يي ليکلي وي په داسي ډول:
سلامونه او احترامات اي دحيا خزاني ،اي دباور او حقيقت نه ډک مسلمان هلکه نوري خبري به ليک کي وکړو لومړي (Attachment) دي کمپيو ټر ته ښکته کړه له خدايه غواړم چي هميشه درکي پورتني صفات پاتي شي.
کله چي مي (Attachment) کمپيوټر ته ښکته کړه داسي يي ليکلي و:

د سترګو تور مي نه هيريږي
که چيرته تيرشي سل وا زر کلونه

ستا خاموشي نه وه بلاوه
زما په زړه باندي يي تير کړل ډير غمونه

زما دا يو خبره واوره
دسترګو کونج کي چاته مه ګوره مينه


زما دي قسم په ذوالجلال وي
چي ستا ښکلو سترگو د کتو ارماني يمه

ستادي پښتو باندي قسم وي
دخپلو سترګو خيال دي ډير ساته مينه

زما قلم تاته ليکل کړي
زړه مي يوځاي ورسره ستا سترګي يادوينه

وروسته يي داسي ليکلي و:اي د حيا او پښتو نه ډک غيرتي مسلمانه هلکه نوم دي نه ليکم تاته يواځي همدا نومونه کفايت کوي هيله لرم چي روغ او جوړ اوسي زه ډيره بخنه غواړم چي مي د راتلو وعده وکړه خو ومي نشوکړاي چي درشم دخداي پاک او انسان اراده يوه نه وي زه ډيره لري تلي يم دومره لري يم چي تصور يي نه کيږي خو بس دا واوره چي ستا انسانيت ،شرافت او غيرت به هميشه يادوم او دحيا صفت به دي هرو مرو له ځانه سره ساتم زه ستا دحيا قدر کوم په ما ډير زيات ګران يي ،زه د هغو کړنو له تانه ډيره زياته بخنه غواړم چي کله به تا خبري کولي او مابه درباندي دوهم ځل تکرارولي درته به مي وويل :څه؟ زه پوه نه شوم او... ددي مطلب دا نه و زه به ستا په خبرو نه پوهيدم يا به مي نه اوريدي بلکي ستا هغه حياناک سټايل به مي خوښ شو چي يوه لاس کي به دي ماوس بټني ته فشار ورکاوه او له حيانه به دي د مانيټور سکرين ته کتل او خبري به دي کولي ستا به هيڅ کار په کمپيوټر کي نه و زه پوهيدم خو تا حيا کوله داسي دي کول ، مابه ډير کوشش وکړ چي ماته وګوري او زه ستا دګلاليو سترګو تماشه وکړم خو تابه له حيا نه په هيڅ شان ماته نه راکتل که کله به دي غلطي کي راوکتل نو مابه ستا سترګو ته داسي کتل لکه ټول ژوند مي چي همدي کي پروت وي زړه به مي تسکين شو يوبيل خوندو ستا سترګو کي اي الله څومره ښـه مقام و ،خو ته هم ژوندي مري وي ډير زر به پوه شوي او سترګي به دي د عاجزي کړي او بيا به دي سکرين ته کتل شروع کړل رښتيا خبره داده چي زه ستا د نازولو او عاجزو تورو سترگو عاشقه يم او له بله پلوه دي رانه انسانيت او اخلاقو زړه وړي هروخت دي يادوم يو ګلالي عکس دي راسره دي هروخت يي ګورم او زړه ته پري تسکين ورکوم چي به بيا سره يوځاي شو . هره ورځ تا پسي کړيږم رنځوره يم خو څه وکړم چي زه ډيره زياته مجبوره يم هيڅ نشم کولاي.
اي زما دزړ ه قراره خبره نه اوږړه وم په اخر کي درنه هيله کوم چي څنګه يي او کوم صفات درکي دي همداسي اوسه خير دي يو منت مي واوره چي خرابي يي نه کړي ښي يي وساته څه درته يادوم پوه شوي ؟؟؟ ولي نه پوهيږي ګلالي سترګي دي يادوم، يوه هيله درنه کوم چي زما ايميل ته ځواب ورنکړي ته به وايي ولي؟ خو دومره درته وايم :
په اخرت به لالي غواړم
په دي دنيا يي ظالمان نه راکوينه