د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد طاهر عنايت څنګه دستمي تعصب ښکار شو !

الماس 26.06.2008 17:23
هغه څه ، چې دافغانستان نوی نظام  له منځه خوري ، دستمي ډلو تعصب او ورانکاري ده ،چې دملي څېرو په ځپلو سره حکومت له سقوط سره مخ کوي . دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون  په څو تېروکلونو کې دفحاشۍ او عياشۍ په مرکز مشهور شوی و ، ددغه پوهنتون پخوانۍ مشرتابه او په سر کې يې بدنامه رئيس له معصومو محصلانو او نورو بدلمنو نجونو څخه دعياشۍ دوسيلې  په حيث هومره استفاده کوله ، چې نوريې نو ددغه علمي محيط فضابوينه کړې وه ، وروسته له دې ، چې هغه فاسده اداره  راوپرځيده د پوهنتون  دپاکولو په بهير کې د کثافت اوعياشۍ داسې نښې وموندل شوې ، چې اوس يې دلته د قلم دعفت ژبه د يادولو اجازه نه ورکوي . پخوانی رئيس دستم ملي درهبرۍ شورا غړی و او لومړۍ دښمني يې له افغان ، افغانستان اوملي ارزښتونو سره وه .
او کله  ، چې راوپرځيده نو په دسيسو او توطيئو يې  پيل وکړ . استاد طاهر عنايت ،چې يو پوه پروفيسور دی ،علمي رتبې يې د پوهې په مټ اخېستې ، کلونه کلونه  دکابل پوهنتون انتخابي رئيس و ، په ملي ارزښتونو يې باور درلوده  او دشخصيت  له پلوه د يوه افغان مسلمان اخلاقي نمونه ګڼل کيده ، په جرمني کې خپل ژوند او کور پريښود او افغانستان ته راغی ، دلته هيڅ سياسي او مادي موقف وانه خيست ، د پيسو موندلو او زور تر لاسه کولو هڅه يې  ونه کړه ، دمخدره موادو په تجارت کې شامل نه شو ،بلکې د يوه معلم په توګه  دولس دبچيانو په خدمت يې پيل وکړ ، کله چې د ښوونې او روزنې  د پوهنتون مشر شو ،نو لومړی کار يې دا و ،چې په پوهنتون کې د روانې بداخلاقۍ لمنه ټوله کړی ، او پوهنتون ته بېرته  علمي حيثيت ورکړي ، پوهنتون دده په لنډه موده کې ګڼ پرمختګونه  وکړل ، سيمينارونه  ، علمي غونډې ، دماسترۍ پروګرام  او پوهنيز توآميتونه  پيل شول ، خو راپرځيدلو عياشانو اودهغوی ستمي انډيوالانو دغه پرمختګونه  ونه شول زغملی ، د غلو او داړه مارومليشو دبدنام مشر جنرال دوستم په سهميه کې ورسیدلې څوکۍ باندې ناست وزير هم  خپلو ستمي انډيوالانو داسې راښکيل کړ ، چې ناڅاپه يې د ډاکتر طاهر عنايت د لرې کولو پريکړه وکړه ، چې د پوهنتون عياشې ډلې ته بيا دشرابو او ... دعيش ونوش زمينه برابره شي .
ډاکتر عنايت کيدای شي دخلکو اومحصلانو په ذهن کې د ښو او پاکو خاطرو له  کرلو وروسته  بېرته خپلې کورنۍ ته ورستون شي ، خو ارمان چې افغانانو يو بل کدر له لاسه ورکړ او يو پوهنتون بيا دفحاشۍ لمنې ته ورولويد ، يوه دوستمي وزير بياخپل اصليت ثابت کړ او دحکومت آبرو ته بيا زيان ورسيده ،چې داحکومت څومره دستميانو بدنامو عياشانو او مليشه يې وزيرانو تر اغېز لاندې دی
افغانانو !
خدای مو سبا ته خير پېښوه
چې څه به درپېښ شي ؟ !!